32

اورکزی

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د ده نوم نه دئ معلوم، د قادر داد او د هند د روښانيانو سره محشور او معاصر و. داسي ښکاري چي د قادر داد تر مرګ وروسته هم ژوندی پاته سوى دئ (حدود ١١٧۵ ق). په غزل کي یې څه هنري ښکلا ځليږي، خو په قصيده کي يې خوند نسته او نه په بحث او کره کتنه ارزي. خو دوني به ووايو، چي د روښان په مکتب کي د ذوق خاوندان او ځيني ښه شاعران هم لرو، چي د دوى قصيدې د پښتو ادب د تاريخ په تندي کي ځای نیسي او سړی ویلای سي، چي دا شعر دئ او تش بې خونده نظم نه دئ.