د آریائیانو اجتماعي تشکيلات
د پښتو ادبیاتو تاریخ
، دریمه برخه
له ویدا او نورو پخوانو کتابو څخه ښکاري، چه پخوانو آریائیانو ځانته اجتماعي تشکيلات او د ژوندانه دودونه او د ټولني لپاره مخصوص سیستم درلود. اوس چه موږ گورو د پښتنو ژوندون هم کټ مټ هغه ډول او هغه پخواني رنگ لري او د پښتون والي په لیاره او قوانینو کي هم دغه زاړه رسوم په ښه ډول پالل کيږي، پښتانه د ملي ژوندانه لپاره تل خپل اولسی تشکیلات محترم گني،کورنۍ، عشیره،کلي، لته، هيواد تر اوسه هم خاص خاص مراتب لري چه دغه دودونه آریائیانو له پښتونخوا څخه وړي وه، نو ښائي چه زاړه نومونه ئې هم پښتو وي، چه لاندي هر يو جلا جلا لیکل کیږي، او پښتو والي ئي هم ښوول كيږي.