د روښان د سياسي مبارزې لاري چاري
د دي ليکني په لومړۍ برخه کښي د روښان پیر د عصر اوضاع او د خلکو ډلي وښولي سوي او دا هم په تاریخي سند در ته څرگنده سوه چي د روښان غورځنگ د هغه ظلم او تیري په مقابل کښي و چي د ټولني د لوړي ډلي له خوا پر کښتو ډلو کېدئ، او د دغو ظالمانو او مستحصلانو زبېښونکو په سر کښي د هند د بابري کورنی شاهان او د دوی درباریان او حاکمان ولاړ وو. لکه اخوند درویزه چي ويلي دي روښان پير ډېر هوښیار او حکیم سری و دده جهان بینی او عصر شناسی خورا ژوره او واقع ليدونکې وه ده تر کندهار او هند او سمرقنده سفرونه کړي او ددې سیمو د خلکو روحيات ني كتلي دي چي خلک څنگه د روحانیانو تابع وه او په هر ځای کښي له شاهانو تر وگړو پوري گرده خلک د صوفیانو او پیرانو پر خانقاهو باندي را تولیدل روښان پير د خپلي سياسي مبارزې لپاره د مظلومي ډلي راټولونه او جنگونه هم له روحاني لاري څخه کامیابه گڼله، نو ځکه ده خپل د طریقت او عرفان لار داسي وټاکله چي نر او ښځي دواړه په گډه تلقین کړي او موږ گورو چي دده په مریدانو او مخلصانو کښي ښځي هم سته، مثلاً د خیرالبیان دغه اوسنی نسخه د عصمت پناهی بي بي خير خانو لپاره کښلې سوې ده چي د روښان له ډلي څخه وه، (۱۰۶۱ ق) او بله ښخه قاشی نومېده چی ده خلافت هم ورسپارلی و او د اخوند درویزه سره ئې د خپل مسلک دفاعي بحثونه کړي دي. على محمد مخلص ليكي چي مودود د روښان پیر یو خلیفه کندهار ته واستول سو او هغه به : هر روز دو وقت در میان زنان و مردان جانی بلند میساختند و بران مینشست خیرالبیان و مقصود المؤمنین پیش ایشان میخواند و معنی آنرا بیان میکرد و زن و مرد آنرا می شنیدند... (۳۳) وایی چي د روښان ماینه به هم په خلوت کښي ناسته وه او بیا به نې د نورو مریدانو خدمت کاوه او اخوند درویزه په همدې خبره کښي دده مخالف و دی وايي : سکه بازید یو حکمتی و ده به بهله آشنایی کړه له عورتو، لکه عورتي سوي گمراهی دا مردان نی هم همراه سوه د غلطو ، دې بازید و بله ټوله کړه د عورتو د زلميو مجلسونه چي راځی سره کښېنئ د ښه خدای بولی ذکرونه (۳۴) روښان د خپل طریقت لپاره ښځو او نرو ته یو راز تبلیغ کاوه او هر څوک چي به ئی مرید سو دغه اووه صفتونه ورته ضرور وه :
۱ - له حرامو څخه ځان ساتل
۲ - په خوړولو او څښلو کښي اصراف نه کول
۳- په نرمي لږ لږ خبري کول او له ناوړو خبرو څخه ځان ساتل
۴- لږ خوب، او په ویښه او خوب کښي د خدای (ج) یادونه
۵- د نیکانو صحبت او له بدانو څخه لیري کېدل
۶- تل او په پټه د خدای (ج) یادونه
۷- د خدای (ج) د توحید منلو په لاره کښي تل زیار (۳۵)
د انسان د نفسي تزکيې او روحانی ارتقا او سلوک لپاره له قديمه پوهانو او سالکانو مقامات ټاکلي وو د زردشت په مزدیسنا کښی ښه
منل ښه ویل ښه کول درې مقامه وو کله چي هيون – تسنگ چيني زائر د (۶۴۴) (م) په شاوخوا کښي افغانستان ته راغی، ددې ځای بودانی خلکو د بودا دغه انه ټاکلي مقامات لرل چي د نجات پوړونه گڼل کیده :
۱ سمه عقيده.
۲ سمه ارزو
۳ سمه وينا.
۴ سم کردار.
۵ سم معیشت.
۶ و سم زيار.
۷ سم ذكر.
۸ تفكر.
او هغه څوک چي دغه مقامات تبر کي نو د تروانا او د نفس د سعادت پوړ ته رسیږي (۳۶) د اسلامی تصوف په تاريخ کښي هم د انسان د روحي ارتقا او د نفس د ترکیې لپاره داسی مقامات موجود و چي ابو طالب مکي ډير پخوانی صوفی پخپل کتاب قوت القلوب کښي اووه مقامه (سبعة ابحر) بللي او بیا خواجه عبدالله انصاری هروي په منازل السائرين او صد میدان کښي سل مقامه گڼلي او پر درې پوړه ئې وېشلي دي خو عبدالطیف قادري په جواهر السلوک د) مدارس طبع ۱۲۸۳ ق) کښي زر مقامه حني جوړ کړي دي.
روښان پیر د خپلي طريقي لپاره انه مقامه داسي ياكي : و کامل و مکمل آنست که صاحب
(۱) شریعت (۲) طریقت(۳) حقیقت (۴) معرفت (۵) قربت (۶) وصلت (۷) وحدت(۸) سکونت بود ... (۳۷)
ارزاني ئې داسي شرحه كوي :
شریعت دره آغاز دی
طریقت نیسوز و ساز دی
حقیقت حال دئ په زړه کي
معرفت نی سر راز دی
قربت ني نزديکي ده
په وصلت کی لادویی ده
په وحدت کښي دويي نسته
سکونت کل نیکخویی ده
دا خو ټوله هغه مقامات دي چي د نورو صوفیانو په طريقو او ډلو کښي هم وه او موږ گورو چي صوفیانو تل دغه مقامات په انزوا او نرمي او صفا او صلح کل کښي تېرول او د سیر او سلوک نتیجه به نی هم دا وه چي سالک به د صلح و صفا خاوند و له جنگه او مادي تلاښه به تښتېدئ، او انسان څه چی مچ او مېږی به ئې هم نه از ارول خود پیر روښان د تلقین او خلوت او پر اتو مقاماتو د تلنگ نتیجه دا وه چي په زرو سر فروش او فداکار مریدان توره په لاس د سياسي مبارزي ميدان ته را وباسي. روښان پخپله له خانقاهه راووت او د جگړې پر دگر توره په لاس و دریدی دده مریدانو زامنو او نورو اخلاقو هم د عرفانه سره سیاست درلود او د طریقت تر چوخې لاندي ئي تېره توره ملگرې وه. دى له خپلو سياسي مخالفانو سره چي د مغولو طرفداران وه داسي معامله کوي : په تيراه کښي ځيني خلک په باطن کښي د مغولو پر خوا وه روښان ورته ویل : که ستاسي زړونه له پردو سره نه دي، نو خپل لاسونه وتړئ او راسئ ستاسي توبه هم دغه ده نو له اعتقاده يا له بيري دیارلس سوه تنه لاس تړلي ورته راغلل روښان ددوی گنهکاران (۲۲۰) تنه ووژل او نور ئې له تيراهه وشړل (۳۹) دلته باید لږ څه غور وکړو
چي د روښان هدف او مقصد څه و؟ آيا سياسي و که نه؟ دمخه مو ولوستل : چي ده په کندهار کښي د خپل قوم د مظلومیت یو دردناکه پیښه ولیده او په خپل جدوجهد نی پیل وکئ چي دویته نجات وركي. د روښان پیر په دعوت او تبلیغ کښي د مغولو له ظلمه څخه د خلکو آزادي او په دوی کښي يو ملی حکومت بیا جوړول شامل وه، د ظلم غندنه د دوی د ادبی تخلیقاتو سته ده، دولت وايي :
په قیامت به ظالم واره
دوب تر حلق پوري په خوی کا
غزرائیل به په آخر دم
مات د هر یوه مغزی کا
بایزید په خپلو مریدانو کښي د يووالي او اتحاد روح پو کی او دوی ته ئې یو د حکومت او سیاست خلی و دراوه، شرعي عشر، اخراج او مالیات به نې ټولول او یو ملی بیت المال ئې هم جوړ کی او د اخوند درویزه په قول دده زامنو سکه هم وهله (۴۰) کله چی شیخ عمر د روښان زوی دده پر ځای و دریدی اخوند دروېزه ليکي : شيخ عمر خود را پادشاه افغان تصور کرده حتی که مردم یوسفزی انقیاد بعضی او امر دنیوی او نموده بل بدادن عشر و خراج راضی شده (۴۱) بیا هم د شیخ عمر حال بیانوي : شیخ عمر په جهان غر و کښ پیستلی چی راخی زه پادشاه شومه دا دنیا به و نیسمه هر چي اوس ئې وي اکرام و ما راوړی خزانې به ور وېشمه مخزن ، (۱۳۴) له دې څخه ښکاري چي روښانيانو سياسي تشکيلات لرل او يو حکومت غوندي سازمان ئې جوړ کړئ ؤ، د دبستان مولف موبد د شیخ عمر د زوی احداد حال ښيي او وايي : ا حداد مردی بود عادل و ضابط ... و حق مردم را بمردم رسانیدی و خمس اموال که از جهاد بهم رسیدی در بیت المال داشتی و آنرا نیز بغازیان رسانیدی (۴۲) تر شیخ عمر وروسته دده زوی جلال الدین د روښانیانو مشر سو دده له خبرو څخه هم د روښانیانو سیاسی مقاصد او دیوه افغانی حکومت جوړول داسي ښکاري دروېزه وايي : دغه لاپه ئې په خوله کړه چي پادشاه د پښتنويم پښتنو لره به ښه کړم پښتانه راپسي ځي، زه به ماني داگري او دسكري دروازې کړم. (۴۳) دا خو د روښان د زامنو او لمسو له خولې راوتلي خبري وي چي د دوی لوړ عزایم ښيي اوس پخپله د روښان یو لویه اراده د اخوند درویزه په الفاظو کښي واورئ : لښکري به کرم بنيادي هندوستان به ونیسمه، آوازې ئې کړلې گدی هر چی اس لري راځی، اس په ما پوری باسی ! د اکبر پادشاه تنگي واړه زما دي دوه گونه به در کوم دغه ښادی (۴۴) روښان او دده اخلاقو په هندوستان کښي د پښتنو خلجیانو او لوديانو او سوریانو د برم وختونه نه وه هېر کړي او روښان په ښکاره وايي چي هندوستان به بیا نیسم او دده زوی شیخ عمر د مغولود پایتخت اگري او سيکري دروازي ماتوي او دا هغه لوړ عزايم دي چي روښانيان ئې د ډله ييزي مبارزې په صف کښي درولي او له تيري کوونکو سره ئې جنگولي وه. د روښان د موگر شخصیت او اغیزه من سیرت يوه نخښه داده چی ده په زرو فداکار او سر فروشه مریدان ،وروزل دوی به په تش لاس د غښتلي غليم سره جنگېدل او په خونړیو جگړو کښي به ستی کېدل خو نه ايلېدل او نه ئې وسله غور خوله د تیراه په چوري کښي پير روښان او دده ملگري د مغلو لښکرو را ایسار کړل د غرو خلکو وسله نه درلوده د چوری در می ډيري كلكي دي نو روښان خپل مریدان و گمارل چی دا در می پرېکوی او سرونه ئې تېره کوئ، دا ستاسي وسله ده، روښانیانو په دغه وسله مغول مات کړل او د سانگو کار ئې ځيني واخیست (۴۵) د روښان زامن او لمسي او ډېر دروږیان او مریدان ئې په جنگو کښي وژل سوي دي موبد شاه یوه عجيبه قصه ليکلې چي د روښانيانو سربازي او فداكاري ښه څرگندوي او دا ښيي چي د دوی ښخو هم سرونه بایلل خو مغولو ته ئې ځانونه نه سپارل : افغانان بعد از و سال احداد عبدالقادر بن احداد را برداشته و بکوه رفتند و لشکر پادشاهی که گمان مسخر شدن قلعه نداشتند داخل قلعه شدند دختر احداد در قلعه میگردید یکی از لشکریان آهنگ گرفتن او کرد دختر چادر بر چشم افگنده خود را از دیوار قلعه بزیر افگند و هلاک گشت (۴۶) ددی ټولو فداکاریو سبب هم دا و چی روښان پیر خپلو پيروانو ته دا ورښوولي وه چی حاکمه ډله ددوي غليمان او تالا کوونکي او زبېښونکي دي او د دوي له تېريو او چورو چپاوه خان خلاصول هم یو مشروع او ضروری کار دی روښان دا په سترگو لیدل چي د وگړو مبارزې ډېر ځله په دې سبب بریالۍ نه سي چي له دوي څخه مرتجع او سازشکار عناصر د بدايانو او زبېښونکو مقتدرانو په بدو او غوړو گولو اموخته سي نو د مبارزې له میدانه وزي او تالی خټ ځيني جوړيږي، له دې جهته د روښان په طریقت او تلقین کښي دا خبره په ټينگه داخله وه چي د مغولو سره به دوستي او نزديکي نه کوي له دوی څخه به ځان لیري ژغوري او راشه درشه به نه ورسره کوي ددې تلقين اغيزه دا وه چي موبد شاه د سلطان ذوالقدر له خولې وايي: چون به فرمان سعیدخان بخواندن عبد القادر رفتم اقسام اطعمه و اشر به بهر او می آوردم تا بدان فریفته شود روزی یکی از افغانان پیر بعد از چشیدن حلوا برخاست و گفت: ای عبد القادر ! از زمان نیای بزرگوار تو تا این زمان قدم ... اینجا نرسیده است این مردیکه آمده میخواهد تر بجامه سرخ و زرد و اطعمه چرب و شرین که رغبت بدان دین اصحاب بطن و نفرت آن آئین درویشانست بفریبد صلاح درینست که او را بکشیم تا دیگری از هراس بدینجا نیاید اما عبد القادر و مادرش بی بی علانی که دختر میان جلال الدین است راضی نشدند. روزیکه عبدالقادر داخل اردوی سعید خان میشد از آواز نقاره و کرنای اسپ او میترسید از میان مردم بر کنار میرفت افغانی با او گفت : آنچه حضرت میان روشن فرموده است اسپ بجا می آورد و شما نه خمار این مستی خواهید کشید عبد القادر فرمود میان چه فرموده است؟ افغان گفت : از ... دوری و اجتناب ! (۴۷) دغسي ډله ییزه کر که د روښان د مبارزې یوه اغیزمنه وسله وه چي پای نی سر بایلل او خان واری کول ،وه لکه د احداد لور او په زرو نور فدار کار سربازان او تور کنان (۴۸)