32

د پردیو هخامنشیانو واکمني

د افغانستان لنډ تاریخ لومړۍ برخه

هغه څه چې مو تر اوسه وليکل زموږ د هېواد د تاريخ ټولې هغه پېښې دي چې د وخت په تېرېدو له کيسو سره يو ځای شويدي، خو د دې سيمې د کلتور یوه برخه ده او په هغو زمانو پورې اړه لري چې تر ځمکې لاندې لټونې لا د هغو په ترلاسه کولو نه دي بريالۍ شوې. خو په ديني كتابو کښې لکه ویدا، اوپستا او نورو خدای نامو او په ملي روايتونو کښې پرله پسې رانقل شويدي. د آريايي نژاد و ملتو تر منځ چې له باختره یې ختیځ او لویدیځ خواو ته هجرت کړی دی او د آریانا لرغوني افغانستان) له خاورې بهر يې مدنیتونه او حکومتونه جوړ کړي. د دوی له یوې برخې سره د تاریخ او سیاست له مخې اړه لري په دې مانا چې د دوې سياسي او فرهنګي نفوذ دومره غوړیدلی و چې اثر یې دافغانستان تر خاورې پورې رارسیدلی و. د بېلګې په ډول د ایلام آريايي نژاده خلك چې مدنيت يې تر تاريخ وړاندې په لويديزې اسیا پورې اړه لري او په پای کښې له سامي نژاد سره ګډ شوي دي، زمونږ په لرغونې فرهنګ کښې مخامخ اغيزه نه لري اوهم ميتاني ټبرونو چې د مدنيت آثار يې د کوچنۍ اسيا په بوغاز کوي د هيتي (پتریوم) په پای تخت کښې پیدا شوي او د ۱۴۰۰ ق.م) په لویدیز و آریایانو پورې اړه لري دوی د افغانستان پر اوسیدونکیو آریایانو مستقیماً اغېزه نهرلوده، خو په اوومه قبل الميلاد پيړۍ کښې د " ماد" قوم چې اريايي نژاده اواريايي ژبې ټبرو او په اسوري ډېر ليکونو کښې د دوی هېواد د "آمادای" په نامه یاد شوی د اوسني ايران د سيمې په شمال کښې پيدا شو، چې د دوی شاهي مرکز هگمتان د هیرودت الماتان - همدان" و، د هيرودوت په وینا له (۷۰۱) ق. م کال څخه تر ۵۵۰ ق.م) پورې څلورو مادي پاچاهانو حکومت کړی دی

 ۱. دیوکس Deiocas - دهیاکو - دهکان د فرورتس زوی (۷۰۸) ۶۵۵ ق.م) د (۵۰) کالو په شاوخوا کښې.

 ۲ فره اورتس د ديوكس زوی (۶۵۵-٦۳۳ ق.م ) ٢٢ کاله ( د داریوش ډبرليك فرورتي 

۳ هووخ شتر ( كواكزار = سياكزار يوناني ( ۶۳۳-۵۸۵ ق. م) ۴۸ کاله

 ۴. استیاکس Asteyages) (اژدهاك) د هو وختشر زوی (۵۸۵- ۵۵۰ ق.م) چې تر ۳۵ کاله پاچاهۍ وروسته دده په وخت کښې د "ماد" دولت پای ته ورسېد او ځای یې هخامنشیانو ونيو. د افغانستان په تاريخ کښې د مادي شاهانو دوره او د دوی مدنیت ځکه د اهمیت وړ دی چې د هیرودت په وینا فرور تيش د ماددویم پاچا، د ارين استوګنو ټولې ختیزې ځمکې د باختر او جيحون تر غاړو پورې نيولې وې، له همدې امله د دوې د تمدن آثارو تشکیلاتو، معماری، ژبې، حجاری، مجسمه جوړولو مهر او رڼا پرستی څرنګه چې يې د هخامنشي ددورې په تمدن باندې اغیزه کړې وه، د اريانا په دې ختيزه برخه کښې به یې هم اثر پرایښی وي. حتى دار مستتر د فرانس ستر پوهاند پښتو ژبه هم مادي ژبې ته نژدې ګڼې او هيرودت وايي چې دماد خلکو سپي ته "سپاکو".چې د اسمان پرڅند و خپره شوه. يه ستوريو زه له تاسې نه مرسته غواړم، په د سهار ستوريو، زما نیازونو ته د مهربانۍ په سترګو وګوری به ناستیه یانو ماته له اولاده سره زیاته بداینه او ثروت راکړئ ستاسې د زړورتيا سترې کارنامې چې په لرغونيو وختونو کښې مو تر سره کړې دي خلکو ته ښکاره دي هیله کوم يه د سيك او قوت خاوندانو زما دعاوې به هغه وخت تاسې ته وویلی شي چې زړور او قوی زامن مې خو او شاته ولاړوي. زه سو ماته خطاب کوم چې تر ټولو ماته نژدې دی، دهغه ځای زموږ په اروا کښې دی له هغه ځنې غواړم چې زما ټول ګناهونه وبخښي." *** د اور درب النوع اګني په ستاينه کښې يو سرود چې مدو چندس دوشوه متره زوی د ګايتري په بحر کښې په (۹) بیتونو کښې ویلی دی، شته چې څو بيته يې دا دي: زه اګني چې روحاني ښکارندوی دی ستایم، دی د نمانځنې په وخت کښې روڼ دی او د نمانځنې په بدل کښې بدايي بخښي. اګني د لرغونيو او اوسنيو پوهانو دستاينې وړ دی ځکه چې ده دیوان ځای ته راوستل يه اګني يوازې هغه ستاينه چې په هغو کښې مانع پيښ نه شي او ته يې له هرې خوا خوندي وساتې داسې ستاینه نو خدای مني. يه اګني په اسانه رسیږه لکه پلار زوی ته او زموږ د ښېګڼې له پاره له موږ سره اوسه.



 ACHAKMENES هخامنش

 (۱) لومړی چیش پش EISPES (۶۷۵- ۶۴۰ ق، م)؟

 (۲) لومړی کمبوجیه CAMBYSES  (۳)

(۳) لومړی کوروش؟ CYRUS

 (۴) دویم چیش پش

 ARIARAMNES آریارمنا  

( ۵ )دویم کوروش

 ARSAMES ارشام

 (۶) دویم کمبوجیه HYSTASPES ویستاسپ

 (۷) دریم لوی کوروش ۵۵۰ - ۵۲۹ ق م

 (۸) د مصر فاتح دریم کمبوجیه ۵۲۹ - ۵۲۳ ق م 

(۹) لومړی داریوش DARIUS(۵۲۲ - ۴۸۶ ق، م) 

(۱۰) خشیار شاXERXES (۴۸۶ - ۴۶۵ ق، م) 

(۱۱) لومړی از دشیر ARTAXERXES ۴۶۵ - ۱۴۲۴ ق، م) 

(۱۲) دویم داریوش (۴۲۴ - ۱۴۰۴ ق، م) 

(۱۳) دویم اردشیر (۴۰۴ - ۳۵۸) ق، م) اوستانیس | 

(۱۴) دریم اردشیر (۳۵۸ - ۱۳۳۸ ق، م) ارسامیس 

(۱۵) ارشك ARSES ۳۳۸ - ۱۳۳۶ ق، م).

 (۱۶) دریم داریوش کدمان (۳۳۶ - ۳۳۰ ق م) 


له شمال څخه جنوب ته ولاړ او پر هغه ځمکه میشت شو، چې وروسته د همدغه تبر د نامه له امله "پارس" وبلل شو، له آسوري كتيبو څخه څرګندېږې چې له (۷۰۰) تر ٦٠٠ ق، م) پورې د پارسوا امیران د اسور تابع وو او د مادي پاچهانو له کهاله څخه فرورتیش (۶۵۵) - ۱۳۳ ق، م) پارس د ماد تابع کړ. د پارسي شپږو قبيلو په منځ کښې چې په ښار کښې اوسېدل، يوه هم "پارسا ګاد" وه چې مشريې هخامنش ۷۰۰) - ۶۷۵ ق، م) نومید او د ده له نسله د هخامنشیانو په نامه دغه پاچهان وزېږېدل (شجره په مخامخ پاڼه کښې وګورئ مورخان د دې تابلو پر جوړښت اختلاف لري ځينو يې يو څو نومونه ۳۸ نه دي راوړي، خو هغه څه چې د ایران باستان ترتيب کړي، تر نورو معقول ښکاري چې دلته يې له ځينو زياتو تشریحاتو سره راوړل شوه. هخامنشی پاچهانو له ۷۰۰) ق، م) څخه د ايالتي اميرانو په توګه د مادي پاچهانو تر ادارې لاندې په ايلام کښې حکومت کاوه، او د "ماد" وروستنی پاچا ستیاګس چې يو ناپوه سړی و، خپله لور "ماندانه Mandane" يې دويم هخامنشي كمبو جيه ته ورکړې وه چې د هغې له نسه لوى کوروش (سیروس) وزیږېد او هغه د ستياګس پرضد پاڅېد او له منځه يې ورك كړ پر (۵۵۹) ق، م) کال يې د يوې لویې شاهنشاهی بنسټ کښېښوو چې د ايران د فلات ټولې ځمکې په کښې راتلې. که څه هم کوروش د هخامنشي کورنۍ اووم پاچا ګڼل کېږي، خو د دغه کهاله لومړنی لوی بریمن (فاتح) دی او وروسته تر هغه چې لویدیځ خواته يې د مدیترانی تر غاړو پورې هېوادونه ونیول، د پارس ختیځ خوا ته يې مخه وکړه، ورنه کانه (گرگان) پرثوه (پارت)، آریا(هريو- هرات) چې پایتخت یې ارته کنه (Artacana) و زرنکه درنګه درنگیانه = اوسنی   سیستان د اتیماندروس - هيتومنت - هلمند د سیند پرغاړه، هاور وتیش هرووتی - اراکوزی - ارغنداو) د كوفن کوبهه) - کابل د سيند ناوه داوپيري سينه پارو پامیزاد - هندوکوش ،غرونه، دوگز که (غزنه)، د کندهاره ولایتونه له ننګرهاره د سند تر غاړې پورې)، باخترش بکتریه = بلخ د سکاهومه ورگا (پامیر) تر غرو پورې او همدارنګه يې د آمو ها خوا ته سوکود و (سعد) تر (اور) کسارتس) (سیر دریا د خيوه او هوارزمه (خوارزم) او مرګيانا (مرو) ډاګونه او دښتو نه له هخامنشي هېواد سره وتړل . د ګندها را په ناوه کښې د خيبر درې ختیزې خواته د سيروس له آثارو څخه د يوې آتشکدې پاتې برخه ده چې د پېښور د ګزيتير (د ۱۹۳۱ چاپ) له مخې د آتشکدې دا پاتې برخه په سوابۍ کښې د مردان د ضلع شهباز" "گری" شمال ختيځ ته ۱۲ میله لیرې په اسوټه " کلي کښې د يوو لسو فتو په لوړوالی په یوه دایره کښې چې شپیته فتمه پیړوالی (قطر) لري پرته ده، او بنسټ يې پرشنو ډبرينو پایو ایښوول شوی دی، چې د هرو دوو پایو ترمنځ يو تش ځای شته پوهان وايي چې د اور پرستو دغه معبد دیرش دروازې درلودې او په يوه مياشت کښې هره ورځ له يوې دروازې څخه  ورننوتل چې ټولې دیرش دروازې کېدې هره دروازه د دوو ډبرينو پايو ترمنځ وه. سیروس (کوروش) پر (۵۲۹ ق، م) کال په یوه جګړه کښې وژل شوی او يا په طبيعي مړينه مړ دی او دریم کمبوجیه چې د ده پرځای کښیناست د ده فتوحات يې پسي تعقيب کړل، چې د مړينې پروخت يې هېواد له خورالویو او ارتو هېوادو څخه و تر هغه وروسته لومړی داریوش د دغه کهاله نهم پاچا پر (۵۲۲ ق، م) پر تخت کښیناست چې په يوه کال کښې يې د کمبوجیه پرټول هېواد بری و موند او له یونان څخه ترهند پورې يې پردې لويه      سیستان د اتیماندروس - هيتومنت - هلمند د سیند پرغاړه، هاور وتیش هرووتی - اراکوزی - ارغنداو) د كوفن کوبهه) - کابل د سيند ناوه داوپيري سينه پارو پامیزاد - هندوکوش ،غرونه، دوگز که (غزنه)، د کندهاره ولایتونه له ننګرهاره د سند تر غاړې پورې)، باخترش بکتریه = بلخ د سکاهومه ورگا (پامیر) تر غرو پورې او همدارنګه يې د آمو ها خوا ته سوکود و (سعد) تر (اور) کسارتس) (سیر دریا د خيوه او هوارزمه (خوارزم) او مرګيانا (مرو) ډاګونه او دښتو نه له هخامنشي هېواد سره وتړل . د ګندها را په ناوه کښې د خيبر درې ختیزې خواته د سيروس له آثارو څخه د يوې آتشکدې پاتې برخه ده چې د پېښور د ګزيتير (د ۱۹۳۱ چاپ) له مخې د آتشکدې دا پاتې برخه په سوابۍ کښې د مردان د ضلع شهباز" "گری" شمال ختيځ ته ۱۲ میله لیرې په اسوټه " کلي کښې د يوو لسو فتو په لوړوالی په یوه دایره کښې چې شپیته فتمه پیړوالی (قطر) لري پرته ده، او بنسټ يې پرشنو ډبرينو پایو ایښوول شوی دی، چې د هرو دوو پایو ترمنځ يو تش ځای شته پوهان وايي چې د اور پرستو دغه معبد دیرش دروازې درلودې او په يوه مياشت کښې هره ورځ له يوې دروازې څخه  ورننوتل چې ټولې دیرش دروازې کېدې هره دروازه د دوو ډبرينو پايو ترمنځ وه. سیروس (کوروش) پر (۵۲۹ ق، م) کال په یوه جګړه کښې وژل شوی او يا په طبيعي مړينه مړ دی او دریم کمبوجیه چې د ده پرځای کښیناست د ده فتوحات يې پسي تعقيب کړل، چې د مړينې پروخت يې هېواد له خورالویو او ارتو هېوادو څخه و تر هغه وروسته لومړی داریوش د دغه کهاله نهم پاچا پر (۵۲۲ ق، م) پر تخت کښیناست چې په يوه کال کښې يې د کمبوجیه پرټول هېواد بری و موند او له یونان څخه ترهند پورې يې پردې لويهځمکه حکومت کاوه او د مدنيت په خپرولو لوړو ماڼيو ودانولو، د هېواد والی مملکت داری د اصولو په وضع کولو د لارو په جوړولو او د لښکر په سمبالولو کښې يې زيار ويوست او پر ۴۸۶ ق - م کال مړ شو. د هخامنشي سلطنت د مدنيت او فرهنگ آثار په افغانستان کښې هم خپاره شول. په ،پارس، شوش، مصر او د الوند په غره او نورو ځايو کښې د داریوش ځيني ليکنې او کتيبې پاتې دي چې په ميخي ليکدود په پخواني فرس، ايلامي، آسوري مصري بابلي او شوشي ژبو ليکل شويدي. د پخوانی فرس ميخي د افغانستان لند تاریخ  خط (۴۲) نخښې درلودې." د دغو لرغونيو اثارو ډيرې مهمې ليکنې هغه دې چې د پارس په نقش رستم او بيستون کښې له داریوش څخه پاتې دي، په هغو کښې داریوش د هغو هېوادو نومونه لیکلی دی چې دده تر واکمنۍ لاندې وو، هغه څه چې زموږ د هېواد په تاریخ پوری اړه لري دادي:

 ۱ - پرتوه Parthava (خراسان) او (گرگان)

 ۲- باختریش Baxtrish (بلخ) چې شمال ته يې آمو او لويديځ ته يې مرکویه (مرو) او ختیځ ته يې د سيتي له قومو څخه يو قوم د ماساژت په نامه و او پایتخت یی زری اسپه ښايي چې اوسنی بلخ و.

۳ سوغوده Sughuda (سعد) د اوسني سمرقند سيمې.

 ۴- کرمانیه Karmania (کرمان) د پارسه او درزي او پرثوه تر منځ.

 ۵کدزری Gedrosie د افغانستان جنوبي سيمي تر سمندره پورې).

 ٦- زرنگه Zaranka (زرنج = سیستان).

 ۷هره یوه Haraiva هرات.

 ۸او ارزامیه Uvarazmiy (خوارزم).

 ۹ کداره Gadara د کابل رود او پېښور.

 ۱۰ - هیندوش Hindush (سند).

۱۱- ته ته کوش Thattagush د هرودوت سته كيد = شيتك د کوهاټ، بنو او ختيكو سيمې).

 ۱۲ - سکه هومه ورکه Saka-Homa Varka د) هومه راکښته کوونکی  ساکه یان غالباً د پامير په شاوخوا کښې).

 ۱۳ - سکه تیکر خوده د تیره خول خاوندان ساکه یان.

 ۱۴ - سکه تپه تر دریا د سیندها خوا ته ساکه یان.

 ۱۵ - مکه (مکران).

 ١٦ - هر اووتیش Harauvatish (اراکوزی - ارغنداب د داریوش ارت هېواد ټول ۳۱ ساتراپی (ولایتونه) لرل چې په هغو کښې د ټول اوسني افغانستان پورتني ولايتونه او څيرمه ځمکې شاملې دي او د ګندهارا ولایت ته په بابلي او ايلامي ليکنو (کتیبو) کښې (پاره او پره ازانه یعنی تر غرو ها خوا ایالت ویلی شوی دی، خو د هغو وختو د وضعیت جزیات تر اوسه په تفصیل سره څرګند نه دی یوازی همدومره ویل کېدای شي، چې له ۵۵۰ ق.م يعنې د داریوش له راتلو څخه بیا تر (۳۳۱ ق.م) پورې چې هخامنشي شاهنشهۍ د سکندر په لاس له منځه تله، د افغانستان خاوره د هخامنشي لويې شاهنشهۍ برخه وه او حتی د سند د هاخوا پنجاب یوه برخه هم ورپورې نښتې وه نو ځکه د هخامنشي او هندي مدنيت په يو ځای کېدو سره د هخامنشیانو له رسمي آرامي ليك څخه خروشتی ليکدود د ناوې د خلکو په ژبه کښې د فاتح او مفتوح كلتور له ګډون څخه منځته راغی او د هند د موریه کهاله پاچهانو (۳۲۳) - ۱۹۰ق.م) د هخامنشي صنعت او معمارۍ د سبك پيروي کړې وه. هیرودت ۴۲۵ ق.م شاوخوا مړ د افغانستان په ختيزه ځمکه د اریونس د پاچاهۍ د دورې په اړه ښه اطلاعات راکړي دي، چې له هغې جملې څخه په ۴۴۴ کتاب کښې ليکي: داریوش دریاب ته د سند رود د ګډیدود های کشفولو له پاره یو یونانی امیر البحر چې سکیلاکس Skylox نومېد او د كارياندار} د ملك و، له څو باوري کسانو سره په بيړۍ کښې کیناوه، او د هغه کار له پاره يې واستاوه د اډله د کسپاتو رس له ځمکی (ښاره) او د پكتويك Paktuike له  ځمکې وخوځېده او دریاب ته ورسېده. همدارنګه دغه لرغوني مؤلف په ۳ - ۱۰۲ کتاب کښې د کسپاتورس ښار د پکتويك په هېواد کښې بللی او وايي چې دا خلك د ژوند دود او دستور له پلوه باکتریانو ته ورته او ډېر جګړن دي. ډېرو څېړنکيو پوهانو د هیرو دوت کسپارتورس" او يكتويك له اوسني پېښور او پښتون سره تطبیق کړی دی، دا ځکه چې تر هيرودوت د مخه هم مشهور جغرافيا پيژندونکي هيكاتايوس Hecataus د (۱۰۰ ق، م) په شاوخوا کښې کسپاتورس په ګندهاره کښې بللی و، چې همدا پېښور او کندها را دی هيرودوت د اووم کتاب په ٦٦ - ۶۷ - ۸۵ - کښې د "خشیارشا" د جګړنو فهرست راوړي او په هغه کښې يې ګنداریوی Gandarioi او داديكاي Dadikai چې د باکتر وسلې يې درلودې دپکتويس (د پوستین اغستونکیو ليندۍ ويشتونكيو او خنجر لرونکیو په نامه یاد کړي دي، او هم يې د ساكارتيوي Sagartioi د کوچي قبيلو يادونه کړې ده، چې ژبه يې پارسي او کالي یې نیم پارسی او نیم پکتوان Paktuan وو او اته زره سپاره یې لښکر ته ورکول مؤرخانو کنداريوي د ګندها را خلك او د اديكا تاجيك او پکتويس او پکتوان پښتون بللي دي، زه د هيرودوت ساگار تيوي همهغه د داریوش د بهستون ساگارتي بولم چې د غور له جنوبي ساخر - ساغر - سره تطبيقيږي، او ځينو بيا په سپك احتمال هغه شرخبون " خرښبون = د مطلع السعدين خرشوانی = د قندهار د پښتنو يوه قبيله" بللې ده. د داریوش د بهستون له ليکنې (کتیبې څخه د ده په عصر کښې د دغه هېواد د اوضاعو په اړه ډېر ښه معلومات لاس ته راځي او له دې څخه چې د بهستون په کتیبه کښې د ولايتو شمیر ۲۳ او په نورو کتیبو کښې ۳۱ دی معلوميږي، چې کله کله به د هخامنشي ترلاس لاندې ځينو هېواد و بلوا كوله او له نورو تر لاس لاندې هېوادو سره به نه ګدیدل، لکه چې د ساګارتيوي د ولایت نوم يوازې د پارس د بهستون په کتیبه کښې  راغلی او په نورو کتیبو کښې نه شته. د بهستون د کتیبې په (۲) ستون - ۲ بند) کښې وايي: هغه وخت چی داریوش په بابل کښې و پارت (خراسان )مرو، تته ګوش او سائيه بلوا کړې وه، د پارت بلوا د داریوش پلار ویشتاسپ غلې کړه، دی له فروتیش سره په ويش پا اوزات نومي ځای کښې وجنګید او هغه يې مات کړ په ساګارتي کښې که یې ځای د خراسان خواته وټاکل شي هم د چيتره تخم Chitrataxm په مشرۍ بلوا شوې وه، چې داریوش د تخمسپاده Texmaspada په مشرۍ یو لښکر ورواستاوه او چیتره تخم يې ونيو چې داریوش ته يې راووست د هغه غوږ او پزه يې پریکړه، سترګې يې ور وويستلې او غرغره يې کړ (۲) ستون ۱۴ بند د خراسان په مرو کښې هم فراده Frada نومي سړي بلوا وکړه چې داریوش د باختر والي د ادرشيش" . د هغه دفع ته وګماره دادرشیش مرویان رعیت او ټول باختر علی شو (۳) ستون ۳ بند). هغه وخت چې په پارس کښې " وهى يزدات " یاغی شوی و نو ده يو لښکر د رخج هره خواتیش ته = د ارغنداو ناوې ته واستاوه او د رخج والي ویوانه Vivana يې وشاړه خو دا والي په کندهار کښې د داریوش له لښکر سره یو ځای او د وهی یز دات د لښکر مقابلی ته وووت او په هغه جګړه کښې چې دانامکه د میاشتې پر ۱۳ ۱۳) ورځ د کاپیش (کاپیشکانه) په کوټ(کلا) کښې وشوه، د یاغیانو لښکر مات او ترهغه وروسته يې د کندهار) د ګندوم Gandum په سيمه کښې د ويخن د مياشتې پر "مه" ورځ بيا همدغه ياغي شوي لښکر ته ماتې ورکړه د یاغیانو مشر له لږ شمېر سپرو سره و تښتېد، دی د کندهار د ارشاده په کلا کښې د ويوانه په لاس  کښيووت او ووژل شو او په دې ډول در خج ایالت د داریوش د هېواد برخه شوه. (۳) ستون ۱۳ بند). دا پېښې د ۵۲۲ ق، م د د سپتامبر له ۲۹ مې څخه د ۵۲۰ ق، م د مارچ تر لسمې پورې منځته راغلې دي. د هند د نیولو لپاره د داریوش د جنګي سفر بیان داسې ليکل شوی دی دی د سند له سینده پورې ووت؛ سند او پنجاب یې ونیول او يوناني سکیلاکس یې د عمان سیند ته واستاوه چې هر کال به ډیر سره زر له هنده پارس ته رسيدل په دې توګه د هند او غربي هېوادو ترمنځ تجارتي روابط ټينګ شول، او له همدې شلم ایالت څخه هر کال ٣٦٠ تالانه سره زر تخمیناً ۲۵ ملیونه افغانۍ د باج په توګه هخامنشی دربارته رسيدل. د پارس د تخت جمشيد د داریوش په هديره کښې د هخامنشي دولت د تابع شويو خلکو تصویرونه کښل شوي دي، چې د نورو دیرشو ملتو په جمله کښې دا نومونه هم شته پارتی (خراساني) هراتي، باختري، سغدي، خوارزمی، زرنگی (سیستاني) رخجی (قندهاري) ته ته ګوشي (پختیا د سند ترغاړې پورې ګنداري هندي او ساكارتي داخبره هم ځنې ښکاري چې د اوسني افغانستان خلکو د پېنځمې ق م پيړۍ په شاوخوا کښې د خپلو ځايو او ولایتو په نومو شهرت درلود. وگوری) ۱۲ مه نومره عکس داریوش په خپل پایتخت شوش کښې یوه مانۍ جوړه کړي وه، چې کتیبه یې په درو ژبو پارسي، ايلامي او بابلي كشف شوې او په هغې کښېهم د افغانستان د ولاياتو د خلکو يادونه شوې ده. دى وايي ددې ماڼۍ چندن لرګی له ګنداره طلايي له باختره، د لاجورد ډبري يې له سغده، فیروزه یې له خوارزمه او پيلغاښ (عاج) يې له هند او رخجه او د څیړۍ (بلوط) لرګي يې له ګنداره څخه راوړل شوي دي،  چې داټول ځايونه په افغانستان او د هغه په شاوخواکښې دي. داریوش خپل ارت هېواد چې په هغه کښې له راز راز نژاد و څخه ۴۸ ډوله خلک د راز راز ژبو ادیانو او اخلاقو سره اوسېدل په دېرشو ستراپی (ولايتو) ویشلی و، چې هلته محلی حکمرانانو هم د خپلو عقايدو له آزادۍ سره ژوند کاوه او هر ولایت د خشتر پاون د ولایت د ساتندوی په نامه یو اعلی حاکم درلوده چې له هخامنشي درباره مقررېده او ولايت يې د يوه دبير او يو لښکري مشر په مرسته اداره کاوه. سردبیر به تل مستقیماً مرکز ته اطلاع ورکوله، د امنيت مسوول ارک پت و خری تونونه چاپارخاني) لارې او ميلمستونونه (مهمانخاني) يې درلودل. په هر ولایت کښې خشتر پاون ماليې ټولولې، پلي او سپاره لښکر يې درلودل اوولس زره تنه دولتي غښتلي لښکر د "جاویدان" په نامه و. هيرودوت د هر ولایت د مالیې اندازه هم ليکلې ده، چې له هغې جملې څخه د افغاني او ګاونډيو ولايتو ماليه داسې وه:

 ۱ - د هخامنشي اووم ایالت چې ستاګيدي، ګندهاره، داديك اپریدي پکښې وو ۱۷۰ تالان د لسو مليونو افغانیو په شاوخواکښې)

 ۲ - دوولسم ایالت باختر او نور اړوند ځایونه ۳۰۰ تالان (۱۸) مليونو افغانیو شاوخوا پورې. 

۳- خوار لسم ایالت چې ساګارتي زرنګي (سيستاني) پکښې اوسيدل د عمان د جزايرو د غاړو تر خلکو پورې ٦٠٠ تالان ( د دیرشو مليونو افغانیو په شاوخوا کښې)

اوس د افغاني سيستان ویش ته نژدې یو لرغونی ښار کشف شوی دی، چې د هخامنشي دورې په مدنیت پورې اړه لري او له ده څخه هم څرګندېږي، چې سيستان په هخامنشي هېواد کښې داخل و. وګورئ ۱۳ مه نومره عکس)

 ۴ - پارت - خوارزم - سعد - هرات ۳۰۰ تالان ( د ۱۸ ملیونو افغانیو په شاوخوا کښې )

 ۵ - هند او سند - ۴۶۸۰) تالان د یوسل او شپېتو مليونو افغانیو په شاوخوا کښې دا د ختيزو ولايتو د ماليو اندازه وه، خو د داریوش د وخت د دولت ټوله ماليه يې ۵۶۰، ۱۴ تالان - نوي مليونه طلايي فرنكه ۴۵۰ ملیونه افغانۍ بللې ده. د اولف کرو په وینا د هخامنشی کهاله کوروش، لومړی داریوش خشیارشا او دویم دار داریوش په ګندها را کښی مستقیماً حکم چلولی دی، چې د ختيزو ایالتو پایتخت کسپاتورس (پیښور) او پیوکیلاوتس (چارسده) و، او لکه سرد او يد هو گرث چې د سکندر په کتاب کښې وايي: د ګوګمل په جګړه کښې چې د دریم داریوش او سکندر تر منځ پيښه شوه، د يوناني مؤرخ اریان له فهرست سره سم پښتانه او د هندوکوش د غرو خلك د داريوش په لښکرو کښې شامل وو چې له دې څخه هم له دغه هېواد سره د هخامنشیانو اړيکې څرګندېږي