32

ميا عمر څمکنی د (شجرهٔ نسب افغانان) لیکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

محمد عمر د ابراهیم زوی چي اصلاً د باجوړ د ميا كلي وو، وروسته د پېښور په څمکني کلي کي میشت او هم دلې په ۲۹ جمادي الثانيه ۱۱۹۰ ق وفات سو، دی د روحاني او علمي لوړ شخصیت خاوند او د اټک د شېخ یحیی څخه په نقشبندي طريقه كي ماذون وو احمدشاه ابدالي ته د ده له متعقدانو څخه وو او په زرو نور ارادتمندان یې هم لرل په عربي او دري او پښتو ډېر آثار لري لکه مالي شرح، قصيده امالي په دري ۹۳۸ مخه او توضيح المعاني په پښتو د خلاصۀ کيداني شرح او پښتو شمايل نامه چي په (۱۱۶۳ ق کال) منظومه کړې ده. د ده بل کتاب شجرۂ نسب افغانان و غیره يو تاريخي اثر دی، چي ما ددغو کتابو خطي نسخې د پېښور د بالاماڼۍ د مرحوم فضل صمداني په کتابخانه کي لیدلي وي. ميرزا هادي عشرت د احمد شاه د دربار منشي د ده د وفات تاریخ داسي ویلی دی :

تاریخ وفــــــــــات سر اقطاب زمان

رهنمون شد خرد از لطف بمن گفتاقم

اربیرون بحساب جـــٔــــملش تادانی

(عددی بیست نهم شهر جمادی دوم


(د وروستنۍ مصراع ابجدي ارزښت (۱۲۶۸) دی که عدد (ـ- ۷۸) ځني کم کو (۱۱۹۰ ق) پاتیږي.