32

عبدالحميد مومند

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د (۱۱۰۰ هـ ) په شاوخواکي د پېښور جنوبي خوا ته په ماشوخېلو کي عبدالحميد پيدا سو، د ده ژوند تر (١١۴٨ هـ) پوري يقيني دئ او ښايي تر (١١۶٠هـ) پوري لا ژوندی وي، مګر د مرګ يقيني نېټه یې نه ده معلومه او قبر يې د ماشوخېلو په هديره کي معلوم دئ، چي کله کله د پېښور پښتانه پر هغه باندي مشاعرې کوي. د حميد د شعر دېوان په ټولو پښتنو کي شهرت موندلی دئ، چي تقريباً (۳۰۰۰) بيتونه لري او اکثره یې غزلي دي، د حميد دوهم کتاب د شاه او ګدا قصه ده، چي په (۱۱۳۷ هـ) داخوندزاده غلام محمد په اشاره په پښتو مثنوي ترجمه سوې ده، دریم اثر یې د مولانا غنیمت د فارسي نيرنګ عشق په پښتو مثنوي ترجمه ده، چي دا هم ډېر ادبي ارزښت لري. د حميد څلورم لوی کتاب د عربي شرعة الاسلام په پښتو مثنوي ترجمه ده، چي پنځلس زره بيتونه لري او په (١١۴٨هـ) کي ختم سوى دئ، نو که موږ د حميد دغه موجوده آثار وشمېرو تر شل زره بيته زياتيږي، مګر د حميد امتياز له نورو شاعرانو څخه يوازي د شعر په ډېروالي نه دئ، بلکي دي هنري او ادبي داسي لياقتونه لري، چي هغه په نورو شاعرانو کي لږ ليدل کيږي او موږ لاندي د حميد د هنر خصوصیات شمېرو: 

حمید پښتو شعر ته نازك تخيل او شاعرانه موشکافي راوستله مګر دی لکه شیدا خټك داسي نه دئ، چي د رنګين فکر د ادا کولو له پاره د پښتو ژبي له اصلي قالبه څخه ووزي، بلکي دی پخپله ژبه او خپل هنر باندي دوني غښتلی دئ، چي هر رنګه نوی مضمون او ښکلی تخیل په پښتو ښکليو الفاظوكي ادا كولاى سي، خو د پښتو خپل خاص د ادا رنګ هم پکښې ساتي، د ده په کلام کي کي لکه شيدا فارسي جملې او تعبیرونه نسته.

په فارسي شاعري کي د سبك هند خصوصيت دا و، چي شاعر به د تخيل په مرسته ډېر نازك او دشوار مضمونونه په پېچلو الفاظو او ادبي تلازماتو او د شاعرانو په ظاهري او معنوي بديعي فنونو جوړول او په نتيجه کي به يې داسي شعرونه ويل چي فهم به يې مشکل و او هم به یې د بیان ظاهري اسلوب داسي و، چي د فارسي ژبي د عراقي ساده او روان سبك سره به يې ډېر تفاوت درلود او د همدې جهته دئ، چي د اېران خلك د سبك هند د شاعرۍ ځيني د مبالغې ډکي نمونې نه خوښوي، حمید پخپله شاعري کي د سبك هند نازكخيالي را داخله کړه او په همدې سبب ذوق خاوندانو د ده دېوان (در و مرجان) او پخپله دی يې موشګاف وباله، مګر د حميد كمال دا و، چي خپلي شعري ښېګڼي يې د سبك هند تر موشګافۍ نه كړې قربان بلکي په متوسط ډول يې د هندي سبك ځيني ښكلاوي پخپل شعر کي په استادانه ډول وروزلې که موږ له فارسي شاعرانو سره د حمید او شيدا مقايسه وکړو نو حمید لکه صائب او کلیم ګڼلای سو او شيدا لكه ناصر علي او بيدل او دا ښکاره ده، چي صائب او كليم د سبك هند معتدل استادان دي.

د حميد د هنر یو بل ارزښت هم دا دئ، چي د ده د شعر اقسام لكه غزل، مثنوي، رباعي مخمس ټول يو راز ادبي مزیتونه خوندي کوي، يعني د ده په شعر کي لوړ او ځوړ او نشیب او فراز ډېر لږ ښکاري، لکه په غزل کي چي نازکخیاله او مقتدر خیال پرست شاعر دئ دغه مزيتونه د ده په مثنوي او داستان سرايي کي هم ښکاري دا ځني ثابتيږي، چي دى يقيناً تکړه شاعر او استاد و او خپل هنري لياقت په هيڅ ځای کي د لاسه نه باسي. 

حمید پخپله شعر يوازي په لفظونو بازۍ يا يوازي نظم جوړول نه بولي خو داسي نظر لري، چي شعر لکه يوهنر چي دئ دغسي هم د انسان له نازکو احساساتو او د زړه له دنیا سره علاقه لري، يو شعر به په ظاهري ښکليو الفاظو مزين وي، جمله بندي او ظاهري انسجام به يې هم سوی وي، مګر د زړه څخه به نه وي راوتلی نو داسي شعر ته موږ شعر نه سو ويلاى، بلكي نظم دئ. د پښتو ژبي ډېر دغسي نظمونه موجود دي خو هنري ارزښت هيڅ نه لري، حميد خپله هنري نظریه د نیرنګ عشق په مقدمه کي داسي څرګندوي :

غوږو ورکړه يو له بل مباركي

يا وتلی وروستی دم له خولې د مړه دئ

يا مجنون ته معما ښکلې ليلې ده

يا له ښاره د حيرت وتلى فوج دئ

زياتوي زما خبري هومره خوند

چي قدم ږدي د دې ناوي په جوس

 د ښایست مخي يې نسته هيڅ پلو

 ازمېیلی دوباره ازمويه نه شي

ما چي وپېيل دا درُ په باريکي

شعر نه دئ دا خوناب د زخمي زړه دئ

يا نغمه د نیم بسمل مرغه د خولې ده

يا د وينو اباسين وهلى موج دئ

څو وهي د فکر زامي باندي شخوند

نه دئ کار د هر نااهل بوالهوس

که يې څوك له مخه پورته کا پلو 

دا ګوهر له نازکيه پېیه نه شي



دلته حميد د هنر او نظم فرق کوي او هر ناظم ته حق نه ورکوي چي د هنر د ناوي په ښکلي جوس كي قدم كښيږدي. د حميد هنري استعداد هغه وخت ښه ښکاره کیږي، چي سړی د ده هنر د استعمال په مختلفو اړخونو کي وګوري، مثلاً په نیرنګ عشق کي د معشوقې نڅا او د هغې نازنین حرکات په داسي الفاظو تصوير                کوي :

هر اندام د ګل اندام به نڅېده

لکه موم د اور له تاوه څڅېده

 کېناستو يې کښېنول سل آفتونه

 پاڅېدو یې پاڅول سل قیامتونه

دا خو د حمید یو شاعرانه ښکلى تخيل و، چي د يوې ښکلي نڅا تصوير دئ، مګر کله جدي اجتماعي مطالب ليكي هغو ته هم د تخيل يو شاعرانه او هنري رنګ ورکولای سي، مثلاً وايي:

بیا به نه مومي بوسه د خوږو شونډو

څو دي زړه په شان د پاڼو پر خون نه شي

څو شبنم غوندي شبګیر په سر وانه خلي

د گلرخ سره به نه شي هم اغوش

 په دې بيتو کي د کوښښ او مجاهدې فلسفه د ژوندانه په عملي دنيا کي ښيي او د پاڼو په اصلي سرخي چي د محبوبانو شونډي ور سرې کوي او په دوهم بيت کي د شبنم شبګیري او په نتيجه کي یې له ګلرخانو سره هم آغوش شاعرانه استدلال کوي او دغه موضوع چي شاعرانو په قسم قسم ويلې ده يو هنري بيان څرګندوي. په ژوندانه کي احسان د اجتماع له پاره ډېر مفيد عنصر دئ او که دغه شریف احساس د يوې جامعې په افرادو كي مونده سي هلته به د غريب او بډای فرق هم لږ سي، د دې نېك خوى د تبلیغ له پاره شاعرانو رنګا رنگ مضمونونه پيدا کړي دي، د حميد په دغه بيت کي دغه موضوع په يوه نوې شاعرانه تعبير سره ويل سوې ده :

چي د اوسپني ځنځير شلوي په ګوتو

هغه دېو په اومه تار د احسان نښلي

کله چي موږ د حميد هنر د ده په شعر کي مطالعه کوو، نو دا په ټینګه ویلای سو چي حميد تر هر څه زيات د عشق او شريف احساس او د ښکلا يو مصور شاعر دئ او تر هر څه زیات به دی هنري مهارت لري، مثلاً د ده د ښکلا تعبير يوه نمونه دا ده:

چي نظر په نوخېز حسن کړم د ښکليو

زه د یار مړاو کتو ته حيرانيږم

شورماشور كاندي خلوت په خلوتیانو

راته هيڅ شي د بهار د ګلو خېز

چي ګذار کاندي په سسنه لينده تېز

چي ور وښيي جمال فتنه انګیز

که يي لب د شکر لب زبېښلی نه دئ

د حمید زبان په څه شو شکر رېز