پښتو او ميدي ژبه
لکه چه د کتاب په لومړيو برخو کي هم اشاره وسوه، ميديان يا ماديان آريائي خلق وه، چه د قبل المسيح اومي پيړۍ په ابتداء کي دوي په غربي ايران کي يو سلطنت جوړ کړ، مؤرخين وائي چه دا خلق تر مسیح لس پيړۍ دمخه هلته تللي وه.
په دې کتاب کي موږ نور له دغه ماد قومه سره اړه نلرو، خو ځکه چه دوی هم قدیم آریائی اقوام دي او ژبه ئي هم پسله اوستا څخه قدیمه آريائي ژبه گڼله کيږي، نو ښائي چه د ژبي د قدامت له پلوه د پښتو سره تطبیق کړه سي.
دارمستتر وائې چه اوستا هم لومړي په مادي ژبه نوشته سوې وه، او دغه مادي ژبه له پخوانۍ پاړسو Old Persian سره ډيره نزدي وه، او اوسنۍ کردي ژبه هم له مادي ژبي څخه مشتقه سوې ده. ځکه چه دغه ميدي اقوام هم پسله عمومي هجرته چه آریائیانو له باختره کړي دي، د ایران په ورشو گانو کي سره خپاره سوي دي، نو ښائي چه د دوي په ژبه کي هم باختري آثار وي.
متأسفانه له ميدي ژبي څخه موږ ته اوس څه ندي پاته چه هغه د پښتو سره مقابله کړو، فقط هيروډوت د مؤرخینو پلار، له دغي ژبي څخه يوه کلمه ضبط کړیده او هغه سپاکه spaca ده، چه سپۍ bitch معنى لري. گريرسون وائي: چه ميدي ژبي د ايران په شرقي خواکي ويلې کیدې ځکه نو د پامير او د هندوکش د جنوب ژبي لکه غلچه، اورمړي، بلوڅي او پښتو ټوله په ميدي ډله کي داخلوي، چه د ده په اصطلاح نن پرشک -Non Persic ژبي دي.
د دغو ژبو نزديوالي هم له دې خبري څخه ثابتوي، چه په اورمړي ژبه spuk او په پښتو سپۍ spae هغي يوي کلمې ته چه له ميدي ژبي څخه پاته ده، ډیري نزدې دي، حال دا چه په پهلوي او پارسي ژبي ئې سگ sag بولي چه له ميدي څخه ليري کلمه ده.
که د ميدي ژبي نور كلمات او الفاط اوس موجود واي، نو به د پښتو مطابقت له دغي زړې ژبي سره ښه ښکاره سوي واي، خو دلته پر دغه يوه کلمه اکتفا وسوه، چه د پښتو سره نزديوالي لري.