32

د روزگان ډبرلیک

پښتو څوارلس سوه کاله پخوا

دوهم دليل چي موږ ته د پښتو څرک، د دغو شاهانو په کورنيو کښي راکوي، د دوی نومونه دي، مثلاً یوه کورنۍ شاهان چي د هیوان تسنگ چینی سیاح په وخت (۶۳۰م) او دوو کونگ بل چيني سیاح (۷۶۰م) په عصر کښي پر گندھارا او اټک تر ټیکسلا پوری مسلط و و" کشتریان" دي، چي دا نوم د پوهاند مارکوارټ په قول (کشه تریه )او په زړه پارسو اوسنسکرت کښي هم وو. لکه چي ما په مفصل ډول، د دې کلیمې شرح د پښتو ادبیاتو په لومړي ټوک کښي کړې ده، اصل يې د پښتو( کښه توره)او د پیر روښان د خیرالبیان په ډول (تور کښ) دی  او له دغو څخه د یوه پاچا نوم (لکه تورمان) و، لکه تورمن يعنيشمشیرزن، پښتو نوم دی. نور برهمني پاچهان چي د مسيحي اوومي پېړۍ په اوله برخه کښي پر کابل او د هغه پر نژدو ځمکو حکمرانان وو، دا دي:

کلر: مشهور په لليه - نوم يې کوي لر دى، يعني كوي او هوښياري او سرداري لرونکی، (د کوی به وروسته وکړم )اما لليه د پښتو لالا او د مشر لقب دی - تر اوسه هم هر هندو ته مجازاً لالا وايي. سامند لومړی جزیی (سا) په ساهو کښي سته، چي په مسکوکاتو کښی (ساها) هم راغلی دی. دویم جز له (مندل) څخه دی، يعني ساميدونکی، چي سامنته هم کښل سوى دى. کمرو یا کملو: دی په لام اوښتی دی، يعني رنگین او رعنا او ښایسته چی تر اوسه هم کمرو نوم په پښتو کښي سته،

يوه پښتو ناره ده:

کمره مېږولاړه پر ډبره

راسه خولگۍ راکه

ناامیده سي د لوی باري له دره

جیه پاله :ځیه = زئی پالونکي، يعني قوم پالونکی پاژوند پالونکی.

اننده پاله:انند یعنی عیش پالونکی، خوشحال خان وایی:

څو به غم د مال و ملک، د دین و دل کړم                                                                                                         

چي لا ستا له غمه روغ گرځم انند دی

تروجن پاله: توروجن پالونکی، یعنی توریالی پالونکی.

سپاله پتي: سپاه له پت ساتونکی او د لشکر پتی اومشر، د فارسی سپهبد.

پدمه : په دمه يعني په شوکت او دمدمه او مجلل اوشوكتماب.

خودویه که: د اپریدو خدويې او د تجلیل کاف،خدایک.

ونړکه: وړک د (وړ) يعني فاتح تجليلي مصغر.

 د دغو پاچهانو فقط نومونه له سکو څخه معلوم سوي دي.

هم په دغو وختو کښي چي د لوی کوی شوانگ (کوشان) انحطاط د درېيمي مسيحي پېړۍ په اوایلو کښي شروع کېده، په باختر کښي، کیدارا، د کوچنو کوشانيانو د سلطنت سټه ټینگه کړه، (کوی) د پښتو په ادب کښي (کاوه) راغلی دی، چي په ویدا کښي د سردار او پوه او دانا، او په اوستا کښي د پیشوا معناوي لري  دا لغت د اکثرو زړو نومو په سر کښي وو، لکه کوشان، کیخسرو، کاوه او نور، نو کیدار هم (کي دار. - کي لار - کي لرونکی يعني سردار او پیشوا او هوښیار) و، چی دا کلمه تر اوسه هم د نورستاني خلقو په ژبه کښی (کتور)

پاته ده او د کندهار د غربي خوا د غره پر سر چي کومي زړې ابادۍ دي، هغه (كيتور) بولي، ملاعبد الباقي کاکړ وايي:

پرکیتور باندي وخيژه

څو دي ديدشي ندارې دي

د کیدار نوم خو پښتو دی، مگر د ده یو زوی (پیرو) نومیده چي( پیرو، پیرا، پیر، پیرک ) نومونه تر اوسه په پښتوکښي سته.

تر دغو شاهانو وروسته چي په (۴۲۵) عيسوي کال د هفتالیو (ابدالیو) دولت جوړ شو، د دوی لوی پادشاه (اخشنور) و، (۴۶۰) چي د ده نوم په خدایې نامو او عربي کتابو کښي اخشنوار، اخشوان یا خشنواز راغلی دی، خو د کریستن سن په قول د دې کلیمی اصل له خشیون سره نښلي، چي په سغدي کښي د پادشاه په معنا و.

د افغانستان د تاریخ لیکوال ښاغلی کهزاد وايي: چي دا احشنور، پرگهر، معنا لري خو ده د کليمي تجزيه او شرح نده کړي، چي دا معنا له کومه راوتلې ده؟

او پر کوم فیلا لوژی تحلیل بناده؟ او ځکه چي ده کوم علمي دليل ندی پیش کړی، نو قول يې سنديت نه لري. خو د کریستن سن هالينډي پوهاند خبره سمه ښکاري، او دا کلمه داسي تجزيه کيږي: خش = کش = کښ د هغه قديم کش تري = کښ توري ریښې څخه دى، چي اخشن = خشن = کښن ځني جوړ شوی دی، دوهم جزیې (وړ = ونړ) دی، چي په پښتو فاتح او وړونکی دی، نو کښنوړ = کښنونړ = خشیون = اخشنور ټوله یوې ریښې ته ورځي، چي معنا په پښتو، کښ وړ، يعني كشتريه فاتح (تور کښ فاتح ) ده، او د دي (تور کښ وړ) پاچا جنگونه او فتوحات له ساساني فيروز شاه سره مشهوردي.

د دغو هفتالو (ابدالو) څخه چي په زابل کښي پاچهان وو، او په سکو کښي ځانونه جاولی = زاولی بولی، تورامانا (توره من) او د ده زوی مهر اکولا (میرکهول، لمر کهول) د

(۵۰۰ع) په شاوخوا کښي د هند مشهور فاتحان دي.

دغه مهرا کولا د ابدالیو مشهور فاتح، دوې کتيبې لري، چي د کندهار په شمالي (۴۰) ميلي روزگان کښي د شالی په دره کښي پر ډبرو ليکلي سوي دي. 

د آکسفورډ د پوهنتون د تاریخ استاد ښاغلی بیور دغه كتيبي کتلي، او یوه مقاله یې د پیښور موزيم په مجله کښي پر لیکلې ده، دی وايي: دغه د روزگان کتیبې له هغو درو نورو هفتالی لیکنو سره چي په ټوچي (وزيرستان) کښي پيدا سوي، او اوس د پېښور په میوزیم کښي خوندي دی، ډېر مشابهت لري، خو تر اوسه دغه د وزیرستان ليکني ندي لوستلي شوي، خو يوه له دغو څخه په منگولي خط او بله په یونانی خط ده، او دوې په دوو ژبو دي.

 د پښتو موزیم نمبر ۴۱ وزیرستاني کتيبه په كوفي رسم الخط ځيني عربي کلمات هم لري، چي (الله جل جلاله) 

او (محمد صل الله علیه وسلم) پکښی ښکاري، او نور منگولي توري دي.

پروفیسربیور وايي: د روزگان یوه ډبره چي ښه روښانه ده، په يوناني رسم الخط دا الفاظ پکښی لیدل کیږي:                                                                                                                                                                                      "باگوس شاهو زاولو مهروز کی"

بيور وايي: دغه پاچا چی نوم یې دلته راغلی دی، هغه د هون پاچا مهرا کولا به وي، چي د (۵۰۰ع) په خوا و شا کښي پاچهي لرله، او د ده اصلي نوم لا تر اوسه نه دی معلوم چي څه و؟ د دې الفاظو ترجمه دا ده:

"خدای مقدس پادشاه زابلی مهرا "

اوس موږ دا الفاظ په ژوره کتنه گورو، چي څنگه دي؟ 


۱.      باگو هغه بگه، بغه او د پښتو بگ دی، چي معنی یې

عظیم او خدای ده (شرح یې د بغلان په کلمه کښې  تیره سوه) پس له دې کلیمی (س) لیدل کیږي، چي ښاغلي بیور (ری) ورسره زیاتوي، او کلمه (سری) لولي، مگر ښايي چي دغه (س) د (باگو) سره یو ځای، او کلمه (باگوس) (باگویس = باگویز) وي، او دا پښتو (ايز = ایځ = ایس) د نسبت لاحقه Supplix ده، چي معنا يي

کيږي: (خداى، الهى، مقدس). 

۲.       شاهو يا ساهو په پښتو کښي سته، چي کله علم وي او کله صفت، وايي چي دغه کلمه او شاه او شار او شیر او شهر ټول له قدیمی کشتریه کښ تور څخه راوتلی دی چي شار د غرجستان او شیر د بامیان او پاچهانو القاب وو او د زابل او کابل د پاچهانو معاصر وو، په پښتو کښي تر اوسه شاهوزی او شاهو خیل سته.

۳.       زاولو منسوبه کلمه ده زاول ته، چي جاول او جاوله هم تلفظ کېده، او زابل یا زابلستان له غزني څخه د هلمند تر غاړو پوري ځمکه وه، او دغه اوسنۍ جاغوری او اجرستان او روزگان یې مرکزي سيمي وې، چي کتيبه هم په دره شالي کښي ده، چي له کندهاره د روزگان لاراجرستان او جاغوري او غزني ته پر دغه دره ځي دا د نسبت (و) اوس هم د پښتو په ځينو صفاتو کښي سته، لکه خېټه - خېټو، بریت - برېتو غوږ - غوږو، خو په مكاني نسبت کښي اوس نه راځي.

۴.      بله کلمه په دې کتیبه کښي مهروزكي Mihrozki ده. چي د بيور په خیال دا نوم هغه، مهرا کولا، دی.

ما د پښتو ادبیاتو په لومړي ټوک (ص ۷۵) کښي تفصیل لیکلی وو، چی کولا په ویدی ژبه د کورنۍ او خاندان معنا لري، اوس موږ (کهول یا کول یا کاله) ورته وایو، دا کلمه د شيخ رضي او شيخ نصر لودی په شعر کښی (کهاله) او د سلیمان ماکو په تذکره (۶۱۲ه) کښي کول وه پښتانه تر اوسه هم وایی: پایند کول (خاندان پاینده) مامد کهول (خاندان محمدزی).

اما مهر هم په پښتو (میر، مر، لمر، نور) دی د لورلايي ترینان تر اوسه هم لمر (میر) بولي، نو مهرا کولا = میرکول = د لمر كهول = د لمر له خاندانه دي، دا نوم تراوسه هم په پښتو کښي ډېر مستعمل دي : لکه میرخان، میرو، میرا (مونث: مورا) او هغه زوړ میر کهول هم اوس میرگل شوی، او زوړ مفهوم يې له اذهانو څخه وتلی دی، شاه گل (شاه کهول) او ماه گل (مهاكهول ) هم دغه ريښي لري.

مگر دلته باید دا خبره هم وڅیړو: هغه زوړ (مهراکولا) چي په سنسکریت کښي هم و، او د دې کورنۍ پر مسکو کاتو ليکلي دي. څنگه دلته (مهروزکی) سو؟

دا مشکل هم پښتو په ښه ډول حل کوي: په پښتو کښي له پخوا څخه یو بل نوم دغسي سته (میرویس) چي د مردان په سيمه کښي د پېښور شمال مشرقي خواته يوځای (میرویس) سته، او د هوتکو مشهور مشر میرویس خان کندهاری خو هرڅوک پېژني. 

دا نوم هم د پخوانو یادگار دی، او پښتانه يې تجلیلاً مصغر كوي، میروسکی، میروڅکی وايي، او دا شکل کټ مټ هغه دی، چي د روزگان پر ډبرلیک سته.

میر هغه مهر، لمر، آفتاب دی، ویس یا ویسه یا ویسیا د كلي، قبیلې، کورنۍ په معنا په سنسكريت او اوستا کښي هم وو، (ويس پتي) د کورنۍ پتي او ساتونکی وو او دگیگر المانی محقق به قول په ریگویدا کښی هم ویس (ټبر، کورنۍ) ته ویل کېده نو میرویس هم کټ مټ هغه (مهر اکولا) او میرکول دی، چي معنا يې هغه د لمر کورنۍ ده، او میروسکی د دې كليمې تصغير دى، چي داسي تجليلي مصغرات پخوا ډېر وو، او شرح به يې وروسته وسي. 

له دې ليکني څخه داسي ښکاري: چي مهروسکی = میرویس = میرکهول = میرکولا (میراگل د پښتنو هفتالیو (ابدالیو) یو خدای او مقدس پاچا وو، او دوی هغه وخت خپل پاچا ته د تقدس په نظر کاته، او القاب يې خدای، الهی) وو.

دا چي زه دغه کتیبه پښتو ته نږدې بولم، يو بل گرامري دلیل هم لري، د دغو كليماتو ترکیب او نښلونه د پښتو پر اصولو سمه ده، تر اوسه هم د پښتو گرامر یوه مسلمه قاعده دا ده : چي صفت یا صفات تر موصوف دمخه راځي، خو په فارسي کښی دا قاعده بالعکس ده، په پښتو وایو: تور آس، چي په فارسي "اسپ سیاه " ورته وایي.

په دغه کتیبه کښي هم ټول صفات ترخپل موصوف دمخه دي:

"خدای شاه زاولی میروڅکی"

درې صفته ترخپل موصوف دمخه دي، او داهم ښايي چي د ژبي د ساختمان اثر وي، د دغي کتيبې په مقابله کښي د بغ دت بن بغ کرت، د پارس د یو شاه (۲۲۰ ق م) د سکې ليک وگورئ، چي صفات ټوله تر موصوف وروسته دي.

"بغ دت، پر ترکه، زی، بغی، بغ کرت"

يعني: بغ دت ( بغداد، د شاه نوم ) پر ترکه (د کورنیۍنوم) زی (از يعني زوی) بغی بغکرت (خدای بغکرت، چي د پلار نوم يې دی).

دا وو زموږ هغه دلايل چي د پښتو څرک مو د اسلام په

لومړيو زمانو کښي ځني وايستلي، اوس به نو راسو خپل اصلي مطلب ته چي د لویکانو یا لاویکانو کورنۍ ده.