32

باختري آرين هندي او ايرانۍ څانگي

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک ، لومړي برخه

دمخه مووویل چه آرین اقوام له "اریانه ويجه" څخه خپاره شول، او زموږ وطن ته له شمالي خوا راغله تر آمو را واوښتل، او په باختر کي يو ښكلي مدنيت جوړکي، او دا مرکزي آریائیان پر درې برخي باندي ويشلاي سو:

۱- مركزي او باختري: چه دوي د هندوکش په شمال او جنوبي لمنو کي هستوگه درلوده او زموږ د وطن په غرو او دښتو او درو کي سره خپاره شول د اباسین له څنډو د آمو او د خراسان تر دښتو پوري د دوي اصلي مركزي هيواد و. بلخ، تخارستان، هرات، ارار کوسیا ، کابل، گندھارا، سگستان، خراسان د دوي د مرکزي هيواد مشهوري برخي دي. او جنوباً په بحيرهٔ عرب پوري د دوي د هيواد څنډي نښتي وې.

٢- يوه ډله آريائي اقوام له بلخه د جنوبي غربي خوا ته د هریوا (هرات) پر خوا له خراسانه تیر شول، د پارس خاوري ئې ونیولې او اوسني ايران ئې تشکیل کړ. د دوي دغه هجرت مورخينو هسي تعين کړي دي، چه د (١۴) قرن( ق، م) څخه شروع شوي ؤ تر اتمي قبل الميلادي پیړۍ پوري جاري ؤ. او لومړی دولت دغو آريائي اقوامو په ايران کښي د ماد Medie په نامه د اومي قبل الميلادي پیړۍ په ابتداء کي تشکيل کړي ؤ.

۳ـ دسته یوه آريائي اقوام د باختر او هندوکش له شاو خوا څخه د کابل او خیبر او نورو لارو څخه ولاړل په سپتاسندو (يعني د اوو دريابو په مځکه) کي سره خپاره شول، دوي تر اباسین تیر شول، د اباسين او گنگا په منځ کي ځلان مدنيت جوړ کړ، او د هند په زنگلو او بڼو کي ودان شول، د دغو هندي آريائيانو لیږدنه هم له څورلسمي قبل الميلادي پيړي څخه شروع کیږي. د آریائی اقوامو دغه درې ډلي (باختري ـ ايراني ـ هندي) زموږ له دې كتابه سره اړه لري د دوي په ژبو کي پلټنه کوو، او د پښتو ژبي ادبي تاريخ ځني را باسو. د دوي د مدنيت، اجتماعي احوال، روحي اوضاعو په کتنه کي څه نه څه د پښتو تاریخ څرگندوو.

مركزي آرين چه د بخدي يا باختر (بلخ) په شاوخواکي اوسیدل، ښه او غوره مدنیت ئې درلود، دوي خپل هیواد (آریا ورته یا آریا ورشه)باله ، لومړۍ پلا دا نوم د منو سمهیتا  Manu Samhita په کتاب (۲۲شعر ۲ فصل) راغلي دي، مانو یا منو د آریا پلار کڼل کیږي، او آریائیان (منوري) هم بلل کیږي، دا پلار په دوي کي ډير شهرت لري، او د ده په نامه ځيني قوانین هم شته چه (د منو ليار) ئې بولي. آریا ورته هم مانو نيکه په خپل کتاب کي ذکر کوي، او مورخين وائي، چه په دې هيواد کي آریائیان پښت تر پښته پیدا شوي دي. د دې نامه معني داسي ده: د اصيلو او ښاغلوهيواد. د دوي مركز بالهيكا ـ بخدي ـ  بلخ و، چه د لوړو بيرغو ښار بلل کيدي، او تل به دا لوي د مدنيت مرکز د (رڼه ـ روښان ـ ښکلي) په صفتو ستايل كيدئ مثلاً بلخ ـ بامي بلخ گزین (د منو او بامي كلماتو شرح وروسته په دې کتاب کي راځي).