32

ننوتوځي ادب

د پښتو ادبیاتو تاریخ لومړی ټوک

 ادب څه شی دي؟ - د ادب موضوع - د ادب تاریخ: (موضوع ـ اصول ـ غايه)

                                                

ادب څه شيی دي؟

د کتاب موضوع دا ده چه د پښتو ژبي د ادب تاريخ وليكو، نو تر هر څه دمخه بايد يواري ادب وپیژنو؛ چه

څه شي دي؟

ادب په عربي ژبه ښيگړي او کیاست او د ژبي او زړه ظرافت او ذکاوت ته وايي چه ظرافت او حسن تناول ئي لنډ لغوي تعريف دي اما په اصطلاح کي ادب په دې ډول تعريف کيږي: ادب هغه پوهنه يا ښه رياضت دي چه سړی د هغه په وسيله يو فضیلت او يو ښيگړه له ښيگړو څخه مومي يا له تیرو تلو او خطاو څخه ژغورل کیږي خلاصه: ادب د لغت او اصطلاح لامله ښيگړي ده، چه سړی له خطاء او بد څخه ساتي او په خوي او خلق اړه لري، چه بيان ئي د اخلاقو د علم کار دي، او دلته په دې بحث اړه نلري.


د ادب علم

ادب پر دوه ډوله دي:يو ته طبيعي او نفسي ادب وايو، چه لوړ ئي تعريف راغي، او د انسان اخلاقي ښيگړي لکه ښندنه ، زغمنه (حلم) او نوري اړه پوري لري.

دوهم ډول ته كسبي او درسي ادب وايو، چه په لوستنه او زده کړه او پلټنه موندل کیږي او دغه دوهم ډول ادب ته نو د ادب علم هم وائي. 

نو په دې لنډ ډول د ادب د علم تعریف داسي كوؤ، دغه يو صناعي او كسبي پوهنه ده، چه د بليغي او ښې وينا ډولونه په هر حال کي راښئي او تل د دغه علم څخه دا زده کوو چه د خپل زړه مطالب په الفاظو او قلم څه ډول ښکاره کو، او بل څرنگه پخپلو خبرو وپوهوو! په دې کتاب کي هم تل له دغه دوهم ډول ادب څخه خبري کيږي او (ادبیات) هم هغو علومو او پوهنو ته وائي ، چه په دغه دوهم ډول ادب اړه لري. په نوي دنيا کي ادب یعنی literature نسبتاً ارت مفهوم لري او د ځينو پوهانو تعریفونه د ادب دغه عصري اړخونه ښه څرگندوى مثلاً "ادب د انسان د ژوندانه تفسير دي" (مياتهیو آرنلډ). د دغي خبري شرح بل پوه سړی په دې ډول کوي "هغه ابدي او سر مدي قوه او شيوه چه قدرت انسان ته ورکړي دي، د دغو اظهار او ښکاره کولو ته ادب وايي" (مياكن).


د آیرلیند مشهور شاعر اټيس ليکي: "په ادب کي ژبه تشه د ژبي په ډول په کار نده، بلکه د يو لطيف فن په رنگ باید استعمال شي، نو هغه لطيف فن چه د ژبي په ذریعه ښکاره کيږي لتريچر بولي".

خلاصه د انسان د احساساتو او افکارو او جذباتو ترجماني د ادب وظيفه ده، مگر دا ترجماني به تل په داسي ډول وينا او خواږه بیان سره وي ، چه پر نورو باندي اغیزه وکړي، او خوندوره وي. په دې ډول د ادب لمن ډيره ارته ده، او ټول هغه معلومات چه په ژبه او بيان اړه لري اود انسان د زړه ترجماني کوي، په ادبياتو کي شميرل کيږي او ادب ټولو بشري علومو او پوهنو ته هم له دې لامله خدمت کوي، چه د هر علم او پوهني د بيان او اظهار ذريعه هم دغه ادب دي په پښتو ژبه د ادب کلمه په دغه عامه معنی په (ژبوري) سره ښولاي شو، او ټول هغه علوم چه په ژبه او ښه بیان اړه لري پکښي داخلولاي شو.


د ادب موضوع د پخوانو شرقیانو آراء

پخوانو پوهانو د ادب موضوع داسي ټاکلې ده، چه ادب فقط په وينا ( نظم او نثر) کي وضاحت او بلاغت له خوا بحث کوي، او گټه ئي هم دغه ده چه سړي په نظم او نثر ويناكي مهارت ومومي، او عقل ئي مهذب شي، زړه ئي پاک سي، له ناپوهۍ څخه وژغورل شي، اخلاقي كمال مينده کړي د ښه خوي او د ښه عمل او لوړ همت خاوند شي.

پخوانو پوهانو چه د ادب موضوع منظومه یا منثوره وینا گڼله، دوي ټول هغه علوم چه په دغو دوو ډولو اړه لري (علوم ادبيه) بلل نو په يوه لنډه خبره کي دا ويلاي شو، چه د ادب موضوع وينا ده، او وينا هم تل له الفاظو او کلماتو څخه جوړیږي، نو ادبي علوم هم د لفظ او کلمې په شا اوخواکي سره گرزي او د الفاظو احوال او ډولونه را ښیئ، د شرق پوهان دغه علوم چه د لفظ رازونه او څنگوالي بيانوي، ډول ډول ويشي. عبدالرحمن ابن الانباري(۵۱۳-۵٧٧هـ) وايي چه اته علمه لکه نحو، لغت ، تصرف، عروض، قافیه، صنعت الشعر، اخبار، انساب په ادب کي داخل دي، یو سړی چه له دغو علمو څخه په يوه يا ټولو پوهيږي اديب بلل کيږي. 

محمود بن عمر زمخشري (۴٦٧-۵٣٨هـ) په قسطاس کي ليکي، علوم ادبيه ۱۲ دي، او قاضي عميدالدين زكريا بن محمود قزويني د بيضاوي په حاشيه کي وايي چه ټول ١٤ دي علامه ياقوت حموي د اديب او عالم فرق داسي کوي: چه اديب د هر شي څخه خورا ښه اخلي او تالیف ئې کوي مگر عالم د علم يو فن را اخلي او څيړي ئې. په دي ډول د دي شرقي پوهنوال په عقيده د ادب موضوع ټول اشياء دي، او وظيفه ئې هم دغه ده، چه د هر شي ښيگړي ښکاره کړي. علامه علي بن محمد چه په سید شریف جرجاني مشهور او په (٨٣۵هـ) مړ دي، علوم ادبيه په دې ډول ويشي، لمړي پلا د ادب علوم پر دوه ډوله دي اصول او فروغ، اصول اته علمونه دي، په دې ډول: 

(۱)که مفرد لفظ د اصل او ډول او مادې له پلوه وښئي علم لغت ئي بولي (۲) که د مفرد لفظ صورتونه او شکلونه را وښئي علم صرف ئي بولو (۳) که د اصالت او فرعیت له خوا د الفاظو يوله بله نسبت بيان کړي نو ئي (علم اشتقاق) بولو که داسي وي چه د الفاظو د ترکيب او سره نښلولو څیړنه وکړي، نو دا ډولونه لري (۴) که ئي د ترکيب اشکال او د اصلي معناو د اداء بحث كاوه ( علم نحو) ده (۵) که بېله لغوي معناو د افادې ډولونه پکښي بيان شي ( علم معاني) ئي بولي (٦) که د معنا دکيفيت او څنگوالي بحث د ښکاره توب او پټوالي له لامله وکري (علم بيان) ئي بولي که د هغو مركبو الفاظو بيان وکړي، چه ځانله بيل وزن لري، نو دا هم لاندي ډولونه لري (۷) که فقط د الشعار و وزن ښکاره کړي ( علم عروض) ئي بولي (۸) او که د بیتو آخر او د پاي دکلماتو بحث وکړي نو ئي (علم قافيه) بولو. 

په دې ډول علامه سید شریف اصولي ادبي علوم اته کڼي، او (علم بدیع) هم د معانی او بیان له قسمه بولي اما فرعي ادبي علوم څلور دي:

(۱) که د لیک او کتابت د نقوشو بحث وي (علم خط) دي (۲) که خاص د منظوم کلام څيرنه وي (قرض الشعر) دي (۳) که خاص د نثر وينا بحث وي (علم انشاء) ئي بولي (۴) که په دغو ټولو اړه نه لري (علم محاضرات) ئي بولي، چه تاریخ او انساب هم په دغه څلورم قسم پوري اړه لري، او دا علم سړی ته ښه وينا او بديهه ويل ورښيي چه د کلام معاني او تراکیب دواړه ښه اوسم وي.

ځني پوهان علاه پر دغو علومو د علم قرائت قوانین هم په ادبي علومو کي داخل گڼي او علاوه پر دغه د تاریخ او قصو او انسابو او مسالک و ممالکو علوم د ادب فروغ گڼل شويدي!

او علم دواوين (د مدونو اشعاروپوهنه ) او علم امثال (يعني د متلو پوهنه) همادبي علوم دي يو بل علم چه

احاجي و اغلوطات بلل كيږي، او د الفاظو له هغو استعمالولو څخه بحث کوي د اصولي او قياسي قاعدو څخه مخالف وي لکه علم لغز او معماء دا هم په ادبي علومو کي داخل دي.

 

نوې آراء

تر دي ځايه مو د پخوانيو ځينو شرقي پوهانو آراء د ادب په خصوص کي لنډ لنډ وليکل، مگر په اوسني عصر کي لکه نور ټول بشري علوم چه پر مخ تللي دي ادب هم تطور موندلی او په نوي رنگ رنگيدلي دي نو به بده نه وي چه د نوي عصر پوهانو افکار هم د ادب په شا و خوا كي واروو، لمړۍ پلا باید دا ووايو، چه نسبت پخوا ته اوس ادب ډیرارت شوي اوخورا ښه او مفید شی ځني جوړشوی دي، نوي اصول ئې موندلي، او په نوي راز راوتلي دي، نو به په لاندي لیکو کي ادب د اروپا او نوي نړۍ په سترگه ووينو.

په غربی دنيا کي له پخوا زمانې څخه خلقو پر ادب باندي څیړنی کړیدي، د یونان معروف فيلسوف ارسطو په خپل کتاب "شعريات" كي هسي ليکي: چه ټول لطيف فنون د فطرت پيښې (محاکات) دي، د انسان چه هر شي خوښ شي نو ئې پیښې کوي، دغه پیښې دانسان د لوړتيا اساس دي او خپلي خوښۍ او تاثرات تل انسان د لطیفو فنونو په ذریعه نقل کوي، چه ادبیات هم له دغو څخه يو فن دي.

نیومن د ارسطو د قول شرح داسي کوي: چه "ادب خارجي صداقت نه بيانوي، بلکه داخلي رښتيا والي ښئي، شیان نه ښيئي بلکه خيالات تصوركوي."

گوسائين فرانسوی نقاد وائي: چه زموږ دماغ تل د فطرت ښكلاوي، او طبيعي جمال او ښه مناظر ويني، نو د دغه ټولو ښکلاو د ترجمانۍ خواهښت دي، چه ادبیات ځني پيدا کيږي که موږ دغه ښه او ښکلي شيان وگورو، نو د دغو لامله مو په دماغ کي يو څه افکار او خیالات را گرزي د دغو افکارو او تخيلاتو ليکنه په ښو الفاظو او جملاتوسره ادب پيدا کوي!

نيومن وائي: موږ تل په خبرو سره خپل افکار څرگندوو، دغه افکار او خیالات که وليكو نو ادبيات ځني

جوړيږي.

د برطانيا دائرة المعارف ليكي چه literature يوه عمومي اصطلاح ده، د هغو تعابیرو لپاره چه افکار د ليک ډگر ته راولي، او د ادب ډولونه د نژادي خصايصو، يا فردي افکارو او طبایعو سره برابر وي، يا د ځينو اجتماعي او سياسي ټولنو له احواله سره سم وي او د دوي د افکارو تبلیغ کوي، اجتماعي او سياسي اصول ئي څرگندوي.

د امريکا يو اوسني پوهاند ليکي: چه د لتريچر کلمه له لاتيني litteratura څخه ده، چه ماده ئي هم littera يا letter يعني نوشته او ليک ده، او عام تعريف ئي دا دي: هغه عبارات چه د افکارو او معانيو نمايندگي د الفبا د تورو په ډول کوي اما محدود او مروج تعريف ئې دا دي: چه ادب هغه سم او مهذب شوي او صنعتي بيانونه دي چه د تنقيدي علومو تر سیوري لاندي وي، او د افکارو د څرگندوني او ښکاره کړني او د ښکلا او ښايست لا مله قيمت ولري، جان مورلي Morly په لنډ ډول وائي: ټول هغه کتب ادبيات دي، چه په هغو كي اخلاقي حقايق او عمومي اوضاع په ښه ډول ښکاره کیږي او ټول شيان د عمومي حقيقت سره نښلوي. په نوي دنيا کي د ادب څانگي او ښاخلې دوني ډيري شوي دي، چه اکثر علوم په ادب کي داخل دي، حتي يو غربي مفکر وايي: چه ادب فقط دو ښاخه لري، که له عقله سره اړه ولري سائنس ئې بولو، او که د خيالو سره اړه ولري، نو شعر بلل کيږي په دې ډول نو مثبت علوم او سائنس هم د ادب له دائرې څخه نشي وتلاي نو دلته لازمه ده چه د ادب عصري موضوع ښه ښکاره کړو، که د دنيا مختلفو ادبياتو ته وگورو، مقاصد او عناوين ئي تر نظر لاندي ونيسو نو ښائي چه لاندي موضوعات ټول په ادب کي داخل وي:

(الف) هغه ليکونه چه د حقایقو څرگندونه ئې مقصد وي چه دا لاندینۍ څلور څانگي لري:                      

(۱) هغه ليکونه چه د مشق لپاره وي، لکه د ښوونځيو مشقي لوستونه

(۲) واقعاتي ليکني، چه لاندي ډولونه لري:

الف ـ ورځني ليكني، لكه كورني خطونه، حسابونه، روز نامچې چه خپرونه ئې مقصد نه وي

ب ـ كورني او شخصي ليكني او شخصي ليکونه چه د خپروني لپاره وليكل شي لكه وصيت هجو

ج- رسمي ليکني چه نه خپریږي: لکه پاسسپورټ، قباله، او دغسي نور

د ـ رسمي ليكني چه خپریږي لکه قوانين، اصول نامې، او نور دغسي

هـ - نور عام ډول ليکونه چه د خپروني لپاره کښل کیږي، لکه سياسي او داخلي خبرونه، جغرافي او

تاريخي احوال د جرگو او حکومت رویدادونه

(۳) د حقايقو د ښووني ليکني لکه:

الف ـ د ښوونځيو او مدرسو د لوست کتابونه

ب ـ تحقيقي کتابونه، چه د لوړو او پوهو خلقو لپاره وي لکه تواریخ، سفرنامې، قصې او نور

ج ـ د خاصو خاصو فونونو پلټني د مخصوصو پوهانو له خوا

(٤) د خوښۍ او خندا او ټوکو ليكني لكه كيسي، معماوي ټوکي او نور دغسي

(ب) هغه ليکونه چه د تخيلاتو ښكارونه ئي مقصد وي او دا لاندي څلور څانگي لري

(۱) هغه ليکني چه د شخصي ژوندانه داخلي او د ننني محسوسات ښکاره کوي، لکه عشقي بدلي او

سندري او خطونه

(۲) تنقیدي او د کره کړني لاندینۍ څانگي لري:

الف ـ څرگند کره کول: چه فیلسوف او اديب ئي په ښکاره ليکي

ب ـ پټ کره کول: چه لیکوال خپل تنقید دکيسې په لباس کي وکړي

ج ـ د بدو اشواكولو تنقید

د ـ د ښو ښکاره کولو تنقید

(۳) هغه ليکني چه د انساني پوهي د زياتولو لپاره وي لکه د سائنس تجربې

(٤) د انساني فطرت د تهذيب او سموالي او، سپیڅلتوب لپاره ليکني لکه: 

الف ـ د اخلاقو د ښه والي لپاره (اخلاقي ليکني)

ب ـ د دین او مذهب د تبلیغ لپاره (تبلیغی ليکني)

په دي ډول د ادب موضوع د حقیقت او تخیل په څانگو کي ویشله کیږي، او لمن ئي هم خورا ارته ده، او رښتيا هم دا ده چه د دې عصر ادب دغه ټول وظايف په ښه ډول اجرا کوي. د دې لپاره چه د ادب ارته لمن او د موضوع احتوا په ښه ډول تاسي ته ښکاره شي، نو د يوه بل آلماني پوهاند رای هم د ادب د موضوع پر ویشنه دلته را نقل کوم:

(۱) د مطلب او معنا په لحاظ، چه لاندي څانگي لري

الف ـ هغه ليكونه چه د لطیف فن په ډول کښل شوي وي

ب ـ هغه ليکونه چه د لطیف فن په ډول نه وي کښل شوي

(۲) د ژبي او بيان د ډول په لحاظ لاندي څانگي لري:

الف ـ منطقي او استدلالي ليكني

ب ـ جمالياتي او د ښکلا لیکنی

(۳) د موزونیت او موسیقيت يعني وزم لرني او غږوني په لحاظ لاندي څانگي لري

الف ـ آزاد او بې وزمه لیک (نثر)

ب ـ وزم لرونکي ليک (نظم)

اوس چه مو د مشرق او مغرب د پوهانو آراء او افکار د ادب د موضوع په ویښنه او پلټنه کي وويل، نو د لاندي نتیجه او لنډيز ځني را اخلو:

ټولي هغه پوهني چه په ژبه او د انسان په پوهولو او پوهيدلو اړه لري او د افهام او تفهيم ذريعې دي، ادبيات دي، او که ادبیات نه وي، نو هیڅ سړی خپل مقصد بل ته نه شي ښکاره کولاي او د انسانانو د استفادې لاري تړلي كيږي.

او ټول علوم او انساني مزايا چه په وينا او پوهيدنه پوري اړه لري، منځه وزي او د انسان انسانیت هم ورسره محو کيږي، په دې ډول نو ادب د انساني ارتقاء او ذهني لوړتيا اساس دي، او نن چه انسان هر څه لوړتياوي ميندلي دي، د ادبياتو په برکت سره دي، او که ادبیات نه وای نو به انسان هم اعجم حيوان وای.

                             

د ادب تاریخ

(موضوع - اصول – غايه)

موضوع

تاسي دمخه ولوستل چه د ادب لمن څوني ارته ده او د انساني معلوماتو او پوهنو څوني لوئي برخي په ادب کي دننه گڼلي کيږي.

د انسانانو ژوند تل دودي او لویښت تر قانون لاندي دي، هر وخت اوښتني، انقلابونه، تغيرات پيښيږي او دا اوښتي تل د انسان د ژوندانه ډولونه هم اړوي، له يوه رازه ئي بل راز کوي. خو هر کله ټوله موجودات د کمال خوا ته ځي، او د بشپړتابه پر لوري درومي د دې قدرتي او فطري بشپړتيا او تکامل سره د انسان د ژوندانه ټول ارکان او اجزأ تغير مومي، اوړي له يوه حاله پر بل حال کيږي چه ژبه او ادب هم تر دغه قانون لاندي دي. د تاريخ پاڼي دا خبره په ښه ډول را ښيئ، چه یو وخت د انسانانو يوې ډلي يوه ژبه ويله دا ژبه د افهام او تفهیم آله وه لومړي به ډیره ناقصه وه وروسته به تکمیل شوه، ادبیات به ئي وموندل، کتابونه به په ولیکل شوه، خو تر څو پیړیو وروسته به دغه مکمله ژبه ورکه شوه، بلي ژبي به ئې ځاي ونيوي.

د قدرت دا تخلیق، او لولونه او د بیانشت کړنه، او له منځه يستنه پر هر شي باندي جاري ده، غونډ غونډ ملتونه ورک شوي او پر ځاي ئي نور اولسونه دریدلي دي ، عادات، اخلاق، علوم او د انساني ژوندانه ټول لوازم او ملحقات تر دې حكم لاندي دي، او ژبي او ادب هم دې اوښتلو او تحول ته غاړه ايښې ده.

د يوې ژبي د ادب تاريخ هم ټول هغه تحولات او لوړتياوي، او احوال چه له ابتدأ څخه ور پيښيږي، بيا نوې نولکه د ادب موضوع چه ډیره ارته او پراخه ده، د ادبي تاريخ موضوع هم هغسي ده د ژبي پخوانی حال، او ورستني انقلابونه او ټول تحولات ښئيي په ژبه کي چه څه علوم او فنون موجود وي تاريخ ئي څرگنده وي. د يوه ملت د فکری ارتقا و علمي لوړتياؤ احوال او اوضاع مفصل ليكي، د ټولو پوهانو د ژوندانه پيښي، او د دوي کتابونه او علمي کار نامې او آثار ښئيي.

نو داسي هم ويلاي سو چه د ادبياتو تاریخ په حقيقت کي د ملت د عقلیت او د ژوندانه د ډيرو مهمو څانگو تاريخ دي. د ملتو د لوړتيا او ځوړتيا، دودي او پرمختگ ټول احوال بیانوي که د یوه ملت تاريخ د ادب له ښيگړو او پلوشو څخه تش وي، نو هغه تاریخ به خامخا په وینو لړلي وي او بېله جگړو او شخړو به د بل څه بيان نه کوي، نو د عمومي تاريخ يوه مهمه څانگه دغه د ادب تاريخ دي چه سياسي او اجتماعي تاريخ هم له ادبي تاريخه څخه مرسته کوي او د يوه ملت تاریخ چه له ادبی څانگي څخه ځان نسي مستغني کولاي، سبب ئې هم دا دي چه تاريخ تل د ملتو د لوړتيا او ځوړتيا څرگندونه کوي، او د دغو علت او اصلي سبب هم د ملتو علوم، آداب، او اخلاق دي. نو د تاريخ مهم کار او غوره وظیفه هم دغه ده، چه د یوه ملت عقلانی لوړتياوي، او علمي او ادبي پيشرفتونه ښکاره کړي، او دا ټول د ادبياتو د تاریخ کار دي.

اصول

د ادب د تاريخ د ليکني اصول ډول ډول دي، هر څوک ئې پر خپل ذوق سم ليکي، خو دلته به ئې ځيني اساسی ډولونه چه د تاریخ ادبیات غناصر بلل كيږي لاندي وښول سي.

١- ژبي ته د پيدايښت له ابتدا څخه بیا تر اوسه گوري، او ټول هغه تغیرات چه ور پيښ شوي دي بيانوي ئې، مثلاً د حروفو، نومونو، افعالو او مشقاتو پیدایښت. د تعبیر اسالیب دکلماتو د جوړیدلو لاري، د اصواتو او ږغونو شرح، د ژبي عنصري ښيگړي پلټل، د ژبي ريښې معلومول او له نورو ژبو سره ئې پر تله کول، چه دي بحث ته (فيلا لوژي) يا د "لغاتو فلسفه" وايي.

٢- ژبي ته گوري چه د نورو ژبو کوم اثرونه پر لویدلي دي؟ معاني او الفاظ ئې څنگه سره اوښتي دي؟ نوی كلمات تر دغه اجنبي اثر لاندي څنگه پیدا شويدي؟

۳ـ په ژبه کي چه څه علمي او ادبي ذخاير شته، هغه ټول را ښيئ مؤلفين او ليکوال ټول بيانوي، او په دې ډول د يوه ملت عقلاني او علمي لوړتيا بيانوي.

٤- د ادب تاريخ د ملت کيسې او نکلونه او روایات ټول تحليل کوي، او له دغو څخه د دوي ادبي ذوق، افکار، ملي عقايد، او آراء را باسي ، د تعبیر اسلیب چه د عوامو په کيسو کي سته را اخلي او ساتي ئي.

۵ـ د ادب تاریخ ټول افواهي اشعار( نا ليكلي آثار) او متلونه، او ملي سندري، پلټني او له دغو څخه د يوه ملت ادبي ذوق او استعداد معلوموي.

٦- د ادب تاريخ ټول مدون او ليکلي شوي آثار او كتب (لږ وي که ډیر) را ټولوي او له هغه څخه د ملت د ژبي او فکر او عقلاني تجلياتو په خصوص کي معلومات اخلي.

۷- د ادب تاريخ هغه اوښتني او لوړتياوي چه د علم او ادب لامله یوه ملت ته ور پيښيږي ښيي او د ادب اهمیت او غوره والي د بشر په تاريخ کي ښکاره کوي.

۸- د ادب تاريخ راښيي، چه د يوې ژبي وينا او كلام (نظم، نثر) څنگه پیدا شو؟ څنگه ئې لوړتيا و موندله، كومي دورې ئې تیري کړې؟ چا خدمت ورته کړئ دي؟ كوم كوم معاني او مقاصد او مضامین پکي سته؟ خاصيتونه او مزايا ئي څه دي؟ دا ژبه کومي ښيگړي لري؟ چه ها نوري ژبي ئې نلري.

غايه

ځکه چه د ادبياتو تاریخ د هر ملت د علمي او عقلاني لورتيا تاريخ دي نو که سړي د يوې ټولني د ادب تاريخ ولولي ټول د تاریخ مهم حوادث او وقايع ئي ورته څرگندیږي؛ اجتماعي او سياسي رشد ئي ور معلوميږي تاريخي مفاخر ئي ورته ښکاره کيږي.

موږ چه د پښتو ژبي د ادب تاريخ لولو خپل مفاخر راته څرگندوي د څبلو ملي ښيگړو سره مو اړيکي ټينگوي او په آينده کي د علمي او ملي ارتقاء دپاره د یوه نافع او پر ملي اساس تینگ ادب د روزني لاري را ښئي. 

په يوه ملت کي چه ادب لوړ نه وي د هغو تهذيبي او مدني سويه هم کښته وي، علمي او اجتماعي لوړتيا نسي ليدلاي، نو موږ چه د خپلي ژبي د ادب تاریخ ولولو؛ لوړ او ځور به ئې راته ښکاره شي. او په آينده کي به وکړاي سو چه يو ښکلي او مترقي ادب خپل قوم او ملت ته ورکړو او دا غايه زموږ په ملي ژوندانه کي ډیره مهمه او لوړه او گټوره ده او د ملي عمران سټه هم پر دغه غايه باندي ټينگه ولاړه ده.