ادبی شخصیت
د پښتنو په تاریخ کی د دولسمی هجري پیړۍلومړی برخه د یوه ملی قیام او رستخیز دوره ده. په دغه وخت کی د پښتنو نامی پهلوان او لوی شاعر خوشحال خان مړسو، او د ده له اسفناک مرگه سره د لرې پښتو نخوا د ننگياليو پښتنو ملی جهاد د کورگانیانو د ظالم او پردي حکومته سره ختم سو. مگر پښتنه ابۍ شنډه نه وه، په همدغه زمانه کی له برو پښتنو څخه يو بل میړه دهوتکو په درنه کورنۍ کی پیدا سو، چی کندهاریانوحاجی میرخان باله. او دا هغه دروند او آزادیخوا او مدبر سپین ږیری دی، چی اصلی نوم یی ميرويس خان وه. ميرويس خان د کندهار په سیمو کی مشال بل کړ، هغه چی شل کاله مخکی خوشحال خان د لنډي او اباسین پر غاړو روڼ کړی ؤ. هغه رڼا چی لږ وخت د مخه د اکوړې او خټکو او یوسفزو پر سیمه او غرو ځلیدله اوس د ارغنداو پر غاړو پر کندهار وځليده، او د میرویس په رهنمایی او تدبیر د کندهار په تاریخی ښار کی د آزادۍ گلگون بیرغونه و رپیدل. د میرویس خان د آزادی د جنگو او د هوتکو د کورنی يو توريالى جنرال سیدال خان ناصر ؤ، چی له کندهاره تر هراته او اصفهانه د ده د همت ا و فتوحاتو او تورې د ځلامیدان ؤ. د پښتنو دا لوی جنرال او فاتح سپه سالار چی د هوتکو د دورې ارت فتوحات د ده په توره او مړانه سوي دي د تېرې تورې او دلاورۍ سره يې دردمن زړه او بینا سترگی هم درلودې، د پوهی اوعلم خاوند ؤ او د پټي خزانی د مؤلف په قول یی مروج علوم، لکه فقه، تفسیر، فصاحت، صرف و نحو او پارسی کتب لوستلی وو.
زما مطلب په دې لیک کی د سیدال خان لښکري نبوغ او جنگی مأثر نه دي، خو دونی باید ضرور ووایم، چی دغه نامتو او ميړه جنرال په هرات او کندهار کی د وطن د دفاع او د پښتنو د عظمت له پاره تر دې حده و جنگېده، چی په پای کی د کلات په جنگ کی د نادر افشار په لاس ورغی، او د هغه په حکم ړوند کړ سو، اوعمر یی د کابل په شکر دره کی تېر کیء، او هم د دغه ځای د سیاه سنگ په هدیره کی ښخ دی. وایی د کوم انسان په فطرت کی چې د نبوغ او عبقريت استعداد وي، نو که دغه د اتلتوب لیاقت په یوه رنگ کی ښکاره نه سی په بل رنگ او صبغه خو ضرور ښکاره کیږي.
شاعري اصلاً یو نفيس او جميل فن دی، چی د انسان له فطري او جمالی استعداده رازيږي، نو که یو سړی د دې هنر له پاره خټه کی تومنه لري. خو د ظهور او تجلی له پاره يې مساعد چاپېر نه و مومی، نو ښایی چی د دغه وړتيا او لیاقت د څرگندیدلو له پاره کومه بله مساعده او سمه مجرا پیداسی، او هم له هغی خوا د نبوغ او اتلتوب مظاهر څرگند سی زموږ توریالی جنرال سیدال خان هم له دغو وتلو او نامتو انسانانو څخه ؤ. چی د شعر له نفیس صنعته سره يی عسکري اتلتوب او نبوغ هم درلود، سیدال هم لوی جنرال ؤ هم ښه شاعر ؤ، د پټی خزانی مولف مؤ محمد هو تک و ایی:
سیدال خان ناسر په هغه وخت چی په جنگ گرفتار نه ؤ، نو به يې اشعار ويل، او د عشق سندرې به یې کښلی، خو اوس په اصفهان کی په مهماتو بوخت دی او د شعر ویلو فرصت يې نسته او ورځی په جنگونو تېريږي چی رستم هم ځنی ډار کا.
د سيدال له عسکري نبوغ او لیاقته سره دغه ادبی ذوق او نفیسه قريحه ډيره ښه ایسی د ده د شعر ډیری نمونی موږ اوس نه لرو، خو د پټی خزانی د مؤلف په همت د ده یوه ملی بدله گوتوته راغلی ده.
دا بدله د یوه ملی او خاص پښتو وزم او شعري رنگ نمایندگی کوي او د هغو سپرو بدلو یوه ښکلی نمونه ده، چی تر اوسه یی هم بدلچیان، د کندهار په باغو، او د سیوری او اتغر په سیمو کې په ټولنه او ښکلو خوند و رو ږغونو وایی او زموږ د ملي بدلو او کسرونو يو خاص ډول دی.
د مینی دنیا بیل رنگونه او ډول ډول مظاهر لري، کوم وخت چی سړی په دغه کوڅه کی قدم ږدي، بيا تر هغه دمه چی د دې لارې په کږو وږو پیچو مو روږديږي ډير مراحل به طی کوي، څو چی پای ته به هر څه د خپل يار په رنگ کې ويني او تش به هم په ده مشغول وي، مولوي بلخی دغه حال داسی څرگندوي:
اوست نشسته در نظر من بکجا نظر کنم
اوست گرفته شهر دل، من به کجا مقر برم
سیدال خان دغه مقام ته د بدلی په کسر کی په فصاحت او خوږتوب ښه اشاره کوي:
یار ما له هسی گران سو
راتېر تر ټول جهان سو
نور نه و ينم په سترگو
جهان ټول راته جانان سو
ظاهراً له يوه عسکري سړی څخه د صوفيانو د تحقیقی مقام داسی بیان عجیب ښکاري مگر د فطرت د جمالی تشعشع تجلیات خو پر کايناتو عام دي، او ښایی چی یو سپاهی هم د هغه په هغو سترگو وکړای سی، لکه مدقق صوفی چې یی داشراق په برکت کوي!
د سیدال د بدلی لومړی بند داسی شروع کيږي:
دوې زلفی دې اوږدې کړې
پر مخ دې راخپرې کړې
سرې اشرپۍ دې په تندي باندې سپرې کړې
گرځی په باغ کی په گلونو کی نخرې کړې
په اور دی وسوم یاره
راته اور تازه بوستان سو
په دې بند کی ښاغلی لوستونکی ته د یوې پښتنی معشوقی کړه وړه او د جمال مظاهر ښه ښکاري، او دلته د يوه پښتانه توریالی او بریالی جنرال عاشقانه څېره څرگنديږي او د ده شعر هغه رنگ مومی چی باید د پښتنی محیط او پښتني تخيل نمایندگی و کړی او همهغسی و ږغیږي، لکه يو پښتون چې ږغیږي.
په دوهم او دریم بند کی د عاشق حال او د زړه خوږ هغه ډول تصوير کوي، هغه چی د شرقی ادب د تخیل او محاکات مشترک میراث دی، دلته دو روځو ليندۍ او د بڼو غیشی ضرور کار کوي، او دا خو هغه د زاړه حربی سیستم اثرونه دي چی په شرقی ادب کی عموماً د تعبير له پاره له هغو څخه کار اخلي، ځکه چی په هغو وختو کی لا نورې وسلی نه وې عامی سوې، او د جنگ پر میدان به هر توریا لی یا توره ځلوله، او یا به یی غټی غشی لیندۍ اوږو ته اچولی وې او په هغوی به یې تېره غشى و يشتل، نو شاعر به خپله معشوقه په هغو وسلومسلحه گڼله او په هغه وخت کی د شاعر وظیفه هم دغه وه، چی د خپل محیط ترجمانی و کړي، اما اوس که څه هم داتم په زمانی کی یو، خو زموږ گرانه معشوقه له هغی کږې ليندۍ او غشو څخه کار اخلي، او د مين خراب زړه په هغو پخوانو وسلو ټپی کوي سيدال وایی:
مین چی اشنایی کا شپه و ورځ به گریانی کا
شهۍ ده ستمگاره، خوشحال زړونه به زخمی کا
ليندۍ لري دو رو ځو، د باڼو غشی کاري کا
مين په لويو غرو ځی
سر تور په نيمو شپو ځی
وصال یی نصيب نه سو
گوره زړه ډک په ارمان سو
پخوا خو به مین د عشق په درد اوسوزکی لیونی غوندې پر گوښو گرځيده او مخه به یی پر دښته او سارانیولی وه او خاورې به یی هم پر سر بادولی، مگر دا د جنون لوړ مقام اوسنی بدبخت مین ته حاصل نه دی، ځکه چی اوس ښارو ته نزدې گوښی ځایونه او سارانه سوی پاته. ټولی ښکلی او لوړی ماڼۍ سوې، ودانۍ او لارې هم گرده په سمټو کلکی سوې بیچاره مین یو موټی خاوره نسی پیدا کولای چی پر سر یی و پاشی، او که څوک داسی لیونی غوندی پر گوښو گرځی او خاورې پر سر بادوي، نو یی ژر دارالمجانین ته بیایی ښاغلی دوکتور به یی د لیونتیا علاج و کی نو په دې او سنی دنیا کی به څوک قدامت پسند او د پخوانو افکاروخاوند مین د ښار په کوڅو کی ایله کړی، چی له ماښامه ترسهاره په خپلو آهونو او غلبلو نور خلک له خوبه و باسي، او آرام یی وران کي؟ سیدال خان وايي:
نارې وهم د شپی تر صبحدمه
ناتوانه د بيلتون يم يو گړۍ نه لرمه
بی تامی نفس خيژي راځه زما د زړه همدمه
نظر په ما غريب کړه
چی تا خون می ستا په ځان سو
مين په خپله ذهنی دنیا کی کله کله تشبيهات پیدا کوي، او غواړي چی د خپل زړه کړاو او د عشق درد اوسوی د تشبیه په وسیله خلکو ته وښيي ځکه چی دغه بی درده عالم خو د ده د مین تا به کړاوونه په دغو مادي سترگونه وینی، نوځکه دی له استعارې او تشبيه څخه کار اخلي سیدال وایی:
شبنم په گلو ښکاري
زما اوښکی داری داری
خو ناب ځی ستا له غمه زما په مخ کی لاری لاری
تمامه شپه که تېره په ژړا په ناری ناری
ښکاره سوه چی مجنون يم
ليونتوب می اوس عیان سو
بوستان ښکلی زیبا دی
رنگین په اوښکو زما دی
د زړه پرهار گلگون دی چی بلبل په تماشا دی
په مینه می زړه و چاو دىء ته وايې په خندادی
نتلى د بيلتون يم
زه سیدال دامې بيان سو
د سیدال د شعر او شاعرۍ خوا د ده له حربی نبوغه او کمالاتو سره البته نه قياسيږي، مگر دا خو ضرور ښکاره کوي، چی سیدال یوازی جگړن سپاهی نه بلکې عالم ؤ، شاعر ؤ د ارټ ذوق یې لاره، او د ده په دې بدله کی د ادبی لیاقته سره د موسیقیت طنان او خو ځوونکی روح هم نڅا کوي، او دا بدله په داسی خواږه ږغ او ترنم ويله کیدای سی، چی زموږ د ملی ږغونو او آهنگو يوه خوندوره نمونه گڼله سي. نو د سیدال په جنگی کرکټر کی موږ د آرټ او نفاست تجلیات هم د شعر او موسیقی په رنگ کی مومو، او زموږ د بریالی جنرال د شخصيت يو بل ښکلی او د ستایلو وړ اړخ دی، چی د پښتنو ځینی نور جنگی نوابغ لکه پیر روښان، خوشحال خان، احمد شا بابا او شاه حسین یی څه نه څه لری.