د اسکندر لښکر کشی له مقدونیی څخه تر هایر کالیی پوری

د افغانستان پخوانی تاریخ پنجم ، لو مړۍ برخه

مقدونی اسکندر: اسکندر د دوهم فلیپ زوی او فلیپ د مقدونیی پاچا ؤ مقدونيه د بالقان د شبهې جزیری په شمالی برخه د یونان په شمال کښی واقع او د پراخو جلگو او هـنکو غرو لرونکی ده غربی منطقه ئی د څارویو د گلو او رمو د ساتنی ځای او جلگی ئی د کرهڼی او زراعت ځای دی د مقدونیى خلق قوی او ځان داره او د سختو اخلاقو خاوندان او خورا توریالی وو لدی کبله یونانیانو، دوی خپل نه گڼل او نيم وحشی ئی بلل فلیپ لایق سړی او په کار پوه و. ده خپل مملکت ژر له اړؤ د وړ څخه وژغوره او بنيه ئی ور قوی کړه څو کاله وروسته له دی کبله چه د یونانی مقدساتو حمایت به ئی کاؤ، د یونانیاتو په زوړ کښی ئی ځای و نیو او د فلیپ مقصد دا ؤ چه خپل ځان د ټول یونان په سپهسالارۍ باندی غوره کری، پدی مقصد سره دی په «کرونه» نومی ځای  په ۳۳۸ ق، م کال کښی پر اتنیانو غالب شو، او د یونانیانو د استقلال بیرغ ئی را کوز کړ، په نتیجه کښی د مقدونیی پاچا د ټول یونان پاچا معرفی شو. دی په هغه پیشنهاد کښی چه له آسیا سره ئی د جگری د لزوم په باره کښی و کړ، کامیاب شو، او د یونان د گردو ښارو نمایندگانو دی خپل سپه سالارو باله فلیپ پر اسیا باندی د حملی تدارکات په ۶٣۶ ق، م کال  کښی پوره کړل او خپلو جنرالانو ته ئی امر ور کړ چه په کوچنۍ اسیا کښی یونانی ښارو ته د پارس د پاچا له اطاعت څخه خلاص کړی مگر دی پخپله دغه آرزو باندی موفق نه شو. او په يو مجلل جشن کښی چه د ټول یونان د ده د سپهسالارۍ به افتخارچه نصیب شوې ئی ؤ جوړ شو. او د یوه یونانی په لاس و وژل شو، وائی چه د ده د قتل منشا د ده ماندینه (المپیاس) اوزوی ئی اسکندر وو.

سکندر د فلیپ له مرگه وروسته د هغه پر ځای کښیناست، دا سړی هغه دریم سکندر دی چه د مقدویی پاچاهۍ ته رسیدلی و، دی په ٣۵۶ ق، م کال د (پلا) په ښار کښی تولد شویدی، پلار ئی فلیپ د دریم امین تاس مقدونی زوی او مورثی المپیاس (دنه اوپ تولم) Neoptoleme لور وه چه د مولوس Mollosse د خلقو پاچا ؤ، او ځان ئی د آشیل Achille د یونان د افسانوی پهلوان له اولادې څخه باله، خو هر کله چه مقدونی پاچاهانو ځان د ھرکو لس د یونان د نیم رب النوع له نژاده څخه گاڼه لدې کبله د اسکندر نسب د اساطيرو له مخی د پلار له خوا هر کولس، او د مور، له خوا آشیل ته رسیده - اسکندر په ۳٣۶ ق، م کال پر تخت کيناست او دا مهال شل کلن ؤ اسکندر سپین پوستی ټیټ قامته ځوان ؤ، اندامونه ئی قوی او پوزه ئی لکه د گوریتی (ټپس) غوندې وه د مختلف رنگو سترگو خاوند، نظرئی نفوذ لرونکی او ذکی طبع او فوق العاده عصبی ؤ، موسيقى ئى خوښوله او د هو مر اشعار ئی تر ټولو اشعارو خوښول او مرجح ئی گڼل په عسکریت کښی د خاص ذوق خاوند، او په سپرلۍ کښی ماهرة سوار کار ؤ. 

خلکو ده ته اعتنا نه درلوده او دې ئى هلک باله مگر سکندر داسی جذاب نطقونه وکړل چه د خلقو په زړو کښی ئی ځای ونیو، ځینی هغه کسان چه د ده له اطاعته څخه ئی سر پیچلی ؤ، هغوی ئی د ځان تابع وگرزول، او بيا سم له هغو ترغیباتو، سره چه پلار ئی نیولی وو د مشرق لور ته ئی لښکر را وایست. 

د هخامنشی دولت: په مشرق  د هخامنشی سلسلي پاچاهی مخ په زوال روانه وه، او دریم داریوش د فارس پاچا د قلیپ له مرگه څو موده پخوا پاچا شوی ؤ، وروسته تر دارا، او خشیار شاه د مملکت چارې په ښه ډول په مخ نه وی تللی او د هخامنشیانو اقتدار مخ په فنا روان ؤ، داریوش خبر ؤ چه د ده دولت له څه ډول خطر سره مخامخ دی. اما د فلیپ مړینی دی بیغمه کړ، او دښمن ئی حقیر و گاڼه اصلاً هم دی سړی جنگی روح نه درلود، او په داسی مهال کښی چه د هخامنشی دولت په بحران گرفتاره ؤ باید د مملکت اداره داری یوه شخص په لاس کښی درلودلی چه څه قدر جگړه مار او تر آرامی غوښتلو نه ئی فعالیت زیات وای، همدغه سهل انگاری وه چه نه یوازی د هغه دولت بلکه زمونږ هواد ئی هم د مقدونی سکندر له خطره سره مخامخ کړ، هغه ستری غلطی گانی چه له ده څخه څرگندی شوې نوموړی ئی د پارس له خورا بدبختو پاچاهانو څخه و گرزاوه - البته پدی کښی د انکار ځای نشته چه وروسته تر دې چه د سکندر له لښکر کشی څخه خبر شو، څه مزدور او اجیر سپایان ئی له یونان څخه واخستل، او هم ئی د خپلو داخلی عسکرو شمیر ډیر کړ، مگر ټول د جگړې میړونه، نه وو، یوازی (د لښکرو سیاهی) بلله کیده. 

د اسکندر لښکر کشی: اسکندر له هسپونت څخه تیر شو، او د گراتیکس په جگړه کښی د داریوش په لښکر باندی بریالی شو، گراتیکس یو دریاب دی د اوسنۍ تورکیې په شمال غرب کښی چه د مار مورا په بحیره  کښی توئیږی، دا جگره خورا سخته وه، او نزدی ؤ چه پخپله سکندر هم ووژل شی اما کلیتوس نومی سردارئی مرستی ته ورسید او د سکندر ژوند ئی له خطره څخه وایست بله جگړه چه د یونانیانو او پارسيانو په منځ کښی پیښه شوه، په اسوس نومی ځای کښی وه؛ پدې جگړه  کښی پخپله داریوش د خپلو عسکرو قوماندان ؤ، د جگړی په ترتیب کښی داریوش فکر و نه کړ او ماتې ئی وخوړله، دلته ټوله شاهی بارگاه (کمپونه) اوسامان سکندر ته په لاس ورغی. 

پس له دې جگړی سکندر د (صور) ښار چه دفنیقیانوله مهمو او تجارتی ښارو څخه ؤ، ونیو خوهر کله چه د ښار خلقو له ځان څخه په میړانه دفاع کړې وه او سکندر او د ده لښکر ئی څو ځلی مایوسه کړی وو نو اسکندر ورته ډېر په غضب او قهر ؤ، د قتل عام حکم ئی ور باندی وکړ چه میړونه ئی ووژل شول او ښځی، اطفال ئی لکه مریان او مینځی وپلورل شوی.

سکندر له دې ځايه مصر ته متوجه شو، خو مصريان هر کله چه د هخامنشې له حکومت څخه نه وو راضی د سکندر راتگ ئی محترم و گاڼه او سکندر بی له جگری مصر ونيو.

اسکندر په مصر کښی د امون تر معبده پورې ولاړ، او د ننه په معبد کښی ئی خورا ډیر احترام څرگند کړ او پخپله د ده د توطيې له مخی د معبد کاهن، دی د امون زوی وباله، او دا هغه لقب ؤ، چه تر ده پخوا د مصر فرعونانو درلود په هر حال همدغه د امون د معبد د کاهن خطاب ؤ، چه نوموړی وروسته هغه مهال چه زمونږ مملکت ته راورسیده او د خدائی دعوه ئی و کړه. 

هخامنشی پاچا خپل ځان ښه بایللی ؤ، او هیله ئی درلوده، چه سکندر له ده سره صلح و کړی او همدا وه چه سکندر د موصل خوا ته په مخ راغی، داریوش و وېرېده او صلح ئی وغوښتله اوو دې ته چمتو شو چه خپل مورونی سلطنت له سکندر سره ووېشی او د دواړو دولتو فاصل حد ئی د فرات سیند وټاکه د داریوش دې وارخطائی سکندر ته لاقوت ورکړ، او خپل بری ئی یقینی و گاڼه، نو د داریوش غوښتنه ئی رده کړه - دلته داریوش مجبور شو چه د جگړې تیاری و نیسی، او له هری خوا ئی مرسته وغوښتله، او خپل ټول لښکر او معاونین ئی په بابل کښی جمع کړل - او پخپله د اسلحی او د جگړې د اصولو په فکر کښی شو، د دجلی له سیند څخه د سکندر د تیرېدلو په وخت کښی پارسيانو ډېر غفلت وکړ، که نه مقدونی لښکرې په دې ځای  خورا په وحشت او اضطراب گرفتاره شوې وې د جگړې میدان گو گملاؤ، چه د موصل ښار ته نزدې يو ځاى دى - جگړه شروع شوه او دواړه اردوگان یو له بله سره مخامخ او په جگړه بوخت شول - لومړی داسی څرگندیده چه داریوش به بری مومی، مگر سکندر دلته هم لکه د اسوس د جگړې په شان، ځان داریوش ته ورورسباوه یوژوبین (لنډه نیزه) ئی ورغوزار کړ، داریوش و نه لگیده، خو د هغه د عرابې چلوونکی ئی را نسکوړ کړ. د قراولانو په منځ کښی چوکچوکه شوه یعنی شورما شور شو ځکه هغوی گمان وکړ چه دا ضربه پخپله داریوش ته رسیدلی ده، نو ماتی له یوه صفه بل صف ته سرایت و کړ، داریوش هم بې له دی چه څه کار وکړی، وتښتیده، دا جگړه قطعی ماتی وه چه بر پارسیانو تحمیل شوه او د هخامنشی د دولت کمبله ټوله شوه سکندر د پارس د مځکی په نیولو کښی هیڅ یو مانع نه درلوده، ځایونه ئی یو په بل پسی ونيول ترڅو چه: پرسی پولس ته راورسیده، او خلق ئی ووژل او بندیان ئی کړل، خو هر کله چه پدې مهال کښی بل مانع په مخ  نه لیدل کیده نو زیاتره به ئی د باده نوشۍ مجلسونه جوړول دعيش او نوش په يو محفل کښی، یوی آتنۍ ښځی چه تائیس نومیده له ده څخه وغوښتل چه اجازه ورکړی تر څوچه پخپل لاس د خشیارشا ماڼۍ ته اور ورته کړی، ځکه دا ماڼۍ  دهغه پادشاه ده چه د آتن د ښارونو څخه تئ یو ښار چه (اکروپولس) نومیده سوځولی ؤ. لنډه ئی دا چه هغه شپه یوه داسی ویر نه (تراژئدی) جوړ شوه چه نکل ئی په افسانو کښی ځای ونیو - سکندر یو مثال بل کړ او هغه ئی پخپله تائیس ته ور کړ، بیا ئی هغه ښځه په غیږ کښی واخیسته او پورته ئې کړه، او په دې صورت سره ئی د اور لمبی جگی کړی او تماشه ئی جوړه کړه. 

د دریم داریوش مرگ: سکندر پس له هغه د داریوش په تعقیب کښی شو ځکه دی پوهیده چه د داریوش د کار تمامول د ده د مملکت دارۍ تحکیم دی، لدې کبله په تلاش کښی شو او د پارس پاچائی تعقیب کړ،داریوش چه له لومړی ځل څخه سکندر پسرځان غالب فرض کړی ؤ، او روحاً د هغه قدرت ته تسلیم شوی ؤ، لدې کبله ئی و نشو کړی چه کوم صحیح اقدام وکړی، هر کار چه غوښتل به ئی هغه وکړی باور ئی پرې نه درلود، چاره ئی نه شوای کولی، محض یو بېچاره شوی ؤ بسوس د باختر والی د هخامنشی د دولت له خطرناکو غليمانو څخه ؤ، او د دی له پاره چه د دې دولت وجود چه دښمن ئی باله، له منځ څخه ورک کړیؤ ښه موقع ئی ورته پیدا کړه، او نور سرداران لکه بارسائنتس د درانگیانا او اراکوزیا حکمران، او نابارزانس، د شاهی گارد جنرال له ده سره متفق شول او داریوش ئی وواژه او په دې صورت سره ئی هغه خطر چه د هخامنشی د دولت له خوا ئی تصور کاوه له منځه لری کړ او د هغه راتلونکی خطر په فکر کښی شول چه د مقدونيانو، او د سکندر له خوا دوی ته راتلونکی و - لدې جهته د خپلو ځايو خواؤ ته ولاړل ترڅو چه د سکندر د مقابلی لپاره تهیه ونیسی.