مسګري او آهنګري
درخراسان په ښاري مړکزونو لکه هرات،کندهار، بلخ، کابل کی د مسو او اوسپنې د کار کوونکو (پښانو) خاص بازارونه او دکانونه وو، چې دوی به د مسو یا ژیړو څخه خورا ښکلي لوښي لکه ګډوه، چلم، چلمچی کاسې، څراغونه، پیتونسې، مجمې، د چايو لوښي، دېګونه او ښانکونه جوړول، پر دغو لوښو به يي ظريفه نقاشي او قلم کاري کوله، چې په خاصه توګه د غزني او هرات او کندهار او بدخشان مسګري مشهوره وه او تر اوسه لا هم په کابل کې د آهنګرۍ او مسګرۍ بازارونه له اتلسمې سدۍ څخه راپاته دي.
د اوسپنې څخه هم د کرنې مصنوعي آلات لکه یوم، کھۍ، تېش، نالونه، کولپونه، زنځیر، چاړه، کلنګ او نور جنګي اسباب لكه توپ،زنبورك، نېزه، توره، خنجر او ځېنې د ژوندانه ضروريات او د پخلنګ لوښي جوړېدل او دې هنرونو نوموړي استادان درلودل، چې اوس د خارجي او ماشيني مصنوعاتو سره مقابله نسي کولای او لږ لږ ورکېږي.
تر اوسه لاهم په چاریکار اود لغمان په ټیګري کې د اوسپنې او فولاد و څخه په لاس داسې صیقل سوي چړې او چاکوګان جوړېږي چې له ماشيني مصنوعاتو سره سيالي کوي.
د شلمي پېړۍ په سرکې د استاد پاينده خان ټبر د آهنګر باشي په نامه په کابل کې د سرکاري وسلې جوړولو د اوسپنې د کار خانې مشران وو او استاد محمد عظیم یې د ۱۹۰۰ م په شاوخواکې مشر استاد و.