(تهماس نامه) د تهماس خان ليکنه
د افغانستان د پښتنو د تاریخ نومورکي مؤرخین
دا سړی د احمدشاه بابا په وختو کي د معین الملک او د ده د ماينې مغلائی بیگم او ضابطه خان روهیله خدمتگار ؤ او خپل حال يې په خپله کښلی دی چي په هغه کي يې د پاني پت جنگ او د احمدشاه د هندوستان د لامونو په سترگو ليدلي حالات بیان کړي دي، ۱۱۹۳ ق. د امرتسر د خالصه کالج په کتابخانه کي چي يې خطي نسخه سته هغه په ۱۴۲۸ کښلې سوې ده، په برټش موزيم کي يې هم نسخه سته.