د تذکره الملوک لیکوال
د تذکره الملوک په خصوص کي فقط مسټر راورټي څه معلومات کښلي دي چي بل ځای څه نسته، دا کتاب لکه چي فقط يو منحصر بفرد نسخه وه او هغه د راورټي لاس ته ورغلې وه د پښتو گرامر په مقدمه کي لانديني معلومات ليکي : (تذکره الملوک د سدوزو تاریخ دی اته ټوکه او (۶۴۰) مخه لري، دا کتاب ډېر کمیاب دی او زما په خيال به يې په افغانستان کي کمه بله نسخه هم نه وي د کتاب دوه ثلثه هغه وقايع دي چي د احمد شاه ابدالي تر مرگ وروسته واقع سوي دي، دا کتاب په پښتو کښل سوی دی او لیکونکی یې وايي چي دا کتاب فقط زه د سدوزو په تاريخ کي ليكم او له دغو کتابو مي استفاده کړې ده: تاريخ سلاطین سوریه، طبقات اكبري، ائين اکبري، مرآت الافاغنه، د صفوي شاهانو تاريخ، شاهجهان نامه، تاریخ عالمگیری، تاریخ فرخ سیری، تاریخ محمد شاهي، نادرنامه، تاريخ احمد شاهي، رساله اکبر خدکه. دا کتاب یوه مقدمه او دوه اصله او يوه خاتمه لري او د مضامینو فهرست يې دا دی :
مقدمه : د سدوزو د پلرو او نيکونو بیان
لمړی اصل : د هغو قبيلو بيان چي په افغانستان کي اوسي.
دا اصل دوې فرعي لري: لومړۍ د هغو کورنیو بیان دی چي پر نورو حکومت کړی دی. دوهمه فرعه : د هغو قبیلو بیان دی چي په خپلو مېنو کي پرتې دي.
دوهم اصل : د هغو سدوزو بيان چي خپله مېنه يې پرېيښې او په ملتان کي میشته سوي دي. دا هم پنځه فرعي لري :
لومړۍ فرعه : خان مودود خېل.
دوهمه فرعه : د بهادر خېلو تاریخ.
درېیمه فرعه : د کامران خېلو احوال.
څلورمه فرعه: د زعفران خېلو احوال.
پنځمه فرعه : د خواجه خضر خېلو بيان چي دوی سلطان خدکه خېل بلل کيږي.
خاتمه : د خواجه خضر خېلو او د احمدشاه دراني احوال او د ده فتوحات په هند او پنجاب کي راورټي چي تذکره الملوک ليدلې وه له هغه کتابه څخه يې دغه لوړ معلومات کښلي او هم يې د دغه کتاب مقدمه په انگريزي ترجمه کړېده، داسي معلوميږي چي د دې کتاب د مؤلف نوم په خپله راورټي ته هم نه ؤمعلوم ځکه چي د کتاب ذکر مفصل کوي اما د مؤلف نوم کورټ نه اخلي.
د تذکره الملوک ماخذونه چي مؤلف ذکر کړي دي او هم هغه انگرېزي ترجمه چي د کتاب له مقدمې څخه د راورټي په مشکوره سعی پاته ده موږ ته د مؤلف په خصوص كي داسي فكر راكوي :
د تذکره الملوک مؤلف پوه او عالم او مؤرخ او د پښتو ژبي يو نثر لیکونکی ادیب ؤ، ښه مؤرخ ؤ ځکه چي د خپل کتاب ماخذونه يې ثقه ښوولي دي، او د مقدمې مطالب هم غوره او مستند ښکاري (دهغه وخت له تاريخي معلوماتو سره سم) د تذکره الملوک د مؤلف د ژوندانه عصر هم د تیمورشاه زمانه یعنی (۱۲۰۰ هـ) ټاکلای سو، ځکه چي راورټي وايي چي د کتاب یوه برخه هغه وقايع دي چي احمد شاه بابا رح د تر مړيني وروسته پېښ سوي دي.
د کتاب مقدمه چي راورټي په انگريزي ترجمه کړې د ده عمده مطالب يې دغه دي :
د پښتنو د اصلیت په باب کي هغه قصې او روایات چي کلاسيکي مؤرخينو ذکر کول (او اوس مدار د اعتبار نه دي) د پښتنو د نوموړو او مشاهیرو ذکر دغه بحثونه تدقیقی رنگ لري. او د استفادې وړ دي د پښتنو احوال د کسي په غره کي بيانوي او بیا د ملک ابدال احوال لیکي څو د ملک سدو عصر ته رارسیږي، دلته د سدوزو په خصوص کي خورا ښه او غنیمت مواد ليکي، د دې کورنۍ اقتدار او روابط د هند له لوديانو او
سوريانو سره بيانوي، چي دغه تاریخي څېړني يې ډيري ښې او د استفادې وړ دي.
خلاصه : د تذکره الملوک د مؤلف نوم متاسفانه نه دی را معلوم او نه يې اوس کتاب موندل کیږي هغه نسخه چي د راروټي څخه وه نه ده راښکاره چي څه سوه خو تذکره الملوک په پښتو ژبه د پښتنو د تاریخ یو مهم او گرانبها کتاب ؤ، سلطان محمد قاسم کندهاری هم ليکي چي ده په کندهار کي د سردار محمد علم خان بن سردار رحمت الله خان څخه يو كتاب وموند چي د سدوزو په پاچهي کي کښل سوی او د دغه عصر حوادث مفصل پکښي راغلي دي. د دې کتاب نوم سلطان محمد نه ليکي خو د خپل کتاب په مقدمه کي يې (مجموعه ابدالي) بولي، ځکه چي له دغه کتابه د سلطان محمد اقتباس د راورټي له ترجمې سره نژدېوالی لري نو ویلای سو چي دغه کتاب هم هغه تذکره الملوک و. (د هوتکو د وختو تذکره الملوک بل کتاب دی دغه دواړه مه سره گډوئ.)