32

ناچ

د پښتو ادبیاتو تاریخ ، دریمه برخه

رقص او اتڼ د انسان له فطري خصايصو څخه دي په پخوانو اقوامو کي هم و، له ریگویدا څخه ښکاره کیږي، چه آریائیانو هم اتڼونه درلوده، او لکه اوس چه د پښتنو زلمي اتڼونه کوي او څوڼي غوړوي، پخوا هم دوي دغسي اتن درلود او دا اجتماعي دود پکښي موجود و.

په سنسكريت کي اتن ناچ بولي او دا کلمه تر اوسه هم په هند کي پر رقص dance اطلاقيږي په پښتو کي د دي فعل لپاره د اتڼ مخصوصه کلمه سته مگر د ناچ او رقص د فعل لپاره له هغې قديمي ريښې څخه نڅا او نڅل هم لرو فقط (چ) په (څ) بدله شوې ده، له دغه مصدره افعال هم جوړيږي. مثلاً ناڅي، و به ناڅي، و ئې نڅل، يو شاعر وائي:

لکه ناڅي چه بسمل له تیره تیغه

چه په تيغ دي شوم کړم نو نڅا راغله