کولا Kula
د آریائیانو د ژوندانه اساس لکه د نورو انسانانو دا چه دي پر کورنۍ ایښو شوي و، دوي کورني ته ډیره په درنه سترگه کاته، کورنۍ هر وخت د خير او برکت ځاي و، د کورني مشر او مدير پلار و، او له څو کورنيو څخه يوه عشیره جوړيده، د کورنۍ اهمیت او د توکم ډیریدل لکه اوس چه په پښتنو کي ليدل کيږي په پخوانو آریائیانو کي هم کټ مټ دغسي دي. لکه مرحوم بيټ نيکه چه په خپل شعر کي د خپلو وگړيو ډیریدل غواړي "دا وگړي ډيرکړې خدايه" دغسي هم په ويدا کي د پخوانو ریشیانو ډیر اشعار او سرودونه سته، مثلاً خداي د ژوندانه څښتن دي، دي د دولت خاوند دي، دي قوي او غښتلې کورنۍ ورکوي، اې څښتنه! موږ داسي مه کوې چه یې کورنۍ او اولاده پاته شو. په ويدي ژبه کورنۍ او خاندان ته، کولا kula وائي چه د هغه عصر په اجتماعي تشکيلاتو کي ډير اهميت لري او له کورنۍ څخه نور لوړ تشكيلات شروع کيږي.
دا کلمه یقیناً د آریا له زانگو او اصلي ټكه، يعني زموږ له هیواده تللې ده او تر اوسه هم زموږ په ژبه کي ژوندۍاو مستعمله ده.
په پښتو اوس موږ کورني او خاندان ته کهول وایو: د قندهار مشهورو مشرانو کهولونه تر اوسه مشهور دي محمد زي (د پاینده کهول) بولي يعني د سردار پاينده خان خاندان، دغسي دي د اڅک کهول، د بارک کهول موږ په محاوره كي وايو، كاله ته ځم، له كاله راغلم، دلته ئې (هـ) حذفيږي، شيخ رضي لودي چه د ۴٠٠ هـ په حدود کي ژوندي ؤ هسي وائي:
نصره نه مویی له کهاله
لودي نه يې په کاوه
د ده تربور نصر لودي وائي:
د لودي زوي سنتي يم
د حمید له لوړ کاله يم
د پښتو د خورا پخواني شاعر امیر کروړ په یوه شعر کي دا کلمه (کول) راغلې ده:" په باداري مي لوړاوي دکول سور وكړه"يعني د سور د کورنۍ، چه دغه کلمه کټ مټ د سليمان ماکو په تذکره کي هم کول کښلي شوي، او ويدي رنگ لري، له دې څخه ښکاري چه خورا په قديمو زمانو او بيا د اسلامي دورې به اوائلو کي هم دا کلمه لکه چه اوس ژوندۍ ده، مستعمله وه.