126

بې خبره

دیوان ، غزل
18 August 2015

نه په خپل خیر نه په ضرر خبر شول

نه د دښمن په چم ­ ، هنر خبر شول


ځوک یې تیر باسي کږه لار ور ښي ؟

کله د چم مداح له شر خبر شول ؟



چې سر یې خپل وی پل غلت پسې وړي

لدې جاهلو کور او کر خبر شول


چې یې په مکر او پلمو غولوي

کله په چم د پاړوګر خبر شول


لویه فتنه په سرنوشت لوبې دي

موظلومان کله په اثر خبر شول


لا به تر څو د غفلت خوب ویني دوئ

کله جعلکار له فتنه ګر خبر شول


په خود غرض په ځان مغرورو باندي

د ناپوهي نن سمه او غر خبر شول


هلته به دوئ په سر کې عقل راشي

چې د مکار صیاد له شر خبر شول


دوست په جامه کې یې بیا بیا تیر باسي

ساده ګان کله په اختر خبر شول