آشوریان

د افغانستان پخوانی تاریخ څلورم

هر کله چه اشوریان د بابيلون له اکاديانو څخه يو ټولگی ؤ د نژاد په لحاظ سامی او آرامی داو د مدنیت له مخی کلدانی وو چه د ٢۴ ق م پیړیو نه پخوا د دجلې او زاب د سیندونو د یو ځای کېدو په ځای کښی د ارمنستان د غرونو په پای کښی ځای په ځای او میشت شول. اشوریان هغه خلک وو چه تيټه ونه او قدونه او پراخ گوگلونه او ماهیچه لرونکې اندامونه، او د طوطې د مخو کې په شان کږې پزې او غټې غټی راوتلی سترگی ئې لرلی او جدى قیافه ئې درلوده دغه قوم ډبر سخت سری ؤ، د خپلو دښمنانو او غليمانو سره ډېر ظالم او پخپل منځ کښی به هم ترخه او تروه وو جنگ او حملې او تهاجمونه د دوی د ژوندانه د عادی معاملو څخه شمېرل کېدل لومړی پادشاهان ئې أوى اسقفان، ملې ارباب انواع (ایشتار) او (آشو) وو هر کله چه د دوی مسکونې ځمکې نسبتاً بې حاصله او شاړې وې نو پادشاهانو ئې تل د بابیلون او عیلام او د بحر الروم د سواحلو حاصلناکو ځمکو ته سترگې پټی کړې وې.

 د (۱۲۸۰) او (۱۱۹۰) ق م ترمنځ د دوو پیړیو په دوره کښی هغوی د بابل د پادشاهانو په مقابل کې په جنگ جگړه پیل وکړ او پخپلو قواؤ سره ئی تفوق حاصل کړ او په نتيجه کښې د اشور ځوان ملت د ( بلBel) یا (بابلی) زوړ او پخوانی قوم ځای په بین النهرين کښې ونيو.

اشوری لومړی پاچا (اول تیگلت پیلر Teglatlshapaar   ) ؤ (۱۰۹۰ - ۱۱۳۰) چه شمالی بین النهرین په قومونو باندی ئی خپل حاکميت ټینگ کړ. مگر د هیتانو د مداخلت له کبله یوه بله پیړۍ اشوریان له یاده ووتل او ځينو نورو قومونو لکه یهودیانو او ارمنیانو اقتدار حاصل کړ تر دې چه د (آشور نزیر اهابال) د حکومت نوبت ورسید.

دریم آشور نزیر اهابال     IIIAssournazirabal  لومړی آشوری یا چادی چه په آسيا کښې ئې د خپل قوم مقام او اهمیت لوړ کړ دغه پاچا لکه چه د لیکنو او کتيبو نه معلومیږی ډیر ظالم، خونی او مغرور پا چا ؤ او مغلوبین به ئی ژوندی پوست کول یعنی د ژوند په حالت کښی به ئی ورځنی پوستکی ایستل او له سرونو نه به ئی څلی جوړول، د ده زوی (دوهم سلمانار Salmanasar) (۸٢۵- ٨۶٠) په شام باندی حمله وکړه او آخرئی هيتی او ارمنی عنا صرئی تابع کړل.

معمولا د آشوری ملت بیداری دریم تیگلت پیلسار (٧٢٧ - ٨۴۵) نه ئی نسبت کوی چه دمشق او بابیلیون ئی ونیول او له ده نه وروسته د ده له جنرالانو څخه یو جنرال چه (سارگون Sargon) نومیده په تخت باندی کیناست او د ده کورنۍ چه په تاريخ کښې د (سارگونیانو) په نامه یادیږی د آشوری د اعتلا د خورا لویی دورې عامل و گرځید (سارگون) هغه وخت چه په تخت باندی کيناست د نورو اتحادیو سره لکه عیلام، بابل او ارمنی او اسرائیلی او مصر شهزاده گان او داسی نور په جگړه پیل وکړ او خپل حاکمیت او نفوذ ئی په ټولو باندی قائم او ټینگ کړ، د ده زوی (سناخریب) کلدې کامله په ځان پوری و تړله او (اشارها دون) د وروستی سړی زوی ۶۶٧-۶٨١ په مصر باندې حمله وروله، په اخر کښې (اشوربا نیپال) (۶٢۵- ۶٧ بابلیانو ته سزا ورکړه چه سرکش او باغیان شوې وو او په ۶۴۵ کښې ئی د نژدې اسیا مستقل دولت یعنی د عیلام سلطنت د ځان تابع کړ. (نینوا) د سارگونیانو مرکز د سامیانو د عظمت او مدنیت مرکز شميرل کېده - او د دې دورې آشوری د کیادوچیه، مدیا، فارس خاورې، او د خزر د سواحلو، ارمنستان ځمکی، او د مصر او د خلیج فارس د متصلو سواحلو ځمکی ئی رانیولی وې اسیائی ډیر مقتدر دولت شمیرل کیده او آشوریانو څو پر له پسې پیړی خپل عرف اوعادات، کولتور، مدنیت، صنعت د حکومت او دربار طرز او دین او آئین او د خپل ژوندون نور مظاهر په خلکو باندی تعمیل کړل - آشوریان پخپله د دوی د کتببو د یادونو له مخې يو جگړه مار، بی رحم، مغرور او متکبر خلک معلومیږی جنگ او تهاجمونه د دوی د عادی مشغولتيا وو څخه شميرل کيدل دغه قوم سره د دې چه یو جنگی او سخت سر قوم ؤ په عین زمان کښی عیاش و آرام او مستريح ژوندون ئی هم خوښاوه، آشوری پادشاهان د ځان او د سر او ږيرې د ویښتانو په سمبالولو او آرایش او د ښکولو، نفیسو او مزينو جامو په اغوستلو او په داسې ماڼيو کښی به اوسیدلو عادت وو چه گر چاپیره ئې توپیر او لوړ او رنگینه دیوالونه لرل، او په جنگ ؤ جګړه او شدت او دهشت سره ئی له نیل نه تر(ارارات  Ararat) پوری د غربی آسیا ټول قومونه د ځان تابع کړل، او صلته ئی ټینګه کړې وه چه له هغې نه وروسته بیا آمادی او د فارس هخامنشیانو استفاده وکړه.

آشوری پادشاهانو د مصر د فرعونانو په شان د رب النوعی مقام نه درلود بله عسکری رئیس او عسکر شميرل کيدل او تقريباً خپل نيم ژوندون ئی په جنګونو، تهاجمانو او د ماتوونکو حيواتاتو په ښکار او د پرديو قومونو په وژلو کښې د آسونو په سپرلۍ تیراوه آشوریانو ډيير منظم عسکر درلودل چه د جنگی گاډيو، پليو او سپرو نظام نه مرکب وو. په جنگی گاډیو او عرادو کښې به درې درې تنه سپريدل. بيا ده نظام به ئې په مخروطی خودوتو (خوليو) او د څرمنو په کميسوتو مجهز وو= او فلزی زرې به ئی اغوستی وې او په یو لوی سپر، یوی بدې یوی توری او په یوه اوږده نیزه مجهز وو چه شپږ قدمه اوږد والی ئی درلود -آشوری صنعت د دوی د روحیاتو آئینه وه او د هغه اصل مبادی ئی له کلدې نه نقل کړی دی هغه صحنې چه د هغوی له صنعت کارانو ته پاتی شوی دی زیاتره ئی د وحشې حیواناتو د ښکار او د ځينو حيواناتو سره پخپله د پاچا د مقابلی مناظر دی چه په تدریج سره ماديانو او هخامنشیانو او حتى سامانيانو قدم په قدم هغه نقل کړی دی آشوریانو د زمرو او اسونو په نمایش کښی ډېر مهارت درلود، او سره د دې چه د هغوی صنعتی مدرسې لوړ مقام درلود مگر له عيبونو نه هم خالی نه وه خاص بیا د جزئیاتو په برخه کښی چه په هغی کښی ډېره مبالغه شوې ده او د (نینوا) د صنعت خائسته والى محقر او سپک کړى دى، او دغه عيبونه چه له ډبرو جزئیاتو نه پیدا شوی دی د اشخاصو د صورت او مخ په طرح کولو کښی ښه په نظر راځی سره د دغو عیبونو پخپله آشوری صنعت یو ډېر لوی صنعت دی او لکه چه اونه گروسه وائی د سرگونی د زمانی آثارو د هخامنشی او ساسانی د هیکل تراشۍ د صنائعو په مدرسو کښی ډېر نفوذ کړی دی.