زردښت او د بلخ له اسپه کورنی سره د هغه اړيکي
زردشت زرد هشت زرتښت او زور استر دا ټول په مختلفو صورتونو کې ثبت په بلخ کې د یو مشهور حکیم، د سيمې د رئيس، مصلح، ټولنيز او مذهبي شخصيت نوم دی، چې د لرغونې زمانې په ختيځ او لويديځ کې يې شهرت درلود د ده د ستر شخصيت د لرلو په وجه د لرغونې زمانې بېلا بېلو قومونو لکه ایرانیانو هندیانو یونانیانو او رومیانو په منځ کې په مختلفو بڼو ځان ښکاره کړی او د هغو لپاره يې ډول ، ډول داستانونه او کيسې منځ ته راوړي، که د اريايي قبايلو په (ويدي) او (اوېستايي) دوروکې د فکري، اجتماعي، ادبي او لساني تاريخ بدلون ته په غور وکتل شي څرګندېږي، چې زردښت هم د ويدي عصر د هغو حكيم مشربو شاعرانو په سلسله کې راځي چې ريښې به يې بلل او نوموړی وروستی ريښې ګڼلی شو، ځکه چې د اوستا عصر د هغه په کتاب او د هغو په اجتماعي او مذهبي اصطلاحاتو پيل كېږي. په ويدي عصر کې بلخ، کاپیسا او کندهار يعنې په افغانستان کې د هندوکش شمالي او سويلي ولايتونو لويې لويې ريښي يا شاعران ليدلي دي، که څه هم د دې ريشي يا شاعرانو ظاهراً دنده د شعر ویل او یا سندرې ويل وو ، مګر هغوی په عین حال کې حکیمان، عالمان، پوهان عاقلين، شریف، په نژاد پاك د ټولنې مصلحین او دقوم لارښودونکي وو او بېلا بېلو برخو کې د هغوی کارنامې په ويدي سندرو کې اورو. زردښت د مراتبو له نظره د همدغو ريښې یا د وخت د حکیمانو، عالمانو او عاقلينو وروستی شخص دی، چې د کنشاسب د واکمنۍ په وخت، چې د اسپه کورنۍ د شاهانو له جملې څخه يوزر (۱۰۰۰) کاله وړاندې تر میلاد په بلخ کې را پیدا شوی دی. د زردښت د کورنۍ اړیکي او کورنی تړون د بلخ له اسپه کورنی سره زموږ د هېواد په لرغوني تاريخ کې یوه ډېره په زړه پورې سلسله ده، چې د هغې روښانول د دې ټولنيز مشر او مصلح په انتساب کې یو وړوكى شك هم نه پرېږدي. د زردښت یا زراتشترا نوم له دوه کلمو (زر) او (زرد) نه مرکب ده، چې هغه دواړه تر اوسه په دري ژبه کې یو ته طلايي) او بل ته (زرد) يعني ژبر ويل کېږي. په دویمه کلمه کې د (اشتر) یا شتر نوم روښانه دی او په همدې ترتیب د هغه نوم له مخې په اصطلاحي ژبه هغه د (صاحب اشتر زرد) يعني د زېر اوښ څښتن او صاحب اشتر طلايــــــــي يعنـــــــي د طلايي اوښ څښتن ويلى شو. د زراتشترا د خسر نوم فراشترا) و، چې لومړۍ کلمه (مقدم) او دویمه (اشتر) یعنی اوښ ترجمه کولای شو چې په اصطلاحي ژبه ورته (صاحب. اشتر اهوار ویلی شو چې په دې دواړو نومونو کې په ښکاره ډول د (اشتر) يعني اوښ کلمه په نظر راځي له زردښت سره په ډېرو تړلو نومونو کې د. (اسپ) او (اسپه) کلمې د پام وړ ګرځي، چې لومړی يې په دري کې د اس اوسپې لپاره یو ډول ویل کېږي او دويمه د پښتو په ژبه کې صرف د اسپې لپاره ویلی شو. نو د زردشت پلار پوروش او مور يې د غدد و نومېده دا هغه دي، چې د نسب سلسله يې اسپه کورنۍ پورې تړون لري او اسپه کورنۍ په بلخ کې د ډېرو نجيبو او باشرفو خلکو له ډلی نه شمېرل کېدل چې د ډېرو رمو او اسونو اوښانو د ګلو په لرلو يې د باختر په ټولو برخو کې شهرت او قدرت ترلاسه کړی او بالاخره يې د قدرت او اعتبار په وجه د بلخ له پیش دادیانو څخه وروسته او ګاوي) کورنی څخه وزارت او سلطنت ته ورسېدل. په اوستا کې د اسپه کورنۍ د نوم ډېره یادونه شوې او هغه کسان، چې له دې کورنۍ څخه پاچاهي ته رسېدلي دا دي: اروات اسپه د تند و اسپو څښتن وسیست اسپه ) یا (ویشت اسپه) د بیدار و اسپو څشتن چی دا دواړه په وروستو دورو کې د (لهر اسپ) او دويم يې د (کشتاسب) په نومونو ښه پېژنو.
زردښت په بلخ کې د اسپه کورنۍ د دویم پاچا ویشتاسپه یا کشتاسب په وخت کې د یو مصلح او لوی ټولنيز او مذهبي شخصيت په توګه رامنځ ته شوی دی خو لکه څرنګه چې د هغه د زېږېدلو نېټه معلومه نه ده، نود هغه د زمانې لپاره يې لوړه نېټه یو زر کاله وړاندې تر ميلاده ټاکلې ده چې موږ هم د پخواني افغانستان د کرونولوژۍ په تاريخ کې دا نبته منلي ده. وروسته له دې چې زردښت په خپلو مذهبي اصلاحاتو او اجتماعي رفورم په لرلو سره وکړای شول چې د بلخ د پاچا کشتاسپه په دربار کی شهرت ترلاسه کړي، چې وروسته له هغې څخه يې د کشتاسب له وزير جام اسپه او د هغه له ورور فراشترا) سره د خپلوۍ اړيکي ټینګ کړل، هغه په دې ډول، چې پورته وويل شول د (فراشترا) لور يې ځانته واده کړه او خپله يوه لور يې، چې پوروچیست نومېده لکه د نکاح په ډول بلخي وزير جام اسپه ته ورکړه، چې د دې خپلويو په وجه یې د بلخ د اسپه کورنۍ او قبیلې له مشرانو سره ډېر نژدې اړيکي ټینګ کړل. د دې کتنو له مخې څرګندېږي، چې زردښت بلخ یا د باختر سیمې ته له کومې بلې سيمې څخه نه دی راغلی، بلکي اصلا د بلخ د نجيبو كورنيو له ډلې څخه دی او نيکونه يې د سيمې د سردارانو او شريفو خلکو له جملې څخه وو، چې د پسونو د رمو او اوښانو او اسونو د ګلو د لرلو په وجه يې ښه پېژندويي او ډېر شهرت شوی و او د بلخ د پاچا گشتاسپه له وزیر او د هغه له ورور سره د ده د خپلوۍ اړيکي په بلخ کې د ده د کورنۍ د نجابت به ثبوت دی. زردښت په ټولو متونو او (کاتا) کې چې هغه په اوستا کې د ده د ويناو تر ټولو پخوانی مجموعه ده د سپنتمان) په صفت یاد شوی دی، چې په هغې کې د پښتو د (سپین) په کلمې باندې یو ناڅاپي سترګې لګېږي او دا ترکيبي صفت يې سپینه (تومنه) یعنی سپين ناد يا سپين لمني) ترجمه کړی دی، چې په اصطلاحي صورت يي پاك نهاد) ، (پاک دامن او يا (پارسا) ترجمه کولای شو او دا صفت د هغه په څلورم نيکه کې د اسم خاص په توګه راغلی چی پخپله زردښت ته د يو كورني رنگ په نوم ارزښت لري.