د پښتنو د لمر ځلښت په تاريخ کې
د پښتنوالي روح، لکه لمر داسي دی،چي هر وخت په برېښ او خلښت کي و او دی.د پښتنوالي اخلاق او د پښتنو روحي او عقلي مزاج او د دوى معنوي جذبات او غراي،د دوی سپېڅلي مشاعر داسي دي، چي هيڅ وخت يې ځان نه دی پټ کړی او پښتون ته يې تاريخي لوړتوب او شهرت هم بخښلی دی، په زړو آریانانو کي تقريباً درې تر څلورو زرو کالو د مخه هم پښتنو شهرت درلود. د هند په زاړه کتاب ریگويد کي د دوی نوم په "پکنه" سره راغلی دی. او په هغو لسو کامونو کي شمېرل سوی دی، چي دوی د آریانانو زوړ تاريخي جنگ کړی و.
نينوس او سميلراميس د آشور شاهانو د خپل عظمت په وخت کي هم پر باختر خپلي حملې کولې، اما د دې ځای خلکو سخت جنگونه ورسره وکړه د آشور د ميخي خطو زاړه آثار چي پيدا سوي دي، دا ښيي چي ۱۱۰۰ کاله تر مېلاد د مخه يو آشوري بریالی تگالات فالازار Tagalath Phalazar په دوڅلوېښتو قبيلو کي اراکوتو (ارچوتوس)، هراهوتي او نیسع او نيسا هم ذکر کوي، مگر دغو قبايلو دا فاتح بيوته مات کی او ځان يې آزاد کی ارکوتو(ارچوتوس) خو د یونانیانو آراکوسيا Arachosia يعني قندهار دی، چي په پهلوي رخوت وه او عربو رخج او رخد کړ
هراهوتي harahuate چي په اوستا کي هم راغلی او په ریگويد کي سوس وتي ذکر سوی دی، ارغنداو دی اما نیسع یا نیسا غالباً اوسنی نېش دی، چي د قندهار شمالي مغربي خوا ته کاین دی او د زاړه مدنیت آثار هم پکښي ښکاریږي، او مسعودي اسلامي مؤرخ (۳۳۲ه) د بست او داور او رخج سره یو ځای د( نېس) په ډول راوړی دی له دې څخه ښکاره سوه،چي پښتانه پخوا هم یو توریالی قوم و او د پرديو مريي توب يې نه مانه.
هيروډوټس د يونان زوړ مؤرخ چي تر میلاد د مخه (۴۲۵-۴۸۰) کاله اوسېدی، پښتانه د "پاکتويس Paktves ""په نامه او د پښتنو اوپرېدي قبيله يې "اپاروتي" راوړې ده.
د مؤرخینو پلار هیرودوتس وايي:
"هغه خلك چي د هند شمال ته د "پاکتي ايکي" په مملکت کي پراته دي، د هستوگي ډول يې د باکتریانو(بلخيانو) دی، دوی خورا توريالي او جنگيالي دي، چي د خشیاراشا(۴۸۶-۴۶۵ ق م )هخامنشي فاتح سره وه او پوستينان يې اغوستي وه، لويي لويي د غشو لېندۍ او خپلي وطني چړې (پېش قبض) يې درلودې "
هلبرانټ Hellebrandtr ليکي:
"په ريگويد کي راغلي دي، چي په آراکوسيا(قندهار) کي يوه قبيله ده، چي (واسودیوا يې باچا او د ده زوی سوداس) و، دې قبيلې د سنده تر روده پوري بری وموند او جنگي کارنامې يې د افسانو او نقلو په ډول مشهوري وې تر ميلاد د مخه(۳۲۹-۳۲۷ ق م )چي مقدوني سکندر د افغانستان پر خواهندوستان ته تېرېدی،پښتنو د دې بريالي سره خورا سخته مقابله وکړه، د قندهار خلکو د ده سره جگړې وکړې، د نورو پښتنو په غرو کي هم سخت زحمتونه پر ورغله، د صوات په لته كي د یونان دا فاتح چي ټوله آشيا يې نيولې وه، ټپي هم سو.
د سکندر سره د پښتنو مقابله خورا شهرت لري، د پښتونخوا يو غر په يونانيانو کي خورا مشهور دی، چي د يونان زوړ افسانوي پهلوان"هرکول" هم دا غر نه و نیولی، مگر سکندر پر دې غره یرغل وکئ او پښتنو ډېر يونانيان پکښي مره کره.
سکندر په پای کي مجبور سو او له بېري پر شا سو، وروسته چي پښتنو دا ځای تخلیه کئ، نو سکندر ځني تېر سو، يعني سکندر په خپل قوت پښتانه نکړه مات.
آریان او کنټ کورث د دې غره قوم Arne (آرن) مگر یو بل مؤرخ ډيوډوره يې Arnas ليکي چي دا غر په تاريخ کي "عجیب غر" بلل سوی، چي د پښتنو د مېړاني په سبب چا نسوای مسخر کولای او سکندر په خورا زحمت او داسي تلفاتو تر "پښتونخوا" تېر سو، چي ډېر سپاهيان يې مړه او نور خورا په ستونزو سوي وو.
د ډيورډور مؤرخ په قول، نو ځکه سکندر د پښتنو له بېري بېرته هند ته پر دې خوا نه راغی، ناچاره سو چي د بحیرهٔ عرب پر خوا ځان ایران ته ورسوي، او ډېر عسکر یې د لوږي او تندي څخه د بلوچستان په ريگو کي مړه او په ۳۲۴ ق، م كي يې ځان فهرج ته ورساوه، تقریباً درې کاله يې د پښتنو له لاسه ناورینونه وليدل.
البرمالي مؤرخ ليكي:
چي د پښتونخوا په خاورو کي د یونان سپاهیانو داسي بدي ورځي وليدې چي دوی به دا خیال کاوه، چي د خپلو زړو پهلوانانو عمليات نوي کوي، دلته په دوی کي هم چمونه وسوه، لکه دوه ویشت پېړۍ وروسته چي په دغه ځای کي پر انگرېزانو راغله
له دغو تاريخي بياناتو څخه ښه څرگندیږي، چي پښتانه له پخوانو پېړيو څخه دغسي مستقل او آزاد او په مليت مغرور او توريالي او گړندي وو او د دوی د پښتنوالي روح په هغه وختو کي هم خلېدی او شهرت یې درلود، چي ټولو مؤرخينو د دوی ښېگړي ذکر کړي او د آریانانو په زړو کتابو کي يې نوم هم ذکر سوى دى.