32

علي محمد کندهاری د (حالنامې) ليکوال

د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین

دا سړی د ابوبکر کندهاري زوی او غالباً په قوم شينوار او د پير روښان د کورنۍ مخلص او خادم ؤ، په خپله بایزید روښان (۹۳۱ - ۹۸۰ ق حدود) خپل حال په پارسي ژبه په حالنامه کي تر (۹۸۰ ق) دمخه کښلی ؤ، خود (۱۰۵۰ ق) په شاوخوا کي علي محمد چي ځان د روښان د کورنۍ خدمتگار او مريد بولي، حالنامه يې نوې تحریر او بشپړه کړه او د روښان د کورنۍ د نورو رجالو احوال يې ور زیات کی. د هند د علي گړ په کتابخانه کي د حالنامې يوه خطي نسخه سته چي (۵۲۶) مخه ده او دا کتاب موږ ته د روښاني نهضت ارزښتمن معلومات راکوي.