ویدی سرود

د افغانستان پخوانی تاریخ دوهم

د آریائی مهمو ممیزاتو څخه یوه ممیزه چه زیاتره د باختر په آریائی کتلی پوری اړه لری داده چه دغې نجيبې تودې له ډېرو پخوا زمانو څخه تر اوسه پوری په ښکاره ډول علما د هغو په ټاکلو بریالی شوی ندی، ځانته منظومی او سرودونه لرل يا په بله ژبه او عبارت د (شفاهی ادبیاتو) یوه دوره ئی درلوده چه زمونږ د معلوماتو منبع او پخپله د دوی د ټولو افتخاراتو چینه شمېرل کېږی.

که چېری نورو خلکوته د شفاهی ادبیاتو په دوره او موضوع باندی پوهیدل څه قدر مشکل وی خو مونږ افغانانو ته هیڅ اشکال نلری ځکه چه پښتو ژبې داسې دوره لرله او تر دې مونږ دا ویلی شو چه د دې ژبې د شفاهی ادبیاتو دوره ډېره اوږده وه، او هر کله چه پښتو ژبه د آریائی باختری ژبو یوه څانگه ده یو څو موده سرودونو د شفاهی ادبیاتو دوره په اصل ژبه کښی تېره کړی او وروسته بیا هغه وخت چه مهاجرتونه وشول او د باختر آریائی څانگې يوه له بلې نه لېرې شوه نو لهجو هم تغير وکړ او یوې له بلې نه توپیر پیدا کړ. پښتو هم په همه وضعیت سره چه پیدا کړی ئی ؤ د عربی رسم الخط د خپریدو تر زمانی پوری د خپلو شفاهی ادبیاتو دوره پسی ساتلی او دوام ئی ور کړی دی. د خولې (شفاهی) او د ليک (تحریری) ادبیات په اصل حقیقی معنی کښی څه توپیر او فرق نلری بیله دې نه کوم شی چه په ژبه ویل کیږی.

د علامی یا رسم الخط په واسطه هم لیکل کیږی. په شونډو خولې او ژبې سره زمزمه کول یو طبیعی شی دی چه د انسان د پیدائښت سره یو ځای پیدا شوی دی او په هر ډول علامو يا رسم الخط ليکنه او تحرير د بشريت د تکامل له مراحلو څخه یوه نمونه ده چه هر قوم، ټولنه او ملت د جغرافیائی موقعیت او تماس او د تاریخی کیفیتو له مخې په ټاکلی زمانه او دوره کښی له هغونه د يو ډول خاوند او څښتن شوی دی.

شفاهی ادبیات د ژبې زمزمه او د زړه آواز دی چه د زړه نه را پورته کیږی او په ژبه باندی ناست دی او په دغه ژبه او په نورو ژبو تکرار شوی دی چه د غوږونو او د لاری ئی کی په حافظو کښی ځای نیولی او په زړونو باندی ئی تاثیر کړی دی. د دغه ډول ادبیاتو ځاى تل حافظه، ژبه، غوږونه، اوزړه دی په همدغو ځايو کښی زیږیدلی او وده او روزنه ئی موندلی ده او ساتل شوی او محافظه شوی دی. 

شفاهی ادبیات د تحریری ادبیاتونه ډیر طبیعی دی. څرنگه چه مونږ بی تکليفه خبري کوو، بی تکلیفه د دې دورې سرودونه او منظومی هم منځ ته راغلی او پیدا شوی دی چه ساده دی کوم تکلیف نه لری. کوم شی چه په سترگو کتل کېږی، زړه ئی احساس کوی، له ژبی نه راوځی او په ژبه ویل کیږی. هر کله چه خبرې او مرکی د ټول نوع بشر يو طبيعي کار دی نو د دې څخه دا لازمیږی چه د دنیا ټول قومونه دی شفاهی ادبیات ولری خامخا داسی هم ده چه درسم الخط د پيدا کېدونه پخوا او وروسته د هر قوم سره شفاهی ادبیات موجود وو او دی. مگر عموماً دغه ادبیات له ابتدائى مرحلونه و تلی نه دی او که چېری وتلی هم وی محافظه او ساتل شوی ندی، او په نتیجه  کښی څه اثر ورځنی ندی پاتی شوی او له دې کبله ویل کیدلی شی چه شفاهی ادبیات او په تېره بیا په پیړیو پیریوسینه په سینه دهغو ساتنه د آریائیانو له خصوصياتو څخه ده او په بل عبارت د باختری آریا ئیا نو د کتلی له مخصوصو ممیزاتو څخه ده.

د آریائیانو شفاهی ادبیات ډیره موده له يو نه بل ته او له بل نه بل رسیدلی ته او نقل شوى دى. او هر کله چه په پخوانیو آریائی کورنیو کښی د معنوی میراث انتقال ډیر اهمیت درلود، د کورنۍ پلار او مشر چه د دې کوچنی کانون مربې هم گڼل کیده سعیه کوله چه خپل ځامن او اولاد د معنوی سرمایی او پانگی له فوایدو څخه هم مستفید کړی او دا يواځينى عامل و چه د ليک او تحریر د رسیدو تر وخته پوری ئی سرودونه او منظومی تر ډیرو پیړیو پوری وساتلی او محو کېدلو ته ئی پری نښودلې البته د دغو سرودونو هغه برخه چه د ټولونه ډیره پخوانۍ وه له منځه تللې ده او مونږ به د هغی برخی په شاو خوا کښی پوره بحث و کړو. 

آیا د آریائی شفاهی ادبیاتو یا د (سرود ویلو) دوره څرنگه شروع شوی ده؟ او علت ئی څه شی و؟ آیا یواځی د ادب او شعر ويلو شوق دغه مجموعه میدان ته را ایستلې ده یا کوم بل اساسی علت په دی باب کښی لاس درلود؟ په دې کښی شک او شبهه نشته چه دغه مجموعه یواځی د کوم شاعر د عشقى په دې احساساتو او د ادبی خالصو احتیاجاتو له کبله منځ ته نه ده راغلې بلکه څرنگه چه د (وید) د (مذهبی پوهی) او د (ریگ وید) د (ستاینی سرود) د ترجمی له مخی معلومیږی ویدی سرودونه په حقیقت کښی د آریائیانو د تودی د زره د ستاینی آواز او د زړه د نیاز زمزمه ده چه حساس او دقیق شاعر د خپل خیال د لطافت او کلماتو په وزن او آهنگ هغه په بل رنگ اړولی دی نو له دی کبله ویلې شو چه د ویدی سرودونو بنسټ او اصل اساس ئی مذهبی تخیلات او ستاینه ده او هر کله چه د آریائی مذهبى مسلک او آئين مفکوره د طبیعی عناصرو او د هغو د بديعو مظاهرو په ستاینه ولاړه وه نو طبعاً د هغوی د ادبیاتو نه د طبیعت د ښکلو عناصرو توصیف او ستاینه معلومیږی د ملتو د ادبیاتو د تاریخ له کتلونه ښکاره څرگندیږی چه د ارباب انواعو وجود او د طبیعی قواؤ مجسم کولو او په هغو باندی د نومونو کېښودلو د ادبیاتو په عالم کښی که د شاعر او ویونکی احساسات په نظم سره وی او که په نثر سره فوق العاده مهم رول لوبولی دی، او هغه صحنه ئی رنگینه، مرموزه او ښکلی گرځولې ده چه شاعر غوښتل هغه ترسیم کړی. د شاعر ژوندون د عشق له شور او د زړه له سوز نه ډک وی هغه وخت چه غواړی چه دغه (شور اوسوز) د خپل خیال په نړۍ  رسم کړی که هر څومره طبیعی عناصر او د طبیعت ښکلی مظاهر د ده په اوهامو کښی ښکلی نومونه او مخصوص او لطيف اشکال او وضعيتونه ولری بیا هم د ده کلام چه په حقیقت کښی د ده د روح تراشل شوی هیکل دی ډېر ښکلی، خائسته اوډیر جذاب او په زړه پوری او ډیر کامل راځی چه په اوریدونکو باندی ډیر تاثیر کوی لکه چه د هیکل تراشۍ، ادبیاتو ( نظم، نثر، خطابه اوبیان) موسيقى، معمارۍ حجارۍ او د نورو ظريفو صنائعو په بيلو بيلو څانگو کښی د یونانیانو د ترقيو له مهمو علتو څخه یو علت د ارباب انواع وجود او په هغو پوری مربوط نکلونه او اساطير وو.

سره د دی چه د سرودونو اساس مذهبی تلقینات دی مگر ژبه، کلمی او د بیان اصول او د فکر کولو طرز او د شعر په قالب کښی د هغه د څرگندلو ډول په داسی صورت سره شوی دی چه په هر اوریدونکی باندی تاثیر کوی او د بشر د خیال په لطافت او ځایسته والی او د ادبیاتو په طبیعی لویو تشبیهاتو کښی ئی ډیر لږ مثال موندل کېد لی شی.

 د دې سرود ویونکی یا پوه او هوښیار (ریشییان) هغه کسان وو چه د هغه وخت په ټولو متدارلو پوهنو او علمونو کښی ئی لاس درلود په دې خبره کښی شک نشته چه په لومړيو وختو کښی په هغوی کښی د روحانیت جنبه ډیره زیاته وه مگرپه عين زمان  شاعران، خطیبان او ادیبان هم وو او دوی به خلکو ته په مذهبی چارو کښی او د اجتماعی او سیاسی ژوندون په کارونو کښی لارښودنې کولې - ريشييانو د قوم د پوهانو او د جامعې د مفکرینو په ډول د آریا ئیانو په اجتماعی ژوندون، د عنعناتو په ژوندی ساتلو او د قومی اتحاد او روحی قواؤ په قوى کولو او خلکو ته د لوړو اخلاقی درجو په لارښودنه کښی ډېر لوی او مهم رول لوبولی دی. دوی سره د هغه فوق العاده نفوذ چه په خلکو او رئیسانو او شاهی دربارونو کښی ئی درلود هېڅکله د کلدې د روحانیونو په شان ځانته شاهی حیثیت نه وو ورکړی بلکه یواځی د قوم د ښيگڼی او پورته کېدو د پاره ئی خدمت کاوه، دوی به د همدې مقصد د پاره ویناوی او نطقونه کول. جذاب سرودونه به ئی جوړول، او د خلکو په دماغونو کښی به ئی ځلانده او غوره فکرونه پیدا کول. ريشييان په عامو خلکو کښی او پادشاهانو ته ډېرگران او قدرمن وو. او آریائی پادشاهانو به په حکومتی او پاچاهی کارونو کښی د هغوی د لوړو افکارو او پخو نظریاتو څخه استفادې کولی. د ښځو او نرو په دواړو طبقو کښی په (ریشی) صفت علما اوشعراء موجود وو او د دې دواړو طبقو د ريشييانو نومونه بیا بیا په سرودونو کښی ذکر شوی دی. په هر حال هغه آریائی سرودونه چه په دی باب کښی ئی مطالعه کول غواړو د همدغو ريشييانو له مقتدرې قریحې نه راوتلی دی. دوی زمونږ د مملکت لومړنی شاعران، او سرودونه او منظومی ئى زمونږ د مملکت لومړنی ادبى مظاهر دی. سرودونه د ادب په لحاظ دیر لور مقام لری او د بشر په ادبياتو کښی ئی مثال ډېر لږ لیدل کیږی. سربیره د ادب اوژبی پر جنبه سرودونه د آریائی مطالعاتو او څېړنو يواځنۍ چينه او منبع ده،  او هغه ټول تحقیقات چه له دوو سوو کلونو نه را ایسته د آریا، آریائی او نورو مسائلو. په شاوخوا کښی شوی او کیږی ټول د سرودونو د متن او د هغو د ملحقاتو په اساس بنا او ولاړ دی. هر کله چه ویدی سرودونه زمونږ د مملکت په تاریخ، ادبیاتو، ژبه، د لغاتو او تاریخی او جغرافیائی نومونو په مطالعو او نکلونو او داستانو او زمونږ د خلکو د عرق، وينی، نژاد او عاداتو په مميزاتو کښی ډېره رڼا اچوی او د ټولو آریائی مطالعو او کتنو اساس دی، نو له دې کبله په لنډ صورت هغه په بیلو بیلو لحاظو تر کتنی لاندې نيسو:

« وید » یا « ودا » هغه ټول آریائی معلوم سرودونه چه مونږ ته رسېدلی دی په څلورو برخو ویشل کیږی چه هغه ئی د قدامت او موضوع له کبله د (ريگ ويد) (يجوروید) (اتروید) (سام وید) په نومونو ویشلی دی، وروسته به بیا د هر یو په باب کښی تشریحات ورکړو. سمدستی په دې خبره اکتفا کوو چه په دغو څلور ګونو نومونو کښی د (وید) کلمه تکرار شوې ده او لکه چه د «ما کس مولر» د ویدی مدنیت او ژبی د لومړی مدقق له بیان څخه چه د ریگ وید د سرودونو د کتاب د لومړی چاپ د مقدمې په تمهيد کښې ذکر شوی دی داسی معلومیږی، ښایی چه (وید) هغه لومړنۍ کلمه وی چه د آریائی خولی او ژبی څخه وتلې ده د (ودا) د کلمی اصلی معنی پوهه او (هوښیاری) ده ځکه چه د(وید) له فعل څخه پوهه مشتقه شوې ده او په ډېر دقیق او اصطلاحی صورت له هغه نه په (مذهبی پوهه) يا (مقدسه پوهه) تعبیر کوی، ځکه چه (ویدی) سرودونه په اصل اساس کښی یو لړ مذهبی تخیلات دی چه د ښکولو او آهنگ لرونکو او موزونو الفاظو په قالب کښی ئي د شعر بنه او شکل موندلی دی.