32

غر او چستان

پښتو مقالات

زموږ د ژبي يوه خورا مهمه او تاريخي کلمه (غــر) دي ځکه چي پښتانه په غرنۍ مځکه کښي لوي سوي او دغره سره زوکړي او مړه سوي دي، نو په پښتو کښي( غر ) خورا اهمیت موندلۍ او غرني  افکار هم زموږ په ادب کښي خورا خوندوره برخه ده.

 دلته زما دا مقصد نه دی چی پښتو ادب کښی د غره مهم است څرگند کړم، ځکه چی دا بحث ژبنی او لغوی دی، اوزه غواړم چی د وطن په تاريخي ځايو کښي د غره د کلمې اثر در ويژه پژبي او تاريخ پژوهي است. پخوانیو دورو کښی ښکاره کم. 

غر په حقيقت کښي خورا زړه آريايي کلمه ده، چي د اوستا په هوم یشت کښی (گیری) راغله (۱) او هم په خورده اوستا او د هگه د کتاب په فرهنگ کښی لیدله کیږی، (۲) په سنسکریټ کښی هم دا کلمه کلمه موجوده وه او په دغه ژبه گیریا، گیرى  د غره په معنی راغلی دی.

۳ : د له دغو تاریخي او لغوي اسنادو څخه دا ښه زباديږي چي په پخوانو اريايي ژبو کښي ددې کلمې ريښه سته، او ښايي چي دا کلمه د آريانانوداصلي ژبئ څخه پښتو، اوست. افغانستان د تاریخي ځايو او د سړيو او قبايلو نومو ته وگورو دا به ښه راته ښکاره سي چي له قديمه د غره کلمه مستعمله وه، او د ځينو ځايو په نومو کښي تر اوسه هم ليدله کيږي.

 مثلاً : د وطن په تاريخ كښي موږ غلزي يا غلجي اورو، چي دا نوم بَشكه (غرزي) دي، يعني د غره زوي چي وروسته غلزي سوي، او. خلکو ډول ډول معناوي خيني اخيستي دي.

 دغسي ډيري نوري كلمې هم سته : غور، غرچه، غرج، خلج، چي ټول ددغسي ريښې څخه جوړ سويدي او د پوهانو په رايه دغه ټولي كلمې د اريايي قبايلو نومونه دي یا ددوي دهستوگي ځایونه وه چي په منځنۍ آسیا کښي موجود وه.۴ 

توماسچک چي يو غربي محقق دي وايي: چي گر گار د زړې باختري ژبي کلمه ده او غر چي هم د آمو د لوړو لتو د غرنيــو قبايلو نوم ؤ (۵) نو ښکاره دي چي غرچه يا خلج يا غرج يا غلجي غرو زوله. معنا لری وگورئ غرچه کټ مټ دغه اوسنۍ دپښتو غرچه یا غرڅنی دی چی اوس هم د کوهی معنا لری په اسلامی دوره کښی جغرافیا لیکونکی او د عربو پوهان دغه علایق یاقالی اوس ئرشه لولمنه بولو ، غرجستانی اوس. کوی چی : غرج د غره او (کوه) په معنا دی. (۶)

 په غوری دوره کښی دا لته (غرستان) هم بلل سوده چی عربی ډول ئې هغه غرجستان دی، مثلا : د منهاج السراج د طبقات ناصری قلمی نسخې چی لیدلی کیږی هلته، غرستان، لیکل سویدی،چي  دغه اوسني كلمه (غر) عيناً پكښي ساتلي سويده. بده جک ځکه چی منهاج السراج په خپله ددغه ځای اوسیدونکی و او ددغی لتی له خلکو څخه ئې پخپله دا کلمه اورېدلې وه، نو دا ښکاریږی چی (غرستان) اصلاً و ددغی لتی اوغ، چتو. ستان) چی وروسته په پاړسو کښي هم مستعمل سو، دا هم پخواني آريايي ظرفي کلمه وه، چي له پخوا په پښتو ژبه کښي موجوده وه، ځکه چي اوس. زمامقصد د (ستان شرح نه ده نو به دایخو بلی گنی ته پرېږدم. 

اوس موږ له لوړو تاریخى څېړونوڅخه دغی نتیجې ته رسيږو چي په پخوانو عصرو کښي د پښتو ژبي اغيزه خورا،خپره اودطن قبایل هم د نژاد او پښت تر نژدېوالي یؤ له بله سره نښتي وه

ځکه نو اوس ددوي تاریخي نومونه ټوله یوه مرجع ته رسیږي او تاريخي وحدت او قُرب ني ثابتيږي.(۷)