32

راورټي د پښتو او افغان پېژندني ستر ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

 دا سپاهي او افغان پېژندونکی انگرېز مؤلف په ۱۸۲۵ م د انگلستان د پالموت د پيټهر راورټي په کور کي وزېږېدی او تر زده کړو وروسته په عسكري ضابطاتو کي هند ته راغی.

 چي په ۱۸۴۳ م د بمبي په پیاده لښکرو کي و. او په ۱۸۴۸ م يې د ملتان په محاصره کي برخه درلوده. په ۱۸۵۰ م د سوات په جنگو کي شامل و. بيا له ۱۸۵۲ څخه تر ۱۸۵۹ م پوري په پنجاب کي د کمشنر معاون و. څو يې په ۱۸۶۳ م د میجرۍ په رتبه متقاعد سو. ده د هندوستان ډيري ژبي زده کړي وي. پر پښتو او فارسي ژبو باندي هم حاوي و، د هندوستاني اصطلاحاتو لوی قاموس يې په ۱۸۵۹ م خپور کی، او ډېر کتابونه يې کښلي دي.  

چي دلته يې تش هغه کتابونه ښيو چي په افغان پېژندني پوري اړه لري. وفات يې په لندن کي په (۲۰) اکتوبر ۱۹۰۶ ميلادي دی.

(۱) پر افغانستان او د بلوچستان پر یوه برخه باندي يادداشتونه : 

دا کتاب دجغرافيا اوبشرپېژندني اوتاريخ يوغټ کتاب دی چي راورټي د افغاني او تاجيكو مؤرخانو او جغرافيا ليکونکو او شجره پوهانو د ناپېژندلو ليکونو په حواله سره راټول کړی دی، چي د ا د افغانستان د خلکو د پېژندني لپاره يو غټ تحقيقي کتاب گاڼه سي او په ۱۸۸۰ م لومړی پلاله لندنه خپور سوی دی.

(۲) د پښتو گرامر درې واره بشپړ سوی او چاپ سوی دی. او د پښتو او پښتنو پر تاریخ یوه مفصله او گټه وره مقدمه لري. درېیم چاپ ۱۸۶۷م.

(۳) پښتو ډکشنري په انگرېزي. دوهم چاپ ۱۸۶۷م.

(۴) گلشن روه ـ د پښتوادب غورچاڼ ۲۱۲مخه لومړی چاپ هرتفورډ ۱۸۶۰م، در پیم چاپ کابل ۱۳۵۶ش.

(۵) د افغان شاعرانو له کلامه منتخبات چي له ۱۶ تر ۱۹ سدۍ پوري شاعران پکښي شامل دي. د انگليسي ترجمې سره د لندن چاپ ۱۸۶۴م.

(۶) د منهاج سراج جوزجاني د طبقات ناصري دوه ټوکه په انگرېزي ترجمه د تعلیقاتو سره د ۱۸۸۱م چاپ.

(۷) د هرات تاریخ له قديمه تر اوسه چي چاپ سوی نه دی او نسخه یې په انډیا آفس کی ده.

(۸) د افغانانو تاریخ او د دوی هیواد - چي له ډېرو خطي منابعو څخه راټول سوی و او د ده د مرگ پروخت يې قلمي نسخه وه.