احمدشاه بابا
اعلیحضرت احمدشاه بابا د زمان خان زوی د دولت خان لمسی د سرمست خان بن خواجه خضر بن سدوکړوسی و. دی په خټه سدوزی او د بامیزو پښتنو له پښته و، اعلیحضرت احمدشاه بابا د پښتنو یو فاتح او برمیالی شهنشاه او د منځنۍ آسيا لوی بریالی دئ، چي د (١١٣۵هـ) په حدودو په هرات کي زوکړی، او پلار او اکاګان يې د هرات پاچهان وه، اعلیحضرت احمدشاه بابا په (١١۶٠هـ) د افشار نادرشاه تر مرګ وروسته کندهار ته راغی، او د شېر سرخ په کلي کي د پښتنو مشرانو په پاچهي وټاکلی، احمدشاه بابا پخپله پاچهي کي پښتانه سره يو کړه، او د افغانستان طبيعي حدود يې فتح کړه، په بخارا، خراسان، او هند کي يې ډېر فتوحات وکړه، په خراسان کي يې شاهرخ میرزا پاچا کی، او د بخارا د پاچا شاه مراد بېګ سره يې روغه وکړه، نه واره هند ته ولاړ او هلته يې لوی لوی فتوحات وکړه.
اعلیحضرت احمدشاه بابا د پښتونوالي په دود د ډهلي تر نيولو وروسته د هغه ځای مغولي پاچا هلته پر خپل حال پرېښود، په (١١٧۴هـ) کي چي يې د پاني پت پر ډګر د تقريباً لسو لکو مرهټانو سره جګړه وکړه، په دې جنګ کي اعليحضرت احمدشاه بابا او پښتانه چي تقريباً (۸۰) زره تنه وه بريالي سوه او تر دوه لکه پوري دښمنان يې مړه کړه، بیا هم احمدشاه بابا د ډهلي تخت شاه عالم مغولي ته وسپاره او خپل وطن ته فاتح راغی.
اعلیحضرت احمدشاه بابا يو مدنیت روزونکی او عالم او متدین پاچا و، د کندهار او د تاشقرغان ښارونه ده جوړ کړي دي، د سند د حیدرآباد ښار هم د ده نائب الحکومه جوړ کړ.
احمدشاه بابا د اوسني افغانستان د سلطنت مؤسس دئ، چي دا مملکت یې په خپله توره او تدبیر سم کی، تر (٢۶) کالو پاچهۍ وروسته د جمعې په شپه ۲۰ رجب (١١٨۶هـ) وفات او د کندهار په ښارکي ښخ سو".
ادیب او شاعر احمدشاه بابا :
تر اوسه خلك احمدشاه بابا د منځنۍ آسیا یو نامور بریالی او معروف شهنشاه ګني، او دی د توري او مېړاني خاوند بولي، چي په دغو اوصافو يې مځکي نيولي او د افغانستان د شاهنشاهۍ لومړۍ تيره يې کښېښوه، مګر احمدشاه بابا لکه د آسیا دمخني فاتحين (چنګېز، تېمور، نادر) يوازي پخپلو عسکري سوقیاتو او د توري په برکت جهانګيري نه ده کړې، بلکي ده د خپلي توري سره قلم او د خپلي سربازۍ او تورياليتوب سره علم او فضیلت، تقوی او ادب هم ملګري درلوده، ځکه نو دی د پښتو ژبي یو زبردست ادیب، یو عالم او عادل پاچا، لوړ شاعر، او اجتماعي مصلح او روحاني مقتدا هم ګڼل کيږي.
اعلیحضرت احمدشاه بابا د شعر یو مدون او مردف پښتو دېوان لري، چي په (۱۳۱۹ش) پښتو ټولني نشر کړى دئ او تر (۳۰۰۰) بیتو پوري رسيږي، دا دېوان بدلي، قطعات، رباعیات او نور د شعر اقسام لري او د ده په شعر کي د ده لوړ فکر او هسك همت او د پښتونوالي جذبات او د شاهنشاهۍ جګ افکار، د بخښني او ښندني هسك عواطف، د تورياليتوب برجسته احساسات د جهانګیرۍ د شجاعت عزم د ايمان او عقیدې ټینګار، د عشق سوزان دردونه، د میني د دنيا عجيبي پېښي ښکاره دي.
احمدشاه بابا د توري پر میدان یو بریالی او ننګیالی سرباز دئ، د پښتونوالي پر ډګر بشپړ پښتون دئ، د سیاست او مشرتوب له پلوه، د خپل عصر لوی سیاسي مشر او فاتح دئ. په اجتماعي دنيا کي تکړه موراليسټ Moraliste يعني اخلاقي شاعردئ.
ویل یې دیر ساده مؤثر دي، شعري صنايع او بديعي فنون هم د ده پر وینا اثر لري، د تصوف له دنيا څخه ډېر ږغېږي، شاعري يې د تصنع او نمایش له پاره نه ده بلکي د زړه ږغ يې دئ، تشه وينا نه ده پخپله وايي:
بې له عشقه شعر وايې
له ويلو شرم ته که
احمدشاه بابا په شعر کي د رحمان بابا مكتب ته نسبت لري، وينا يې له تعقيد او ابهامه تشه ده، خپل لوړ افکار او د سوي زړه ږغ په ساده او خوږو الفاظو څرګندوي، ګران تشبيهونه نه لري، له وینا څخه یې پښتونوالی ښکاره دئ، د تصور او تخيل په دنيا کي د پښتونوالي تر حدودو نه وزي. اوس به موږ د ده د وينا ځيني ټوټې تاسي ته در وړاندي کو:
د وطن مينه:
احمدشاه بابا د خپل وطن سره دومره مینه لري، چي په لږو شاعرانو کي لیدله کېږي، لکه ده چي عملاً هم خپل وطن ګران ګاڼه او دغه خاوره یې د ټولو افتخاراتو او ادبي او عمراني او اقتصادي چارو مرکز کړه، دغسي هم قولاً خپله مېنه ستايي.
احمدشاه بابا د شهنشاهۍ د شوکت او عظمت سره د هندوستان په ځنګلوکي پروت دئ، د ده بریالی لښکر د ډهلي ښار فتح کړ، او د پښتنو پلار په برم او جلال ور داخل سو، مګر په دې حال کي هم د خپلو غرو خوږ نسیم نه هېروي، او د زړه ګل يې بې له دې وږمې نه غوړېږي.
د زړه ګل به مي له خاوروكا سر پورته
که نسیم له کوهس تانه وزېده
په دې رباعي کې هم خپل وطني احساسات ښه څرګند کړي دي :
د زړه فرياد مي له جداي
اور مي ورك نه سي د آشنایی
چي پر وطن وي زړه څه قرار وي
يم بي طاقته په پردېسۍ
د احمدشاه بابا دا لانديني وطني بدله د يوه دېوان قیمت لري او د پښتو په وطني ادب کي خورا مهمه ده :
ستا د عشق له وينو ډك سوه ځګرونه
تا ته راسمه زړګی ځما فارغ سي
که هر څو مي د دنيا ملكونه ډېر سي
د ډهلي تخت هېرومه چي را ياد کړم
د رقیب د ژوند متاع به تار په تارکړي
د "فريد" او د "حمید" دور به بيا سي
که تمامه دنیا یو خوا ته بل خوا
ستا په لاره کي بايلي ځلمي سرونه
بي له تا مي اندېښنېود زړه مارونه
ځما به هېر نه سي دا ستا ښكلي باغونه
ځما د ښکلي "پښتونخوا" د غرو سرونه
چي په تورو پښتانه کا ګزارونه
چي زه وکاندم پر هر لوري تاختونه
زما خو خوښ دي ستا خالي تش ډګرونه
"احمد شاه" به دغه ستا قدر هېر نه کا
که ونیسي د تمام جهان ملكونه
په دې بدله کي تاسي وګورئ چي زموږ ښاغلي پلار د شاهنشاهۍ ټوله ښېګڼي او خوندونه تر خپله وطنه پوري هېروي، او د شېرشاه سوري (فريد) او سلطان حمید لودين د پښتونوالي روڼې دورې پخپل همت او وطنخواهي بيرته جوړوي.
ملي وحدت :
احمدشاه بابا ډېر مدبر او هوښیار سړی و، دی پوهېدی چي د پښتنو لوړتيا په ملي وحدت اړه لري، د پښتنو تاريخ يې کتلی او دا يې ځني را ايستلې وه، هر کله چي پښتانه سره يو سوي دي، نو يې هري خوا ته خپل د برم او جلال توغ جګ کړى دئ، نو ځکه دا پوه او نومیالی پلار خپل ښاغلي ملت ته د ملي وحدت تبلیغ کوي او وايي :
قافله د عشق راغلې له کوم خوا ده
ټوله يو دي که غلجي دي که اودلي
چي عمل یې د نېکۍ وي مېړه هغه
پر زړګي باندي مي سته کا څه غوغا ده
ښه هغه چي يې ښيښه د زړه صفا ده
که اغوستې يې ګدله د خمتا ده
پښتانه دي ټوله لاس سره يو کاندي
چي مو نن غزا هر لوري شاوخوا ده
د بري لار :
احمدشاه بابا په ژوندون کي د ټولو لوړتياوو او بريو لار زیار او مښود ګڼي، لکه چي وايي :
بي زحمته راحت چيري مونده نه سي
د "احمد" ځکه پرهرلوري غزا ده
احمد شاهه دلته جوړه سربازي ده
د لوړتيا خريد کوه له دې بازاره
احمدشاهه څو دي کار په لاس دي مټ کړه
حيف هغه چي په تېر کار موږي لاسونه
حماسیات :
احمدشاه بابا د پښتنو په دود لوړ لوړ حماسيات لري او لکه عملاً چي هم یو بریالی قوماندان و، په ويناكي یې داسي لوړ احساسات ښکاره دي :
راته يو دئ بحروبر
که څه سمه دئ که غر
په همت به يې تسخير کړم
شاهانه په شان وفر
په برېښنا د توري ژوند کوه "احمده"
د بري جولان پر لور د هر دیار کړه
په پښتونواله کي پت او ننګ هغه مقدسات دي، چي تل يې پښتون په سر ساتي، احمدشاه بابا د پښتونوالي پر دغه ښېګڼه داسی ټینګ ولاړ دی :
پر ننګ مړ خو څه مړ نه دئ
لاس به وانه خلم له ننګه
چي سر پرې کړي "احمدشاهه"
د بې ننګه ژوند جفا ده
که په ننګ پاته دنیا ده
د هغو مینه رشتیا ده
په دې بدله کي زموږ د پلار حماسي او رزمي افکار ښه برېښي :
چي برکړی مي خدای لاس پر رقيبانو
چي د هند د ملكو فتح مي روزي سوه
پر دا کړي داد دي خدای نه سي ناراضه
چي ځما د ولايت فتحه روزي سوه
ترو به زه د هند پر لور په تماشه ځم
نور ایران لره په توغ په نغاره ځم
تر نګین می ایران لاندي شاهانه ځم
ترو به څه د يار له نازه کناره ځم
اخلاقیات :
د احمدشاه بابا د وينا اخلاقي برخه هم خورا مفيده او ښه ده، مثلاً د شاهنشاهۍ د برمه سره هم ځان نه ورکوي :
یاره زه خو هغه ستا د در ګدای یم
څه سو نن که احمدشاه درانی یم
تكبر داسي غندي:
تکبر دئ له شيطانه مه يې نغوره
چي په کبر به سر وچ کړې لکه لوخه
عجز داسي ستايي :
كميني شكستګي ستا كمال دئ
خو د بيني په بډايي ګڼه ګناه
د وفا ضرورت داسي بيانوي :
مرګی ښه دئ په دنيا کي
نه چي څوک سي بي وفا
سر په تېغ پرېکړی ښه دئ
تر بې پته په دنیا
رشتيا په څه ښه ډول ستايي :
په رشتيني بازار تل قلپي کوټه ځي
سخ د هغو چي په دې بازار مخ سپین کا
اجتماعي پېرزوينه :
په اجتماعي تعاون کي احمدشاه بابا داسي پاخه افکار لري :
چي د يار په درد رضا کا له اخلاصه
يو د بل په درد او غم چيري خبرېږي
يار هغه دئ چي په غم د يار شريك وي
یار چي ښه وايي له پاره هغه يار دئ
په دنيا کي دغه هسي کار د مرد دئ
مګر هغه چي په درد يې بیا همدرد دئ
چي په غم یې غمجن نه، هغه نامرد دئ
کله یار دئ چي له ياره يې نبرد دئ
"احمد شاهه" بې پتي ننګ کړه يارانو
چي پر پت د یارۍ سر ښندي اوس فرد دئ
تصوف :
د احمدشاه بابا د وينا لویه برخه تصوف دي، مګر دا تصوف يو راهبانه منفي تصوف نه دئ چي سړی به ضرور دنیا پرېږدي، او د رهبانيت په ګوټ کي به ميشتيږي، بلکي د احمدشاه بابا د تصوف افکار له هغه کانونه تاوده سوى دي، چي د حضرت شیخ احمد فاروقي كابلي مجددي الف ثاني ټوله عرفاني او سلوکي اصلاحات پکښې سته. احمدشاه بابا د میان فقیرالله جلال آبادي ثم الشكارپوري لوړ جناب ته اراډت درلود او د تصوف درس يې له ده څخه لوستی و، د دوی په تصوف کي جهاد او عمل او د خلکو هدايت ډېره برخه درلوده، نو ځکه احمدشاه بابا يو مجاهد او مصلح او متشرع صوفي و، د ده په دېوان کي ډېري د تصوف خوږې بدلي سته چي دلته يو څو بیته راوړو:
د انسان فطرت :
داځما د صورت خټه
په څلورعنصره پټه
که څلور عنصره واخلې
پخپل څېر ده دا کټ مټه
د انسان د اصلي وطن ياد :
چي د روح په روڼا ورك سوم
ځکه ما لیدلی یار و
"احمدشاه" اوس كه يك تنها سوې
ستا وطن د ياركنار و
علم ته تشویق :
احمدشاه بابا عالم پاچا و، نو ځکه په خپله وينا کي ملت ته د علم ډېر تشويق وركوي، مثلاً :
څو ډېوې د علم دي همېشه بلي
دا يقين علم له ځانه سره مله کړه
له څلور خوا به دُر درته ځليږي
روح له علمه رڼا اخلي هله زده کړه
علم ګوره څه څرګنده لوی دریاب دئ
دا د علم درياب هر چيري محيط دئ
د غفلت په تياره څو ګرزې عجوزه
د همت په وزر الوزه، الوزه
که د علم روڼ څراغ ته درته بل کړې
" احمد شاهه" چي بدخوی په ښه بدل کړې
بیا هم دی را بهېدلی په څو باب دئ
علم زده کړه چي د علم لوړ جناب دئ
بديعي صنايع :
د احمدشاه بابا کلام بديعي صنايع هم لري، چي يو دوې نمونې يې دا دي :
طباق :
زړه مي تورو زلفو بند کړ
اوس ارمان د سپين رخسار کړم
تجنيس تام :
ستاپر مخ ګوره اوربل دئ
ځکه اور بل په کوګل دئ
د احمدشاه بابا يو څو بدلي :
ګوره بیا په سره ګلزار کی
لونګين يې تل په غاړه
هوسیږم ورته ګورم
د وصال نوبت مي دا دئ
يار مي ګل او ګلبدان دئ
مخ يې لمر غوندي ځليږي
رنګا رنګ ګلونه ډېر دي
تا چي حسن دګل واخيست
څه علاج يې څه طاقت دئ
همیشه يې روزګار دا دئ
لیندۍ وروځي باڼو غشى
لاله رنګ په سپين رخسار کي
بلبل مست کا په چيغاركي
خزان سوی په ناتارکي
نن د ګلو په بهارکي
لکه زرکه په رفتارکي
زلفي مشك دي په تار تاركي
د بلبل عشق په ګلنارکي
زړه به څه وي په قرار کي
چي شها سي په سینګار کی
مین زړه نیسي په ښکار کي
عاشق ولي په کنار کي
نارې وکړه "احمد شاهه"
د روغ خوی نسته بيماركي
څه سوه زه که په ظاهر صورت زهیریم
بډايي هرګز پخپله لويي نه کړم
که مي برق د سپيني توري بيا برېښنا کړي
و بل لوري ته مي هيڅ مخ مخی نسته
چي د خپل یار نظر سته په زړه امير يم
همېش ستا د قدمونو دامنګيريم
ستا په مهر په هر لوري عالمګيريم
یاره زه چي ستا و ور ته تل فقيريم
د رقيب له لاسه نه ژاړم و تا ته
د بېلتون په توره شپه احمد په وير يم