ارباب انواع
د پښتو ادبیاتو تاریخ
، دریمه برخه
د پخوانو آریائیانو له ژبي څخه ځيني مهم نومونه د دوي ارباب انواعو دي چه دلته ئې له لغوي پلوه موږ پښتو سره پر تله کوو، دا ارباب انواع له پخوانو زمانو څخه دوي درلودل، او د ریگویدا سندري د دوي په نومو او اوصافو ډکي دي، لکه چه پوهان وائي: آریائیانو لوي خداي او واحد مطلق جل شانه هم پیژاند، مگر د خالق تعالي د قدرت طبعي مظاهر لکه آسمان، لمر، سپوږمۍ، اور، باد او رڼا ئې هم مجلل او محترم بلل، او د دغو شيانو په واسطه ئې د لوي څښتن پرستش کاوه، دلته فقط د هغو له نومو سره زموږ کار دي.