کابلی رایان یا د کابل برهمن شایان

د افغانستان پخوانی تاریخ څوارلسم ، دوهم عصر

په دې فصل کښی چه د (کرونولوژی) د تاریخی مراتبو له نقطې نظره څخه کیدای شی چه هغه د آریانا یا د پخوانی افغانستان د تاریخ وروستنی فصل وبال شی سمدستی دوه څیزونه نظر جلبوی یو د (شاه) کلمه او د هغی مترادف (رای) بل څیز د (کابل) نوم چه یوه زمانه پايتخت ؤ او بيا د ځينو واقعاتو د پیښیدو له کبله چه و به ئی گورو د هغه ځاى د اټک پر غاړه د « ویهند» ښار نیولی دی. په بل عبارت هر کله چه د پادشاهانو د کارنامو او د دې فصل د مربوطو واقعاتو په بیان کښی د شاه او شاهی او کابل او ویهند کلمی زیاتی راځی نو غواړو چه په اول کښی د شاه او شاهی او کابل په شاؤخوا کښی لږ څه بیان وکړو. 

د کابل شاهی یا کابلشاهان: د لسم فصل په آخر کښې د کيدارى کورنۍ د مسکوکاتو د بیانولو په وخت کښی مو ذکر کړی دی چه د کوچنیو کوشانيانو د سلالی مؤسس کیدارا د خپلو مسکوکاتو پر مخ خپل ځان په برهمی رسم الخط « کیدارا کوشانشاه» لیکلی دی، چه له هغه څخه په واضح ډول د هغه کوشانی والی څرگندیږی، خو زمونږ زيات مقصد د (شاه) په کلمه کښی دی او معلومیږی چه څه نا څه د مسیحې څلورمی پیړۍ له دغو اولو وختونو څخه وروسته د هندوکش د جنوب محلی پاچاهان په تیره هغه پاچاهان چه د کابل په دره کښې ئی مرکزیت درلود، د نژاد او عقيدى له حيثه هر څوک چه وو، «د شاه» یا «شاهی» یا (شاهیا) په لقب یاد شوی دی. لکه (رتبیل شاه) (ترکی شاه) «هندو شاهی» «برهمن شاهی» او هندو شاهیان او نور، چه دغه ټول د (کابلشاه) تر عنوان لاندی راتلای سی. البیرونی برهمنیان یا هغه هندوان چه د نهمی مسیحی پیړۍ له منځنيو وختونو څخه د يوولسمی مسیحی پیړۍ تر لومړۍ څلورمی (ربعې) پوری ئی د افغانستان په لمرختیځو برخو کښی پاچاهی کړی دی او هغه سلاله او کورنۍ ئی چه له دوی څخه پخوا ئی له کابل څخه د هندوکش پر جنوبی برخو باندی حکومت کاوه د (شاهی) یا (شاهیا) په لقب یاده کړی ده او دوئی د (کابل شاهیا) هم بللی دی، او په خپله اصطلاح ئی هغوی پر دوو ترکی او هندی یا برهمنی برخو ویشلی دی  د کشمیر مورخ او شاعر (کلهنه) پخپل اثر کښی چه «راجا ترانگینی» نومیږی او له الهند البيرونى څخه تقريباً (۱۱۸) کاله وروسته ليکل شوی دی - هندو شاهی یا برهمن شاهیان ئی عام له دی چه د هغوی مرکز په کابل کښی ؤ او که د افغانستان په ختیزو برخو کی د اټک په شاؤ خوا په « ویهند» کښی ؤ چه د کاپیسا د کشاتریه د ژمی مرکز ؤ په (شاهی) لقب یاد کړی دی. په همدغه ډول بلا ذری هم یوځل بی له دې چه د کابل د پاچا نوم ياد کړی هغه ئی (د کابلشاه) په لقب بللی دی او په همدغه ترتیب سره د (رای) (اورایان) (ملک) او (ملکا) کلمې چه د جمع او مفرد په شکل د افغانستان په محلی پراکریتونو کښی د شاه او شاهانو په معنا دی د هندوکش د جنوب د پادشاهانو په مسکوکاتو او القابو کښې استعمالیدلی. د دغو ملاحظاتو له مخی دومره قدر ویل کیدای شی چه د هندوکش د جنوب پاچائی کورنۍ او محلی امیران چه د لومړنیو پا يتختونه په تدریج سره کاپیسا او کابل او ویهند وو، او د دوهمې ډلی پایتختونه دغه ځايونه او يا په نورو ځايو کښی لکه په گندهارا باميانو - وجیرستان، گردیز، غور او زمین د اور او نورو ځايو کښې وو، ټول د (شاه) او په شاهی لتمب یاد شوی دی او څرنگه چه په پای کښی بیان کوو، د هندوکش د ټول جنوب د مرکزی پاچاهۍ مرکز (کابل) شوی و، (د کابل شاهۍ گانی) یا (کابلشاهان) هغه عنوان او لقبونه دی چه د ټولو مؤرخينو له خوا په تلفظ کی په لږ تغير سره استعمال شوی دی، او دغه عنوان او لقب د (څلورمی مسیحی پیړۍ په اولو وختونو کی) د کيدارا له زمانی څخه په ویهند کی د کابل د برهمن شاهۍ گانو د اولادی د پاچاهی تر پایه (د ۱۱مسیحی پیړۍ تر اولی ربعی) تقریبا اوه پیړۍ د کابل د سیمی شاهی کورنۍ او کورنی امیران د هندوکش په جنوب کښی سره پیوست او متصل ساتلی دی.

او په کیداریانو پسی، د کاپیسا کشاتریه یان او نپکی ملکا او يفتليان او کوشانو یفتليان او رتبيليان او تروکشه یان او زابلی یان او تجینیان یا تگینیان او برهمنیان او هندوان ټول په دغه ډله او دغه سلسله کښی راځی. رای پاله: په دیارلسم فصل کښی مو بیان وکړ چه عربی او فارسی منابعو له هغه وخته څخه چه د مملکت غربی سرحداتو ته د عربو لښکری راورسیدی او د زرنج، رخد او د کابل خواته راتلی، د رتبیل کلمه د اسم او صفت په ډول استعمال کړې ده - دې روبی د کابلی برهمن شاهی گانو د پاچاهی د پای ته رسیدلو تر وخته پوری (د ۱۱ مسیحی پیړۍ تر اولی ربعی) دوام درلود. لکه چه په هغه ځای کښی مو اشاره وکړ. دا کلمه یا د خاص هندوئی نوم «رتن پاله» له مخی او یاد دوو عامو کلمو (رای) او (پاله) له ترکيب څخه منځ ته راغلی ده. او هر کله چه غالب گمان داسی کیږی چه دا لقب به د دوو اخرنيو نومونو له ترکیب څخه تشکیل او عام شوی وی او د هغه ربط له مخی چه زیاتره ئی د دی فصل له مطالعاتو سره لری په لنډ ډول سره ئی بیان کوو: 

لکه چه د ۳ او ۴ هجری پیړیو د فارسی او سانسکریت مأخذونه او د غزنی د دربار مؤرخينو لکه محمد غوفى او محمد الجبارالعتبی بیان کوی کابلی برهمن شاهان او یا هندو شاهان ئی د (رای) په لقب یادول او د هغو ملکه به ئی (رانۍ) بلله دا دوه لقبونه په عمومی ډول د هندو او یا برهمن شاهانو. 

او د هغوی د ښځو په باب کښی استعمالیدل په حقیقت کښی دادوې کلمی په اصل کښی د کوم پاچا او کومی ملکی مخصوص لقب او عنوان نه ؤ بلکه د دغه عصر په يو پراکریت کښی ئی (رای) او (راڼه) پاچا او ملکی ته ویل:

په دی کلمو کښی د سانسکریت پخوانی ریشه (راجان) داخله ده په دې کى شک نشته چه دغه القاب د دغو وختونو، د هندو یا برهمن شاهانو په مورد کښی په عام ډول راغلی دی. خو د کابل د هندو شاهی یانو او د هغوی د اولادی د ویهند د هندو شاهی یانو په مورد کښی تاریخی سابقه لری او پوره تطبیق کیږی دادوی کلمی نه یواځی په نثر کښی راغلی دی بلکه د افغانستان په فارسی نظم او سانسکریت کښی هم استعمال شوی دی، او دوه غوره مثالونه ئى يو د ملک الجبال سلطان علاءالدین جهانسوز شعر دی او بل هم د کشمیر د مؤرخ او شاعر «کلهنه» اشعار دی. د مخه مو په ویدی عصر کښی د دې دوو کلمو اریائی ریشی نه اشاره وکړه، او د هغو په باب کښی بیان کوو چه د افغا نستان د لويو کوشانيانو د دوهمی کورنۍ مؤسس کنیشکا په خپلو ځينو مسکوکاتو کښی په یونانی رسم الخط خپل ځان(راونانوراو)  یعنی د (پاچاهانو پاچا) بللی او لیکلی دی دا ژبه د لهجو مدققینو د ایرانی كورنۍ له ژبو څخه بللی ده په دی ځای کښی هم په څرگند ډول لیدل کیږی چه (راو) یعنی پاچا او (راونانوراو) یعنی (شهنشاه) په دوهمه مسیحی پیړۍ کښی رواج درلود، او ورو، ورو، د څو نورو پیړیو د تیریدو په زمانه کښی د کلمی وروستنی (و) په (ی) بدل شوی دی او (رای) د کابل او ویهند د برهمن شاهی یانو او هندو شاهی یانو دپاره او له هغو سره د معاصرو نورو هندوانو پاچاهانو دپاره په هندوستان کښی استعمال شوی دی او څرنگه چه د (رای) په کلمه کښی د ویدی سانسکریت پخوانۍ ریښه شته په همدغه شان په ډیرو نورو آریایی لهجو کښی هم تر اوسه پوری له منځه نه ده تللی، بله کلمه چه لنډ بیان غواړی د «پاله» کلمه ده، تر یوې اندازی پوری چه د کابل، د برهمن یا هندوئی او د هغوی د اولادی د ویهند د رایانو د مسکوکاتو له مخی څرگندیږی د دوی نومونه په عمومی ډول د «پال» او (دیوه) په دوو کلمو تمام او پای ته رسیږی چه اوله ئی (پاله) او دوهمه ئی (دیوه) هم تلفظ کړې ده، مدققينو «پال» يـا «پاله» د هندوانو له کورنيو څخه د یوې کورنۍ نوم بللی دی او حتی انگلیسی «اليوت» وائی چه د هغی په ښکاره کیدو او ظهور سره د هغه وخت په پاچاهی کورنۍ کښی تغیر راغی که د (رتبيل) کلمه سره له هغه عموميته چــه مخصوصاً عربی منابعو استعمال كړې ده پخپل ذات کښی یو نوم او يا يو خاص اسم گڼل کیدای او یا ئی د لغوی مفهوم له مخی کومه توجیه لرلای، نو هرو مرو به د سانسکریت په مأخذ کښی راغلې وای، خو دا ډول نوم او لقب د سانسکریت په ماخذ کښی نه دی ضبط شوی. نو له دغه کبله ویل کیدای شی چه عربو د ارویدلو له لاری هغه له نورو کلمو څخه جوړه کړی ده او غالب گمان داسی کیږی. چه د «رای» او (پاله) د کورنۍ د عمومی لقب له ترکیب (رای پاله) څخه به ئی رتبیل جوړ کړی وی.

په هر حال هر کله چه دا کلمه په عربی او فارسی ماخذونو کښی د آریانا غربی سرحدو ته (د زرنج - رخد کابل خط) د عربو د لښکرو د راتلو له وخته څخه استعمال شوی ده نو مونږ د افغا نستان په تاریخ کښی د کابل له برهمن شاهی یانو څخه د کاپيسا د كوشانو يفتليانو د جلا کولو دپاره، لومړنۍ کورنۍ د کابل (برهمن شاهی یان) د (کابلی رایانو) په نامه او دوهمه ډله (کوشانو يفتليان) د (رتبيل شاهانو) په لقب یادوو، او دوی ټول د (کابلشاهانو) په نامه هم مشهوردی.

له کاپیسی څخه کابل ته د پایتخت نقل کول: په دې کښی شک نشته چه «کوبها د کابل د سیند ویدی نوم په آریائی سرودو (ریگ وید) کښی راغلی دی په همدغه توگه د کابل ناوه د اوستائی شپاړسو قطعواعلى مځکی په جمله کښی په اوومه مرحله کښی د (ويكره ته) په نامه راغلی ده او ځینی پوهان هغه (بگردهٔ) چه بطلیموس ذکر کړی ده د کابل د سیند په پورتنۍ برخه کښی له همغی اوستائی (ویكره ته) څخه يوه خاطره بولی د آریائی او مړنیو او اصلی متونو څخه تیر په پنځمه ق م پیړۍ کښی (هرودوت) د (کسپاتيروس) له ښار څخه بحث کوی چه ځینی هغه کابل بولی. (اورتسپنه) (کارورا) او (کابورا) هغه نومونه دی چه په دوهمه مسیحی پیړۍ کښی بطليموس پخپله جغرافیه کښی استعمال کړی دی او مدققین دری واړه نومونه  د کابل د ښار او د هغه د بالاحصار نومونه بولی، دغه جغرافیه لیکونکی د پاروپامیزاد په ولایت کښی د «بولیتی» یا «کابولیتی» نامو خلکو څخه بحث کوی، چه له هغوی څخه مقصد د کابل د ښار خلک دی.

له دغو بیاناتو نه څرگندیږی چه د کابل سیند، د کابل ناوه او حتی په دی ناوه کې یو یا ډېرو ودانو ځایو په پخوانيو زمانو کې وجود لاره چه د هغوی د مراتبو ټاكل جلا مطالعې او بحث غواړى. د بودائی آبداتو له مخی لکه د چکړی مناره او سره مناره او هغه لوئی استوپې چه د چکړی په کلی کې شته دی او د پنجه شاه او د علی آباد د لمنې او خزانې د غونډۍ او د خواجه صفا او د خواجه روشنائی او د مرنجان د غونډۍ او د نورو بودائی معابدو د خرابو او کندوالو له مخې څرگندیږی چه د لویو کوشانيانو په زمانه کې د کابل د شاؤ خواغرنی حصار معبدو نه درلودل او د هغو په شاؤخوا کښی د غرونو په لمنو کې کلی موجود وو. په هر حال د هغی سا بقی له مخې چه دغه جغرافیائی تاریخی نومونه او ودانۍ ئی لری، په زړه کې دوه سوالونه پیدا کیږی: یو دا چه دغه کابل یا هغه کابلو نه چه د دغو نومونو په مقابل راځی په صحيح ډول سره په کوم ځای يا په کومو ځايو کې وو؟ دوم دا چه د هندوکش په جنوب کی د آریانا مهم ښار چه له دوهمی ق م پیړۍ نه د اتمی مسیحی پیړۍ تر پایه پوری یو زر کاله د پخوانی افغانستان پایتخت گڼل کیده شپیته کیلومتره د شمال خواته بللی دی د کاپیسا په حوزه کې پروت او د کاپیسی په نوم ئی شهرت درلود چه د اوسنی بگرام خرابې له هغه څخه نمایندگی کوی، نه اوسنی کابل له کاپیسی څخه. کابل ته د پایتخت نقل کیدل یوه لویه او مهمه او په زړه پوری مسئله ده چه سره د لازمو معلوماتو د نه لرلو ښائی چه د هغه په باب کښی تر خپله وسه ښه غور او دقت وشی.

په ٦٣٢- او ٦٤٤م کلو کې هغه وخت چه چینی زایر هیوان - تسنگ دلته تگ او راتگ کاوه کاپیسی پایتخت ؤ او دغه زاير په هغه ښار کې له پادشاه سره ولیدل ا و کابل ته بیخی رانه غی. خو د سیستان د تاریخ د شهادت له مخی (عبدالله بن ابی بكره په ۵۱ هجری کال) د (٦٧٣م په مطابق) سیستان ته راغلی ؤ او په بست او رخد او کابل کښی یی له (زنبیل) سره جگړی وکړی او په پای کښې ئی په دوو زرو درهمو له هغه سره سوله وکړه. 

که د پیښو په تاریخ او کال او مأخذ كښې ښه ژوره کتنه وشی، لیدل کیږی چه د اوومی پیړۍ په دوهمه نیمائی او د اتمی پیړۍ په زمانه کښی چینی منابع د کاپیسی له ښار څخه او عربی او فارسی منابع له کابل څخه بحث او خبری کوی له هیوان - تسنگ نه وروسته، وروستنی چینی زایرین زمونږ هیواد ته راغلی دی او لائی کولای شول چه د باختر او کاپیسا له لاری هند ته ولاړ شی دوه تنه دی: چه یوئی (وانگ هیوان تسو)) (Wang - Huan-tso  ؤ چه د نمایندگۍ حیثیت ئی هم لاره بل ئی «هیوان تچاو»Hiuan – Tohao Ta– Che   ؤ چه دوهم ځل ئی هند ته د مسافرت عزم لاره ړومبنی سړی په ۶٠-۶۵٩ کلو کښی سفر کړی او دوهم سړی په ۶۶۴-۵ کلونو کښی سفر کړی دی دوی زمونږ د مملکت د باختر او کاپیسا له لاری تیر شوی او هند ته لاړل خو په دی مینځ کی د عربو د لښکرو يرغلونو دوی ته له دې لارې د بېرتگ مجال ور نه کړ لکه چه لومری شخص د نیپال له لاری خپل هیواد ته لاړ او دوهم ئی بیخی و نه شو کولای چه خپل وطن ته بیرته لاړ شی. ځکه چه د نیپال لاره (تبتيانو) نیولی وه او د کاپیسا لاره  (تاشیانو  Taehe) یعنی عربو نیولی وه او تگ او راتگ په دغو لارو گران شوی و، په نتيجه کې (هیوان - تچاو) دغه چینی زایر په مرکزی هند کی پاتی او په هغه ځای کی مړ شو. فرشته لیکی چه عربو په ۴٢ هجری کال (۶۶۴م) په کابل باندی حمله وکړه، ښائې چه لږ څه به وروسته شوی وی، ځکه چه په دغه کال لا د بودانې سياحينو او د چینی نماینده گانو تگ و راتگ د کابل په سیمو کې جاری و، له بلې خوا هر کله هغه کال چه (وانگ - هيوان - تسو) پکښی د نیپال له لارې خپل وطن ته لاړ او هغه کال چه (هیوان – تچاو) غوښتل چه د کاپیسا یا نیپال له لارې بيرته لاړ شی او بریا لی نه شو  نه دی معلوم، خو د سیستان د تاریخ له مخې څرگنده ده چه په ۵١ هجری (۶۷۳م) کال کی عبدالله بن ابی بکره کابل ته ورسید، نو تر یوی اندازی ویلای شو چه له ۶۶۵ څخه تر ۶٧٣ پوری سره له دی چه د مملکت په غربی برخو کی د عربو یرغلونو او جگړو دوام درلود - لا د کابل سیمی نسبتاً آرامی وې او سره د هغی حملی چه په ۶٧٣ کې وشوه عبدالله بن ابی بکره له رتبیل شاه سره صلحه وکړه، یعنی د کاپیسا او کابل سلطنت نه ؤ خراب شوی او په خپل حال پاته ؤ.

په دی کې شک نشته لکه چه عربی او فارسی مأخذونه وائی له پورتنی تاریخ څخه وروسته د کاپیسا د پاچاهانو او رتبیل شاهانو او د عربو د راليږل شوو لښکرو تر منځ چه معمولاً د سیستان او خاص خراسان د واليانو له خوا ليږل كيدې د اموی خلافت په ټوله دوره کښی لښکر کښۍ او چکړې جاری وې، او رتبيل شاهان او رایان له زرنج او رخد څخه نيولې تر کابل او کاپیسا پوری په هر ځای کښې به پخپله د جگړو په ډگرونو کښې حاضر وو، او د کابل سیمی لا د هغوی په لاس کښې وې چه د ٧۵١ - او ٧۶٩ په منځ کښې بيا يو بل چینی زایر چه «وو کون Wou-kong » نومید گندهارا ته راغلی، او له يو محلی ترکی نژاده امیر سره ئې وکتل چه بی له شکه د کاپیسا او د کابل د پاچهانو تابع ؤ، نوموړی وروستنی چینی زایر دی چه زمونږ مملکت ته راغلی دی او له ده نه وروسته د اتمی پیړۍ په زمانه کښې كوم زائرین چه هند ته به راتلل او یا به بیرته چین ته تلل هغوی به د بحر له لاری څخه تگ و راتگ کاوه. 

هغه وروستنی سخته حمله چه پر کاپیسی باندی کیږی یو داسی حمله ده چه د خراسان د والی فضل بن یحیی  په امر د ابراهيم بن جبل له خوا په (١٧۶) هجری کال د (۳-۷۹۲ م مطابق) د غوروندGhurwand  یعنی د اوسنی (غوربند) له لاری د کاپیسا پر شمالی برخو باندی شوې ده او د یعوبی د شاهدۍ له مخی څرگندیږی چه په دغه حمله کښی د (کاپیسی - بگرام) پاچاهی ښار او لیری او نیژدې بودائې آبدات او مخصوصاً د «شابهار» ستر او معروف معبد یعنی هغه (شاهی معبد) چه چینی زائرینو هیوان – تسنگ او )وانگ هیوان- تسو( او «وو کونگ» هغه ته اشاره کړې ده او بې له شکه هغه معبد چه دوی یاد کړی دی د هغه (د پخوانی پاچا معبد) ؤ، ټول وران او نړول شوی دی: د موسیو فوشه د نظریی له مخی څرگندیږی چه د دغه مهلک ضربت په اثر د کاپیسی ښار خپل اهمیت او مرکزیت له لاسه ورکړی دی او د پاچاهانو پایتخت له جنوب خواته د يو لړغونډيو او غرونو شاته کابل ته نقل شوی دی.

وړاندی مو وویل چه چینی زائرینو په تیره هیوان تسنگ چه یوه میاشت ئی کاپیسی ته نژدی د شالوکیې په معبد (د چینی یرغملو معبد) کښی تیره کړېده او د هغه یادداشتونه په پوره غور او دقت سره لیکل شوی دی له کابل څخه څه ذکر او بیان نه دی کړی خو د ده د همقطارانو دا چوپوالی او نه یادو نه د دې دلیل نشی کیدای چه کابل د ده په عصر او د ده د تگ له تاریخ څخه پخوا او یا وروسته خارجی وجود نه لاره ځکه چه د شیوه کیو او سهاکو، کمریو، چکړی او د گل دری بودائی بقایا او حتی د مرنجان د غونډۍ پنجه شاه، خواجه صفا، خواجه روشنائی او د خزانی د غونډۍ د(چندولو د هزاره وو د کلا د پاسه) او د سلام د غوندۍ او د سخی او علی آباد د لمنو د بودائی معبدونو بقایا حکم کوی چه په دغه ټوله سیمه کښی د غرونو په پوزو او غونډيو کښی بودائی معبدونه او استوپی او شیوائی هندوئی بتخانی او د لمر پرستی برهمنی معبدونه مو جود وو او حتی د شیوه کیو په یوه استوپه کښی د لویو کوشانیانو د سلالی د دوهم پاچا ویما کدفیزس د مسکوکاتو کشفيدل ښکاره کوی چه د مسیحی دوهمی پیړۍ په اوله نیمائی کښی دغه استوپه ودانه وه او له بلی خوا د چکړی د مناری د ودانۍ د ډول او سبک له مخی څرگندیږی چه په دوهمه (م)  پیړۍ کښی د لویو کوشانیانو په عصر کښی به ودانه شوی وی، نو په دی کښی شک نشته چه څه نا څه د لویو کوشانیانو په زمانه کښی د کابل په خواؤشا کښی بودائی مذهبی عمرانات او ودانۍ جوړی او څرگندی شوی دی او د هغو په شاؤخوا کښی کلی منځ ته راغلی او جوړ شوی دی که څه هم په هغه پراخه سیمه کښی بودائی آبدات چه مخکښی ذکر شوه د کابل د غرنی حصار په پوزو کښی تیت ؤ پرک پراته وو مگر د پخوانی کابل یا څه نا څه د (بودائی کابل آبادی د اوسنی کابل په ځای کښی نه بلکه (۷-۸) کیلومتر د اوسنی کابل د جنوب شرق خواته د کمریو او چکریو په شاؤخوا کښبی پرتی وې او د خورد کابل تسمیه په خپله ښی چه کوچنی او پخوانی کابل (خورد کابل) په همدغو حدود کښی پروت و، موسیو فوشه داسی نظریه ورکوی چه بودائی او هندوئی کابل د لوگر د سیند په غاړه پروتؤو نه د کابل د اوسنی سیند په غاره - هر کله چه د کابل برهمن شاهانو د تاج پوشی مراسم د کابل په يو معبد کښی اجراء کیدل نو دغه معبد هم غالبآ د لوگر د سیند په حوزه کښی ؤ او احتمال لرى چه یعقوب لیث صفاری هم د همدغه مشهور معبد نه بتان لاسته راوری او بغداد ته به یی لیږلی وی او تر دی وخته پوری هغه مخصوص مذهبی غسل چه (ابهی شکه Abhishka) به ئی ورته ویل د لوگر سیند په اوبو کښی کیده، مونږ ټول پوهږو چه د لوگر سیند او کشیوه کیوه هندکيو، ماکو او د کمریو شا او خوا ځایونه تر اوسه پوری هم د کابل د هندوانو په نزد  مذهبی اهمیت لری او اوس هم د کابل هندوان د خپل ويساک اختر په همدغو ځايو کښی تیروی او د لوگر د سيند په اوبو کښی غسلونه کوی او ځانونه پریمینځی د بلی خوانه د لومریو اسلامی مبلغينو اقامت او استوگنه او د حضرات تميم او جبیر رضی الله تعالى عنهما د شهادت په شپه کښی د بی پروائی او غفلت په حال کښی په شهدای صالحین کښی څرگندوی چه د کابل د هغه وخت آبادۍ د لوگر د سیند په سیمه کښی پرتی وی لکه چه بل فولکلور او قصی هم د زنبورک شاه تخت او د خلکو ټولنی او اجتماع د جبښی په لمنو کښی او د کابلی لوړ قامته او قوی پهلوان مظاهرات په همدی حوزه او د همدی ځای د غړونو په لمنو او غونډيو کښی ښيې – تر څو چه ورو ورو کابل د لوگر د حوزې نه د کابل د اوسنی سیند تر حوزی پوری پراختیا وموندله.

که چیری د پایتخت انتقال د کاپیسی نه کابل ته د عربو او مسلمانانو له خوا اجراء کیده نو د دې کار توجیه به مو دیانت او عقائدو ته منسوبولای مگر هر کله چه دغه کار د شاهی یانو او یا د کابل شاهانو له پلوه شوی دی ښائی چه د بلی  زاویی نه هم ورباندی دقت وشی په دی کښی څه شک نشته چه په دغه امر کښی تر یوې اندازی دفاعی او نظامی کتنی هم دخالت لری ځکه چه کاپیسی (بگرام) په یوه لویه حوزه کښی لکه کاپیسا او په يوه پراخه او آواره جلگه کښی پرته ده چه د مختلفو درو او څلورو خواو نه ورباندی لاره خلاصه ده همدغه وجه وه چه هغی حملی ته مو اشاره وکړه چه د غوربند د دری نه واقع شوه حال دا چه کابل په يوه تنگه دره کښی پروت دی او په آسانۍ سره ئی دفاع کیدله او د ټولو نه ښه دا خبره ده څنگه چه (پادرگسپانی) وائی د اوسنی کابل ديوالونه چه د شیر دروازی او په آسمائی غرونو باندی واقع دی يفتليانو د عصر نه یعنی د پنځمی مسیحی پیړۍ نه را په دی خوا موجود دی په هر صورت سره د دی چه صریح او دقیق معلومات موجود ندى خو قراین او واقعات په غير مستقیم صورت په دی باندی دلالت کوی چه د کاپیسی نه شیوائی او بودائی کابل ته د پایتخت انتقال د برهمن شاهانو یا د کابل د هندو شاهانو د کورنیو او سلالو سره د (۷۹۳ مسیحی کال په شاؤ خوا کښی د مسیحی (۸) قرن په وروستیو وختو کښی شوی وی او په دی ځای کښی د نظامی ملاحظاتو په څنگ کښی مذهبی ملاحظات ځای نیسی ځکه د کاپیسا او کابل برهمنو او هندوانو ته د لوگر د سیند حوزه معتبره  او مهمه وه په دې کښى شک نشته چه کابل په یو ځل د کاپیسی ځای ندی نیولی او دغه رنگه کابل په هغه وخت کښی چه کاپیسی د پايتخت حیثیت درلود خپل موجودیت ساتلی ؤ. په همدی صورت سره پس له دینه چه کابل پایتخت شو کاپیسه موجوده وه لکه چه د اسلامی دورو مسکوکات د کوفی کتیبو سره چه په هغه ځای کښی لاس ته راځی د دی نظریی تائید کوی په هر صورت کابل تر ډیر وخته پوری د برهمن شاهانو پایتخت نه ؤ او د صفاری کورنۍ تر فشار لاندی یو وار بیا د هندوانو د شیوائی کابل شاهانو مرکز د دغه ځای نه د اټک پر غاړه (و یهند) ته نقل شو، او په جلا ځای کی به ورباندی بحث وکړو.

ترکی شاهی او برهمن شاهی: چینی، عربی، د سانسکریت او فارسی منابعو هغه کورنۍ چه د کوشانو یفتلی د عرق نه د اوومې مسیحی پیړۍ د لومړيو وختونه وروسته د هندوکش د جنوب په بيلو بیلو علاقو کښی پاچائی او سلطنت ته رسیدلی دی په بيلو بيلو نومونو او جلا جلا القابو يادی کړی دی چه د یوولسم فصل په آخره کښې ئې په لنډ صورت او په ۱۳ فصل کښې د محلې اميرانو په قطار کښې ئی په فصل ډول بیان وشو او په ځينو نورو ځايو کښی هم دغو مطلبونو ته اشارې وشوې هغه عنوانونه او القاب چه مختلفو مدرکونو زمونږ د مملکت د تاریخ د دريو پيړيو پادشاهانو امراو او کورنیو ته مخصوصاً د هندوکش د جنوب سيمو ته ورکړی دی هر یو د خپل محلې مفهوم سره د احترام وړ دی مگر یو شی زمونږ له نظر څخه پټ نشی پاتی کیدلی او هغه دادی چه دغه کورنی او سلالی د آئين ؤ مذهب او عقیدی په لحاظ هر څه چه وې مگر د عرق په لحاظ د کوشانو يفتلی عنصر نه مخلوطی وی او د کشاتریه - نپکی - رتبیل، ترک، تروکشه، برهمن او هندو اصطلاحات هغه شیان دی چه سره د دی چه محلی او محدود مفهوم لری او هغه هم زیاتره د اجتماعی او مذهبی تقسيماتو او طبقاتو په لحاظ ډيره جدائی او تفرقه پیدا کولی نشی حقیقت دادی چه د کوشانی او یفتلی سلطنت له سقوط او هرې خواته د دوی د رئیسانو د تیت ؤ پرک کيدو نه وروسته د افغانستان په بیلو بیلو برخو او ضمناً د هندوکش په مرکزی او جنوبی علاقو کښی د هغوی د اولادې محلی امارتونو دوام درلود. هغه پادشاهان چه له کابل او کاپیسی څخه د هندوکش په ټوله جنوبی برخه کښی یی تر هغه وخته پوری سلطنت کړی دی چه کابل د یعقوب لیث صفاری له خوا فتح شو ټول د عرق په لحاظ (کوشانی یفتلی) وو، طبیعی خبره ده چه په داسی پراخو سیمو کی چه د اندوس د سواحلو نه د هامون تر سنده پوری ئی پراختیا درلوده هغه محلی امیران چه د دغه دولت جز وو او هغه امرا چه د دغه دولت جز نه وو ډېر زیات دی چه د چین سیلانیانو او مسکوکاتو په ځينو ځايو کی د هغوی موجودیت څرگند کړې دی لکه چه په تیر فصل کی مو د هغو څخه د ځینو په باره کښی بحث وکړ - د (کشاتريه) صفت چه د (هیوان تسنگ) له خوا د اوومی مسیحی پیړۍ په لومړۍ نیمائی کښی د کاپیسا د پاچا په باره کښی استعمال شویدی د (کشاتریه) طبقی یعنی نظامی نجباؤ ته اشاره ده چه د څلورو اجتماعی طبقو نه یوه طبقه ده. د (رتبیل) نوم او تسمیه چه د عربی او فارسی منابعو له خوا استعمال شوی ده د برهمنی و هندوئی نمونو او القابو په خپریدلو شهادت ورکوی او که چیری یواځی په همدغو منابعو باندى اتکا وشی نو باید چه هغه ټولو پادشاهانو امراوو او کورنیو ته رتبيل او یا رتبیل شاهان وویل شی چه د اوومی پیړۍ نه د لسمی پیړۍ تر اوائلو پوری ئی په دغو سیمو کی سلطنت او امارت کړی دی. 

پاتی شو تجن او یا تگین چه ځینو چينې زائرينو او مسکوکاتو په ځینو سیمو کښی لکه قندوز، گندهارا او کاپیسا کښی د هغوی موجودیت ته اشاره کری ده او زیاترو ئی د نپکیانو یعنی د (کیداری وروستیو کوشانيا نو د اولادی) د مسکوکاتو پسه تقليد او د هغو له مخی سکه وهلی ده مدققینو یواځی دوی د توکیو اولاده بللی او په نتیجه کی ئی ترک شميری.

هر کله چه چینیان او عرب له هغو نژادی ممیزاتو نه خبر نه وو چه په هنو وختو کښی د هندوکش په جنوب کښی غالب وو نو د هندوکش جنوبی کورنۍ ئی په مبهمو تعبیراتو سره یادی کړی دی چه د صحت جنبه ئی آنی او محلی ده او ليکنو ئی ظاهراً حتې پخپله د خراسان (افغانستان) مؤرخین په اشتباه کښی اچولی دی نو د دغو اصطلاحاتو په بار کې باید ډیر دقت وشې او هغو رښتيانې مفهوم و لټول شی ځکه چه هر یو نسبت وخت او مکان ته جلا جلا معنی ورکوی مونږ پوهېږو چه استاد ابوریحان بیرونی د کابل شاهی یان په دوو برخو ویشلی دی یعنی (ترکی شاهی) او (برهمن شاهی) او کوم ځایو پور چه د پادشاهانو د شمیر او حتی د هغو د نومونو له مخی چه هغوی په همدغه جمله کی حساب کړی دی لکه کنیک یعنی (کنیشکا) او په دغه باره کی پخپل د هغه د وینا نه چه د خپل نسب سلسله (کنيشکا) ته رسوی داسی حکم کولای شو چه نوموړی د ستر کنيشکا له زمانی نه چه د لویو کوشانيانو د دوهمې کورنۍ مؤسس دی، د کابل د برهمنی رایانو تر ظهوره پوری چه (تقریباً اوه سوه کاله کیږی) د پخوانی افغانستان ټولی کورنۍ او پادشاهان او محلی امیران پخپله (ترکی شاهی) کورنۍ کی حساب کړی دی او دا يوه داسی اشتباه ده چه نوری توضیح ته ئی هیڅ ضرورت نشته یواځی د (برهاتگين) د نوم له مخې چه په آخره کی ئی د (تگین) کلمه لیدله کیږی دومره امکان او احتمال پیدا کیږی چه البیرونی یاد کړی ترکی شاهۍ هغه تگین شاهۍ وی چه په اصل کی د توکیو (ترکا نو) اولاده وه. او لکه چه ومولیکل او ورباندی پوه یو دوی د قندوز د محلی امرا ؤ اخرینی جز بلل کیږی او په تخارستان کی د دوی د نفوذ ساحه محدوده وه او چینی (وو کونگ) د اتمی میلادی پیړۍ په دوهمه نیمائی کی د دوی یو خان یا امیر په گندھارا کی هم ښودلی دی. د دوی سکی د هندوکش په شمالی او جنوبی برخو کښی پیدا شوی دی. په دغه صورت احتمال لری چه (لکه تورمان) د گندهارا د تگین یانو وروستی پاچا یوه زمانه خپل نفوذ له گندهارا نه کا پیسا ته هم خپور کړی وی او یائی اصلاً خپل مرکز دلته ټاکلی وی تر دی چه برهمنی وزیر (کلر) د خلکو د نارضائۍ نه کار اخستی او (لکه تورمان) ئى معزول کړ او په دغه صورت ئی د برهمن شاهیانو یا د کابلی رایانو سلسله په اقتدار راوستله بيله دې صورت نه البیرونی یاد کړی ترکی شاهیان لکه چه د مخه مووویل بله کومه توجیه نلری او د هغوی نه مراد د کوچنیو کوشانیانو یا د کوشانو یفتلی اولادی پادشاهان دی چه په دغه وخت کښی د هندوکش په جنوبی برخو کښی د هغوی نفوذ او اقتدار یو منلی کار دی او هیڅ راز تردید نلری. 

د کابل د برهمن شاهانو د کورنۍ مؤسس: لکه چه د مخه وويل شول او هغه روښنائی چه د بیلو بیلو اصطلاحاتو په باب کښی واچول شوه نو په دغه باره کی د ټولو نه لومړی د ابوریحان بیرونی لیکنو ته مراجعه کوو. د غزنی د دربار مؤرخ د (ترکی شاهی) لومړی پاچا )(برهانگین) او آخر ئی (لکه تورمان) ښودلی دی. او وائی چه د لکه تورمان پاچا وزیر (کلر) چه برهمنی ؤ یوه پټه خزانه موندلی وه او دغه ثروت د هغه د نفوذ او قدرت د پراختيا سبب شو. له بلې خوانه هر کله چه (تورمان) د خلکو سره بده رويه کوله نو خلک ور څخه خواشینی او خپه شول او تل ئې (کلر) وزير ته شکايتونه کول دغه برهمنی وزیر د خپل شخصی نفوذ او اقتدار او د خلکو له خواشينۍ نه استفاده وکړه او (لکه تورمان) ئې بندی کړ او په خپله په شاهی تخت باندی کښیناست د کشمیر مشهور مؤرخ او شاعر (کلهنه) چه د ده کتاب «راجاترانگینی» (د پادشاهانو رودخانه) نومیږی او د کشمیر د پادشاهانو او د ځينو هندو شاهيانو او د دوی تر منځ د روابطو او تعلقاتو په باب کښی د سانسکریت يو يواځينى معتبر مأخذ بلل کيږی او لکه چه ابوریحان بیرونی ویلی دی د هندو شاهيانو د کورنۍ موسس د (کلر) په نامه نه پیژنی، بلکه یو بل سړی چه (لليه Lalaya) نومیږی د دی کورنۍ موسس بولی. 

هغه اشکال چه د دغو دوو نومونو (کلر او لليه) يو د بله په تطبیق کی شته ډیر دی. په دی کښې شک نشته چه البیرونی او کلهنه دواړو د دی لویی پیښی او د خپلو دغو ذکر کړو پادشاهانو د جلوس په باره کښې کوم تاریخ اوسنه نه ده ذکر کړی مگر هر کله چه للیه د کشمیر د پاچا (سنکره ورمن Sankaravarman)   (۸۸۳-۹۰۲م) معاصر ؤ او د پيښو له مخې څرگندیږی چه د کشمیر د یو بل پاچا (گوپاله ورمن) په زمانه  (۹۰۴ - ۹۰۲ م ) کی مړشوی دی  نو کولی شو چه د ده د پاچائې کلونه د نهمی مسیحی پیړۍ په آخر کی او د لسمی پیړۍ په شروع کښې وټاکو او دغه سنه او تاريخ له ترکی شاهیو نه د کابل برهمنی شاهیانو ته د سلطنت د انتقال دپاره ناوخته دی: ځينو مدققينو لکه کننگهم او پروفیسور (سیبولد) کوښښ کړی دی چه دغه دوه مؤسسین چه دغو دوو مورخینو یاد کړی دی سره تطبیق کړی او دغه دواړه یو سړی معرفی کړی لکه پروفیسرسیبولد چه وائی د دواړو مؤرخینو په منځ کی دغه اختلاف د عربی حروفو د رسم الخط نه پیدا شوی دی که داسې نه وی او (کلر) هماغه (للی) او یا ( للیه) دی چه غلط لیکل شوی او غلط لوستل شوی دی د دغو مراتبو له يادولو نه وروسته با ید وویل شی چه دغه نظریه ضعيفه ده او (کلر) او (لليه) یو سړی ندی او د ترکی شاهانو نه د کابل برهمن شاهانو ته د سلطنت نقليدل دومره ندی ځندیدلی - د موسیو فوشه نظریه داده چه دغه لویه پیښه د یعقوب لیث صفاری د جلوس نه لومړی طبعاً د هغه له خوا د کابل د فتحی نه پخوا شوی ده (جلوس په ۶١ - م د کابل فتح په (۸۷۱ م  کښی)

د مخه مو کاپیسی ته د وروستی ضربت رسېدل او د ۷۹۳ کال په شاؤ خوا کښی له کاپیسی نه کابل ته د پایتخت نقليدل یاد کړل او په بل بحث کی مو په غالب گمان او د قرائنو په شهادت د دغه انتقال نسبت برهمن شاهانو ته وکړ، نو اوس دغه دی وایو چه د برهمن شاهانو کورنۍ د اتمی پیړۍ په آخره کی سلطنت ته ورسیدله او خپل پای تخت ئی د کاپیسی نه چه البیرونی ورته یو ځل (کاپیش) ویلی دی کابل هغه کابل ته نقل کړ چه د لوگر د سیند په غاړه د ساکو، کمريو - او چکړیو په سیمه کښی پروت ؤ. 

د کلکتی د یونیورستۍ د تاریخ پروفیسر (رای) د (کلر) او (للیه) د یووالی په باب کی د ځینو مدقتينو د نظرياتو د یادولو سره يو ښه تعبیر موندلی دی چه هغه دوه برهمنی پادشاهان سره بیلوی، د دغه مؤرخ تعبیر داسی دی چه د کشمیر مؤرخ (کلهنه) د برهمن شاهانو د سلسلی مؤسس (لليه) له هغه وخت نه پیژنی چه د هغوی مرکز د کابل نه (ویهند) ته نقل شو او د البیرونی د لیکنو نه داسی څرگندیږی چه (کلر) په کاپیسا او یا په کابل کښی د (لکه تورمان) نه د پاچائی مقام نیولی وی.

دغه تعبير ته که دقت وکړو له هره حيثه صحیح او حسابی معلومیږی او د سنی او تاریخ او د پیښو او تاریخی گذارشاتو سره پوره موافقه لری.

نکه چه څو کاله پخوامی د کابلی (رایانو) په رساله کی وليکل د کشمير او غزنی د مؤرخینو د نظریاتو سره سم ویلی شو چه (کلر) د کابل د برهمن شاهانو د کورنۍ مؤسس برهمنی وزیر دی او (لليه) له هغو پادشاهانو څخه دی چه د کابل نه ویهند ته د شاهی مرکز د نقلیدو نه وروسته سلطنت ته رسیدلی دی او یا په ویهند کښی د هغوی د کورنۍ مؤسس دی.

د دغو مطالبو په رڼا کی چه تر دغه ځای پوری بیان شول ویلی شو چه هر کله (رتبېل شاهان) د (کشاتریه یعنی د هندوکش د جنوب د شوالیه وو له طبقی څخه وو) خپل وزیران ئی معمولاً د برهمنی طبقی نه چه زیاتره ئی د دیوان، قلم او دفتر سره سرو کار درلود انتخابول او په دغه ترتیب سره د کاپیسا د کوشانو یفتلی د کورنۍ له وروستی پاچا (لکه تورمان) نه آخرنی سلطنت د برهمن وزیر (کلر) په واسطه د اتمی مسیحی پیړۍ په لومړيو وختو کښی د برهمن شاهانو کورنی ته نقل شو.

آیا د کابل د برهمن شاهيو مؤسسن څو کاله سلطنت وکړ عمر ئی څرنگه تیر شو دا هغه پوښتنی دی چه اوس نشو کولی چه صریح جواب ورته ووايو ځکه چه هیڅ یوی مشخصی او معلومی منبع په دغه باره کی څه نه دی ویلی. 

په دی کښی څه شک نشته چه د کوشانو یفتلی د بده پرستانو څخه د کابل د شیوائی برهمنیانو طبقی ته د سلطنت تقلیده یو مهم کار دی او په آخره کی د کابل او کاپیسا په بده پرستانو باندی د برهمنی جامعی اهمیت ثابتوی او له کاپیسی نه کابل هغه کابل ته چه د لوگر د سیند په غاړه د شيوه کيو، کمريو او د چکړیو په شاوخوا کښی پروت ؤ، د پای تخت په نقلیدو کی د امراوو او د دربار د خلکو د دین او عقیدی تغیر بی دخله ندی لکه چه وروسته تردې په د برهمن شاهانو د کورنۍ د نورو غړو د یادونی په وخت کی به وگورو د دوی دریم پاچا چه (کلمو) یا (کملو) نومید د صفاری کورنۍ د دوهم پاچا عمرو ليث سره معاصر ؤ. د کلمو نه پخوا د کا بل د برهمن شاهانو د کورنۍ نه دوه تنه پاچاهۍ ته رسیدلی دی چه یوئی (سامند) يا (سامنته ديوا) نومیده او بل ئی (کلر) ؤ چه د دې سلسلې مؤسس بلل کيږی. هر کله چه یعقوب لیث صفاری تر کابل پوری رسیدلی او د کابل په شاؤخوا کښی ئی د کابل شاهانو سره جنگ کړی دی او یو معبد ئی خراب کړ او د معبد مجسمې ئی بغداد ته ولیږلې او نژدی اتلس کاله ئی پاچائی کړی ده. د (۲۴۷ نه تر ۲۶۵ هجری پوری - مسیحی سنه ئی د ٨۶١ نه تر ۸۷۹ پوری کیږی) نو احتمال لری چه د (سامند) یا (سامنته دیوا)  د کابل د برهمن شاهانو سره او د دی کورنۍ د مؤسس (کلر) سره په یوه زمانه کی ژوندون کړی وی. که چیری په د غه ځای کی د (کلر) او (سامنته ديوا) د جلوس سنه او تاریخ او یا څه نا څه د وروسته ذکر شوی برهمنی کابلشاه د زمامدارۍ دوره معلومه وای نو دغه اشکال به لری شوی او مسئله به یوطرفه حل شوی وای خو سره د هغو مسکوکاتو چه د (سامنته ديوا) څخه لاس ته راغلی دی د ده د جلوس او سلطنت د دورې د تا ريخ په باره کی دقیق معلومات وجود نه لری. نو سمدلاسه په دغه موضوع کښی له هغه نه په زیاته اندازه چه وویل شول نظریه نشو ورکولای او هر کله چه د (کلمو) سره د عمرو لیث صفاری د مقابلی په اساس د (سا منته ديوا) سره يعقوب ليث خامخا مقابل او معاصر بلل کیږی نو د (سامنته دیوا) په زمانه کښی د صفاری کورنۍ د مؤسس له خوا د کابل د فتح کيدو يادونه کوو. او د موسیوفوشه د عقیدی له مخی کابل د یعقوب لیث صفاری د فتح نه پخوا د کاپیسی ځای د پای تخت په حیث نیولی و، د پای تخت د نقلولو نسبت لکه چه د مخه مو هم ورته اشاره وکړه د برهمن شاهانو د کورنۍ مؤسس یعنی (کلر) ته کولای شو. 

سری سامنته دیوا: البیرونی د کابل د برهمن شاهانو د سلسلی دوهم پاچا (سامند) (Samand) بولی مدققینو په هغو مسکوکاتو کی چه زیاته برخه یی په افغانستان کی او ځینی ئی د هند په شمال کښی پیدا شوی دی د یو هغه پاچا مسکوکات موندلی دی چه په یو مخ باندی ئی یو نوم د (سامنته دیوا) په صورت او په بله خوا باندی ئی د یو غویې او سوارکار شکل نقش شویدی هر کله  چه (دیوا) یا (دیوی) کلمه چه د دی کورنۍ نوم دی د دغه نوم له آخرنه حذف شی نو (سامنته) او یا (سامنت) پاتی کیږی چه په (د) سره د(ت) په بدليدلو دواړه یو شی او یو نوم دی او په دې وجه مدققين دغه مسکوکات د هندوکش د جنوب د برهمنی دوهم کابلشاه (سامند) سکی بولی او هر کله چه د ده مسکوکات زیاتره په افغانستان کی او ځینی ئی د هند په شمال کښی پیدا شوی دی نو په واضح صورت معلومیږی چه د ده د سلطنت قلمرو او سیمی تر یوې زیاتی اندازی پوری د جنوب شرقی افغانستان خاوره او د هند شما لی شاؤخواوی بلل کيدلی (سرهانری الیوت) د (سامنته) کلمه په جگړه مار - غښتلی سوارکار - اوسپهه سالار سره ترجمه کړی ده او ډیر احتمال لری چه د (سامنته) په کلمه کښی دغه معنا گانی د برهمنی کابلشاه د القابونه نمایندگی وکړی مخصوصاً د (سپه سالار) او یا (سپهبد) لقب ډیر اهمیت لری - ځکه چه موسيو فوشه داسی نظریه لری چه یعقوب لیث صفاری (سپهبد) یا نظامی سالار په کابل کښی بندی او وروسته بیائی مسلمان کړ او دغه کار د صفاریانو د سلسلی مؤسس او مشر او (سامنته دیوا) کابلی برهمن شاه سره معاصر گرځوی.

په هر صورت (سری سامنته دیوا) په هغه ترتیب سره چه ابوریحان بیرونی د (کلر) د جانشینانو د یادولو په باب کښی مراعات کړی دی - د برهمن شاهانو د کورنۍ دوهم (رای) دی.

سامنته ديوا- يعقوب ليث او د کابل فتح: د هغو مطالعاتو په واسطه چه تر دغه ځای پوری وشول دغه مسئله د احتمال نه تیره شوی او يقين ته رسیدلی ده چه د برهمنی سلسلی دوهم کابلشاه (سامنته دیوا) د صفاری کورنۍ د مؤسس یعقوب لیث سره معاصر ؤ.

د يعقوب ليث له خوا د کابل فتح او د (شیوائی یا بودائی په غالب گمان د شیوائی) معبد خرابیدل له مهمو پيښو څخه دی چه باید دغه واقعه د ابراهیم بن جبل له خوا د کاپیسی  له فتحی او د (شابهار) د بودائی معبد خرابیدلو سره مقائسه شی او باید ووایو څرنگه چه هغه مهلکه ضربه د کاپیسی نه کابل ته دکابلشاهانو د پایتخت د لیږدیدلو سبب شو، بل دوهم ضربت د کابل د پایتخت موقعیت متزلزل کړ او بل وار بیائی یوبل ځای ته د کابل نه د پایتخت د نقلیدو موضوع منځ ته راوړه، لکه چه دغه مطلب به وروسته وگورو چه څرنگه (کلمو) د کابل د برهمنیانو دریم پاچا په موقتی ډول خپل پایتخت د کابل نه گردیز ته ولیږداوه، او له هغه ځای د کابل د برهمنی پادشاهانو پای تخت (ویهند) ته نقل شو. 

د افغانستان اسلامی مؤرخین لکه عبدالحى ضحاک گرديزى او محمد عوفی په جوامع الحکایات کښی لومړی مؤرځ په لنډ صورت او محمد عوفی په مفصل ډول د یعقوب لیث صفاری سره د کابل د رتبیل شاه د جنگ نه ذکر کوی. که څه هم د جنگ د پیښیدو میدان د دوی د لیکنو نه پوره نه معلومیږی خو دومره واضح کیږی چه په بست رخد او زابل کښی جنگ ندی شوی بلکه د غزنی نه د کابل خواته په سیمو کی جنگ واقع شوی دی، او هر کله چه د صفاری کورنۍ د مؤسس له خوانه د کابل فتح يو مؤثق او باوری امر دی نو بی له شکه ویلای شو چه جنگ د کابل په نژدی شاوخوا کښی واقع شوی دی (د جنگ میدان د پایتخت نه لری نه ؤ ځکه چه رتبیل شاه پر تخت روان باندی د محاربی ډگر ته بیول شوی دی) (سر، اچ هليو) د هند په تاریخ کښی د رتبیل شاه او یعقوب لیث د جنگ د حکایت د انگلیسی ترجمی په متن کښی، کابل شاه د (روسل) په نامه ذکر کړی دی مگر د جامع الحکایات په قلمی نسخه کښی چه د کابل په موزه کښی موجوده ده د کابل شیوائی پادشاه د رتبیل په مشهور لقب یاد شوی دی او دغه د نوم یا لقب اختلاف د (رتبيل) د کلمی د فارسی رسم الخط د لیکنی د صورت څخه پیدا شوی دی چه د رتبیل کلمه په بل دول اړول شوی ده په هر حال دغه (روسل) یا (رتبیل) په غالب گمان سره همغه (سامنت) یا (سامند) برهمنی کابلشاه دی چه سربیره د شاهی مقام په درلودلو د (سپهبد) یا (سپه سالار) په لقب هم یاد شوی دی، دغه دی عین دغه تاریخی مهمه پیښه چه لومړی ځل یو اسلامی پادشاه د افغانستان د یو شیوائی برهمنی پادشاه سره د عقیدی د اختلاف په اثر مقابله کوی څرنگه چه په جوامع الحکایات کښې ليکل شوى ده نقل کوو:

وائی چه یعقوب لیث ته خداوند تعالی یو لوی همت ورکړی ؤ چه خپل ځان ئی د ذلت او خواری نه لوړ مقام او دولت ته ورساوه او ډیر خطرونه ئی دفع کړل ترڅو چه د ممالکو خاوند شو او څرنگه چه (صالح نصر) د خپل ځوی نه وتښتيد او د رتبیل سره يو ځای شو هغه یی پورته کړ چه لښکری باید راټولی کړی او د یعقوب مدافعی ته ووځی رتبیل وویل چه څنگه باید وکړی؟ هغوی وویل چه باید جهاد ته اقدام وکړی که څه هم د هغه لښکری لږی دی لیکن د حق تعالی پر فضل اعتماد په کار دی او په هر راز خدعه او مکر چه کیږی خصم باید مقهور کړی شی د جنگ نه باید سړی په شا لاړ نه شی. يعقوب لښکر راوغوښت له زرو تنو سپرونه زیات نه وو او د رتبیل مقابلې ته روان شول. څنگه چه بست ته ورسیدل په دوی باندی مسخری کیدی چه په دومره لښکر سره د رتبیل په مقابل کی جنگ کول غواړی نو یعقوب تدبیر او حیلی ته متوجه شو او د خپلو معتمدانو نه ئی دوه تنه رتبیل ته واستول او خپلو قاصدانو ته یی وویل چه رتبيل ته د ده له خوا دغه پیغام ورسوی چه زه غواړم چه ستا په خدمت کښی شامل شم او تاته ځان وسپارم او زه دومره پوهیږم چه ماته ستا په مقابل کښی د مقاومت مجال نشته او که زه علانيه ووایم چه زه د رتبیل د خدمت د پاره ځم دغه لښکر نور زما متابعت نکوی او کولای شی چه ما او زما اتباع ټول ووژنی نو زه دغه جماعت ته وایم چه زه جنگ کوم تر څو چه دوی له ما سره موافقت وکړی او هغه وخت چه زه ستا خدمت ته ورسيږم دوی به بالضرور بيا له ما سره هلته موافقت وکړى د يعتوب رسولان رتبيل ته ورسیدل او رسالت ئی ادا کړ رتبیل له دغه خبری سره موافقت وکړ ځکه چه د يعقوب د لاسه په رنځ اخته ؤ او هر وخت ئی د رتبیل په یو ولایت باندی حمله کوله او کله به ئی د ده د ولایت نه کومه برخه نیوله نو په دې وجه ئی د يعقوب رسولان خوشحاله بیرته وليږل او پیغامونه ئی واستول چه ډیری ښی ښی وعدی او امیدوارۍ پکښی وی یعقوب چه خپل رسولان رتبيل ته استول خپل لښکر ته به ئی ویلی چه د جاسوسۍ دپاره ئی لیږی او په دې کښی ئی غرض دا و چه د هغوی زړونه مات نشی څنگه چه لښکړی سره مقابلې شوی رتبيل صالح نصر بيرته راوغوښټ او ورته ئی وویل چه دښمن تابع شوی محاربه باید ونشی د رتبیل قاعده وه چه په خپل آس باندی په کښیناست یو ټولگی خلکو به ئی تخت په اوږو باندی واخست او رتبیل په بیا پر تخت باندی کښیناسته څنگ چه صفونه جوړ شول او رتبیل پر تخت کښيناست نو لښکر ته ئى امر وکړ چه د تخت پر د واړو خواو صفونه ووهی یعقوب د دریو زرو تورزنو او خونخوارو میړونو سره د دواړو صفونو په مینځ کښی ننووت او غشی ئی د آسونو د شانه هغی خواته وایستل او تر چپنو لاندی ئی زری آغوستی وی او تور ئی و چلولې او مځکه ئی د دښمنانو په وینو سره کړه کا فرانو چه د رتبیل سروکوت نو مخ په تیښته او ماتی شول په هغه ورځ يو عظيم قتل وشو او د فتحی ناوی د نقاب نه مخ څرگند کړ او يعقوب په پوره فتح بيرته روان شو بله ورځ ئی شپږ زره سپاره کفار سیستان ته واستول او شپېته (مقدم) ئی په شپیتو خرو باندی سپاره کړل او د وژل شوو خلکو غوږونه ئی د هغوی په غاړو کی د امیلونو په څیر واچول او بست ته ئی ولیږل او داسی خزانی او مالونه ئی وموندل چه پخپله هغه هم د هغو له ادراک نه عاجز پاتی شو او صالح نصر له دی جگړی نه وتښتید او د زابلستان د ملک شاؤ خوا ته ورغی او نوکران ور څخه بیل شول او د یعقوب سره یو ځای شول. او هر کله چه يعقوب د مصالحو له ورکولو نه خلاص شو د زابلستان ملک ته ئى يو سړی ولیږه او صالح نصر ئی راوغوښت صالح ورته واستول شو او د يعقوب له خوانه بندی شو چه په همدغه بندکی ئی کار تمام شو، او هغه مکافات چه د بست خلکو ورسره کړی و یعقوب د هغوی سره هماغسی وکړل، او هغه داسی وو چه امرئی وکړ چه په هغوی باندی.... کیښودل شی لکه چه په یهودیانو باندی.... او هغه فتح چه د يعقوب په نصیب شوه د ټگۍ او مکر نتیجه وه والسلام د دغه حکایت نه د دی مبهمی او تیاره دوری په باره کی ځینی مطالب لاس ته راځی چه بحث پکښی بیځایه ندی. 

(۱) داسی څرگندیږی چه کابلی رایان په تیره بیا په دوی کښی (سامنته دیوا) يو مقتدر پاچا ؤ او د صفاریانو په نسبت ئی ډیر جاه ؤ جلال طاقت او قوت درلود، لکه چه د بست د ښار خلکو په دی خبره خندل چه یعقوب په زرو تنو سپرو او دریو زرو تورزنو ميړونو سره جگړه کوی او د یعقوب د کامیابی علت هم حربی خدعه ښودل شوی ده.

(۲) د دغه حکایت له مخی داسی ثابتیږی چه د هلمند د ناوی اوسیدونکو د کابل د رایانو سره علاقه او رابطه درلوده او د رتبیل شاهانو او برهمن شاهانو نفوذ د سیستان د هامون ترغاړی پوری رسیدلی ؤ ځکه چه د بست د ښار خلکو څرنگه چه د یعقوب په مقابل کی د کابلشاه طرفداری کوله نو یعقوب لیث صفاری د کابل د فتحی نه د بیرته تگ نه وروسته د بست په خلکو باندی زته يا ماليه کيښودله. 

(۳) کابلی رایان په اسو نو او زیاتره په تخت روان باندی گرځيدل چه عموماً به فراشانو گرځاوه. 

(۴) که څه هم په دغه حکایت کښی کومه اشاره نه ده شوی مگر د نورو منابعو نه معلومیږی چه یعقوب لیث ته د کابل له فتح نه وروسته يو څه بتان په لاس ورغلل او بغداد ته ئی واستول او هر کله چه د (رایانو) رسمی مذهب شیوائی ؤ نو ډیر احتمال لری چه نوموړی مجسمې ئی د کابل د کوم شیوائی معبد نه لاس ته راوړی وی لکه چه عمرو ليث د سکاوند شیوائی بت خانه ورانه کړه: له بلې خوا په د ې هم پوهيږو چه د کابل شیوائی (رایانو) په دغه ښار کی په یوه بت خانه کی د تاج پوشۍ مراسم اجرا کول او د کابل ښار په دغه لحاظ د دوی په نزديو متبرک مقام گڼل کيده آیا دغه بت خانه چیرته وه د شیوه کیو د کلی د نوم له مخی چه د کابل د جنوب په ۹ کیلومتری کی پروت دی -  په زیاترو احتمالاتو ویلی شو چه دغه بت خانه په همدغه ځای کښی وه.

له کابل نه ویهند ته د پای تخت لیږدیدل: څرنگ چه مونږ لويو کوشانيانو په فصل کښی د (۲۳۳) مخ نه په وروسته پاڼو کی بیان وکړ د ډیرو پای تختونو عادت درلودل په تیره بیا د اوړی او ژمی په صفت یو داسی کار دی چه د آريانا په تاریخ او سلطنتی دربارو کښی ډیره اوږده سابقه لری دغه عادت د اوومی پیړۍ تر نیمائی پوری دوام درلود او تر هغه وخته پوری چه کاپیسی لاسقوط نه ؤ کړی، د افغانستان د پخوانيو پادشاهانو د اوړی پایتخت ؤ او د هغه په مقابل کی د ژمی پایتخت کله په پارو شاپورا (پیښور) او کله په (اوده بهانده)  يا  (ويهند) او یا په (لوند) کښى ؤ چه اټک ته په نزدى شاوخوا کښی پروت ؤ ځکه هغه وخت چه (هیوان - تسنگ) په ۶٣٢ م کی کاپیسا ته راغی د (کشاتریه) پاچا سره ئی په کاپیسی کی وکتل، او هغه وخت چه په (۶۴۴م) کی یو ځل بیا د هند څخه آریانا ته راغی د همدغه پاچا سره ئی د هغه د ژمی په پایتخت یعنی په (لوند) کی وکتل او د هغه سره یو ځای کاپیسی ته راغی. د دغو مطالبو په باب کی مو د (کاپیسی - او - لوند ) تر عنوان لاندی د (۱۳) فصل د (۵۱۲) مخ نه وروسته شرحه ورکړې ده. د کاپیسی نه کابل ته او د کابل نه (ویهند) ته د پای تخت نقلیدل یو داسې کار دی چه پیښی مخصوصاً مذهبی سیاسی او نظامی مجبوریتونه پکښی لاس لری او هغه څه چه په کاپیسی او کابل پوری ئی ارتباط درلود د دغه فصل په ابتدا کښی ولیکل شول. که څه هم د کاپیسی نه کابل ته د پایتخت د انتقال صحیح تاریخ معلوم ندی خو سره له دی ویلی شو چه دغه انتقال د (۷۹۳) کال نه وروسته د اتمی پیړۍ په وروستیو وختو او یا د (۹) مسیحی پیړۍ په اوائلو کښی شوی دی، او دغه وضعیت د (سامنته دیوا) د سلطنت تر آخره پوری او تر هغه وخته پوری چه کا بل د یعقوب لیث صفاری له خوا فتح شو یعنی تر (۸۷۱) م کاله پوری دوام درلود. سره له دی څرنگه چه کاپیسی د مرکزیت د ختمیدو نه وروسته د خپل ښاريتوب ځينی ښيگڼې او مزيتونه د اسلامی پیړیو په لومړیو وختو کی د لاسه و نه ایستل او د دی مطلب شاهد هم په هغه ځای کی د مسکوکاتو او د کوفی کتیبو پیدا کیدل دی. کابل هم د یعقوب لیث صفاری د فتحی او ویهند ته د برهمن شاهۍ د پایتخت د انتقال نه وروسته آیا د پاتی شو او لا پسی آبادیده.

آیا (سامانته دیوا) د صفاری کورنۍ د مؤسس د فتحی نه وروسته څه شو. ځینی وائی چه د صفاری پادشاه له خوا بندی او مسلمان شو او ځینی وائی چه وتښتید او گردیز ته ئی پناه یووره لکه چه په همدغه لحاظ تر یوی اندازی پوری دغه امر هم تر بحث لاندی دی چه د کابل د فتحی نه وروسته موقتاً څو موده د برهمن شاهانو مرکز گردیزؤ او د عمرو لیث صفاری زیات فشار او د سکاوند (لوگر) د معبد د فتحی په اثر پایتخت په آخره کی څه قدر لری یعنی د اټک په غاړه (ویهند) ته وړل شوی دی: په هر صورت پدی هيڅ شک نشته چه د کابلی (رایانو) یا د برهمنی کابل شاهانو پایتخت په اولو وختو کښې او تقريباً د نيم قرن نه زيات وخت په کابل کښې ؤ او دغه هماغه کابل دی چه د هغه موقعیت مو د مخه د لوگر د سیند په غاړه د شیوه کیو، کمریو او چکړیو په شاؤ خوا کښې تعين کړی ؤ.

دی فصل په ابتداء کښې مو له کاپیسی نه کابل ته د پایتخت د انتقال په مبحث کښې اشاره وکړه  چه د برهمنی وزیر (کلر) پادشاه کیدو او هم مذهبی عقایدو په دغه کار کښی سهم او دخالت درلود. یو د هغو مهمه مطالبو نه چه د کابلی برهمن شاهانو په وخت کښی د کابل مرکزیت تائیدوی په دغه ښار کی د دی سلسلی د پادشاهانو د تاج پوشۍ مراسم دی چه د پایتخت په یو لوی برهمنی شیوائی معبد کښی اجراء کیدل او په نتيجه کښې کابل د عقيدو په لحاظ د هغوی په نزدیو مقدس مقام پیدا کړی ؤ او د هغه مأخذ په استناد چه وروسته ئی ذکر کوو حتی په هغه وخت کښی چه کابل خپل مرکزیت د لاسه ورکړی ؤ او پای تخت (ويهند) ته نقل شوی ؤ، بیا هم د برهمن شاهانو د تاج پوشۍ مراسم په کابل کی اجرا کیدل. ډاکتر (ساشو) د الهند البیرونی د انگلیسی ترجمې د دوهم جلد په (۳۹۹) مخ کښې د کابل په باب کی د خپلو یادداشتو په ترڅ کی لیکی چه: 

د کابل د تاریخ جزئیات چه دلته ورته اشاره وشوه بی د بلاذری د لیکنو نه د نورو منابعو نه په لاس نه راځی د بنی امیه وه د خلفاوو په زمانه کښې کابل او سجستان په ډير زړورتوب سره د مسلمانانو په مقابل کی وجنگیدل په ځینو کلونو کی دغه ځايونه تابع شوی او حتی چه باج ئې هم ورکاوه مگر کابل نور وختونه د (پاله) د کورنۍ د برهمنی یا هندوانو د پادشاهانو په لاس کښې ؤ په هغه وخت کی چه د عباسی خلیفه مامون له خوا کابل فتح شو او د خپلې امپراطورۍ د قلمرو جزئې وگرځاوه نو یو مسلمان حکمران ئې  کابل ته مقرر کړ. مگر دهندوانو پاچا به هم د مسلمان حکمران په څنگ کی حاضر ؤ، دغه ډول یو شريک حکومت په خوارزم کښې هم معمول ؤ، (د ۹۵۷-۹۵۰ مسیحی) کلونو په شاؤ خوا کښې د کابل خلک مسلمانان شوی وو، مگر په شاؤخوا کی ئې هندوانو ژوند کاوه څرنگه چه د(هوهن زلرن) د کورنۍ پادشاهانو په (پروس) د (کونيسبرگ) په ښار کی د پاچائې تاج په سر کېښود، کابل هم داسی یو ښار ؤ چه برهمنی یا د هندوانو رايانو د تاج پوشۍ مراسم پکښې اجرا کېدل.

(رنجیت ستیرام پنډت) د (راجاترانگینی) مترجم د خپلی ترجمې په لومړۍ ضميمه کښې د گندهارا  تر عنوان لاندی د ډاکټر (ساشو) ليکنه نقله کړی او دغه جمله ورباندی زیاتوی چه د هندوانو شاهی کورنۍ حتی په هغه وخت کښی چه په کابل کی ئې استوگنه هم نه درلوده او خپل مرکزئې (اودابهانده Udabhanda) یعنی (ویهند) ته ولیږداوه بیائی هم د کابل په ښار کښې تاج پوشی کوله. 

د پورته بياناتو نه واضحه څرگندېږی چه د کابلی رایانو اصلی او لومړنی پای تخت د کابل ښار ؤ.

او دغه ښار په شیوائی، برهمنی او د هندوانو په ټولنو کښې يو متبرک مقام درلود او برهمنی او شيوائې کابلشاهانو د پایتخت دا نتقال نه وروسته هم تر هغه وخته پوری چه امکان ئی درلود د کابل په معبد کښې اغلباً په يوه شيوائې بتکده کښې ئی د تاج پوشۍ مراسم اجراء کول، آیا یعقوب لیث د کابل د فتح کولو نه وروسته هغه بتان چه بغداد ته ئی لیږلی وو د همدغه معبد نه په لاس راوړی وو؟ او که د نورو معبدونه چه مخکښې مو د کابل په اطرافو کی د هغو د موجودیت په باره کی اشاره وکړه ؟ ظاهراً داسی حکم کیږی چه دغه بتان د همدی معبد نه چه موقعیت ئی په زیاترو احتمالاتو سره کابل ته نژدی په شیوه کیو کښی تعین کوو په لاس راوړل شویدی او محتملاً د کابل د رایانو د تاج پوشۍ مراسم هم په همغی بتکده کښی اجراء کیدل، په هر صورت څرنگه چه رنجیت ستیرام پنډت وائی د کابل (رایانو) پس له دینه چه پایتخت د کابل نه ويهند ته وليږدول شو هم په خپل لومړنی مرکز کښی تاج پوشی کوله که چیری دغه مراسم تل په هغه يو معبد کښې چه ذکر شو اجراء کیدل نو په دغه صورت کی زیات احتمال دادی چه د کابل د فتحی نه وروسته د یعقوب لیث صفاری له خوانه دغه بتکده بیخی ورانه شوې نه وه او مقام او اهمیت ئی هماغسی پاتی و.

په هر حال برهمنی کابلشاهانو د (۸۷۹م) کال نه وروسته ورو ورو د نیمی دائری په صورت خپل ځانونه جنوب، جنوب شرق او لمر خاته خواته وایستل او يو څه موده ئی په گردیز کښی مقاومت وکړ او پس له هغه لمر خاته خو الغمان ته ولاړل او په آخره کښی ئی خپل مرکز د سند په غاړه (او دابهانده (یعنی او هند يا ويهند Ohind) (ويهند Waihind) ته د اندوس «سند» په غربی سواحلو کښی د کاپیسا د پادشاهانو د ژمی پایتخت ته منتقل کړ اوس هم د دی ښار خرابی د اټک نه (۵٠) میله پورته پرتی دی طبعاً په دغه وخت کی د افغانستان د اسلامی کورنیو لکه د صفاريانو، سامانیانو په او غزنويانو د فتوحاتو په اثر د مملکت ځمکی په تدریج سره د غیر اسلامی کورنیو له اداری نه ووتلی او د کابلی برهمن شاهانو او د دوی د اولادی د نفوذ دایره وار په وار محدودیدله چه وروسته به ورباندی لنډ بحث وکړو. 

کملويا کلمو: د البیرونی د ترتیب له مخې د کابل دریم برهمنی پادشاه (کملو) نومیده چه (کلمو) هم ورته وائی محمد عوفی چه د عمرو ليث صفاری معاصر ؤ پخپل جوامع الحکایات کی دغه پادشاه د «کلمو» په نامه او د هندوستان د «رای» په صنعت یاد کړی دی، د زابلستان د کوټوال «فردعان» له خوا د «سکاوند» د فتح کیدو په باب کښی ئی یوه په زړه پوری قصه لیکلی ده چه متن ئی دلته نقل کوو: داسی وائی چه عمرو لیث د زابلستان کوټوالی (فردعان) ته ورکړه او د څلورو زرو سپرو سره ئی هغی خواته ولیږه او په هغه وخت کښی د هندوانو لوی معبد سکاوند ؤ، د هندوستان په آخرنۍ برخه کښی د بتانو په زیارت سره ئی هغه ځای متبرک گاڼه او فردعان چه زابلستان ته ورسید خپل لښکر ئی وایست اوسکاوند ئی فتح کړ، بتان ئی ټول مات کړل او بت پرستان ئی مضمحل کړل او ماتی ئی ورکړه ځینی غنایم ئی خپلو لښکرو ته ورکړل او نور ئی عمرو ليث ته ولیږل او يوه فتح نامه ئی ولیکله او د هغه نه ئی مرسته وغوښتله او د سکاوند د فتح کیدلو خبر کلمو ته چه د هندوستان (رای) ؤ ورسید او ډیر بیحده لښکرئی راټول کړ او مخ په زابلستان روان شو فردعان چه د هند د لښکرو د رارسیدلو آوازه واوريدله څو تنه هندوان ئی پیدا کړل چه هندوستان ته ولاړل او د کلمو لښکرگاه ته ئی ځانونه ورسول او وئی ویل چه (فردعانه) هر کله چه سکاوند فتح کړ نو سمدلاسه ئی د ولایت اطرافو ته سړی واستول او لښکر ئی وغوښتلې او په دې پوه شو چه هندوان به خامخا ورته پیغام واستوی او اوس د مسلمانانو دومره لښکر هلته راټول شویدی چه مځکه ورباندی تنگی کوی، سربیره پر دی د عمرو لیث لښکر هم د کمک دپاره ورته راروان دی او هغوی عزم کړی دی چه تاسی ټول په قتل ورسوی (رای کلمو) چه دا خبره واورېده ځای په ځای پاتی شو او په لښکر کشۍ کښی ئی ځند پیښ کړ په دی وخت کښی فردعان ته د خراسان نه کمک ورسید چه نور هندوانو ته دغه قدرت نشته چه د هغوی په مقابل کښی مقاومت وکړی او په دې لطيف ژوندون خپل مراد ته ورسیږی.

دغه قصه ډیر اهمیت لری او په څو نکتو باندی رڼا اچوی:

اول: د ټولو نه ښه واضح څرگندیږی چه کلمو یا کملو د کابل د رایانو دریم پادشاه د عمرو ليث صفاری معاصر ؤ (۲۸۷ - ۲۶۵ هجری کال چه د ۹۰۰- ۸۷۹م «کال سره مطابق دی.

دوهم: د کابلشاه پایتخت په دغه وخت کښی نه په کابل او نه په گردیز کښی ؤ بلکه ويهند ته انتقال ورکړ شوی ؤ، او هر کله چه د برهمن شاهانو د سلطنت دائره په دغه وخت کښی د سند نه هغی خوا ختيزو ځمکو ته تر یو حده پوری خپره وه محمد عوفی په خپل جوامع الحکایات کښی هغه (د هندوستان رای) په لقب یاد کړی دی.

دریم: زابلستان د غزنی او کابل علاقه چه د یعقوب لیث په وخت کښی فتح شوی وه د افغانی صفاری سلطنت جزء وه او د همدی له امله عمرولیث مردعان د دغو ځایو په کوتوالۍ او حکمرانی واستاوه.

څلورم: سکاوتد یعنی لوگر او د افغانستان نوری پاتی شرقی او جنوبی برخی لا تر دغو وختو پوری د برهمن شاهانو د دولت د قلمرو جز شمیرل کیدلی لکه چه د سکاوند فتح د مدعا شاهد دی.

پنځم: په دغه وخت کښی د برهمن شاهانو دولت دومره قوی ؤ چه د صفاریانو دولت د هغه د مغلوبولو او ماتی خوړلو دپاره له حربی چلونه کار اخست. 

شپږم: د هندوانو ډیره لويه بتکده چه د هندوستان د هندوانو د دینی آمالو مرجع گڼل کیدله د لوگر په سکاوند کښی موجوده وه او څرگندیږی چه ولی تر اوسه پوری هم لوگر او د لوگر سیند د کابل د هندوانو په نظر کښی ډیر اهمیت لری. 

بهیمه یا بهیمه پاله، د دی سلسلی څلورم پادشاه چه البیرونی ئی نوم يادوی (بهیمه) دی. چه هغه ته (بهیمه پاله) هم ویل کیږی او په مسکوکاتو کښی د (بهیمه دیوی) په نامه لیکل شویدی. لکه چه «اچ، سی، رای» وائی د دغه پاچا د سپینو زرو مسکوکات عموماً د کابلستان نه لاس ته راغلی دی. 

دغه پاچا د «ویشنو» دپاره د کشمیر «ماتاندې» ته نژدی یو مجلل معبد جوړ کړی ؤ په دغه ځای کښی د ویشنو د مرمری هیکل یو سر چه د گردیز نه لاس ته راغلى او اوس د کابل په موزه کی محفوظ پروت دی، هم د یادولو وړ دی. د دغه پاچا د سلطنت عصر د « ۹۵۸= او ٩۵٠۵م دا برخه ونه لوستل شول» سنې سره مصادف او برابر دی. 

جیپال: د «بهیمه» نه وروسته د یو بل پاچا نوم هم اخستل کیږی چه «ایشتیپال» نومید مگر د دغه پاچا شخصیت عموماً مجهول دی، د البیرونی په شهادت د «بهیمه» نه وروسته «جیپال رای» پاچا کیږی، او دی هغه پاچا دی چه د غزنویانو جنگو نوور ته د هغه د متقدمینو نه زیات شهرت ورکړیدی. تر دغه ځای پوری مو ولیدل چه کابل د یعقوب لیث په عصر کښی او لوگر د هغه د ورور «عمروليث» او «کلمو» د سلطنت په زمانه کی فتح شول، او زابل او کابل د څو مودی دپاره د صفاریانو د دولت له خوا اداره کیدل – د هندوکش په جنوب کښی د سامانیانو د نفوذ د خپريدلو په اثر د کابل دره یو څو موده د سامانی د دولت جز هم گرځيدلی وه مگر دغه نفوذ دومره دوام ونه کړ او نه دومره محسوس شو. د «۲۲۲» هجری «۹۳۳» عیسوی کال په شاؤخوا کښی يعنې په هغه زمان کښی چه سامانيانو د دولت قوت مخ په سقوط او ضعیفید روان ؤ د قاضی منهاج السراج جوزجانی د وینا له مخی یووالی چه «ابوبکرلاويک» نومید په زابلستان او غزنی کښی حکومت کاوه.

وروسته تر هغه په «۹۳۳م» کال کی الپ تگین د غزنی ښار د ابوبکرلاویک نه ونيو. او په نتیجه کښی د برهمن شاهانو سره یوه سلسله جنگونه شروع شول چه هغوی به ئی قدم په قدم د گردیز او لغمان د لاری نه ختیزی خواته شاته وهل. په رایانو کی جیپال یا جيپاله هغه څوک دى چه د ال ناصر د کورنۍ د موسینو د جنگونو سره مخامخ شوی او مقابلی ئی ورسره کړی دی. فرشته د ده او د ده د سلطنت د قلمرو په باب کښی ځينی معلومات ورکوی چه وروسته به ورځنی بحث وکړو. 

له ويهتند څخه بهندی ته د پای تخت لیږدول: له د کابیسی ته کابل او له کابل نه ویهند ته او وروسته بیا له ویهند نه بهتندی ته د برهمنی کابل شاهانو او د شيوائى هندوانو د پایتخت لیږدیدل په گردیز او لغمان کی د لاری په سر بیله موقتی قرارگاهو نه یو په زړه پوری کار دی د چه د اسلام د مقدس دین د خپریدلو پراختیا او د افغانستان د اسلامی کورنيو یعنی د لویدیځی خوانه د صفاری کورنۍ او د شمال نه د سامانیانو او په پاکی د مرزنه د غزنويانو د فتوحاتو سیر په هغه یعنی «انتقال» کی په تیره بیا وروسته تر دې چه کابل پایتخت کیږی لوی لاس او پوره دخالت لری. تر هغه وخته پوری چه کابل شاهان د عربو د قواؤ سره مخامخ وو په جنگ او مقابله په فتح او ماتی، په دفاع او تعرض په صلح او موافقه او د جزیی په ورکولو او د انتقام په اخستلو سره ئی له دوو پیړیو نه زياته موده خپله هستی او موجودیت وساته. مگر پس لدی نه چه په پخپله د مملکت اوسیدونکی خلک مسلمانان شول او د اسلامی خراسانی سلطنتو په قلمرو کښې د مملکت د بیلو بيلو برخو د شاملولو دپاره ئی کوښښونه وکړل، نو کابلی رایانو مقاومت ونشو کړی، او لکه چه ومو لیدل کابل د وروستی ځل دپاره په «۸۷۱م» کښی د صفاری یعقوب لیث له خوا فتح شو. او شاؤخوا اطراف ئی لکه «لوگر» د ده د ورور «عمرو لیث» په زمانه کی فتح شول او د شمال له خوا په د سامانیانو نفوذ د هندوکش له سلسلې نه راتیر شو او د کابل شاؤخوا ځايو ته راورسید او په دغه ترتیب د کابلشاهانو نفوذ په ختیزو برخو او په ځينو جنوبی سیمو کی محدود شو. تر هغه وخته پوری چه ویهند د کابلشاهانو د دولت مرکز ؤ، نسبتاً په ښه شان سره ئی د خپل قلمرو د هغو برخو اداره او کنترول کولی شو چه د اتک او سند لویدیزی خواته پرتی وی. او هر کله چه د صفاریانو او سامانیانو مرکز د آریانا په آخرنۍ لویدیز او شمالی برخه کښی واقع ؤ، نو کابلشاهانو په وروستۍ ختيزه برخه کی په خپلو اداری چارو باندی پام او مراقبت کولی شو. مگر په غزنی کی د آل ناصر د کورنۍ پیدا کیدلو او د مملکت هغو برخو ته د خراسان د اسلامی سلطنت د مرکز په نزدی کیدلو چه لا تر دغه وخته پوری د برهمنی شیوائی او بودائی دین پیروان وو. د «رایان» د دولت په او کانو کی یو بل او وروستی تزلزل پیدا شو. جیپال د دی دپاره چه د الپتگین او سبکتگین د حملو څخه آرام پاتی شی د خپل دولت مرکز ئی د آتک او سند په غاړه له ويهند نه د (بهتندې) محکمی کلاته د ستلج د سيند ختیزی خوا ته ولیږداوه، د فرشتی د بیاناتو له مخی د جیپال د دولت قلمرو او د حکومت ساحه ئی په اوږدوالی له سر هند نه تر لغمانه پوری او په سور او عرض د کشمير د سلطنت نه تر ملتانه پوری پراخه وه په دغه ترتیب سره څرنگه چه د کابلی رایانو مرکز لمر ختیزی خواته لېږدول کیږی د دوی د نفوذ د ثقل مرکز او د قلمرو حدود ئی زیاتره د پنجاب او سند په ځمکو مشتمل وو. 

رایان او غزنویان: د کابلی رایانو د کورنۍ او سلسلی تعقیب تر هغه وخته پوری چه د پخوانی افغانستان د تاریخ جز شمیرل کیږی داسی ایجابوی چه په دغه فصل او په دغه ځای کی د جپال د سلطنت په عصر پوری ځينو هغو مربوطو جنگونو ته اشاره وکړو چه د نوموړی (رای) او د آل ناصر د کورنۍ د مؤسسينو په مینځ کښی شوی دی. په دې کښی شک نشته چه دغه موضوع د افغانستان د تاريخ د دوری په دریم جلد کی د غزنویانو په مخصوص فصل کی په مفصل صورت سره بيان شوی ده.

پخواله دې نه په زابل او کابل کښی د صفاریانو فتوحاتو ته او بيا د هندوکښ په جنوب کی د سامانيانو د نفوذ خپريدلو ته مو اشاره وکړه او ومو ويل چه دغه نفوذ د کابل په شاؤخوا کی دومره قوی نه ؤ - الپتگین په هغه جنگ کی چه  د۳۵۱ هجری کال د لومړی خور (ربیع الاول) په نیمایی د (٩۶٢م د اپریل په میاشت) کی پیښ شو د سامانی منصور د سلطنت په زمانه کی د کابل او زابل والی «ابوبکرلاویک» ته ماتی ورکړه. که څه هم په دغه وخت د آل ناصر سلطنت په غزنی کی جوړ شوی نه ؤ مگر سره له دې سبکتگین د الپتگین د ژنرال په حيث د جيپال د «رای» سره په جگړه لاس پوری کړ ویلی شو چه د جیپال سره د غزنویانو جنگونه څنگه چه سبکتگین د ( ٣۶۶ هجری کال د برات «شعبان» په ۲۷ د جمعی په ورځ چه د «۹۷۷ م. کال د اپریل ۲۱ تاریخ دی» د غزنی په تخت باندی کښیناست سختی او جدی مرحلی ته ورسیدل په پنجاب کښی برهمن شاهی یا د جیپال دولت قوی شوی ؤ او لغمان لا تر دغه وخته پوری د برهمن شاهی د دولت جز شمیرل کیده جيپال «رای» چه پخپل مخ کښی ئی خطر لیده نو د راتلونکو مدهشو پیښو د مخی نیولو دپاره ئی عزم او اقدام وکړ او د غزنی د فتحی په فکر کښی شو، او د ډیرو لښکرو سره روان شو. «عتبی» د «یمینی» په تاریخ کښی د دې موضوع په باب کښی مفصله شرحه ورکوی - او دغه جنگونه په تفصیل سره ذکر کوی او داسی ښکاره کیږی چه جیپال د خپلو لښکرو سره غزنی ته د روانیدلو په حال کښی ؤ او سبکتگین د غزنی نه د لغمان خواته راخوځیدلی ؤ. دواړه لښکری په هغه ځای کی سره مخامخ شوی چه «عتبی» ورته «غوزک» ویلی دی. «اليوت» وائی چه البیرونی یو غر

۱۹ و د هند د تاریخ در هم چند د البوت تاليف د «غوزک» یا «غورک» په نامه بللی دی چه د کابل سیند ئی په بیخ کی تیریږی غالب گمان دادی چه دغه «غوزک» يا «غورک» به هغه ځاى وى چه اوس د «تنگ غارو» په نامه یا دیږی او د انسان او جلال آباد لاری ورباندی سپری دی، د هندوانو او برهمنيانو په جنگ کی ئی ماتی وکړه او جیپال د صلحی پیشنهاد وکړ، سبکتگین د صلح منلو ته حاضر ؤ مگر محمود مخالفت کاوه او غوښتل ئی چه جيپال تعقیب شی، په آخره کی د صلحی په منلو کی سره موافقه راغله جيپال وعده وکړه، چه يو مليون روپۍ او پنځوس پیلان ورکړی او سرحدی ځایونه خوشی کړی، خو هر کله چه خپله وعده ئی ترسره نه کړه نو دوهم ځل بیا جنگ شروع شو، سبکتگین لغمان ته داخل شو او دیر کلی او کلا گانی ئی ونیولی، او د هغه ځای بت خانه ئی ورانه کړه، جيپال د هند د ټولو راجاگانو نه مرسته وغوښتله او د يو لک تنو سپرو او پليو سره د غزنی د نیولو په قصد را روان شو مگر بیا ئی د سبکتگین په مقابل کی ماتی وکړه او د لغمان او پیښور په منځ کی علاقی د غزنی په دولت پوری وتړلی شوې. 

پس له دې نه چه محمود د غزنی په تخت باندی کښیناست او په ۳۸۹ هجرې کال «۹۹۹م» کښی د بغداد د خلافت له خوا د خپلواک پاچا په حيث وپيژندل شو، نو د هند د نيولو او د برهمنی رایانو سره د جنگ د کولو په فکر کښی شو پاچا د ۳۹۱ هجری کال د کوچنی اختر «شوال» په مياشت د «۱۰۰۱م کال په سپتامبر کښې» د پنځلسو زرو سپرو عسکرو او د یو زیات شمیر داؤطلبانو سره د جیپال د رای سره د جنگ په قصد روان شو او پيښور ته نزدی ورسید، جیپال د دولسو زرو سپرو او دیر شو زرو پلیو عسکرو او د دریو سوو پیلانو سره مقابلی ته را وروت او صفونه ئی جوړ کړل په هغه جنگه کی چه د «۳۹۲» هجری کال د امامانو «محرم» د میاشتی په اتم د «۱۰۰۱م د نوامبر په شلمه» شروع شو هندوانو دیره سخته ماتی وکړه او ډیر زیات غنيمتونه د غزنی د لښکرو لاس ته ورغلل جیپال د خپلو پنځو سو تنو زامنو او نمسو سره بندی شو، بیا صلح وشوه او جيپال وعده وکړه چه ۲۵ زره ديناره او پنځوس پیلان پاچا ته ورکړی او یو زوی او یو نمسی یی د یرغمل په ډول د ځان سره وساتی او پخپله جیپال ئی خوشی کړ چه خپل ځای ته بیرته لاړشی.

د دی فتحی په اثر د برهمن شاهانو مرکز «ویهند» د محمود زابلی په لاس فتح شو او پس له دینه چه د برهمنی کابلشاهانو آخرنی مقاومت هم ضعیف او مات شو په هند کی د خراسان د اسلامی تهذیب، ثقافت د دین د نشريدو او د فتوحاتو لاره خلاصه او پرانستل شوه، جیپال د ډیر غم او غصی نه نور نه غوښتل چه ژوندی پاتی شی نو په ۹۳۳ هجری ( ۳ - ۱۰۰۲م) کال کښی ئی خپل ځان په اور کښی واچاوه. 

د دی کورنۍ نور پادشاهان: لکه چه مو وکتل د جیپال د سلطنت تر آخری دوری پوری برهمنی کابلشاهانو او یا کابلی رایانو د افغانستان په شرقی برخه کښی حاکمیت، نفوذ او بتکدى درلودلی او تر دی زمانی پوری د هغوی د سلطنت مرکز یعنی د «ویهند» ښار د آریانا په قلمرو کښی داخل ؤ. جيپال له خوانه د خپل سلطنت مرکز د ستلج په غاړه د «بهتندې» کلاته وليږداوه او له بلی خوا د داسی ماتی سره مخامخ شو چه په نتیجه کښی د افغانستان شرقی برخی د هغه د حاکمیت او قلمرو نه ووتلې او د غزنویانو د سلطنت جز وگرځیدلی. په دی پیښی سره وضعیت د تاریخ او جغرافیی له نقطى نظره څخه يو فاحش تغير وکړ يعنى د افغانستان له خاورې نه د (رایانو) د سیاسی قلمرو نفوذ او مرکز تول شو او د هغه ځای غزنوی دولت ونیو چه شرح ئی د خراسان یا افغانستان د تاریخ په دریم جلد کښی يومجلل، ستر او ځلاند فضل لری په دی ترتیب سره هر کله چه د برهمن شاهانو نوره اولاده زمونږ د مملکت له تاریخی چوکاټ نه وځی او د هند د تاريخ جزء گرځی په نورو «رایانو» پوری مربوطی پیښی خلاصه کووه.

د جیپال د رای نه وروسته ځوی ئی (اننده پال) د ( ۲-۱۰۰۱) مسیحی کال په شاؤخوا کښی د هغه پر ځای کښیناست د رایانو د دولت حدود په دی وخت کښی د جنوب خواته تر (ملتانه) پوری رسیدلی وو او د جیلم په غربی سواحلو کی د (بیرهBhera  منطقه چه را جانشینه وه د دې دولت جزء وه، د دغه ځای راجا (بجی رای Bijairay ) د جیپال د سلطنت او عمر د فاجعه ناک ختميدو نه استفاده وکړه او د باج له ورکولو نه ئی انکار وکړ محمودغزنوی چه د برهمن شاهی د دولت ارکان د جیپال په دوهم جنگ کښی متزلزل کړی وو د هند نه د باج او خراج د رسیدلو له امله د پيښور نه د (بهره) د فتح کولو په قصد وخوځید او دغه محکمه کلائی فتح کړه پس له دينه ملتان د غزنی د فاتح توجه ځانته جلب کړه او د (آننده پاله) ته ئی وغوښتل چه د خپلو عسکرو سره د هغه د خاوری له حدودو نه تیر شی او د ملتان خواته ولاړ شی د رای د مخالفت په نتیجه کښی، د هغه او د محمود په مینځ کښی جنگ پیښ شو، (رای) مغلوب شو او کشمیر ته ئی پناه ویوره (آننده پال) څو کاله نور هم د سلطان محمود د سلطنت په عصر کښې ژوندی ؤ او د (۱۰۱۳) مسیحی کال په شاؤخوا کښی مړ شو. په هغه وخت کښی چه آننده پاله په بحران او مشکلاتو اخته شوی ؤ یو بل (رای) چه (سوخه پاله) نومیده هم ذکر کوى خو هغه څوک چه پس له (آننده پاله) نه په شاهی تخت کښیناست د هغه ځوی (تری لوکنه پاله) ؤ چه البیرونی ئې هم یادوی دغه پادشاه هم د سلطان محمود زابلی غزنوی سره یوه سلسله جنگونه کړیدی چه شرح ئی د عتبی او کهنه د لیکنو د یمینی او د  (راجاترانگینی) له تاریخ نه لاسته راځی د هغوی د مشهورو جنگونو نه یو هغه جنگ دی چه د (توهې Tohi) د سيند یعنی د اوسنیو پنځو سیندو په غاړه پيښ شو د (تری لوکنه پاله) په ماتی خوړلو سره د برهمن شاهانو قدرت متزلزل شو، د دوی آخرنی «رای» د ابوریحان بیرونی په شهادت «بهیمه پاله» نومید چه په (١٠٢۶) مسیحی کال کښی ووژل شو، د کشمير، مؤرخ او شاعر «کلهنه» د دوی د ځینو شهزادگانو لکه «رودراپاله» او «ویداپاله» او د نورو نومونه ذکر کوی مگر دوی ټول بی تخت - اوتاج شهزادگان دی چه د ناچارۍ نه ئی کشمیر ته پناه وړی ده او د نورو په سیوری کښی ئې څه موده ژوندون کړیدی.

دین ؤ معتقدات: په هغه تفصیل چه په تیر فصل کښی د «مذهبی ژوندون او رهبانان» ترعنوان لاندي ورکړ شو د چینی زایر «هیوان – تسنگ» د کتنو او شهادت له مخی څرگند شول چه په «۷» مسیحی پیړۍ کښی د هغه د تگ او راتگ په وخت کښی که په شمال کی ؤ او که د هندوکش په جنوب کښی په بودائی معبدو او په دوو بودائی طريقو باندی سر بیره - بت خانی او د نورو مذاهبو پیروان هم موجود وو، او د هندوکش په جنوبی بیلو بیلو مناطقو کښی د هغوی شته والی او موجودیت ښه محسوسیده لکه چه په کاپیسا کښی د «ارونا» پر غره باندی د یوی «سونا» نومی رب النوع او د داسی خلکو په باره کښی بحث کوی چه بدنونه ئې نیم لوڅ وو. او په ځانونو باندی به ئی ايرې مږلی او د سر د کوپرۍ له هډوکونه ئی زنا رونه لرل او د گندهارا په مینځ کښی د کرء مار Karamar په غونډۍ باندی «ممکن دی چه د کنړ د غونديو نه يوه غونډۍ وی» د «بهیمادوی BHimadwi د «ایشوارا Icevara» د ښځی له معبد نه او د غوندۍ نه لاندی د «مهشوارا Mahecvara» د معبد نه بحث کوی او بیا د هند نه د بیرته راتگ په وخت کښی د کاپیسا نه د «تسوکوته» علاقی یعنی زابلستان ته د (سونا) د پرستش انتقال یادوی شک نشته چه د «۷» مسیحی پیړۍ په اوائلو کښی سره له دې چه يفتليانو د بودائی مذهب سره مخالفت کاوه دغه ديانت بیا هم د اسلام د مقدس دین تر انتشاره پوری د افغانستان په جنوبی او شرقی برخو کښی دوام درلود او د تناسب له حيثه د شرقی آریانا زیات شمیر خلک بودائی وو.

 هیوان تسنگ د هغو امراؤ او پادشاهانو سره چه کتلی ئی دی ټول بودائیان وو تردی چه د سلطنت چاری د هندوانو یا د کابلی برهمنیانو لاس ته ورسیدلی په دغه لحاظ د دی فصل په تقاضا غوارو چه حتى الامکان د ځينو نورو مذاهبو مخصوصا د شیوائی او د برهمنیانو د لمر پرستیو د مظاهرو او د هغوی د ځينو بت خانو په باره کښی وغزیږو او هر کله چه دغو عقایدو په آریانا کښی پخوانۍ سابقه او ریښی درلودې نو د هغو د قدامت مراتب په مختصر صورت سره بیانوو.

مهشوارا او مهشوی: د قبل التاريخ د هغو تحقيقماتو له مخی چه د آریانا په جنوب شرق کښی د سند په حوزه، د افغانستان په شمال، د اکسوس په سيمه او د آسیا په غربی برخو کښی شویدی داسی څرگندیږی چه په ټوله غربی او مرکزی آسیا کښی – د یوی جوړی مذکر او مؤنث رب النوع موجودیت چه جنسی ارتباط ئی هم درلود او «سکتيزم» ورته وائی مشهور ؤ او په هر ځای کښی دغه جوړه په راز راز نومونو سره ياديده  دغه رب النوع په آریانا او هند کښی د سانسکریت په ژبه کښی «مهشوارا» یادیده چه موسیو فوشه ورته د «غره لوی بادار» وائی او ربة النوعی ته به «مهشوی» ویل کیدل چه د «لویی مور – نیا» یا «د طبیعت مور» او یا د «الاهه مور» په تعبيراتو ئی ورځنی ترجمه کړېده او هيکلونه ئی له پخو خټو نه که د اندوس په ناوه کی وو او که د اکسوس په ناوه کی کشف شویدی. 

د لرغون پیژندنی او حفریاتو په شهادت سربیره - ریگوید او مخصوصاً اوستا د اوبو او د حاصلخیزۍ او فراوانۍ د ربته النوعی په باب کی چه حتی د اکسوس (د آمو سيند) د ربته النوع تعبير هم ورځنی شوی دی ده «سورا آناهیتا اردو» په نامه مفصل صحبتونه کړیدی او د هغی د شکل، قیافی، لباس او گانو په باب کی ئې بحث کړیدی لکه چه د کوشانيانو تر عصر او زمانی پوری په باختر کښی د آمو د سیند د مجرا په غاړه کښی د «آناهیتا» معبد موجود ؤ. 

په دی ځای کښی زمونږ مهم مقصد د غرونو ژنى ربة النوع «مهشوارا» ده چه موسیوفوشه د هغې په باره کښی داسی لیکی.

مهشوارا په اصل کښی د مځکی د حاصل خیزى د رب النوعو د پخوانيو جوړو څخه يو محلی شکل دی چه مونث جفت ئی د آسیا او هند په جلگه ئی برخو کښی او مذکر ئی د بام دنیا او د افغانستان د غرونو په لوړو څوکو کی ډیر عمومیت او شهرت درلود. په ابتداء کښی هغه د يو ښکاری سړی په شکل ښودل کيده چه د غرونه د ځنگلونو څخه راوتلی او يو خطرناک کمان ئی پر اوږو باندی درلود.

دغه رب النوع به کله د همالیی دبی هڅی نجلۍ میره او کله به د غرنیو رهبانانو مشر بلل کیده او د رقص په حالت کښی به ئی مسته او سرشاره تصويرو له هغه مدققين چه د موهنجو دیرو د مدنیت د آثارو او د سند د ناوی په قبل التاريخ کښى اختصاص لری لکه سرجان مارشل په دی فکر کښی دی چه دغه نارینه جفت د شیوائی آئین اولنۍ او پخوانۍ نمونه او د دی مفکوری په اثر ورته «پرتو شیوا» یعنی «اولنۍ شيوا» هم وائی موسیوفوشه لکه چه مونږ د مخه وویل داسی نظریه لری چه «مهشوارا» د غرونو لوی بادار د رجلیت او مردانگۍ د قوت ښکاره کوونکی او قوی رب النوع یعنی په اصل کښی د افغانستان د جگو غرونو ډیره قدیمی محلی رب النوع ده چه د یو قوی ښکاری په شکل د غرونو په څوکو کښی به گرځیدله او مدام به د هغی ځای د غرونو په څوکو کښی تصور کیده او د هغه ښځه جرړه «مهشوی» به اکثراً په آوارو میدانو کښی او د هند پر مځکه اوسیده او اختصاص ئی ورپوری درلود له همدی جهته دی چه «مهشوارا» معبدونه د غرونو په څوکو کښی او د «مهشوی» بت خانی د غرونو په لمنو، ناوو او جلگو کښی جوړېدلی.

فوشه په داسی حال کی چه د شمالی غرونو نه هند ته د برهمنی ارباب انواعو څخه د یوی رب النوعی د ښکته کیدو په باب کی د یو بل مولف (وايتنی whitney نظریه وړاندی کوی داسی عقیده ښکاره کوی چه د امکان نه لری نه ده چه آریائی خلکو د افغانستان غرونو ته د راتگ په وخت کی دغه رب النوع پیژندله او غوره کړی او هند ته پخپل مهاجرت سره د هند خلکو ته معرفی کړی وی. فوشه د دی نظریی په تائید مثالونه ولوړی چه په تاریخی دورو کښی په لومړی مسیحی پیړۍ کښی کوشانيانو او په (۵) مسیحی قرن کښی یفتليانو پخوا له دینه چه هند ته ورسیږی د افغانستان په خاوره او زیاتره د هندوکش په جنوب کښی د شیوائی مذهب پیروان شول په بل عبارت کوشانی «ویماکدفیزس» او يفتلی «می هيراکولا» د افغانستان په خاوره  کښی دغه ديانت قبول کړ، ویماکدفيزس پخپله مسکوکاتو کښی ځای د مهشوارا پیرو ښودلی دی او د «می هیراکوالا وپه باره کښی د «راجاترانگینی» په شهادت د گندهارا خلکو دغه سړی د شیوائی مذهب پيرو او د بودائی مذهب نه مخالف گاڼه د فرانسی دغه عالم په دغه باره کی خپلو مطالعاتو ته دوام ورکوی او وائی چه د دی رب النوع لومړنى حقیقی تصویرو ته په ټاکلی تاریخ سره د جنوبی افغانستان په خاورو کښی منځ ته راغلی او پیدا شویدی نه په هند کښی او شيوا سره د خپلو ممیزه علامو چه دری ښاخونه «Tri-cule» دی په داسی حال کښی چه پخپل غوائی باندی ئی تکیه کړی ده د کوشانی پادشاه «واسودوا» په مسکوکاتو باندی نقش شویدی او دغه تصویر د آخرنیو کوشانیانو تر دوری او د ساسانی نفوذ تر خپریدو پوری په کوشانو ساسانی مسکوکاتو باندی پاتی دی د کنیشکا او هرويشکا په مسکوکاتو باندی «وهانا Vahana نومی رب النوع ليدله کیږی چه برعکس دری صورته او څلور بازوگان لری او نوری نښی لکه تبر او کمند، رسۍ، د دښمن او نورو حيواناتو د نيولو د پاره، «تالنده» Vajta «څرخ» Cakra او «گرز Goda» د هغی د جنگی قدرت علایم دی. او هغه لوښی چه پخپل ښی لاس کښی ئی نیسی د هغی د ښه کارونو نښه ده. سربیره پردی «دماریو Damaru) یعنی کوچنی دول هم لری چه د شیاطینو «کانا Cana» د پریانو «یو جی نی Yogini» او د جادو گرانو «داکینی Dakini» د لښکرو د گرمولو دپاره ورنه کار اخستل کیده.

په پای کښی د هغی د ښکتنیو لاسونو نه د يو لاس لاندی یوه غرنۍ وزه لیدله کیږی چه تاوراتاو شوی ښکرونه ئی د ښکار ډیره ښه تحفه ده او په هغو سره به ئی پخوا معبدونه خائسته کول او حتی اوس هم په ځينو ځايو کښې دغه پخوانی رسم په مقبرو او زیارتونو کی لیدل کیږی په وروسته زمانه کښی به ئی دغه غرنۍ رب النوع د «اوشو Oesho» په نامه يادوله او دغه نه معلومیږی چه دغه نوم پخپله د رب النوعی نوم دی او که د هغی د غوائی نوم ؤ.

د یفتلی «می هراکولا» په مسکوکاتو کښی یواځی غوائی نقش شوی او «جیاتو وريشا Jayatuvars یعنی «ژوند دې وی غوائی» جمله ورباندی لیکل شویده: 

نر د دی ټولو بیاناتو نه داسی معلومیږی چه مهشوارا چه په «شیوای روف» سره هم تعبیر ورځنی کیدلی شی د قبل التاريخ له زمانو څخه د افغانستان په غرونو کښی پخپل اولنی او قدیم رنگ معروف ؤ او دا عیناً د موسیو فوشه نظریه ده – مونږ په دی ېوه یو چه یونانی مورخينو په هغه وخت کښی چه د اسکندر لښکری آريانا افغانستان ته راغلی د افغانستان په غرونو کی د (دیونیزوس د شرابو او مستی د رب النوع) او د هغی د پیروانو د وجود په باب کی بحثونه کړی او داسی تصور ئی کاوه چه شرق ته د اسکندر د راتلو نه مخکښی دیونیزوس په دغو ځایونو کښی فتوحات کړی وو. دوی په حقيقت کښې د همدغه مهشوارا معبدونه يا په بل عبارت د هندوکش محلی دیونیزوس د افغانستان په غرونو کښې ليدلې و او د نيسا یا لمپاکا، نگاراهارا او د کاپیسا په ښکلو تاکستانو او کليو کښی د هغی د رقص او شراب څکاو په مجالسو کښی شامل شوی دی او د خپلو او لمپې پهلوانانو سره مشابه مراسم ئی لیدلی دی. نو هغه څه چه (اراتوستنس) ئی په (۳) ق م پیړۍ کښی د دیونیزوس په باره کښی وائی په حقیقت کښی د افغانستان د پخوانی شیوائی آئین په موجودیت باندی شهادت ورکوی دا باید وویل شی چه د (ایوکراتیدس) او د (انتیال کیداس) پر مسکوکاتو باندی د یو راز (زوس) هیکل پر تخت باندی ناست نقش شوی دی. یوی خواته ئی د غره څوکه او بلی خواته یی د یو پیل نیمه ننه لیدلی کیږی او په همدغه کاپیسا کښی یوه څوکه د(پیلوسارا) یعنی [د پیل سرغر] په نامه بلل کیده هیوان تسنگ چینی زایر هغه وخت چه کاپیسا ته راغی د[ارونا] د غره په څوکه يوى رب النوع ته چه [سونا] نومیده اشاره کوی او وایی چه د [سونا] معبد یی د جنوب خواته [تسوکوته] نومی علاقی ته نقل کړیدی. د غه اشارتونه هم پخپل ځای کی څرگندوی چه د [مهشوارا] یعنی [د پخوانی شیوائی آئین عبادت او پرستش سره د خپلو تحولاتو] د قبل التاريخ له اعصارونه تر [۷] مسیحی پیړۍ پوری او له هغه وخت نه را وروسته د اسلام د مقدس دين د خپريدلو تر وخته پوری زیاتره د افغانستان په جنوبی برخو کښی پر له پسی او مسلسلاً معمول او مروج ؤ او وروسته تر دی چه یفتليانو د بودائی دین سره جدی مخالفتونه شروع کړل او حتى د بودائی دین یو زیات شمیر سنگهرمی یی هم ورانی کړی، شیوائی دیانت زیات عمومیت پیدا کړ او د تگاو نجراو او د لغمان له سیمو نه دلنگا کشف دغه نظریات د بلی جنبی نه تائیدوی په دغه باره کی د مسکوکاتو شهادت یو قطعی امر دی او ثابتوی چه آخرنی کوشانیان او يفتليان او کوشانو یفتلی امرا زیاتره د شیوائی دیانت پیروان وو او د دغه مذهب د پیروانو شمير په هغو قرنونو کښی چه د اسلامی مقدس دین شروع کیدو ته نژدی کیږی د هندوکش په جنوبی درو کښی وار په وار زیاتیده او ډیر لوی لوی معبدونه ئی درلودل چه د هغو په باره کښی به وروسته خبری وکړو.

د لمر عبادت: د افغانستان په مملکت کی چه ویدی مدنیت او آریائی عناصر پرستی ئی لیدلی ده د لمر عبادت او پرستش ډیره اوږده سابقه لری، د دی تاریخ په اول جلد کښی د عقایدو تر عنوان لاندی په (١۴١ مخ کی او د هغه نه وروسته) د ویدی عصر د معتقداتو د بیان په ضمن کښی مو د طبیعی قواو او مظاهرو په جمله کښی چه د آریائیانو په نزدیی د رب النوع شکل غوره کړى ؤ وویل چه لمر په راز راز نومونو ياديده لکه سوريا سلوتیار، یوشان، میترا او رودرا) او وروسته له دینه په هغه موقع کښی چه د (میترا) یعنی د لمر د رب النوعی د مهر تر عنوان لاندی د لومړی ټوک د (۳۱۲) مخ د اوستائی عناصرو د معتقداتو او د طبیعی عناصرو د دخالت بیان مو مفصلا وکړ چه بیا یی څه ذکرته حاجت نشته (د دغه دوهم ټوک د ۴۵۴ مخ په شاؤخوا کښی) د کنیشکا پر مسکوکاتو باندی د لمر د رب النوعی د نوم او تصوير ضربیدل ښکاره کوی چه د لویو کوشانيانو په عصر کښی هم د لمر پرستش په افغانستان کښی دوام درلود او د خیرخانی په کوتل کښی د برهمنی لمر پرستۍ د معبدو د بقايا وو سره د دغی رب النوع د مرمری هیکل کشف لومړی وار د منابعو او مسکوکاتو شهادت عملاً تائيد کړ. 

په دی کښی شک نشته چه بودائی دیانت د افغانستان په نیمه شرقی برخه کښی که د هندوکش په شمال کښی وو او که په جنوب د دوهمی ق م پیړۍ نه را ایسته د نهم مسیحی قرن تر شاؤخوا پوری د زرو کلونو نه ډیره موده دوام وکړ مگر د اوستائی دیانت بقایا وی له مینځه و نه وتلی او کرار کرار د ثقل مرکز ئی د سیستان او هیرمند په ښکتنۍ حوزه کښی د آریانا جنوب غربی خواو ته وړل شوی او فروعاتو ئی په لوی او نژدی ځايو کښی دوام وکړ پروفیسرهاکن پخپل د خیرخانی د کوتل د لرغون پیژندنی د پلټنو په کتاب کښی چه په ٩٣۶ کال په پاریس کښی چاپ شویدی او موضوع ئی هم د خیرخانی د کوتل په ختیزو لمنو کی د لمر د رب النوعى (سوریا) د معبد کتنه ده - د موسیو کومونت E-Cumont د نظریی د ذکر نه وروسته چه په څلورمه مسیحی پیړۍ کی په ختيزه دنیا کی د لمر عبادت عمومیت درلود لیکی چه د لمر او اور عبادت چه د (زور استری) د آئین بقایا دی ډیره موده په سیستان کی خپور او مروج و او قدم په قدم د هند دروازی ته ورسید بلکه د هند په داخلی سیمو کښی هم خپور شو لکه چه د ډیرو شواهدو له مخی څرگندبږی د لمر پرستی دین د گوبتا د کورنۍ د امپراطورانو په عصر کښی د هند په مختلفو نقاطو کښی موجود ؤ او د چین گرځندوی هیوان تسنگ د خپل مسافرت په وخت کښی د لمرپرستی مشهور معبدونه په ( قوج) او ملتان کښی لیدلی دی د [بهاوشیاپورانه] له مخی څرگندیږی چه د لمر عبادت په (ساکه دوپیا) یعنی سیستان کښی زیات رواج درلود او ځینی مؤبدان ئی د (بهو جگه) او (ماگه) په نومونو سره ذکر شویدی. 

لکه چه وروسته به د خیرخانی د کوتل د معبد په باره کښی وگورو د لمر عبادت پخپل نوی تحول سره د سیستان څخه د هندوکش په جنوبی برخو کښی قدم په قدم د هیرمند او ارغنداو دبری حوزی د لیارو نه چه طبیعی او تاریخی لاری دی د زمینداور اورخدن ناحیه په ناحیه ارزگان، وجیرستان، مالستان، زابلستان اوکابلستان ته ورسید او په هند کښی خپور شوی دی او د څلورمی مسیحی پیړۍ نه وروسته په دغو ټولو نقاطو کښی موجود و او د افغانستان د دغو ځايو ځینی خلک د (سوریا) پیروان وو چه هغوی ته لمر پرست برهمنیان ویلای شو.

باید وویل شی چه یو شمیر مسکوکات هم موجود دی چه په ډیره واضحه لهجه په افغانستان کښی او حتی په هغو ځایو کی چه د لمر پرستی معبدونه په کښی ودان وو. د لمر د عبادت په رواج او خپریدلو باندی رڼا غورځوی، د دی مسکوکاتو زیاته برخه د (نپکی ملکانو) یا د کیداری وړو کوشانيانو د اولادې د مسکوکاتو له مخی تقلید شویده او ډیره برخه ئی په یفتلی امراؤ او يا کوشانو یفتلی امراؤ پوری اړه لری چه د جنوبی مرکزی او غربی افغانستان په بیلو بیلو برخو کښی ئی محلی امارتونه درلودل او ډاکتر (هانریش جونکر) د یفتلی مسکوکاتو په قطار کښی دغه مسکوکات مطالعه کړیدی او پدی باره کښی ئی په ١٩٣۴ کښی د برلین په ښار کښی یو کتاب چاپ کړیدی څنگه چه یفتلیان د بودائی دین نه مخالف وو نو ژر لمر پرستی او شیوائی ته و اوښتل او د پخوانی افغانستان دغو دوو او محلی مذهبونو د هغوی په واسطه ډیر رواج او عمومیت پیدا کړ. 

په دغو مسکوکاتو کښی د لمررب النوعه د نيم تنه هیکل په شکل نقش شوی ده. 

چه ترشا د وروسته ئی شغلی پورته شویدی د داکتر جونکر مطالعات له دی جهته گټور او دقیق دی چه د ځینو دغو سکو په مخ باندی ئی د ځینو مختلفو ځايو نومونه هم لوستلی دی او د مستر مارتن په عقیده دغه ځايونه هغه نقاط دی چه د لمر پرستۍ معابد پکښی آباد شوی وو دغه ځايونه په لاندنی ډول دی: (۱) داور (زمیند اور) (۲) روشنان چه د سوالیی د علامی سره ئی د هغه نه د هیرمن په غاړه (رودبار) سره تعبیر کړی دی (۳) زابلستان (۴) فرزان چه د سوالیې په علامه ئی هغه (فیروز) بللی دی چه د هیرمند په غاړه کښی اور یی ذکر کړیدی. «۵» سکاوند چه د غزنی او کابل په مینځ کښی ئی ښودلی دی او اوس هم په لوگر کښی یو کلی د سکاوند په نامه شته دی. او وروسته په هغه وخت چه د لمر پرستی له بتخانو نه بحث وکړو د دغو ځينو نقاطو په باب کی به یو وار بیا خبری وکړو او وو به گورو چه واقعاً په هغو ځايو کښی چه د یقین په صورت سره تعین شویدی د برهمنی لمر پرستۍ معبدونه موجود وو.

نو د هغه تفصیل له مخی چه تر دغه ځای پورې ورکړی شو په وضاحت سره څرگندیږی چه شیوائی او د لمرپرستی پیروان د خپلو قدیمو مراتبو په تيرولو سره مدام په افغانستان مخصوصاً د هندوکش په جنوبی برخو کتنی موجود وو، او د بودائی دیانت سره د یفتایانو د مخالفت نه وروسته شیوائی او د لمر پرستی ټولنی او د هغوی معبدونه او بتخانی او پیروان ئی ډیر شول او اوس سمدلاسه تر هغه ځایو پوری چه معلومات لرو د ځينو دغه معبد او بتخانو په شاوخوا کښی یو لند بیان کوو: 

د ارونا د غره معبد او د کاپیسا شیوائیان: هیوان - تسنگ چینی زایر په کاپیسی کی د خپلی یوی میاشتۍ استوگنی په وخت کښی د ښار د اوسیدونکو شيوائيانو او د «سونا» یا «شونا» د معبد نه خبری کوی. سره د دی چه کشاتریه پادشاه چه د هغه استقبال ته وتلی ؤ بودائی ؤ خو بیا هم د ښار په خلکو کښی د نجات د لويې او کوچنۍ لاری په بودائی پیروانو سربیره دیر شیوائیان ئی هم لیدلی دی. دی وائی چه په کابل کښی لس شیوائی معبدونه او تقريباً د دغه مذهب زر تنه پیروان اوسیږی. له دغو کسانو نه ځینی لوڅ دی او ځینو خپل ځانونه په ایرو سره لړلی دی او د هډوکو یو زنار په لاس کښی لری او دغه زنار له سر نه هم تاووی. 

 د «ارونا» د غره د معبد په باره کښی چه په لرغونو زمانو کښی د «مهشوارا» د غرونو د ژنی معبد د هغه په لوړه څوکه کښی موجود ؤ لیکی: د «سی پوتو فالاس» د ښار جنوب ته د «۳۰» لی» په فاصله يو غر دی چه «او لو نو lo-no-O» یعنی ارو ناور ته وائی او څوکی ئی ډیری جگی او ناوو نه او دری ئی دیری ژوری او تیاره دی. نو «شونا» دغه ځای خوشی کړ او د «تسو کوتچه یا تسوکوته» په علاقه یعنی زابلستان کښی د «شونا گیر Sunagir» لور غر ته تللی دی. 

د سکاوند بت خانه یا د سونا غر معبد: د هیوان تسنگ «سی یوکی» یا د غربی ملکونو خاطرات، د محمد عوفی جوامع الحکايات او د مسکوکاتو موجودیت او تذکر دری موثق او لوی منابع دی چه د سکاوند د بت خانی یا د «سوناغر» د عبادت خانی او د لمر د عبادت په شاؤخوا کښی مونږ ته کافی معلومات راکوی د مخه مو د ارونا د غره له څوکی نه په دیره جنوبی سیمه کی د «سوناگیر» غره ته د سونایا د «مهشوارا» د انتقال خبر د هیوان تسنگ د خولی نه نقل کړ.

اغلب گمان دادی چه د لوگر د سکاوند بت خانه د سونا غر شیوائی معبدوی، سربیره په دی چه د سکاوند او لوگر منطقه د کاپیسا په جنوب کښی پرته ده د هیوان تسنگ یاد داشتونه او مخصوصاً د محمد عوفی تذکرات دغه نظريه په دیر ښه صورت سره تائیدوی.

سکاوند، سجاوند یا شجاوند یا شگاوند اوسنی لوگر دی او یا دا چه په لوگر کښی یوه علاقه ده چه د لوگر نوم د یونانی جغرافیه لیکونکی بطلیموس په آثارو کښی په دوهم مسیحی قرن کښی (لوکرنا) ذکر شويدى.

مگر د عربی مؤرخينو او جغرافيه ليکونکو په لیکنو کښی (سجاوند) او (سجاوندیان) دیر شهرت لری. د ښاغلی خلیل الله (خلیلی) په شهادت يو کلی د سجاوند په نامه اوس هم په لوگر کښی موجود دی. د هغه د مأخذ په تائيد مونږ ویلی شو چه سکاوند په اصل کښی یو آباد ښار ؤ چه مستحکمی کلا گانی ئی درلودلی او ټول اطراف ئی شنه او سمسور وو. 

هر کله چه د سکاوند جغرافیائی موقعیت زمونږ په نزد واضح او معین دی له دینه زیات ور باندی خبری نکوو د کاپیسا نه د «سونا غر» د غره په لمنه کی ډیری جنوبی علاقی ته د «سونا» د عبادت د انتقال موضوع تر کتنی او بحث لاندى نيسو، 

هیوان تسنگ هغه وخت چه د هند نه بیرته راغی پس له دینه چه د افغانستان په شرقی او جنوبی علاقو کښی وگرځید د «تسوه کوتچه» «توکوته» پراخی علاقی ته رسیږی چه هغی ته ئی زابلستان ویلی دی. 

دغه تسوکو ته چه چینی زائر یاده کړی ده «۷ زره لی» احاطه درلود. او د مقر، جاغوری، مالستان، وردگ او گردیز په منځ کښی چه تقريباً غزنی به ئی په منځ کښی وی یوه وسیعه علاقه نیولی وه چه لوگر او سکاوند ئی هم جز شمیرل کیږی دغه چینی زایر د دغه ځايو له غرونو، درو؛ د اوبو او هوا د یخوالی، د واورو برف کوچونو- میوو او گلانو د ډیروالی، د ډول ډول ونو او زراعت او د ژبی او ليک د صورت د اختلافاتونه د نورو علاقو سره بحث کوی چه دلته ورسره زیات کار نلرو او یواځی یوی مختلفی عقیدی او دین ته توجه کوو چه د خلکو په مینځ کښی ئی لیدلی او په دی باره کښی داسی وائی:.... په دغه ځای کی څو سوه بودائی معبدونه او زر تنه راهبان موجود دی چه د نجات د یوی لاری پیروان دی، موجوده پادشاه پخپله عقیده کښی راسخ او محکم دى او خپل ټول وختونه ئی د مذهبی چارو د انجام دپاره وقف کړیدی، یو پوه سړی دی او د تحصیل او د خپلی پوهی د زیاتولو سره ډیره مینه او علاقه لری- په دغه ځای کښی تقريباً لس استویی دی چه د آشوکا پادشاه د ودانیو یادگارونه دی او نوری دیری برهمنی بت خانی موجودی دی چه په دغو بت خانو کی د مختلفو مذاهبو پیروان یو ځای ژوند کوی برهمنیان دیر دی او دوی زیات د «شونا» عبادت کوی د دغه «دوا» آئین د «ارونا» د غره کاپیسادنه دلته رسیدلی او د دغه ځای په جنوبی برخو کښی د «سونه گیر» «سوناغر» په غره کښی د هغه معبد آباد شویدی.. څوک چه د عقيدى له مخې د هغه نه څه وغواړی خپل مراد ته رسیږی او که څوک ورته بد ووائی په بدبختی اخته کیږی نو په دی نسبت محلى خلک او د لرى ځايونو اوسيدونکی ټول ورته د احترام په سترگه گوری او بی باکه او شريف خلک د هغه پیروان دی، شهزادگان او نجبا، محلی خلک او د نورو ملکونو بیگانه خلک هر کال د زیارت کولو دپاره په معین وخت دلته راځی او سره او سپین زر، جواهر او اهلی حیوانات لکه پسونه او اسونه او نورور ته تقدیموی؛ برهمنیان د ریاضت په اصولو نفسانی خواهشات پخپل بدن کښی وژنی او روح ته اوج او ترقی ورکوی او په دی ترتیب سره ځينی فورمولونه لاس ته راوړی چه د هغو په واسطه په الامو او دردونو باندی تسلط پیدا کوی او مریضانو ته صحت ورکوی.

هنه برخه چه په بودائی دیانت پوری مربوطه ده البته چه پخپل ځای کښی مهمه او قیمتی ده مگر هغه معلومات چه شیوائی برهمنیان او دننه په مملکت کی او د باندی د سوناغر د معبد د اهمیت په باب کی ئی را کوی چه مونږ هغه ته د سکاوند بت خانه وایو ډیر زیات اهمیت لری. 

د مخه مو ولیدل چه حدودالعالم د سکاوند موقعیت د (نهاوه) د غره په لمن کښی ټاکی په اغلب گمان سره دغه غر هماغه د «سوناگیر» غر دی او هر کله چه د چین زایر د «تسو – کوته» د علاقی ژبه د نورو گاونډو علاقو د ژبی نه مختلفه ښودلی ده نو داسی گمان کیږی چه د هغه د «سونا گیر» کلمه د دوو اسمونو نه مرکبه وی یو «سونا» د رب النوع نوم او بل «دغر» کلمه چه په پښتو او اورمړی کښی چه مخصوصااً د لوگر په علاقه کښی مروجه وه «دغر» په معنی ده او معلومیږی چه دغه غر د سونا د معبد او یا د شیوائی بتخانی په نامه چه د هغه په لمن کښی پرته وه د «سونا غره» په نامه شهرت پیدا کړی ؤ. د هیوان – تسنگ د یاد کړی «سوناغر» له معبد نه د سکاوند په بتخانه د تعبير يو علت د محمدعوفی د جوامع الحکایات لیکنی دی چه د هیوان تسنگ نه شپږ سوه کاله وروسته د سکاوند له مشهوری بت خانی نه په داسی الفاظو او کلماتو خبری کوی چه گوندی د هیوان تسنگ چینی زائر د یاد داشتونو ترجمه ده. اصلی واقعه چه د سکاوند فتح او د هغه د بت خانی خرابیدل دی چه عمرولیث او د کابلی رای کلمو په عصر کښی واقع شویده چه د موجوده فصل یوه برخه ده لکه چه وائی: «په هغه وخت کښی د هندوانو لوی معبد «سکاوند» ؤ او د هندوستان په آخرنۍ برخه کی د دغه ځای د بتانو په زیارت سره تبرک کاوه» د جوامع الحکايات د مؤلف

خليک و هم

د شهادت په قرار د صفاری عمرولیث او کلمو یا کلمو د برهمن شاهیانو د دریم پادشاه تر عصره پوری یعنی د نهم مسیحی قرن تر آخره پوری دغه معبد آباد ؤ او د«فردعان» د زابلستان د کوټوال له خوانه چه د عمروليث د حضور نه د څلورو زرو سپرو لښکرو د دغه ځای د فتحی دپاره مامورشوی ؤ وران شو لکه چه په دی باره کی وائی: «فردعان چه څنگه زابلستان ته ورسید لښکرئی وایست او سکاوند ئی فتح کړ، بتان ئی مات کړل او بت پرستان ئی ذلیل کړل او ځینی غنیمتونه ئی خپل لښکر ته او نور ئی عمروليث ته ولیږل ۰۰۰» لوگر او د لوگر سیند چه تر اوسه پوری د کابل د هندوانو په نزد اهمیت لری او د «ويساک» په اختر کښی اوس هم د کابل هندوان خپل مذهبی «ابهی شکه» غسلو نه د ساکو او شیوکیو په اطرافو کښی د دغه سیند په اوبو کښی کوی، د شیوکی نوم چه په هغه کښی د «شیوا» کلمه داخله ده څرگندوی چه په اکثرو احتمالاتو سره په دی ځای کښی شیوائی جامعه متمرکزه وه او محتملاً کومه شیوائی بت خانه هم دلته موجوده وه په هر صورت په دغو ځایو کی د کابل د هندوانو د ويساک د اختر مراسم هغه خاطری دی چه د لوگر د سیند په غاړه د شیوائی بت خانو د شکوه او آبادۍ د زمانو نه پاتی دی او حتماً د شیوائی کابل او د لوگر د سکاوند د معروفی بتخانی په مینځ کښی د داخلی او خارجی گرځندویو تگ او راتگ د دغه سيند سيمه د هغه په ټوله هجری کښی آباده او معموره گرځولی وه. 

شیوکی او اوندکی او شیوائی معبد: په هغه فصل کښی چه د شیوائیانو او د لمر پرستو برهمنیانو څخه پکښی بحث کیږی او په کابل کی د برهمنیانو او شيوانيانو او د سیاسی او مذهبی مرکزیت نه پکښی خبری کیږی او په دغه ښار کی د کابلی رایانوج پود ناشۍ نه صحبت کيږى طبعاً د شيوکيو او اندکيو نومونه چه اوس د کليو په څير – د کابل په جنوب او جنوب غرب کښی د ۶ او ۹ کیلومترو په فاصله پراته دی راپه یادیږی، څرگنده ده چه د دغو دوو کليو په نومونو کښی د «شیوا» او «اندرا» نومونه دخیل دی او شیوکی او اندکی د «شیوا د ځاى» او د «اندرا د ځای» معنی ورکوی او د دی توضیح نه واضح څرگندبږی چه په شیوکیو کښی د شیوا کومه بت خانه او په اندکيو کښی د «اندرا» او برهما کومه بت خانه موجوده وه ځکه چه دغه دوه د برهمنی ارباب انواعو څخه شمیرل کیږی. د غه امر دلته توضیح ته څه ضرورت نلری چه دغه دوه کلی اوس هم د کابل د هندوانو په نزد خاطری لری او د ويساک په وخت کښی د ساکو او شیوکیو خواته د هغوی تگ او راتگ او حتی د لوگر د سیند په اوبو کی د هغوی (ابی شکه) د غسل مراسم اجرا کیږی. 

هر کله چه کابلی رایانو یعنی شیوائی برهمن شاهانو د کابل په ښار کښی د تاج پوشۍ مراسم اجراء کول، او دغه ښار د هغوی په نزدیو مقدس مقام گڼل کیده نو حتما په دی باندی حکم کولای شو چه د خیرخانی د کوتل  د لمر د مشهور معبد په شان (مهشوارا) کومه ئشوائی مشهوره بت خانه د کابل په اطرافو کښی هم موجوده وه او محتملا دغه بت خانه په شیوه کیو کی جوړه شوی وه لکه چه د کابلشاه د (سامننه دیوا) سره د یعقوب لیث صفاری د جنگ په وخت کښی مو نظریه ښکاره کړه چه په غالب گمان هغه بتان چه د صفاريانو د کورنۍ مؤسس لاسته راوړی او بغداد ته ئی لیږلی وو د کوم شیوائی معبد نه اخیستل شوی وو چه د کابل د شيوانيانو او رایانو په نزد ئی رسمی مقام درلود چه په دی صورت کی یو وار بیا د شیوکو شیوائی بت خانه په خاطر کښی گرځی. څه شک نشته چه د شيوکيو او اندکيو په شاؤخوا کښی د غونډيو په سر د پخوانیو معبدو خرابیو نښی ډیری دی او د ساکو په شاؤخوا کښی په یو معبد کی د فرانسې د حفرياتو هیئت هم حفریات کړیدی مگر د تحقیق لمن څنگه چه لازمه وه په دی برخه کښی هغسی پراختیا ونه موندله او هغه څه چه ویل شویدی محض د نومونو د کتنو او د فولکلور د ذهنیت او د محلی توپوگرافیو د مشاهداتو په اساس دی.

د خیرخانې د کوتل د برهمنى لمر پرستۍ معبد: د مخه تر دی مو د افغانستان په ویدی او اوستائی زمانو کی د لمر د رب النوع د پخوانيو نومونو سابقه او اهمیت او د مشخص او جلا دین د تشکل او پیدا کیدو تر زمانی پوری د هغه تدریجی تحول بیان کړ. 

هر کله چه د (سوریا) معبد يا د خیرخانی د کوتل د لمر پرستی معبد لومرنۍ برهمنی معبد دی چه د کابل په شاؤخوا کښی کشف شویدی او د مرمرو د اعلی ډبری نه پخپله د رب النوع او د هغی د مصاحبینو ډیری ښکلی او د توجه وړ مجسمى لاسته راغلی دی او پروفیسر هاکن د فرانسوی لرغون پیژندنی د هیئت د علمی نشراتو په سلسله کښی یوه مخصوصه رساله په دی باره کښی نشره کړیده نو لازم دی چه دغی موضوع ته ډیر توجه وکړو او د دغی رسالی مهم مطلبونه دلته ذکر کړو. 

د معبد موقعیت: د (سوریا) د معبد خرابی د کابل د شمال غرب په «۱۲» کیلومتری کښی د هغه غره د څوکی په ختيزه لمن کښی پرتی دی چه دغه غر په لويديز او ختيز خط پروت او د هغه بل غر سره نښتی دی چه د (هزاره بغل) د غره په نامه یادیږی او د یوی هغی گردنی شمالی څوکه تشکیلوی چه د خیرخانی کوتل د کابل او کاپیسا د موجوده لاری په سر یوه لاره پکښی پرانستلی ده. معبد او ملحقات ئی په هغه څوکه او پوزه باندی چه ذکر شوه د وزیر آباد د جلگی خواته واقع وو او د بامونو او برندونه ئې د جنوب او جنوب شرق او ختیزې خواته د چناری او چکری د غرونو تر خط پوری پراخ افق ښکاریدل او حتی د چکری د غره د منار د څوکی په یوه غوڅه شوی برخه کښی چه په هغی باندی «د هرمه چکره» DharmaCakra یعنی د بودائی دین فارقه علامی چه د یو څرخ نه عبارت و نظر جلباوه او یو څه لږ د شیوه کیو د استوپو د گنبدو د جنوب خواته هم معلومیده.

د معبد شکل پلان او مکشوفه آثار: د موسيو کړل او موسیو با که د فرانسی د حفریاتو د هیئت د غړو د تحقیقاتو نه داسی څرگندیږی چه د «سوریا» معبد په حقیقت کښی د یو بل هغه پخوانی معبد پر خرابو باندی ودان شوی ؤ چه د امو غټو خښتو نه جوړ شوی او نوعيت ئی معلوم نه شو یعنی هغه وخت چه د «سوریا» معبد جوړیده د پخوانۍ ودانۍ کندی او ژوری ئی د تیږو، خاورو او څښتونه ډکی کړی او بیا ئی ورباندی د لمر پرستۍ د بت خانی تادو کیښود- د هیئت د مهندس موسیو کرل په نظریه د سوریا نوی معبد دری مربعی خونې درلودلی چه هری یوی جلا جلا دروازه او مدخل درلود چه خلک په آرامی سره خپل مذهبی مراسم ادا کړی شی. 

دغو حجرو هرې يوې ځانته د تيږو یوه کرسۍ درلوده چه د سلیټ د تیږو د تختونه جوړې شوې دې او په هره کرسی باندی په ډبرينو تختو کی درې درې سوری ایستل شوې وو چه په ترتیب سره د هر سوری په مينځ کښې يو هيکل نصب شوی و او په دی صورت سره د معبد په درې واړو حجرو کښی (۹) مجسمی نصبی شوی وې. موسیو کرل د دې جملې نه د يوې مجسمې پښی او د یوه تحفه ورکوونکی سړی هيکل پيدا کړ او په آخره کښې ئې د دوو حجرو ترمنځ د دهليز له مینځه د «سوريا» د لمر د رب النوع ډیر ښکلی هيکل د هغه د مصاحبینو سره کشف کړ. سربیره په دی په دغه ځای کښې دوه دوه مسی سکی د نېکی ملک د تیپ نه چه د «۵ او ۶م» پيړۍ دوړو کوشانيانو په اولادی پورې ارتباط لری هم پیدا شوی دی باید وویل شې چه د خیرخانی د کوتل د سوریا معبد خپلی لویدیزی او ختیزی خواته نور ملحقات هم درلودل او د شرق خواته د یوی عبادتخانی آثار په یوه آزاده هوا کښی تشخیص شول.

د شکل او پلان له نقطی نظره څخه او هم په دريو مربعو حجرو باندی د معبد د تقسیم له مخې د خیرخانی د غاښی د سوريا د معبد او د هغه د شيوائې معبد ترمنځ ډير مشابهتونه موجود دی چه په سنه «۱۹۲۰» کښی اله آباد ته نژدی په «بهیومارا Bhumara» کښی کشف شویدی او په شپږمه پیړۍ کی د گوپتا د عصر د عمراناتو په جمله کښې محسوبیږی.

د سوريا هيکل: په دی کښې شک نشته چه هغه ډير مهم هیکل چه د خیرخانی د معبد نوعيت ئې څرگند کړ د «سوريا» د لمر د رب النوع مرمری مجسمه ده چه د دې او د دی د مصاحبینو د جزئياتو تعریف تر هغه حده پوری چه دلته ضرور دی د خیرخانی د کوتل د عتیقه آثارو د کتاب نه چه د پروفیسرهاکن تألیف دی دلته نقل کوو: 

د لمر رب النوع په اروپائې طرز ناسته ده یعنی پښی ئې یوه د بلې نه لیری دی لاسونه ئې له بند نه مات شویدی او په ورنونو باندی ئې تکيه کړی دی پښی او ورنونه ئې د طبيعې اندازی نه ډیر واړه په نظر راځی د مجسمې سر د ټول بدن پنځمه برخه دی عیناً په همدی تنا سب په «١٩٢۴» کښی سرای خواجه ته نژدی له پايتاوی نه یوه بودائی مجسمه پیدا شوی ده چه د یونانی هیکل تراشانو د اصولو سره دیر مغایرت لری ځکه چه د (پولی کلت) د مدرسی په اساس باید سر د جسم او قد د اوږدوالی اوومه برخه وې او د (لی سپ) د نظرياتو په قرار سر باید د جسم د طول اتمه برخه وی نو په دی اساس سره د (سوریا) د هیکل سر ډیر لوی جوړ شویدی د لمر د رب النوع په څیره کښی عجب مميزات لیدل کیږی. 

د هغی ورېځی دومره، کږی او منحئی دی چه وچولی ته ئې يو مثلث شکل ورکړی دی سترگی ئې بادامی، پوزه ئې لږه پیته، زنه ئې جگه او مجعد او اوږده ويښتان ئې د وچلی له منځه دواړو خواوو ته تقسیم شویدی. سوریا یو تاج لری چه د مثلثاتو او د نیلو فرود نیم وازو گلانو او د مرغلرو د قطارونه جوړ شوی دی او یو بی گریوانه یلان ئی اغوستی دی چه گرده لمن لړی او په لاسونو او اوږو باندى ئې يو شال پروت دی چه څنډی ئې د سوریا د رنگنونو په منځ کښی پرتی دی او د يلان لمن ئې پټه کړیده رب النوع غاړکۍ او حمایل لری چه هره يو ه ئې په مرغلرو او غټو جواهرو سره ښکلی شوې ده. 

د سوریا په پښو کښی جگی او نازکی موزی دی چه پوندې نلری چه په نورو پټو کښی به په پښو کېدلې او اوس هم دغه راز موزی په افغانستان او مرکزی اسیا کښی معمولې دی.

د سوریا مصاحبین: د خیرخانی د کوتل د لمر د روزونکی هیکل په دواړو خواؤ کښی د هغه دوه تنه معاونان لیدل کیږی د ښی لاس معاون ئې گڼ او دېر ويښتان او گڼه ږیره لری او د سر ويښتان ئې د سیتی خلکو د ویښتانو په شان جوړ کړی دی چه په افغانستان کښی په زیات شمیر موجود وو او د هډی مجسمو یو زیات شمیر مونږ ته معرفی کړی دی خولۍ ئی مخروطی شکله او د هغه د یلان د گریوان څنډی په سینه باندی د یوی حلقی په واسطه وصل او محکمی شویدی. په ښی لاس کښی ئې یو نئی قلم او په کیڼ لاس کښی ئی يوه پانه یا ورقه ليدله کیږی. 

د کیڼ لاس معاون ئی یو سړی دی چه ږیره نلری. د ده کالی او د هغه بل معاون کالی څه فرق نلری یواځی په خولۍ کی توپیر شته چه د ده خولی په داسی طرز جوړه شوی ده چه غوږونه ئی پکښی پتیږی کیڼ لاس ئې پر یو گرد او مد ورسپر باندی تکیه لری او په ښی لاس کښی ئی يوه لنډه نیزه نیولی ده.

د سوريا عراده: تر هغی صحنی نه لاندی چه د لمر رب النوع او معاونين ئی پکښی لیدل کیږی د رب النوع عراده او یا دا چه واضح ووایو اسونه او عراده چلوونکی ئی لیدل کیږی. اسونه ښی او چپ لوری ته په خیز کښی دی. د څرمنو او د لرگيو زينونه چه تو شکجی ورباندی پرتی دی او په خامکو گندل شویدی د اسونو په شا باندی لیدل کیږی او یو عراده وان چه د پگړۍ غوندی یوه خولۍ ئی پر سر ایښی او په یوه اوږده قمچینه آسونه وهی. 

د ادبی ماخذ سره د سوريا د هيکل د جزئياتو موافقه: د سوریا مرمری هیکل چه د خیرخانی د کوتل د برهمنی معبد نه پیدا شوی دی د مذهبی متونو سره کاملاً موافقت لری دوه مهم مأخذونه (آمشوبه داگمه AmSubhedgama او (برات سمهيته Brhatsamhita) دواړه متفق دی چه د لمر رب النوع باید د هند د شمال په طرز ملبس او په لاسونو کښی ئی د نیلوفرو دوه گلان وی او لاسونه ئی دومره جگ وی چه د اوږو د جگوالی سره برابروی. که څه هم د خیرخانی د کوتل د سوريا لاسونه د بندونه مات شوی دی خو سره د دې د لاسونو جگوالی ئې واضح څرگندوی چه لاسونه ئی د مذهلی د ادبی متنو په مطابق تر اوږو پوری جگ وو. 

د خیرخانې د کوتل د لمر د رب النوع مصاحبين څوک دی؟ د خيرخانې د کوتل د رب النوع د هيکل د مهمو موضوعاتو نه يوه موضوع د هغې د مصاحبينو او یا معاونینو کتنه ده چه سم د هغه بیان سره چه د مخه وشو د دغی رب النوعی ښی او چپ خوا ته لیدل کیږی، د هغو مطالعاتو په اثر چه موسیوهاکن د دی رب النوعى د ښودنى او نمايش په پخوانیو صحنو کښی کړیدی لکه د ( بوده گایا Bodhgaya) په صحنه کښی چه (په اول ق م قرن پوری مربوطه ده) او د (ماتورا) په صحنه کی چه (په مسیحی اول قرن پوری مربوطه ده) د دغو دوو تنو نه کوم اثر نشته بلکه د دوی په ځای په لومړۍ صحنه کښی لیندی او کمان لرونکی ښځی لیدلی کیږی او په دوهمه صحنه کښی یواځی (سوريا) ښودل شوی ده. دغه رنگه د سلیټ د تیږی په مدال باندی چه په ١٩٢۴ کښی د جلال آباد د شاوخوا نه پروفیسر هرزفیلد Herzfeld لاس ته راوړی دی د لمر رب النوع یواځی د هغی په عرادی باندی ښودل شوی وه. په دی باندی باید یوه شو چه د سوريا د معاونينو موجودیت یواځی د خیرخانی د کوتل په معبد پوری منحصر ندی بلکه کټ مټ د هغی په شان يوه صحنه د اله آباد په شاؤخوا کښی د (بهيومارا) د لمر پرستی له معبد نه کشفه شویده چه په شپږم قرن پوری ئی مربوطه ګڼی او د (ماستیا پورانا Mastya-Purana ) مذهبی مأخذ ښکاره کوی چه د سوریا ښی لاس ته باید (داندا Danda) او چپ لاس ته ئی (پنگالا pingala) د هند د شمال د طرز په کالیو کښی حاضر وی. په دغه اساس پروفیسرهاکن عقیده لری هر کله چه د هند پخوانی آبدات دغه معاونان نه لری نو ویلی شو چه دغه معاونین یواځی په ( ۵ ) مسیحی قرن کښی د کابل په علاقه کښی د سوريا شاؤخوا حضور ته مجاز شويدى او د دغو معاونينو مبدأ بايد په غرب کښی ولټوله شی نه په هند کښی، د هند د شمال د برخو کالی چه په هندی ماخذ کښی ذکر شوی دی ورو ورو د هند په وروسته صحنو کښی له مینځه تللی دی مخصوصاً د ساسانیانو موزی او کالی څرگندوی چه د لمر دغه ډول رب النوع د افغانستان نه هند ته لار پیدا کړی او هلته معموله شوی ده لکه چه مستر (ونترنيتس) د (بهاويشاپورانا) په اساس د هند د ادبیاتو په تاریخ کښی لیکی او موسيوهاکن په هغه باندی اتکا کوی، د اور او لمر د عبادت زورا سترى مظاهر د سیستان نه په تدریج سره هند ته نژدی شوی او د گوپتا د کورنۍ د سلطنت په عصر کښ په هند کښی ډیر رواج شوی وو، په دغه ترتيب د هند د پخوانۍ لمر پرستۍ نه پرته چه ابدات ئی په (بوده گایا) او (ماتورا) کښی ليدل کیږی لمر پرستۍ او د لمر د رب النوع سوریا نمایش د کابل په طرز په «پنځمه مسیحی پیړۍ» کښی په هند کښی خپور شوی دی چینی گرځندوی هیوان - تسنگ وائی د لمر عبادت د گوپتایانو نه وروسته د هغوی د جانشينانو یعنی د «وردهنه Vardhana» امپراطورانو په وخت کښی په هند کښی دیره ترقی وکړه او لکه چه پخپله ده په قنوج کی د «هرشه ورد هنه» د حکومت په وخت کښی د لمر د رب النوعى معبد او د شیوا «مهشوارا» بت خانه څنگ په څنگ سره لیدلی دی چه په هر یو کښی به زرتنه راهبان او روحانیون موجود وو، سربیره په دی نوموړی په ملتان کی د لمر د رب النوع د سرو زرو د یوی مجسمی یادونه او بحث کوی چه په جواهراتو جړاو او ښکلی کړی شوی وه او ډير زيات سیلانیان او سیاحان ئی دغه ښار ته جلبول.

د مخه مو وکتل چه په هند کښی د سوریا په شاؤخوا کښی د معاونينو موجوديت يو نوی شی دی چه د شپږمی مسیحی پیړۍ نه وروسته معمول شویدی، نو پروفيسرهاکن د غربی پوهانو د تحقیقاتو په اساس د معاونينو مبدأ په غرب کښی ښیی او د هغوی نه د سهار او ماښام د ستورو په مميزه شخصیت سره تعبیر کوی چه د آسیا په لویدیز ملکونو کی او په «یونانوشرقی» داستانونو او تصوراتو کښی ئی په مختلفو نومونو شهرت پیدا کړیدی چه لنډ بیان ئی په لاندی ډول لیکو. موسیو فرناند شاپوتیه لیکی چه د (ادس Edesse) د ښار خلکو په چه د لمر عبادت به ئی کاوه د رب النوع په اطرافو کښی ازیزوس Azizos (د سهار ستوری) او مونيموس Monimos (د ماښام ستوری) ته ځای ورکاوه. دغه دوه ستوری په یونانو شرقی تصوراتو کښی د فوسفورس phosphoros او هسپروس Hesperos په نومو ذکر شویدی او په یونانی نکلونو کی دغه دواړه غبرگونی مشهور وروڼه دی چه یوته کستور Castor او بل ته پولېوکس Pollux ویل کیدل تر څو چه (افارهٔ ئید Apharetides) کستور په قتل ورساوه او پولیوکس یواځی پاتی شو او له زوس نه ئی و غوښتل چه د هغه د ورورنه بیل نه وی او زوس په اول کښی داسی حکم وکړ چه یوه ورځ په آسمان کنی او بله ورځ په مځکه کښی را پیدا شی او د دی دپاره چه یواځی نه وی بیا ئی داسی حکم وکړ چه دوه ورځی پسته دواړه یو ځای یو وار په آسمان کښی او بیا یو وار په مځکه کښی ځانو نه وښیء د طبیعت د مظاهرو سره د دی نکل او اسطوری تطبیق دادی چه یو د سهار ستوری او بل د ماښام ستوری دی چه په ختيزو ادبياتو او داستانو کی او د دی جملی نه په افغانستان کښی هم شاعران ورسره سر و کار لری نو په دی اساس سره د خیرخانی د کوتل د سوریا د ښی لاس منشی چه نسبتاً پوستکی ئې تور ښودل شویدی د ماښام ستوری او نظامی زلمې چه د کیڼ لاس پلو ته ئې دی د سهار د ستوری او شفق نه نمایندگی کوی دغه دواړه ستوری چه په مجموعی ډول سره (دیوسکور Dioscuros) بلل کیږی د یونانو باختری پادشاه (ایوکړاتيدس) په مسکوکاتو کښی د دوو تنو سوار کارو په شکل ښودل شویدی لکه چه د دی پادشاه د مسکوکاتو په تصویر کښی چه په دغه اثر کښی چاپ شویدی هم لیدل کیږی. هر کله چه سوريا د لمر پرستۍ په آئین او دین کښی د کائناتو مبداء تصور کيده او د ښو او بدو اعمالو نظارت ئی کاوه نو ږیره لرونکی مصاحب به ئی په قلم سره د خلکو اعمال په کتاب کښی ثبتول نو په دی ترتیب سره وینو چه د یونانی اساطیرو ارباب انواع چه د دغه جلد د (٨۶) مخ په شاوخوا پاڼو کی مو د هغو د خپریدلو څخه ذکر وکړ یو وار بیا د افغانستان په خاوره کی د آریائی لمر پرستۍ د رب النوع سوریا سره مخلوط شوی او د دغو دری واړو یعنی د لمر او د سهار او ماښام دستورو له یو ځای کیدو نه د دغه مملکت د لمر پرستۍ په پخوانی دیانت کی یو نوی شکل او موجودیت پیدا کیږی چه له (۵قرن) نه وروسته ئې په هند کښی انتشار موندلی دی او لکه چه د مخه مو اشاره وکړه اله آباد ته نژدی د (۶م پیرۍ) د بهيومارا د سوريا معبد او هیکل کټ مټ د خیرخانی د کوتل د سوريا د معبد نقل دی.

د زور معبد: پخوا مو وویل داکتر (هاین ریش جونکر) په مسکوکاتو کښی چه د لمر د رب النوع هیکل ورباندی نقش شویدی د بیلو بیلو محالاتو د نومونو په لړ کښی ئې د(داور) نوم هم ياد کړی دی چه د هیرمند د مجری په غاړه باندی د زمینداور د علاقی نه مقصد دی بلاذری وائی: (په هغه وخت کښی چه عبدالرحمن بن سمره په (٣٣) هـ  (۶۵٣م) کال کښی د (الداور) یعنی زمیند اور په ولایت کښی داخل شو د دښمن سره (د جبل الزور) په برخه کښی مقابل شو او دښمنان سمد لاسه ورته تسلیم شول څنگه چه ابن سمره د زور معېد ته ننووت يو د سرو زرو هیکل ئی ولید چه سترگی ئی د یاقوتو نه وی نو د مجسمى لاسونه ئی پريکړل او سترگی ئې ورځنی وایستلی او د هغه ځای حکمران ته ئی وویل چه طلا او جواهرات واخله زما مقصد یواځی دا ؤ چه تاسو ته وښیم چه دغه هيکل د آزار او کومک هیڅ راز قوت نلری) هغه مسکوکات چه د لمر د رب النوع صورت ورباندى نقش شویدی او په هغو کی د (داور) کلمه ضرب شویده خامخا د دغه معبد او هيکل سره رابطه لری چه عبدالرحمن بن سمره په ۳۳ هجری کال کښی په زمینداور کښی لیدلی دی او په همدغه اساس سره مدققینو د لمر پرستۍ يو معبد د هلمند په منځنۍ سیمه کښی د زمینداور په جبل الزور کښی ښودلی دی. باید وویل شی چه د چین زائرهيوان تسنگ په همدغه کال کی د ملتان د لمر پرستۍ په یو معبد کښی د لمر د رب النوع د سرو زرو مجسمه لیدلی ده چه په جواهراتو سره ښکلی شوی وه او د مجسمی د شهرت او دغه ښار ته ډ ډيرو سياحانو او زائرينو د جلبولو نه ئی هم بحث کړی دی. هغه څه چه دغه زائر په ملتان کښی لیدلی دی او هغه څه چه ابن سمره په جبل الزور کښی لیدلی دی دواړه کت مټ يوه رب النوعه ده چه دواړه د سرو زرو نه جوړی شوی او په جواهراتو او قیمتی تیږو سره ښکلی شویدی، د مخه مو د خیرخانی د کوتل د سوريا معبد اله آباد ته نژدی د بهیومارا د لمر پرستۍ د معبد سره مقایسه کړ اوس نو وینو چه د زمیندار ر د جبل الزور د لمر د رب النوع عين هيکل د ملتان په يو معبد کښی موجود دی او په يو بل تثبیت کیږی چه په افغانستان کی د لمر پرستۍ او د لمر د رب النوع د نمایشاتو طرز د (۵) مسیحی پیړۍ نه وروسته په شرقی خاورو حتی د هند تر مینځه پوری څومره تاثير کړی ؤ.

د کابل د برهمن شاهانو مسکوکات: د افغانستان پخوانی مسکوکات څرنگه چه د افغانستان او د هند (يونانو باختری؛ د لویو کوشانيانو او کيداریانو او د نورو خپلواکو پادشاهانو) د تاریخی لويو کورنيو د څرگندیدو موجب وگرځيدل او د آسیا د دی څنډی د تاریخ خالی ځايونه ئی ډک کړيدی د (کابلی رایانو) یا د شیوایی برهمنی کابلشاهانو په باره کښی ئی هم همدغه کار کړیدی او د ډیر اهمیت وړ دی که څه هم د کابلی برهمن شاهانو د مسکوکاتو په باب کښی زمونږ معلومات محدود دی خو سره له دی يوه لنډه يادونه کوو. د کابلی برهمن شاهانو مسکوکات زیاتره د افغانستان د جنوب شرقی برخونه یعنی د هغوی د سلطنت د نفوذ د قلمرو نه پیدا شوی او پیدا کیږی هر کله چه هغوی په سند او پنجاب کښی هم سلطنت درلود او په آخرو دورو کى اټک ته نژدی (ویهند) د هغوی مرکز گرځیدلی ؤ نو د پنجاب نه هم د هغوی مسکوکات لاس ته راغلی دی، خو د اول ځل دپاره او په زياته اندازه د ختیز هندوکش په جنوبی خاورو کښی د دوی مسکوکات دفن مدققينو ته معرفی شویدی.

دغه مسکوکات د مستر سميت له خوا د هند د کلکتی د موزیم د مسکوکاتو په کتلاک کښى د (اول جلد په ٢۴٣ مخ کی) کتل شوی او سره د دی چه د موضوع پرابهام باندی تر اوسه پوری اعتراف لری په هغو ټولو کښی ئی دری نمونی تشخیص کړی دی.

(۱) هغه نمونی چه د غوائې او سوار کار شکل ورباندی نقش شوی دی. 

(۲) هغه نمونی چه د پیل او زمری شکلونه ورباندی لیدل کیږی

(۳) هغه نمونی چه د زمری او طاؤس تصويرونه پکښی ليدل کيږى.  

د دوهمی نمونی مسکوکات چه د پیل او زمری شکلونه لری په دریو تنو پادشاهانو پوری اړه لری چه د هغوی نومونه په لاندی ډول دی:

سری سامنته دیوا Sri – Samantadeva سرې پادامه Sri-Podama اوسری واکه دواSrivakka – deva  څنگه چه مو د برهمنی پادشاهانو په لړ کښی ذکر کړل سری سامنته دیوا د دی کورنۍ دوهم پادشاه دی چه البیرونی ورته (سامند) وائې مسکوکات ئی په مسو او سپینو زرو کښی ضرب کړی دی او یو زیات شمیرئې کشف شویدی. او دوه تنه نورئې غالباً د کابلی رایانو د اولادى جزء بلل کیږی چه په پنجاب کښی ئی سلطنت کړیدی. (د سامنته دیوا) د سکی په تصویر کښی چه دلته مو چاپ کړیدی پادشاه په آس باندی سپور دی او یوه بيرغ لرونکی نیزه په لاس کښی لری او د ده د سکی په بل مخ کښی غوائی لیدل کیږی چه هماغه د(ناندی) غویی دی او د دی کورنۍ شيوائې مذهب تائیدوی. د مستر ونسنت سميت تحقيقاتوله مخی په مسکوکاتو باندی د (کمره Kamara) او بهيمه ديوا Bhimadeva نومونه هم لوستل کیږی، دغه مسکوکات (رای کملو) او (رای بهیم) یا (رای بهمیه) ته منسوبوی او لکه چه مو د کابل د برهمنی شاهانو په فهرست کښی شرح ورکړه (کلمو یا کملو) د برهمنی کابلشاهانو دریم پاد شاه او (بهمیه) د دی کورنۍ بل (رای) دی او په دغه طریقه هغه پادشاهان چه د دی کورنۍ نه د البیرونی له خوا یاد شویدی مسکوکات هم د هغوی په وجود شهادت ورکوی. باید په دی پوه شو چه د کابلی شيوائې رايانو د مسکوکاتو شکلونه چه په یو مخ کی ئی پادشاه په آس باندی سور او په بل مخ ئی د شیوائی مذهب نښه د ناندی غویې ولاړ دی چه زنگنونه ئی په مځکه لگولی دی. د مملکت د ځينو اسلامی کورنیو په تیره بیا د غور شاهانو له خوائې هم تقليد شويدی او د سوار کار او غوائې شکل په تدریج سره د عربی رسم الخط د نوشتو په کږ لیچونو کی ورو ورو تغیر کړی تر دی چه په آخره کښی بیخی له مینځه تللی دی. 

نظامی قوه او د جنگ د تعبیی اصول: هغه وروستۍ خبری چه د دی فصل په پای کښی د کابلی رایانو یا د برهمنی کابلشاهانو په باره کښی ئی مونږ کوو د هغوی د نظامی قوی تخمین او تر یوی اندازی پوری د عربی چپاوراوړونکو عسکرو په ضد د هغوی د جنگ د تعبیی د اصولو تعین دی. او هر کله چه دغی قوی او دغی تعبیې دوه پیړۍ د یو داسی لوی او ستر لښکر سره چه د مذهب په راسخو روحياتو مجهز ؤ مقابله کریده نو لازم دی چه په دغه باب کی څو کرښی که څه هم د تخمين په اسا س وی وليکو: په دى کښى هيڅ شک نشته چه د مهاجمينو سره جنگ او مقابله او د خاوری او مملکت نه دفاع تل د افغانستان د اوسيدونکو يوه لويه ممیزه وه او ده او دغه ممیزه هغه وخت ښه څرگنده شویده چه مملکت د خارجی مهاجمينو د لويو قوتونو سره مقابل شویدی، د پخوانی افغانستان په تاریخ کښی ډیر مثالونه شته چه د هغی جملی نه دووئی د لویدیزې آسيا او د مديترانی د سواحلو نه نشئت کړیدی او د آسیا په غربی خاوره کښی د فتوحاتو نه وروسته زمونږ مملکت ته رارسیدلی دی دغه مسئله د دقت او توجه وړ ده چه یونانیانو د هخامنشی د امپراطورۍ ارکان د گرانيک او گوگا مل په دوو جنگونو کښی و پاشل خو کامله څلور کاله د آریانا په غرونو کښی پاتې شول، عیناً په همدغه ترتیب سره عربو د نهاوند او قادسيې په جنگونو کښی د ساسانيانو سلطنت تیت ؤ پرک کړ او زمونږ د مملکت سرحداتو ته نژدی ورسیدل مگر پس له دوو پیړیو څخه بیا هم د افغانستان خاوره ټوله فتح نه شوه تر دی چه پخپله د مملکت اسلامی کورنۍ میدان ته راووتلی او پخوانۍ کورنۍ او د هغوی پخوانی مذهبونه ئې ورو ورو له مینځه ايسته کړل.

د گرانیک او گوگا مل، نهاوند او د قادسيې جنگونه ښئی چه د هخامنشیانو او ساسانیانو قوه څرنگه وه او د افغانستان د هغه وخت د متقابلو قوتونو په مقايل کښی ئې څه مفهوم درلود باید وویل شی چه د آریانا په لويديزو سرحداتوکښی د عربو د قواؤ د پيدا کېدو په وخت کښی د افغانستان مملکت ساسانيانو توکيوئيانو (ترکانو) د تجاوز په اثر او په آخره کښی په تخارسمان کښی د ترکانو د موقتی سلطی د خپریدو په اثر او د چین د تانگیانو د مداخلی په وجه يو ډول د ملوک الطوائۍ شکل درلود چه د کاپیسا سلطنت او قایم مقام ئی یعنی د کابلی رایانو سلطنت یواځی د مملکت حسابی دولت شميرل کېده چه خپل نفوذ ئې د هندوکش په ټوله جنوبی منطقه کښې د سیستان دهامون نه د سند تر غاړی پوری محفوظ ساتلی ؤ او اصولی مدافعه په یوه منظم پلان، نقشه او سوقیاتو سره یواځې د مملکت د همدغی نیمی جنوبی برخی نه کېدله او د هندوکش په شمالی برخو کی زیاتره د قوم رئيسانو، زعيمانو، مشرانو، سرکردگانو هر یو پخپل حساب او د وطن دوستۍ د احساساتو په اثر مقابلى او جنگونه کول نو په دی صورت سره هر کله چه د هندوکش جنوب ټول د رایانو یا کابلشاهانو او یا په عربی مأخذ کی د یاد شوو رتبیل شاهانو په لاس کښی ؤ او د جنگ قوه د کاپیسی او کابل نه د هامون تر سواحلو پوری د پادشاه او واحد قوماندان له خوا اداره کیده نو دغه قوه او دغه د تعبیی اصول د تخمين له مخی بیانیدلای شی کابلی رایان جنگی او جنگ آزموده زمامداران وو او د شاهی مقام نه علاوه عموماً د سپه سالارۍ عهده هم د دوی په غاړه وه لکه چه د مخه مو د (سامنته دیوا) په باره کښی ولیدل چه د هغه نوم په لغوی صورت سره په جنگی، جگړه مار - په رشيد سوارکار او سپه سالار سره هم ترجمه شوی دی او د دغه (رای) او د نورو مسکوکات له دغو صفتونو نه په ښه توگه نمایندگی کوی ځکه چه (رای) د رشید سوارکار په صورت په داسی حال کی چه خود، زره او (چارآینه) ئی اغوستی ده او یوه نیزه ئی هم په لاس کی نیولی ده په مسکوکاتو باندی نقش شوی دی، او په همدغه ډول سره نورو (رايانو) هم ځانونه په وسلو سمبال او پخپلو اسونو باندی ځانونه ښودلی دی. دوه سوه کلنۍ جنگی پیښی لکه چه عربی ماخذ بیان کړی دی څرگندوی چه رایان به د(سپهبد) او (سپه سالار) په (هر نه= دا برخه ونه لوستل شول) په جنگونو کښی شامیدل، او پخلپه به (برح=دا برخه ونه لوستل شول) د جنگ په لیری جبهو او ميدانو کښی د خپلو لښکرو قیادت او مشرتوب کاوه، لکه چه د (هامون) په غاړه او د هلمند په دلتا په زرنج – بست، رخد او د لاری په سر په نورو برخو کښې د کابل تر دیوالو پوری د هغوی نومونه یاد شوی دی او په دغو ټولو ميدانو کښی د عربو د جنرالانو او قوماندانانو سره مخامخ شوی دی او په زیاترو وختو کښی به رایانو د خپلو ورونو - زومانو - خپلوانو او منسوبینو سره په جنگونو کښی گدون کاوه – د رایانو سره د عربو د جنگونو د گذارشاتو له مخې د کابلی بزهمنشاهانو نظامی سیاست او جنگی تکتیک تر یوې اندازی پوری ښه څرگندیږی. سره د دی چه عربی قواوی مهاجمی وی  رایان به د هغوی په انتظار د مملکت په مرکز کښی نه کښيناستل بلکه آخرنۍ سرحدی نقطی ته به ورتلل او هلته به ئی بیا د جگړې انتظار کاوه - په دی کښی شک نشته چه دوی به د مملکت د جغرافیائی وضعیت او طبیعی مشکلاتو نه ډېر کار اخست، هر کله چه د هندوکش د جنوب په يوه برخه کښی د سیستان له هامون څخه تر رخد پوری آوار دی او وروسته تر هغه تر زابل پوری نیم اوار او نیم غرنی او پس له هغه تر کابل پوری کوهستانونه او تنگی گان زیاتیدل - رایانو به د خپل مملکت د لویدیزو برخو په آوارو ځايو کښی دفاع او مقابله کوله که چیری کامیابیدل نو ښه او که نه نو بیرته به په شا راتلل او د غزنی او کابل تر منځ په غرنیو ځایو کښی به ئی خونړی چپاوونه کول لکه چه په ۷۹ هجری (۷۰۱م) کال هغه وخت چه عبیدالله د حجاج په ټینگ امر جنگ ته روان شو دغه قضیه پیښه شوه او د عربو لښکر د کابل د لویدیز په ۱۸ فرسخی تنگیو کښی په داسی مضیقه کښی ایسار شول چه د بیرته په شا تگ د لارې د حاصلولو په مقابل کښی دا وو لکورو پيوورکولو ته حاضر شول.

دغی ماتی خلیفه عبدالملک مروان او حجاج د خراسان امیر دې ته مجبور کړ چه د بصری او کوفی له ښو ځوانانو څخه شل شل زره تنه د خپل بهتر اردو او عسکرو د تشکیل د پاره و ټاکی چه د ډیر ښکیم وب په وجه به جیش الضواویس یعنی (د طاؤسانو عسکر) بلل کيدل. د سیستان د تاریخ د خاوند د لیکنې له مخې د يو لک او شلو زرو تنو نه څلويښت زره تنه جنگی افراد انتخاب کړل چه په ډیره ښه وسله او آلاتو او په تازی اسونو سمبال وو د عمر بن عطاياعطارد بن عميرالتمیمی تر مشرۍ او د عبدالرحمن بن محمد الاشعث الکندى د سیستان والی په مشرۍ د کابلشاه د قواؤ په ضد و لیږل.

رایانو د دغه ښکلی لښکر سره په سختو مقابلو پيل وکړ، که څه هم د مملکت ځينې لویدیزی برخی د عربو لاس ته ورغلی مگر زیات او وړاندی ئی خپلو فتوحاتو ته دوام ور نکړی شو او ودریدل او نور اقدامات ئی راتلونکی کال ته ټال کړل، او که چیری په دغه باره کښی د ابن اثیر لیکنی تصدیق شی هغه ماتی چه د مخه مو یاده کړه په دغه جنگ کښی د عربو په نصیب شوی ده.

هر کله چه د عربو او کابلشاهانو د جنگونو بیان په دریم ټوک کښى په خپل مربوط فصل کښی په مفصل ډول راځی، دلته د دغو دوو مثالونو له ذکر کولو نه مقصد يواځى د رایانو د سترو قواؤ ښودل دی، او د هغو له مخی معلومیږی چه برهمنی کابلشاهانو دومره طاقت او قوت درلود چه د عربو د لويو قواؤ د پر له پسې حملو سره مقابله وکړی او د هغوی مخه ونیسی او ماتې ورکړی.

د څلویښتو زرو سپرو د مقابلی دپاره څه نا څه څلویښت زره سپاره په کار وو چه د جبهی په خطونو کښی سره مخامخ شی مگر خامخا په شاته محاذونو کښی نوری قواوې پرتی وې. په هر حال لکه چه تاریخ څرگندوی د عربو قواوې که هر څومره مجهزې او محتشمې وې تر هغه وخته پوری چه خپله د مملکت د اولادې ښپه منځ ته رانه غله او ملک الدنيا يعقوب لیث صفاری د مملکت د مسلمانو زامنو د ټولگی سره په جگړه کښی شامل نشو کابلشاهان پوره او کامل مضمحل نشول، او حتى لکه چه ومولیدل د صفاری پادشاهانو په کامیابیو کښی هم نظامی حیلو د قواؤ په نسبت ډیر لاس درلود. 

هغه وخت چه یعقوب لیث د دریو زرو سپرو سره د رایانو سره د جگړی په نیت له بست نه راروانیده بستيانو ور پوری خندل او استهزاء ئی کوله چه په دومره لږه قوه څرنگه د کابلشاه جنگ ته ځی.

لکه چه د کابل د فتح کولو او نيولو نه وروسته د دی خندا او مسخرو په وجه په بستيانو باندی ئی ډیره مالیه کیښودله - دغه خبره ښکاره کوی چه کابلی رایانو ډیره قوه درلوده. دغه راز په لوگر کښی د عمر لیث صفاری او کلمو رای د جنگونو له پیښو نه معلومیږی چه د زابلستان کوټوال (فردعان) د خپلو څلورو زرو عسکرو سره ځان په خطر کښی ولید او د سکاونډ فتح زياتره له دې جهته ورته ميسره شوې وه چه مقابل طرف ئی د نورو دیرو قواؤ په راتگ تهدیداوه: 

سره د دې چه د (جیال=دا برخه ونه لوستل شول)  په زمانه کښی د لغمان او ملتان تر منځ د رایانو د قلمرو څخه بیله يوې څنډی نه نور نه وو پاتی خو سره د دې رای یو ځل یو لک سپار او پلۍ او بل وار ۱۲ زره سپاره او دیرش زره پلی او دری سوه پیلان د سبکتگین او زابلی محمود په مقابل کښی حاضر کړل، او د دغه ارقام (شمیر) له مخې د برهمنی کابلشاهانو د نظامی قواؤ په باره کښی په وضاحت سره نظریه قائمیدلی شی.

په هر حال د عربو د قواؤ سره د آریانا د دوه سوه کلنو جنگونو او د کابل د ښار د مقابلی داوه گونو مراتبو څخه معلومیږی چه د عربو ستر او محتشمو لښکرو د دوو پیړیو د تیریدلو نه وروسته هم زمونږ د مملکت غرنی ځایونه پوره و نه نیولی شول او کابلشاهان د سیستان له هامون څخه نیولی تر سند پوری په هر ځای کښی سخت وجنگیدل، کله به عربی قواوې غالپه شوې او کله به د کابلشاه قواوې بریالۍ کيدلې، کله به دوی باج ورکړ او کله به هغوی خپل ژوند په سرو زرو واخست، څو وارې مفاهمې وشوې، څو وارې عهد ؤ تړون وشو - هر ښار څو ځله د يولاس نه بل ته ورغی، او تر هغی زمانی پوری د جنگونو سر نوشت یو طرفه فیصله نه شو چه پخپله د مملکت قوی اولاد د اسلام حقه قوانین او فرمائشات چه د دوی د دیانت غوښتونکو او آزادو روحیاتو سره پوره موافقت درلود. و نه منل او د مجاهدو عسکرو په حیث ئی د کلمته الله د اعتلا دپاره د مجاهدت میدان ته راو نه وتل - او چه دغه مقدس دین او فرمائشات ئی چه ومنل بيا نو له دوی سره مقابلې څه گټه نه درلود. او د اسلام د مقدس دین ځلاندو ورانگو د دغه مملکت د خلکو زرونه او د هندوکش لوړې لوړې څوکۍ روښانه کړی وې.