يفتليان

د افغانستان پخوانی تاریخ يوولسم ، دوهم عصر

د یفتلیانو نه پخوا د آریانا عمومی حالات: د څلورمی میلادی پیړۍ په آخرو وختو او د پنځمی پیړۍ په لومړیو وختو کښی په داسې حال کښی چه د آریانا دلو یو کوشانیانو د مقتدری امپراطورۍ تدریجی سقوط بحرانی مرحلی ته رسیدلی ؤ په فارس کښی ساسانی دولت مخ په ترقۍ روان ؤ، او په هند کښی د گوپتا کورنۍ موجودیت پیدا کړی و، گوپتایانو هند د کوشانی حکمرانانو او محلی امراوو له سلطى نه خلاص کړی و او د هند په خاوره کښی د خپل سلطنت په پراخولو او د خپل موجودیت د بنسټ په تقویه کولو بوخت وو مگر ساسانیانو چه له څو مودی راایسته خپل د ترقی مراحل وهلی او طی کړی وو او د آریانا په المر لويديزو ولایاتو باندی په تيربو پیل کړی ؤ د مرکزی مقتدر دولت د نشتوائی او د محلی حکمرانانو له ضعف څخه استفاده وکړه او له پخوانه زيات ئی په تجاوزو لاس پوری کړ، په داسی بحرانی وخت کښی د لويو کوشانيانو اولادې د تيت و پرکو ټولگیو په ډول د هندوکش په شمال او جنوب کښی په باختر او کابل کښی مجلی امارتونه درلودل چه ناڅاپه د ساسانیانو زيات تعرضونه شروع شول او لښکرې یی بلخ ته تر نژدی شاؤخوا پوری ورسیدلی. «کیدارا» د باختر د کوشانیانو رئیس یا د ده زوی (کنگاس) چه د دوهم کیدارا په نامه هم بلل شوی دی سمدستی داسې فیصله وکړه چه د کابل د کوشانيانو سره گډ شی او د غربی متجاوزو لښکرو په مقابل کښې یوه قوی قوه تشکیله کړی، سره د دی چه ساسانیان د دی نظر یې په مفهوم او عواقبو پوه شوی او ډیر کوشش ئی وکړ چه داسی مقصد ئی حاصل نشی مگر سره د دې باختری کیداری رئیسان په داسی حال کښی چه د ساسانی قواؤ سره په جگړه بوخت وو د کابل د کوشانیانو سره يوځای شول، او لکه چه سنجولی ئی وه د هندوکش جنوب په تیره بیا مرکزی او لمر ختیزې برخی ئی د پردیو له سلطې نه تر هغې زمانی پوری وساتلی ترڅو چه په آریانا کښی یفتلی مقتدر دولت پیدا شو.

یفتلی په دغه نوم سره ده ممسمی کیدو وجه: (یعنی یفتلیانو ته ولى یفتلیان وائی) يفتليان هغه کسان دی چه د ۳۸۵ او د ۴٢٠ کلونو تر منځ په باختر ئی پیدا شول او په آریانا کښی دو مقتدر دولت د تشکیلولو دپاره ئی گام واخست دغه قوم د ټولونه لومړی چینیانو او د دوی د معلوماتو له مخې بيزانتيانو، فارسیانو، او د ټولونه وروستی هندیانو او عربو وپیژانده او هر یو پخپله لهجه او ژبه هغوی (یفتلیان) په یو نوم سره مسمی کړی دی چه که چیری ښه دقت وشی د هغو د ټولو ریښه یو شی دی.

چینی منابعو د پنځمی مسیحی پیړۍ نه پخوا دغه قوم د (هوا Hoa) ياهواتون(an un=دا برخه ونه لوستل شول) په نامه او د سلطنت د جوړولو نه وروسته د (یتاYeta) یا (اپتا Epta) په نامه پیژندلی دی او حتی په دقیق صورت هم ویلی شو چه د چین د کانتون په ایالت کښی د ( یپتات Yiptat ) په نامه او په کوریا کښی د (یوپ تل Yoptal) په نامه مشهور ؤ. 

د بیزانس ليکوالو يفتليان پخپله د دوی په لهجه او رسم الخط په بیلو بيلو صورتونو د (افتهالی توی) (او تھالی توی) (نفتهالی توی) او د (ابداوی) په نومونو پیژندل مگر د څلوری کلمی د شکل په باب کښی د بریطانیکا دائرة المعارف داهم وائی چه یو مستقل کوشش دی چه د اصلی نوم صورت ښشیء او معرفی کوی چه احتمالاً (اپتل Aptal) یا (هپتل Haptal ) وی، د (ن) حرف د دریمی کلمی په اول کښی یوه ښکاره اشتباه ده د بيزانس منابعو په ځينو ځايو کښی دغه نومونه د (لیکوی)، (او نوی) (خو نوی) په نومونو هم یاد کړی دی. د چین او بیزانس نه وروسته فارسیانو ته  راررسیږی او دوی یفتليان (هيطل) بللی دی عربو دغه کلمه له دوی نه اخستی او د عین (هیطل) په صورت یا په (ب) سره د(ی) په بدلون سره شی (هبطل) ضبط کړی او د غربی ژبی په اصولو ئی د هغی جمع (هیاطله) یا (هباطله) جوړه کړی ده، او په آخر کښی د هند د سانسکریت وروستیو منابعو دوی د (سیتا اونا) یا د (شوته هونا) په ترکیبی نوم سره یاد کړی دی چه (سیتا) او (شوتا) د(سپین) په معنی ده او د (اونا)

یا (هونا) معنی (خارجی) ده، او مرکب مفهوم او معنی ئی (خارجی سپین پوست) کیږی. (ونست سمیت) لیکی چه د (هون) یا (هونا) اصطلاح چه د سانسکریت په وروستیو ادبياتو کښی راغلی ده د شمال غرب د خارجیانو د ټاکلو دپارو په ډير مبهم مفهوم استعمال شوې ده لکه چه په همدغه رویه په پخوانۍ زمانه کښی د (یاوانا) کلمه او اوس د (ولایتی) کلمه استعمالیږى دغه اصطلاح د ژیر پوستو هنيانو د اصل مفهوم سره جزئی ربط هم نه لری، او په دائرة المعارفو او معتبرو مأخذو کښى د (هن) د کلمی په واضح کیدلو سره دغه مطلب ثابتیږی ځکه چه د مثال په ډول د بريطانيکا دائرة المعارف او د نولسمی پيړۍ  لاروس هریود (هن) ماده جلا جلا اخستی او په پای کښی ئی یفتلیانو ته کومه اشاره نه ده کړې.

داوو په عمومی صورت هغه نومونه چه چین، بیزانس، فارس، عربو، او هند يفتليانو ته ورکړی دی. دغو نومونه په عمومی دول د بیلو بيلو مدققينو توجه جلب کړې او ځينو کوشش کړی دی چه په هغو نومونو کښی یوه ته ترجیح ورکړی، او ځینو سعيه کړیده چه له دغو نومونو څخه د نوم اصلی صورت راوکاږی د  بریظانيکا دائرة المعارف د دغه نوم اصل د (ابتل) یا (هبتل) سره یو څه مشابه بللی دی که چیری له یوې خوا د بیزانس او نورو لیکوالو د چینی او یونانی ژبو له خصوصياتو څخه صرف نظر وشی او له بلی خوا د کلمی د سر (الف؛ ی؛ هـ) او د هغی د منځ (پ، ف، ت) د بدلولو موضوع په نظر کښی ونیول شی لیدل کیږی چه د بریطانیکا د دائرۃ المعارف قضاوت صحیح دی. سربیره بدې د افغانستان په دوو محلی ژبو کښی د دغه قوم اصلی نوم (اپتل) یا (هپتل) لغوی مفهوم هم لری ځکه چه په پښتو کښی (اتل) د پهلوان په معنی او په پارسی کښی (هیتال) د (قوی او زړه ور سړی) په معنی دی، او دغو معناگانو ته طبری هم اشاره کړې ده ـ نو له دی کبله ویلی شو چه د دغه قوم اصلی نوم (اپنل) ؤ او د اساتۍ دپاره (افتل) او بیا (یفتل) شوی دی او تر نن ورځی پوری په افغانستان کښی د ځای په مفهوم (یفتل) او د يقتل د اوسیدونکو په لحاظ (یفتلی) معمول او موجود دی. 

یفتلی نژاد: څرنگه چه د یوچیانو یا کوشانیانو د عرق او نژاد موضوع تر څومو دې پوری تیازه وه او په دغه باب کښی نظریات متضاد وو، د یفتليانو نژاد هم تر یوې زمانی پوری یو طرفه واضح شوی نه ؤ مگر د دیرو تحقیقاتو له کبله يو طرف په قطعی ډول ثابت شو چه یوچیان یا کوشانیان دهندو اروپائی سیتی کتلی څخه دی او له بلی خوا زیاترو مدتقينو دغه مطلب ته ترجیح ورکړه چه یفتلیان یوه یوچی یا کوشانی څانگه ده. له دې کبله. د یوې یوچی یا کوشانی څانگی له حیثه یفتلیان هم د هندو اروپائی کورنۍ جز حسابیږی او کیدلی شی چه د یوچیانو یا کوشانیانو په شان دوی د هندو اروپائی (سیتی ) یا ( تخاری) کتلی جز وبلل شی. د ځينو محققینو نظریې چه آثار ئی په لاس کښی دی په دغه ډول دی.

(۱) پروکپ: پروکپ د بیزانس یو مؤرخ چه د میلادی پنڅمی پیړۍ په آخرو وختو کښی ئی ژوندون کاوه په ۵٦٢ مسیحی کال کی مړ شوی دی او د (جوستن) د جنګونو او د ساسانيانو او يفتليانو د جنگونو په باب کښی ئی آثار لیکلی دی هغه لومړی سړی دی چه د یفتليانو مدنی ژوندون او د پوستکی سپینوالی د هغه توجه ځانته را گرڅولی او دوی له هونيانو یا د ژیړ پوستو بربریانو څخه چه په اروپا باندی ئی چپاوونه کړی دی جلا او متمایز شمیری (کریستن سن) د دغی نظریې څخه داسی تفسیر کوی. (هجوم راوړونکی هفتالیتیان چه دوی ته سپین هن هم وائی احمتالا حقیقی هونیان نه وو ځکه چه د پروکب د عقيدې له مخی د پوستکی د سپينوالی او مدنی ژوندون په واسطه له نورو هنی قومونو څخه جلا او متمائز وو) 

(۲) پارکر: انگلیسی پارکر چه د مرکزی آسیا او چین د بیلو بیلو قومو په جلا کولو کښی ئی دیر تحقیقات کړی دی پخپل کتاب کښی چه (زرکاله تانار) نومیوی په هیڅ یوځای کښی یفتليان د (هیوانگ نویانو) یا د ژیړ پوستو هنیانو او د مغلی او ترکی قبائلو سره گډ او مخلوط کړی ندی، او دوی په واضح صورت د یوچی قبائلو څخه یوه څانگه شمیری. 

په هغو مختلفو مواردو کښی د ده د نظریاتو متن چه پخپل مخکښی اثر کښې ئی د يفتليانو په باب کښی بحث کړی دی په دغه ډول دی.

د (ئی تا Yi-ta) یا (یه تا Yeh-ta) تر عنوان لاندی: د مانچوی د کورنيو تاريخ داسې ښکاره کوی چه نننی افغانستان د پنځمی پیړۍ «افتها» Fphthah ؤ او «افتها» پخوانی یوچیان وو.

د یوچی یا افتالیت تر عنوان لاندی: هیوانګ زریان دیلی مدهشی قوی سره دغه رنگه د چين سره وجنگیدل. دغه مدهشه قوه کوچی قوم ؤ چه د چینیانو په نزد په یوچی نوم مشهور ؤ، او د اوږدو جنگونو نه وروسته د (کانو) د ایالت نیمه غربی برخه د دوی په لاس ورغله. 

دفاهین ترعنوان لاندی: دغه مسئله باید وویل شی هغه وخت چه فاهین په پیښور کښی ؤ د کنيشکا لود نورو نفتالیتیانو ډیر یادگارونه ئی په دغه ځای کښی کشف کړل. 

د (یتا Ye-ta یا د ئی تا taـYe) تر عنوان لاندی: داسی معلومیږی چه د (تو با Toba) سیاست په دغه دول ؤ چه د دی مانع شی چه (ژوان ژوانیان) او هفتاليتيان د(توخون Tukuhun) سره مراوده پیدا کړی او د یاد ولی له طرز څخه د اسی ملومیږی چه ( په دغه وخت کښی چینیانو هفتالیتیانو ته (یتا Yeta) یا (اپتا - Ypta) په کانتون کښی ( یپ تات Yeptat) او په کور یا کښی ورته )یوپ تل yep - tal) ويل د پامير يفتليان نه وو بلکه هغه کوچنی ټولگی ؤ چه چینیانو په کوچنی یوچیان بللل.

دکی پل تر عنوان لاندی: د باختر وروستی یونانی پاچا (هلیوکلس) په دغه وخت کښی مړ شو او پارتیانو او یوچیانو سلطنت پخپل منځ کښی سره تقسیم کړ، وروسته ذکر شوو کرار کرار د خپلی امپراطورۍ امن تر پامیر، کشمیر او پنجاب پورئ خپره کړه او د کوچیانو او اطرافیانو (بادیه نشینو) عادتونه ئې پريښودل او ژر ئې يو مقتدر دولت تشکیل کړ چه په غرب کښی دهيطل، ويدهل، Vidhal، ابدل، افتالیت یا هفتالیت د امپراطورۍ په نامه مشهور شو. اروپائی، فارسی او چینی لیکوال ټول د دغه مقصد په تائید کښی کامله سره متفق دی. په رشتیا چه د مانچو د شاهی کورنیو مؤرخین بیان کوی چه نننی افغانستان د پنځمی پیړۍ (افتهاه) ؤ، او (افتها) پخوانی یوچی دی.

۳- سرپرسیسایکس: د فارس د تاریخ مؤلف یفتلیان د یوچی قومو له جملی څخه شمیری، دی د افغانستان د تاريخ په اول جلد کښی د افتاليتيانو ياد سپينو هنیانو د اصلیت تر عنوان لاندی او د فارس د تاریخ په لومړی جلد کښی د سپینو هنيانو د راتگ تر عنوان لاندی خپل نظریات داسی لیکی: د چین سالنامی مونږ ته خبر راکوی چه د لویو یوچیانو څخه یوه څانگه په هیوا Hea یا هواتون Hea tunسره مشهوره ده او په اصل کښی نی د چین د ستر دیوال په شمال کښی استوگنه درلوده او د ژوان ژوانیانو یا د هغو کسانو تابع وو چه وروسته بیا په اروپا کښی د(اواریانو) په نامه مشهور شول (دوا) کرار کرار یوه قوی قبیله وگرځیدله او د خپلی شاهی کورنۍ د نوم په اثر ئی ځان (يه تها)Ye.tha وباله او له دغه ځای نه د افتالیت اصطلاح پیدا شوه او د دغی اصطلاح اطلاق د يونانيانو له خوا په هغوی باندی کیده، فارسیانو به دوی ته هيطل او بیزانتیانو به دوی ته (سپين هن) ویل د دغی مسئلی په باب کښی پروکوپس procopuis و پلی دی چه په هنيانو کښی دوی یواځی هغه قوم و چه سپین پوستکی ئی درلود ژبه ئی هم هندو اروپائی ژبه وه ، افتالیتیان له ختن نه د غرب خواته د ۴٢۵ په شاوخوا کښی وخو څیدل او يوه داسی امپراطوری ئی تشکیله کړه چه له نننی چینی ترکستان نه د فارس تر سرحدو پوری له دير شونه په زیاتو ایالتونو مشتمله وه چه د افغانستان ولایتونو ورځنی نمایندگی کولی شی. 

د همدغی موضوع په باب کښی د فارس د تاریخ په لومړی جلد کښی داسی لیکی: پخوا له دی د یوچیانو په باب کښی وویل شول چه دوی په ١٦٣ ق م کال کښی ساکیان وایستل او د تارم په حوزه کښی ئی د هغوی ځای ونیو په ۱۲۰ ق م کال کښی یوچیانو ساکیان له باختر نه وایستل او هغه ځای ئی هم ونیو او خپل مرکز ئی څو نسله په دغه ځای کښی وتاکه په ۳۰ ق م کښې د هغوی له قبائلو څخه یوی قبیلی چه کوی شوانگ نومیدله نور قبائل د ځان تابع کړل او يو داسی ملت ئی تشکیل کړ چه د رومنیانو په نزد په کوشان سره مشهور شول انتونی Antony دغه قوم ته يو سفير واستاوه او کوشانی رئیسان د اگوسنت د سلطنت په زمانه کښی روم ته لاړل د هغوی قواوی په تدریج سره ضعیف شوی او په پای کښی یو قوم د هغوی ځای ونیو چه چینیانو ورته يتا Yetha او کلاسیکی  لیکواو ورته فتاليت يا سپین هن او فارسيانو ورته (هيطل) ویلی دی داسی معلومیږی چه دغه نوم په دغو دری وارو صورتونو کښی له (یتای ليتو) (Ye-tai-li to) د کلمی څخه چه د رئیس په معنی دی مشتق شوی وی. نوی راغلی خلک او کوشانیان که څه هم له یوی ټولنی څخه حسابیږی مگر له دغه وروسته ذکر شوی قوم نه چه دوی ئی د باندې وشړل جلا او متمایز وو. دغه قوی قبیله له اکسوس نه د ۴٢۵ کال په شاوخوا کښی تیره شوه او د فارسی مورخینو د لیکنو له مخی د دوی د چپاوونو خبر لوی اغتشاشونه پیدا کړل.

 (۴) کریستن سن: کريستن سن دنمارکی مدقق (د ساسانیانو په زمانه کښی ایران) په کتاب کښی طبعاله هغو جنگونو څخه چه د سامانیانو او يفتليانو په منځ کښی شوی دی مفصل بحث کوی چه پخپل ځای کښی په ورځنی استناده وکړو، هغه څه چه د یفتالیانو د نژاد په باب کښی لیکی په دغه ډول دی چه دوی حقیقی هن نه وو لکه چه وائى: سره د دی فیروز کیداریان کامله مضمحل کړل او د کنگاس سره ئی گندهارا ته مهاجرت وکړ په دغه منځ کښی يو بل قوم چه هفتالیت نومیږی او د چین د کانسو Kan-su له ایالت نه راغلی و د تخارستان په شاوخوا ځایو باندی چه کیداریانو هغه خوشی کړی وو هجوم راووړـ هفتالیټیان چه دوی ته سپين هن هم وایی غالبا حقیقی او رښتیانی هن نه وو ځکه چه د پروکپ د عقیدی له مخی د پوستکی د سپینوالی او مدنی ژوند په لحاظ د هغی له نورو قومونه جلا وو.

 (۵) ونسنت سمیت: انگلیسی ونسنت سمیت د اسکندر د فتوحاتو او د هند د پخوانی تاریخ د کتاب او د (اکسفور د هستری آف اندیا) کتاب مولف يفتليان د نژاد په لحاظ له ژیر پوستو هنيانو څخه جلا او متمايز شميری، او د هند په پخوانی تاریخ کښی په دغه باب کښی داسی نظریه ورکوی: په آسیا کښی د هنیانو سلطی ډیره موده دوام وکړ هغه څانگی چه د آکسوس په دره کښی میشت او ځای په ځای شوی غالباً د نژاد په لحاظ جلا وی ځکه چه د افتالیت یا (سپین هن) په نامه یاد شوی دی دوی په تدریج سره د فارسیانو مقاومت مات کړ او په فیروز باندی غالب شول او دغه سړی په ۴٨۴ کال کښی ووژل شو له دغو سپينو هنيانو څخه یوی برخی د کابل د کوشانيانو په سلطنت او له دغه ځای نه په هند باندی حمله وکړه.

(٦) بارتولد: بارتولد یو روسی محقق دی چه د قومونو ځايو او د مرکزی او منځنۍ آسیا او د باختر د تاریخ په بن ښودلو او پیژندگلوۍ کښی مصیب نظریات لرى یفتلیان له (يوچيانو) یا (تخاریانو) څخه یو ښاخ بولی چه دغه دواړه یو شی دی. 

دغه محقق په دغه باب کښی د ایران په تاریخی جغرافیا کښی وائی چه: (له پنځمی پیړۍ څخه د سپینو هونيانو یفاطله په نامه د يو قوم سلطنت او سیادت شروع کیږی او دغه طایفه د زياترو پوهانو په عقیده له (یو اچژی یانو) او یا (تخار یانو) څخه يوه څانگه او ښاخ و.

* * *

په هغه صورت کښی چه دغه نظر يات لنډ او خلاصه شی داسی نتیجه په لاس راځی چه (کریستن سن) او (سر پر سیسا یکس) د (پروکپ) د نظریاتو په اساس یفتلیان هغه قوم بولی چه سپین پوستکی او مدنی ژوند ئی درلود او ژبه ئی له هندو اروپائی څخه یوو څانگه وه او په دغو دلائلو د حقیقی هنيانو یا د ژیړ پوستو هنيانو جز نه شمیرل کیږی، د ونسنت سمیت نظریه هم هماغه ډول ده چه یفتليان د نژاد په لحاظ له هنيانونه جلاوو «پارکر» او سر پر سیسا یکس یفتليان د يوچيانو یوه څانگه شمیری او په پای کښی بارتولد د دیرو مدققو پوهانو د عقیدی له مخی هغوی د یوچی تخاری کتلی جز بولی د دغو نظریاتو په اساس متهاجم او جگړه مار یفتلیان هغه قوم و چه سپین پوست او مدنی ژوند او هندو اروپائی ژبه ئی درلوده او د یوچی یا کوشانی تخاری کنلی څخه یو ښاخ و، او هر کله چه یوچیانو د (هیوانگ نویانو) سره د جنگونونه وروسته د چین (دکان سو) له ایالت نه د اسیا د غرب خواته مهاجرت وکړ په مرکزی آسیا کښی دوه ښاخونه شول چه یوه (تهایو چی) یا د (لویو یوچیانو) په نامه کرار کرار د تازم، سر دریا او د امو سیند حوزی ته او په آخره کښی باختر ته راغی او د خپلی یوی قبیلی په نامه ئی چه کوی شوانگ نومیدله په آریانا کښی کوشانی ملت، دولت او امپرطوری جوړه کړه. 

او بل ښاخ د کوچنيو يوچیانو په نامه یو څه موده په مرکزی آسیا کښی د تبت د غرونو په شاوخوا کښی پاتی شو چه په وروسته تاریخ کښی ئی د خپلو پخوانیو خلکو (متقدمينو) لاره ونيوله او يفتليان د یوې یوچی تخاری څانگی په حیث له همدغو کوچنیو یوچیانو نه مقصد دی چه د ٣٨۵ او ۴٢٠ تر منځ کاونو کښی د اکسوس حوزی او باختر ته ورسیدل، یفتلیان د کوشانیانو په شان له باختر نه کرار کرار د هندوکش په ډر اړوخواؤ کښی سره تيت شول او د کوشانيانو په شان ئی په آریانا کښی یو مقتدر دولت او امپراطوری تشکیله کړه مگر دومره وه چه د کوشانی امپراطورۍ عمر اوږد او د یفتلیانو د سلطنت دوره لنډه وه. څرنگه چه د کوشانی ستری امپراطورۍ د ختمیدو نه وروسته محلی امراء ـ نژادی عناصر او د هغوی نومو نشان د افغانستان بیلو بیلو په ځایو کی پاتی شول یفتلیان هم د خپلی امپراطورۍ له سقوط او د ساسانیانو او ترکانو له خوا د هغی له تجزیی نه وروسته بیخی له منځه ونه وتل د دوی محلی امیران په کاپیسا، غرجستان، تخارستان جیرستان، بادغیس، بامیان او په تیره بیا په بدخشان کښی پاتی شول. لکه چه په بدخشان کښی د اوسنی فیض آباد په شمال کښی یو لوی کلی د (یفتل) په نامه اوس هم موجود دی ـ او اوسیدونکی ئی د پخوانیو یفتليانوله اولادی څخه شمیرل کیږی.

په آریانا کښی د یفتلی دولت تشکیل: لکه چه ولیدل شول یفتلیان د ۳۸۵ او ۴٢٠ کلونو په شاوخوا کښی د آریانا په شمال کښی د آمو سیند دښی غړو په ناوو کښی پیدا شوی او د اکسوس د حوزې ډیری برخی ئی ونیولی، څرنگه چه لوی کوشانیان په لومری ق م  پیړۍ کښی (تاهیا) یعنی باختر ته راغلل یفتلیان هم د۴٢٠ او ۴٢۵ کلونو په منځ کښی د جیحون له ښی غاړو څخه راتیر شول او په (تاهیا) یعنی باختر کښی میشت او ځای په ځای پریوتل. څرنگه چه د باختر په برخو کښی د سترو یوچیانو د سلطنت لومړی وختونه تياره دی او یوڅه موده د دوی د پنځو قبيلو رئيسا و، رئیس په حيث د هندوکش د شمال په بیلو بیلو علاقو باندی آمریت درلود تر دې چه د (کوی شوانگ) قبیلی په څلورو نورو قبيلو باندی حاکمیت پیدا او غالبه شو، او قواؤ ئی تمرکز وموند او وضعیت ئی نور هم پسی څرگنه او واضح شو او د وروسته ذکر شوی قبیلی رئیس د کوشانی سلطنت بنست کیښود او کوشانی ملت، دولت او امپراطوری میدان ته راووتله په باختر کښی د یفتليانو د وضعیت لومړی وختونه له دې نه هم ډیر مبهم او تیاره دی خو تر کوم ځای پوری چه له واقعاتونه معلومیږی ویلی شو چه د دوی قبیلو په لومریو وختو کښی هرې يوې په يوه علاقه باندی نفوذ درلود تر دی چه یوی قبیلی ئی چه (بنا) یا (اپتل) نومیدله نورې قبيلی د ځان تابع کړې او د دغی قبیلی مشر د (ایتالیتو) په لقب چه معنی ئی رئیس ؤ پاچا شو او یفتلی ملت، دولت او امپراطورۍ کرار کرار خارجی وجود او شهرت پیدا کړ او تر ډیرو کلونو پوری خارجی منابعو یفتلی پادشاهان په هماغه د (ایتالیتو یا د (افتالمونوس) په عام لقب ياد کړی دی. 

هغه وخت چه د لومری ق م پیړۍ که په اوله نیمائی کښی د (کوی شوانگ) قبیلی په باختر کښی د سلطنت په جوړولو بیل کاوه د هندوکش په جنوب کښی د یونان او باختری پادشاهانو اولادی په کاپیسا کښی محلی امارتونه درلودل چه ژرا مځه ووتل، او دل مر لويديزی خوانه غربی پارتیانو دننه په آریانا کښی تیری او تجاوز کری ؤ چه اسکئی پادشاهانو هغوی شاته ووهل. هغه وخت چه یفتليانو په باختر او تخارستان کښی د سلطنت د تشکیل بنسټ کیښوده د هندوکش په جنوب کښی کیداری کوشانیانو یو کوچنی سلطنت درلود. او د لمر پریوا ته خوانه ساسانيانو له خپل اقتدار نه کار واخست او د دوې خطر بلخ ته تر نژدی شاؤخوا ځایو پورې حس کیده. یواځی هغه کوچنی فرق چه په منځ کښی موجود ؤ دا ؤ چه غربی پارتیان ئی د اسکائیانو د کوشانی سلطنت د پیدا کیدو نه پخوا شاته ووهل او د هغوی نفوذ ئی په پارتیا کښی کم او محدود کړی ؤ، او کوشانیان د آریانا د خاوری د یو کولو دپاره سمدستی د هندوکش جنوب ته متوجه شول. او د یفتلی دولت د پید کیدو په زمانه کښی د ساسانیانو خطر سمدستی او د هغه دفع کول د خاورې د يو کولو په نسبت ډیر ضروری شمیرل کیده.

په دغه ترتیب د خارجی حملی د دفع کولو په لحاظ د هندوکش د جنوب د کیداری کوچنی دولت مقصد او د تخارستان او باختر د یفتلی دولت مقصد یو شی ؤ. په دغه اساس د یفتلی لومړی پاچا اقدامات چه هیڅ مأخذ د ده نوم ندی لیکلی او دلته لکه چه ذکر شول هغه د (ایتالیتو) یا (افتالینوس) د رئیس په لقب یادوو، دوو نظریوته متوجه شول، يوه داره چه د آریانا په شمال شرقی برخو کښی په سغدیان او باختر او د بدخشان په برخو کښی په هغو منطقو کښی د خپل دولت بنسټ ټینک کړی چه د هغه وخت په مفهوم په یوه کلمه هغه تخارستان بللی شو. او بله دا وه چه د ساسانیانو د خطر د دفع کولو دپاهر سمدستی تیاری ونیسی.

ایتالیتو با یفتلی رئیس چه د بیزانس لیکوال و د یونانی ژبی په اصولو هغه «افتالینوس» بللی دی د څلورمی پیړۍ په آخرو وختو او د پنځمې پیړی په لومړیو وختو کښی د ۴٢۵ م کال په شاوخوا کښی په تخارستان کښی شاهی تاج په سر کيښود، د ايتاليتو د سلطنت په دوره کښی د یفتلی دولت نفوذ په تخارستان، باختر او سندیان کښی د آمو د سیند په دواړو غاړو کښې خپور شو او حتی د دغه سیند په شمال کښی د سرو تر شاو خواوو هم رسیدلی و.