سوما، هوما Soma, Haoma
دا د يوه بوټي نوم دي، چه په ويدي ژبه ئې سوما بولي، اما لکه په اوستا کي چه د ويدي ژبي (س) په (هـ) ابدال کيږي، نو په اوستا کي هوما راغلی دي. دا بوټي هغه وخت آریائیانو مقدس گاڼه، چه دوي لا په بخدي کي سره يو ځاي وه، او پر هند او ايراني څانگو نه وه ويشل شوي، دوي به پخپلو مذهبي مراسمو کي د دې بوټي شيره چیښل، او یو راز مشروب به ئې ځني تياراوه، چه نشه ئې درلوده او ډير مقوي او تود و.
د دې بوڼي نوم له قديمه تر اوسه ډير مشهور دي، او په عربي ئې "هوم المجوس" بولي او شرح ئې داسي ليکي: يو بوټي دي ياسمين ته ورته لږ څه شيريني او حدت لري، هوم المجوس ئې له دې جهته بولي چه آتش پرستان ئې د خپل عبادت پر وخت استعمالوي. علامة البيرونو د دې بوتي شرح هسي ليكي:
هوم المجوس په سندي ژبه ئې خوم، او په سرياني ئې عرزا و مغوشي او په پاړسي ئې آفتاب پرست بولي، مجوسیان (د زردشت تبعه) وايي، چه دا بوټي ساق نلري او په آذربایجان کي شين کيدي او چا نسواي موندلاي، ځکه چه مارانو به تل د مرغانو چیچیان خوړل نو یوه پاچا د دې بوټي ښاخله راوړه، او د مرغانو په ځاليو کي ئې گښیښووه او ماران ئې په وبيرول وروسته دا ښاخله د ځاليو په ونه پوري ونښته او ډیره شوه. په شرقي طب کي هم دا بوټي ډير مشهور و، حكيم محمد حسين دهلوي ئې شرح داسي ليكي: هوم المجوس د لومړي حرف په پيښ، او د واو په سکون، دا بوټي مراتيه هم بولي، لاندي ساق ئې یو او نري او کلک وي، گل ئې تيره ژړ دي ياسمين ته ورته، بلگونه ئې کوچني او گلان ئې لکه ياسمين داسي وي، د تحفې ليكونكي وايي چه دا بوټي د ژړ ارغوان له جنسه څخه دي، حكيم مير عبدالحميد وايي: چه هوم المجوس یوگل دي، چه جعفري ئې بولي ډير اقسام لري، طبيعت ئې په دريمه درجه تود او وچ دي، ځني ئې گلان د ساړه او وچ طبیعت لرونکي گڼي، خواص ئې دا دي: جالي حاد مخفف، د سنگ مثانې لپاره ئې د گلو خیسانده مفيده ده گل ئې د ټپ د وينو د بندولو لپاره مستعملیږی...
د اروپا نوي پلټونکي هم د دې بوټي ډير تفاصيل ليکي، د دوي د تحقیقاتو لنډيز او نتيجه لاندي راوړله کيږي، چه د هوما په خصوص کي لږ څه د نوي دنيا د پوهانو افکار هم دلته ښکاره سي، مادام راگوزن ليکي: د سوما بوټي په لوړو غرو کي پيدا کيده. د دې بوټي پرستش په آريائي اقوامو کي تر بیلتون دمخه شروع سوي و، دوي لمړی د دې بوټي څخه مشروب جوړاوه وروسته پخپله د يوه رب النوع په ډول ومنل سو. او هغه چا چه دا بوتي مقدس نه گاڼه آریائیانو په سپکه ورته کاته، د سوما سوداگران او خرڅونکي ئې مجرمان گڼل، او هغه څوک چه سوما وساتي، او شيره ئې ونه کاږي، دوي دشمنان بلل، دا خلق د غرو پونده سوداگران وه، چه سوما ئې له غرو څخه وړه، او خرڅوله به ئې او په يوه خاص ډول به ئې د هند له آریائیانو څخه قیمت اخیست، هغو به تل داسي غويي چه رنگ ئې تک ژړ (فاقع) ؤ په ښه ډول ساتل او دغه غویی به ئې د سوما د بوټي په عوض کي ورکول داسي ښکاري: چه د سوما بوتي شيدی یا شیره درلوده، ښاخونه ئي کلک وه پر ښاخلو باندي بلگونه نه وه، رنگ ئې سور يا طلائي و. نارونه ئې د دباندي خوا لکه د نل بند بند ؤ، له دغه څخه تروه اوگاټه شيره په نښتيځلو وته، او له دغه سره به ئې ځيني نور اجزا گډول، او د عبادت د وخت لپاره به ئې مشروب ځيني جوړاوه، ونډشمان Windischmann وائي چه دا بوټي به د سپوږمۍ په شپو کي پيغلو او نجونو ټولول، په يوه گاډي کي چه دوو مږو به چلوله، د قربانۍ تر ځايه وړل کیده، وروسته به روحانیونو اوستانو، يوه ښاخه لاندي او بله ډبره باندي کړه، دغه بوټي به ئې کوټل، او په لاسي اونگ کي ميده کول، بيا به ئې تر پشمي ټوکر صافول، په دغه شيره کي به وروسته شيدې يا اوړه ورسره اچول او تخمير کول به ئې، دا مشروب دوي په ډير شوق چيښه، او د ژوندانه ساتونکي او د جاوداني عمر بخښونکي ئې گاڼه د ريگويدا شاعران ئې ډير صفت کوي: مثلاً په ريگويدا کي راځي: موږ سوما وچښل، نه مړه کیږو، په رڼا کي ننوتو، دښمن په موږ څه کولاي سي ؟ د فاني انسان رخه به په موږ څه وکړي؟
د سوما مشروب دوي د اسماني سوما (سپوږمی) یو څاڅکي يا شبنم گاڼه چه د تل ژوندانه (امرت) حامل وي او ټول قوت او طاقت هم پکښي پروت دي. د سوما اهمیت او منزلت له دې څخه ښکاره کیږي، چه (اندرا) د جنگ رب النوع له دې مشروبه سره ډيره علاقه لري او د قوت او غښتلوالي لپاره ئې ډير خوري او د اندرا ټول جنگي قوت هم له دې څخه دي او بل دا چه د ریگویدا نهمه برخه ټوله د سوما په ستاينه ډکه ده، او د اوستا برخه هم ”هوم يشت“ نوميږي او د دغو دوو پخوانو کتابو مهمي برخي د سوما=هوما ستاینه
وايي چه لومړۍ پلا یوه سامانی گربت (عقاب) چه سینا Cyena ئې نوم و د هريتي بريزا Haratibareza له غره څخه دا بوټي راوړ، او د یوپائيري سينا Upairisaena (هندوکش) سيترا Staera (تیرا) کوسرادا Kusrada ( د غور کوراسون غر( پورانا Paurrana (پروان) سپي تاگونا گيري Spiya-Gaona Gairi (سپین غر) پر غرو ئې خپور کړ.
د هوم پشت له دغه بيانه ښکاري چه د دې بوټي د شنه کیدو او د دوي ځاي د افغانستان مشهور غرونه وه، تر اوستا دمخه په اتهروا ويدا کي هم د سوما بوټي د شنه گیدو ځاي د منجوان Mangoavan غر ښودل شوي دي، او دا هغه غر دي چه اوس ئې منجانن بولي، د نورستان او بدخشان تر منځ واقع دي، او د جرم دره پکښي ده، د اتهروا ويدا (منجوان) او سوسني منجان تر منځ فقط د واو د حذف فرق دي واو خو حرف علت دي، او هيڅ قیمت نلري.
په اتهروا ويدا کي د يوه قوم ذكر راغلي دي، چه موجاوان Mujavans یا موحاوانت Mujavants نوميږي، دا قبیله د بهليكا سره يو ځاي ذکر شوې ده چه مقصد ئې هغه د بلخ خلق دي. گریفت وايي چه موجاوان يوه قبيله ده، چه د هند په شمالي غربي خواکي اوسيده.
ماكډونل وائي: چه دا قبیله د گندارۍ قبیلی سره گاونډۍ وه ځکه چه گنداریان د کابل او پیښور تر منځ میشته وه نو به دوي په شمالي خوا يعني د لغمان او نورستان به شا او خواکي منجوان اوسيدل. چه د اتهروا ويدا په قول د بلخ له خلقو سره هم دا قبیله نزدې ده.
مورگینسټرنG.Morgensterne نارویژي مستشرق هم دغه منجان هغه تاريخي منجوان بولي او د شرقي
پوهنو په کتاب کي مفصلاً شرح ليكي له دغو ټولو توضيحاتو څخه ښه څرگندیږي، چه هوما يا سوما اصلي ځاي زموږ د هیواد جگ جگ غرونه وه، او دا بوټي د دغه ځاي و، د سوما د بوټي په تشخیص کي هم نوو پوهانو راز راز نظریۍ ښکاره کړي دي، مثلاً گریفت د يوې مجلې په حواله چه Quarterly Review نوميږي هسي ليکي: چه ډوکتور ایچیشن Aitchison وايي ښائي چه سوما د افدرا پاچیکلاد Ephedra pachyclada بوټي وي، چه د هريرود په ورشو گانوکي تر اوسه هم hum یا هومه huma يا ايهمه yahma بولي، دوكتور جوزف بورنمولرBornmuller چه په کرمان کي ډير عمر اوسيدي سوما د افدرا يوه نوعه گڼي او وايي چه له سائبیریا څخه بيا د ايشيا تر غربه د افډرا ډير انواع موندل کيږي.
سر اوريل ستاين انگليسي مورخ او مستشرق هم دغه شرح مني، دی ليکي چه دکتو ايچيشن د افغانستان د سرحداتو د تحديد د ډلي عضو و، ده له بلوچستانه تر هري روده په ډبرينو مځکو کي دا بوټي موندلي دي (چه هوم بندک( hombandak ئې هم باله، پخپله اورل سټین وايي چه په ١٩١۵ ع کال ما هم د ایران او افغانستان په سرحداتوت کي دغه بوټي وليد چه خلقو هوم باله او افدرا هغه تاريخي هوما دي چه په ويدا او اوستا کي ئې ذکر راغلي دي.
په دې ډول هوما يا سوما دغه بوټي دي، چه په علمي ژبه افدرا بولي، او آریائیانو به شيدې او شات ورسره گډوله، او مشروب به ئې ځيني جوړاوه. اوس به وگورو چه په پښتو د دې تاريخي بوټي نوم څه دي؟
دمخه مو وويل چه د سنسکریت (س) تل په اوستا کي په (هـ) اوړي، نو سوما هوما شو، تر ميم وروسته الف فقط د میم د زور ښکاره کولو لپاره ليکل کيږي ځکه چه په پښتو کي د زور کار (هـ) هم ورکوي، نو بايد په پښتو رسم الخط دا كلمه هومه وليكو. (هـ) هر وخت پښتانه په همزه اړوي، مثلاً هگی، اگۍ بولي، هلک ته الک وایي. د هومه لومړی حرف که په همزه واړول سي (اومه) به شي.
پښتانه يوه بوټي ته اومه (په مجهول واو) وايي، چه په غرو او ډبرينو مځکو کي شين کيږي، دا بوټي نر او ښځه اقسام لري، په هندوکش او سپين غره او د تيراه او د مهمند په غرو کي دا بوټي ډير دي، په قندهار کي اومان بولي، جنوبي وال ئې هم اومه يا ماوه بولي، د پاړسو په اصطلاح (بندک) دي په نورستان کي هم دا بوټي تر اوسه سوم بولي.
د دې بوټي ايرې خلق د خولې په نسوارو او باروتو گډوي، ښاخلي ئي بلگونه نلري، نيم گز قدر لوئيږي، بند بند وي، يو راز ثمر لري، چه مات ئې کي شيدې ځني راوزي ځني خلق ئې ايرې د کشتې په نسخو کي هم استعمالوي، وگوري هغه پخواني آريائي نوم کټ مټ په پښتو کي ژوندي دي، او اوس هم ويل کيږي او له دې څخه د پښتو ربط له ويدي ژبي سره په ښه ډول ثابتیږي، هغه د هوم نوم چه خارجي پوهانو د ایران او افغانستان په سرحداتو کي اوريدلي دي کټ مټ دغه پښتو نوم دي، چه عوام ئې اومه تلفظ کوي.