په بخدی کښی د آریانا د سلطنتی نظام تشکیل
(آریانم هورتینو) یا (فرشاهی آریانی)
د دغه بحثپبه تمهید کښی وویل شول چه اوستائی مدنيت عين ویدى مدنيت دی او ویدی مدنیت پخپل ځای د مهاجرت نه پخوا زمانی د ثقافت آخرنۍ برخه او د داسی مسعودی زمانی یادگار او انعکاس دی چه آریایانو په باختر کښې د خپل گډ مدنی ژوندون په کانون کښې ژوندون کاوه او له همدی جهته د (میمون بخدی) د ژوندانه اثرات که د مذهبی او مدنی جنبو په لحاظ دی او که د اجتماعی او سلطنتی ژوندون د نظام او په نورو برخو کښی په ویدی او اوستائی سرودو کښی څرگند دی. څرنگه چه د ویدی زمانی شاعران پخپله زمانه او خپلو سرودو کښې د تیری زمانې له پوهانو او د لومړيو آریائی حکمفرمايانو لكه یما پاچا او د داسی نورو په باب کښی خبری اتری او بحثونه کوی، او د باختری شاهې کورنیو سلسله په ارباب انواعو پوری نښلوی، اوستا هم پخپله زمانه کښې په تېرو زمانو نظر اچولی او د آریائی پادشاهانو او سلطنتی کورنيو لومړی وختونه مجهولو زمانو ته رسوی او سره د دی چه اصل باختری اوستا د زمانې د پیښو او د آشوریانو او هخامنشیانو سره د اوږد و جنگونو اود مقدونی اسکندر د حملو په اثر له منځه تللی ده او هغه چه په لاس کښې ده زیاتره د هغو پریشانو خاطرو نمره ده چه په پارتی زمانه کښی جمع شوی ده، خو سره د دې د ځينو اوستائی پخوانيو او حقيقې برخو څخه حقایق په ښه شان معلومیږی او صحت ئی د وید د پخوانيو سرودو د مقائسی او مقابلى له مخې ثابتيږی، او د (ودا) او (اوستا) د متن د اشارو په اختلاط سره تر زياتې اندازی پوری د مطلب حقائق نه يواځې په مذهبې او مدنې برخو کښې چه پخپله په هر یو کښی څرگند دی بلکه د باختری آریائی سلطنتی نظام اساسی خطوط هم په صحیح صورت رسم کېدلی شی، د اوستا متن د باختر سلطنتې کورنۍ د (پاراداتا) او (کاوی) او (اسپه) په نومونو یادی کړی دی او د هری کورنۍ د پادشاهانو نومونه ئی بیان کړی دی، او په ځینو برخو کښې ویدی سرود هم ورسره ملگری او متفق شوی او موضوع ډیره روښانه کوی.
څرنگه چه د ویدی او اوستا د سرودو له مخې معلومیږی د داستانو، نکل (نقل) او قصې ويل خاص بيا د تېرو او پخوانيو پادشاهانو او پهلوانانو د کارنامو بیانول مروج او معمول وو او دغه نکلونه او داستانونه په مخصوص ډول زمونږ د پادشاهانو په دربار او ملې لويو خلکو په ځايو کښی به ویل کیدل.
پخوا مو په ويدى فصل ( ١٢۴ مخ) كښې ولېدل چه ریشییانو به په څه ترتیب د پادشاهانو مدح کوله او مدحیه سرودونه به ئې جوړول، سربیره په دی هر کله چه د ویدی زمانی په آریایانو کښی د تیکونو احترام رواج درلود نو له دی جهته هم د پادشاهانو او د نورو لويو کسانو نومونه په سرودونو کښی داخل شوی وو.
په اوستا کښې دغې رويي ډېره پراختيا وموندله او سربېره په هغو بیلو بيلو معلوماتو چه په دغه باب کښې له مختلفو برخونه ئې په لاس راغلې دی يشتيان او خاص بيا پنځه یشتیان چه: آبان یشت، رام یشت، گوش یشت، ار دیشت او زمیا دیشت) دی ټول د تاريخ يو جلا او مستقل فصل دی او د آریانا سلطنتې کورنۍ او د مربوطه پادشاهانو نومونه هر يو له پخوا زمانو څخه چه معلومول او تحديد ئې مشکل دی پخپله د اوستا تر زمانې پوری مرتب یاد شوی دی. او په ویدی سرودونو کښې د آریائی پادشاهانو نومونه دیر یاد شوی دی مگر د اوستا په شان پرله پسې والې او تسلسل پكښې موجود ندى له دی کبله د ويدى مآخذ له مخې بيله شبهې نه ویلی شو چه د سرودو سره معاصر او د هغو نه پخوا ځينې پادشان په آریانا کښی سلطنت ته رسیدلی دی.
او اوستا په مسلسل ډول او یو د بله د هغوی په ارتباط يوه داسې رشته په لاس ور کوی چه د قبل التاريخ زمانې د اوستا زمانې ته رسوی.
په باختر کښی آریائی پخوانی سلطنت او لومړی ځل پيدا کيدل يوه داسې موضوع ده چه یو تټولګې مدققين ئې ځانته متوجه کړی دی. (وی وین دوسن مارتن) دغه عقیده لری چه د (۱۵ ق م پیړۍ) په شاؤخوا کښې په باختر او بين النهرين كښې د دجلی او فرات په غاړه کښې لویې امپراطورۍ موجودی وې. په دغه زمانه مصر كښې د جگړه مارو رامسيسيانو کورنۍ حکومت کاوه.
سربیره په دی دوه تنه نور ارویائی مدققين (دونکر Duncker ) او (ویلیم گایگر) Weillem Gaiger) داسی نظریه لری چه د هخامنشیانو او ماديانو نه پخوا په باختر كښی يو مقتدر سلطنت موجود ؤ او د آریا د ډیر تهذیب مرکز په دغه علاقه کښې ؤ. له دغو ويناوو نه ښکاره معلوميږی چه څه ناڅه په ١۵ ق م پیړۍ کښې په باختر کښې يو مقتدر سلطنت موجود ؤ، او دغه سلطنت آریائی ډیر پخوانی حکومت دی چه د بین النهرین او مصر د سامی دولتو معاصر ؤ هغه سلطنتی کورنۍ او پادشاهان چه اوستائې پر له پسې نومونه یادوی هغه کسان دی چه د آریائی سلطنت لومړی نظام ئی په آریانا کښی پیدا کړی او ټینګ کړې دی، او د دغه قوی او مقتدر سلطنت مرکز د بخدی ښکولې ښار ؤ. د هغه آریائی دولت پادشاهانو چه اوستائی یا دوی مخصوص مقصد، سیاست او اداری قوه درلوده، او هغو ټولو د چارو اساس بلا استثنا یو ډول تعقیب کړی دی. د دغو لويو پادشاهانو قلمرو هماغه د اوستا شیاړس (١۶) ولایتونه دی چه پخپل ځای کښی به ئی بیان و کړو. او هغه ځمکی پکښی شاملی دی چه په دوهم فصل کښی د آریانا تر عنوان لاندي دهغو حدود مو د مؤرخينو او يونان او لاتین د کلا سیکی جغرافيه ليکونکو په شهادت و ټاکل. د بخدی پادشاهانو داخلی سیاست د آریائی قانون رواجول، د قوم د معنوياتو - لوړول، د مملکت و دانول او سمسور کول، د کرهڼی او د اوبو لگولو (آبیارۍ) د اصولو خپرول او زیاتول، د روغتیا د اصولو رواجول او د پهلوانانو او جنگياليو روزنه او تربیه وه. په دغه رویې سره دوی بریالی شوی وو چه د سر دریا د شمال د بدوی آریائی قومو (توريايانو) او (هونا) او (دانو) او د مازندران، طبرستان دعلاقو دغربی بدوی آریائیانو او د بين النهرين او بابل د سامی قومونو په ضد جگړه او مبارزه وکړی او باختری تهذیب لوړ وساتی، او په ډېره ښه وجه هم د ننه او د باندی په دغه عاقلانه سیاست موفق او بریالی شوی وو . ویدی او د اوستا سرود که څه هم په ظاهره کښی د مذهبی ډېر احتياج له کبله میدان ته راوتلی دی، مگر په حقیقت کښی هر یوئی د آریانا د اولاد د مادی او معنوی اخلاقی روزنې یوه پاڼه او مخ دی چه د مملکت پوهانو د نژاد او محيط دعوښتنې له مخی او د آریائی ملی او سلطنتی سیاست سره سم منځ ته را وایست له اوستا نه د څلورمی هجری پیرۍ تر داستان و یونکو شعراوو پوری: دومره تاثیر کړی دی چه گمان نه کوم د بشر د خاطراتو په دفتر کښی له دی نه زیاته او عمیقه پیښه ثبت شوی وی، له ویدی زمانی نه تر اوستا پوری له اوستا نه تر دریمی او څلورمی هجری پیرۍ پوری او د دغی زمانی له شاهنامو څخه تر نن ورځی پوری د دغه مملکت عقیده او ژبه هر څه چه وه هغه یوه پیښه چه وخت په وخت یاده شوې او په ډیر قوت نوی شوی ده زمونږ د لويو پادشاهانو نومونه او د دوی روښانه کار نامی دی چه یوه زمانه د وید په سرودونو کښی او یو وخت د اوستا په یشتونو کښې او يو وخت هم په شاهنامو کښی یاد او تکرار شوی دی. اود لوړتیا، عظمت او قوت، او شوکت آوازه ئې کله چوپ او غلی شوی نه ده او نه به غلی شی. زمونږ ملی تاریخ څرگندوی چه زمونږ د قوم پوهانو او زمونږ مدبرو پادشاهانو هر وخت غوښتی دی چه د قوم روحیات لوړ او ټکان ورکړی د هغوی له ښو وسائلو څخه یوه وسیله د آریانا د پخوانيو پادشاهانو د نومونو او د هغوی د افتخار وړ کارنامو یادول وو، په اوستائی زمانه کښی همدغه کار آریایان سره یو ځای او متحد کړل. له دوهمې هجری پیړۍ نه تر څلورمی پیرۍ پوری بیا همدغه لویه مفکوره د مرجیان او هریرود په حوزه کښی د آزادی غوښتنې د جنبشو باعث وگرځیدله او په سیستان هرات او باختر کښی د خراسانی اسلامی خپلواکو او آزادو سلطنتو د پیدا کيدلو د پاره ئې زمینه برابره کړه. په اوستا کښی د آریا نا پخوانې پادشاهان د يو مذهبې کتاب د مندرجاتو جز ذکر شوی دی په وروستيو پيړيو کښی د اسلام د مقدس دین تر خپریدلو پوری او د هغه نه وروسته د هغوی د نومونو او کارنامو د يادولو او ذکر کولو د پاره مجموعې او جلا کتابونه وقف شول او په دغه ترتیب د هغوی نام ؤ نښان او شهرت د خلکو په خولو کښی پريووت او د داستان او قصی په ډول د مملکت په ټولو ځايو او د باندى ملکونو کښی خپورشو او د عربو د فتوحاتو نه وروسته د پخوانیو خاطراتو یاد گار که د ليک په ذریعه ؤ او که په حافظو کښی په کلیو او بانډو کښی د بزګرانو او دهقانانو د طبقې په نزد پاتې شو.
د دغه وخت د خراسان یا آریانا پوهان بل ځل بيا په دی فکر کښی شول چه په ملې روزنه او د قومې روحياتو په تقویه کولو کښی د مملکت د پخوانيو پادشاهانو او پهلوانانو د کارنامو له يادولو څخه کار واخلی دغه مقصد له څو مودې نه را ایسته په زړونو کښی پروت ؤ تردې چه د سامانې منورې کورنۍ د علم روزنې دوره ورسیدله، او له هره حیثه د داسی امید د روزلو د پاره زمینه برابره شوه. پاچا، وزیر، حکومت او محیط سره موافق شول او په تیره بیا احمد بن اسماعيل او د نصر بن احمد او د نوح بن نصر دربار چه د ٣۴٣-٢٩۵ هجری سنې ترمنځ کلونه را نيسې په ټولو زمانو کښې يو ډير مساعد وخت ؤ. د خراسان د بیلو بیلو ځايو څخه یوشمیر لوی لوی فاضلان، پوهان او ويونکې (نطاقان) پیدا شول او په دغه باب کښې ئې قلم پورته کړ مگر بیا د دغه لوی جنبش مرکز او د پخوانیو خاطراتو د نوی کیدو کانون او د ملې روحياتو د تقويه کيدو مبدأ باختر یعنی هغه مملکت ؤ چه وید او اوستائی آریائی ټولنې ته وړاندې کړی وو. په ویدی ریشییانو او اوستائی و یونکو پسى ځينو بلخی پوهانو لکه ابو منصور محمد دقیقی بلخی، ابو على بلخی، ابوالمؤید بلخی، ابوشکور بلخی، او د بلخ ځينو نورو پوهانو او فاضلانو تصميم و کړ چه د خپل مملکت د پخوانیو پادشاهانو د جاه ؤ جلال او عظمت خاطرات نوی کړی. دغه کار د بلخی دقیقی سره شروع شو او نورو شاعرانو هم پکښی لاس وواهه او برخه ئی پکښی واخستله او د فردوسی او اسدی طوسی د شاهنامې، او گرشاسپ نامی، سره تکمیل شو. هغه پادشاهان چه شاهنامی، کشتاسپ نامی گرشاسپ نامې د خسروان نامې او نورې ئې نومونه اخلي او يادوى ئې، قول بلا استثنا د آریانا هماغه پخوانې پادشاهان او پهلوانان دی چه لومړی ځل وید او وروسته بیا اوستا د هغوی یادونه او ذکر کړی دی او شاهنامو سره د ځينو لاس وهلو او تصرفاتو او سره د ډېرو خيالې صحنو د تشکيلولو او د ځينو نورو پهلوانانو د یادولو چه د اوستا د زمانی نه وروسته پیدا شوی دی د آریانا هماغه پخوانۍ تاریخی پېښې، گذارشات او خاطرات د هغو د حقیقی صحنو له مخې، بلخ، زابل، کابل، قندهار، سیستان، هرات او نورو ترسیم کړی دی.
* * *
نو وید، اوستا، او شاهنامی چه د آریانا خراسان اوافغانستان د ادبې، تاریخی، او حماسی نبوغ نماینده گی کوی، هغه سلطنتی کورنی، پادشاهان او پهلوانان چه یاد کړی ئی دی ټول زمونږ د مملکت په پخوانې تاریخ پوری اړه لری. او د دوی ترمنځ مقایسه چه په راتلونکو بانډو او مخونه کښې کېږی یوه داسې ښه رویه ده چه دغه نظریه ثابتوی.
هغه سلطنتې کورنۍ چه په اوستا کښې د ( پارا داتا ) او ( کاوی) په نومونو يادې شوی دی د اسلامې زمانې منابعو اوشاهنامو له هغو نه ( پیشدادی ) او (کوانې) يا (کيانې) جوړی کړی دی د بلخې پیشدادیانو او د بلخې کيان په نومو مشهوری دی، او هغه پادشاهان چه په اوستا او شاهنامو کښی د هغوی د نومونو په آخر کښې د اسپه او اسپ کلمې راغلی دی او له هغوی څخه یو (ويست اسپه) یا (کشتا سپه ) د زرتشتر معاصر او پخپله د اوستا ظهور او پیدا کېدل دی او دقیقی بلخی هغوی یو ځای د بلخ د صحنې له مخې تصویر کړی دی یوه داسې څانگه ده چه د کاوی يا کيانی له کورنۍ څخه جلا شوی ده.
د فارس ځینی مورخین د شاهنامې په لوستلو او خاص بيا په غلط صورت د هغې په تعبیر او د صحنې په تطبیق باندی د نه پوهېدلو، او د هغې د حقیقی پادشاهانو او پهلوانانو د نه پیژندلو له امله د اشتباهاتو سره مخامخ شوی دی. او کاوی یا کیانی ئی هخامنشی گڼلی دی. او د دغی غلطی مفکوری په اساس ئی باید پارا داتا یا پیشدادیان سلطنتی کورنۍ بللای چه د هخامنشیانو نه پخوا ئی سلطنت کړی وی، او هر کله چه نه پوهېدل چه د هخامنشيانو نه پخوا څوک سلطنت ته رسیدلی متردد وو. دغه ډول اشتباهات د داسې کسانو په افکارو کښی زیاتره له دغې لارې پیدا شوی دی چه د منځنیو پیړیو تیارو (تاریکی ها) د دغو کسانو د مملکت تاریخی حقائق د دوی له نظر څخه بیخي پټ کړی دی لکه چه دغه ډول مؤرخين تر څو وروستیو کلونو پوری چه اروپائیانو د هخامنشی د لیکنو او کتيبو لوستلو ته اقدام نه ؤ کړی د هخامنشی له کورنۍ او پادشاهانو نه بیخی بی خبره وو، او د (ماد) پادشاهان چه د هخامنشیانو نه پخوا ئی په مدیا کښی سلطنت کړی دی د دوی په نزد بیخی مجهول او نامعلوم وو، اوس چه د فارس او د مدیا د مادیانو د هخامنشی پادهاشانو وضعیت د کتيبو له مخې روښانه شوى دى نو شک او شبهه پاتی نه شوه چه دوی د بلخی کیان او پیشدادیانو سره کوم جزئی تماس نه درلود د دوی د عصر زمان، قلمرو، سلطنت او د حکومت د مرکزو نومونه ټول سره فرق لری او یواځی په منځنيو پيړيو کښی د ماد او فارس د کورنيو د نومونو هېرېدل د دې سبب شو چه د اوستا او د نورو مستقلو مؤلفاتو له مخی د بلخی کیان او پیشداديانو نومونه واخستل شي او د نورو سره يو ځای او پیوند شی بیله دې چه فکر وکړل شی چه دغه پیوند ښه راځی او که نه؟ دغه د هم ويلو وړ خبره ده چه دغه پیوند ئی یواځی د کیان او هخامنشی په باره کښی کړی دی او له هغو نه پورته جرأت ئی ندى کړی چه د ماد له پادشاهانوڅخه پیشدادی جوړ کړی بلکه د دغه وروسته دکر شوی په باب کښی وائی چه پیشدادی ډېره پخوانۍ کورنۍ ده چه د آریائیانو له جدائی او هندو فارس ته د دوی له تگ نه پخوانی په آریائی مشترکه کتله باندی سلطنت کاوه ډېره درسته او معقوله خبره ده مگر په کوم ځای کښې؟ دلته بیا چوب کیږی او سکوت کوی ځکه په نقصان ئی تمامیږی ورنه دغه مسئله واضحه او روښانه ده چه د آریایانو هند ؤ فارس ته له مهاجرت نه پخوا په باختر کښی گډ او مشترک ژوندون کاوه.
د دغه ډول نظریاتو مخترعين که چیری اوستا و لولی نو پوه به شی چه د زرتشتر کتاب بلخی سپنتمان، هخامنشی او دما د او فارس سلطنتی کورنۍ بیخی نه پېژنی. دغې مسئلی د ځینو مدققين لکه (کریستن سن) او (کلئمان هارت) توجه جلب کړې ده او (هانری ماسه) په (فردوسی او ملی رزمی اشعار) نومی کتاب کښې په ۱۷ و ۱۸ مخ کښې دغه پوښتنه کوی چه ولی هخامنشیان په اوستا کښی یادشوی ندی؟ د باختر پخوانی اوستا چه د زمانی په لحاظ د هخامنشیانو نه ډېره پخوا د آریانا په شمال کښی پیدا شوې او میدان ته راوتلې ده نو طبعا باید هخامنشیان و نه پیژنی، کوم شی چه د (هانری ماسه) د حیرانتيا سبب گرځېدلی دی دا دی چه حتی د اوستا په نوې برخه کښې چه په ساسانی زمانه کښې جمع شوی ده او په هغو تفسیرونو کښې چه په دغه زمانه کښې ورباندى ليکل شوی دی بیا هم په هېڅ يو کښې له هخامنشیانو نه يوه کلمه یاده او ذکر
شوې نه ده.
په دغه ترتیب آیا بیا هم څوک جرئت کولی شی او ویلی شی چه کیانی له هخامنشی نه عبارت دی؟ اوستا نه یواځی له ماديانو، هخامنشیانو او د دوی له مملکتو مديا او فارس څخه څه ذکر ندی کړی بلکه د دوى د ځمکو د ځمکو ځينى برخى ئى لکه مازندران او طبرستان د دیوانو یعنی د اوستائی مذهب او آئين د مخالفينو مملکت بللی دی، او د بلخی کاوی او پیشدادی پادشاهانو له سیاست څخه يوه دا خبره وه چه د هغوی سره جنگ او مبارزه و کړی، په تېرو پاڼو کښې مو وویل چه د (دونکر) او (ویلیم گایگر) د نظريې له مخې پخوا له دې چه هخامنشیان او مادیان پیدا شی او ظهور و کړی په باختر کښی مقتدره امپراطوری جوړه شوې وه او د آریائی تهذیب اصل کانون دغه ښکلولی علاقه شمېرل کېدله، اوستا د (پارا داتا) (کاوی) او (اسپه) د کورنيو په نامه په آریانا کښې د همدې آریائی امپراطوری له پادشاهانو څخه بحث کوی، هغه شاهنامې چه په دریمه او څلورمه هجری پیړۍ کښی بیا زمونږ د مملکت د مقتدرو شعراوو له قریحی څخه راوتلی دی د اوستا ټولی پخوانۍ او باستانی خاطرې نوی کوی. او د آریانا هماغه پخوانۍ سلطنتی کورنی چه په اوستا کښی یا دی شوی دی د پیشدادی، کوانی یا کیانی په نامه یاد وی. په دې کښی څه شک او شبه نشته چه د بلخ او د خراسان د نورو ځایو داستان ونکو شعراوو د اوستا اساسی خطوط څرنگه چه په خاطرو او ځينو آثارو کښی محفوظ پاتی شوی وو حتی المقدور محترم بللی اوله هغو نه ئی تیری او صرف نظر ندی کړی مگر د زمانی تېریدلو او د نور پهلوانانو پيدا کېدو او په شعر ویلو کښی د تفنن څرگند ېدو د هغوی په ويناوو کښی لاس وهلی دی، په هر حال هغه شی چه مهم دی لومړی د دغو نومونو د دوو سلسلو تحولات تر کتنی او څیړنی لاندی راوړو، او د پېښو په گذار شاتو کښی زیاتر پخپله اوستا ته مراجعه کوو.