علي خلافت (۳۵ ـ ۴۰ هـ)
حضرت علي په خپل خلافت کښې عبد الرحمن د جر و الطايي زوي د سیستان حاکم و ټاکه او پر (٣٦ هـ - ٦٥٦م) کال يې سیستان ته راواستاوه دا سړی په یوه جګړه کښې چې د حسکه د عتاب زوی سره یې وکړه ووژل شو، عبدالله د عباس زوی چې د بصري والي و، څلور زريز لښکر د ربعي بن كاس په مشر تابه د ابن عتاب د سرکوبۍ له پاره راولېږه. ربعي ابن عتاب يې وواژه او سیستان يې ونيو، د ثاغر بن دعور او حارث بن مره په مشرتابه تر قیقان د بلوڅو اوسنی کلات پورې پرمخ ولاړ. شلو زرو قیقانانو سخته جګړه وکړه او تر خونړیو جګړو او کلابندیو وروسته په داسې حال کښې چې په زرو تنه يې د مسلمانانو په لاس کښې بندیان وو نور تیت او پرك شول (۳۸) هـ - . ۱۵۸ م کال). پر ٣٦ م کال د عربو يو لښکر د عبد الرحمن بن سمره په مشرتابه د سیستان او ارغنداو د ناوې له لارې پرمخ ولاړ او کابل يې ونيو، په دې جګړه کښې په خپله کابلشاه ګډون درلود، خو په پای کښې يې د عربو لښکر ته ځان وسپاره همدا راز د حضرت علي د خلافت په وخت کښې د مرو ساتندویما هوي کوفې ته ولاړ او د اطاعت غاړه يې کښېښووه، حضرت علي ده ته فرمان ورکړ چې د خراسان بزګران او سالاران دې ده ته جزيه ورکړي. خو خراسانيانو بلوا وکړه څو چې جعده د هبيره مخزومي زوی چې مور يې هانی د ابو طالب لور وه د دوی د خپلو له پاره راغی، مګر دغه سړي هم خراسان ونه نیولی شو.