32

(شاهنامه احمدیه) د نظام الدین عشرت مثنوی

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا شاعر د احمدشاه معاصر و، چي شاهنامه يې د احمدشاه په نامه نظم کړه او د پاني پت لام يې پکښي بيان کي. دا مثنوي چي عشرت سیالکوټي نظم کړی دی تقریباً ۵۰۰ بيته لري چي ۱۱۷۴ ق ويلي سوي دي لومړی عنوان يې پسله حمد و نعمته له بدقولي وزير هند و آرایش لشکر څخه شرو کيږي. خو احمدشاه په پېښور کي د ميا عمر ځمکني څخه د غزا اجازت اخلي او بيا په سرهند کي د شېخ احمد سرهندي زيارت کوي ډهلي نيسي او شاهزاده والا گهر پر تخت کښېنوي، د دې کتاب یوه نسخه ما د پېښور د بالامانۍ په کتابخانه کي ليدلې وه په برټش موزیم او د حیدر آباد په آصفیه کتابخانه کي هم سته.