32

قطب الدين بختيار

پښتو تذکرة الاولیا ء د سلیمان ماکو

قطب الدين د احمد زوی د موسى لمسی په قوم پښتون بختیار او د خپل عصر له نومیالیو څخه چی تر اوسه هم په هند کی لوی شهرت لری. پردیو مورخانو دا سری پیژندلی او د ده پښتونوالی ذکر یی نه دۍ کړی. مگر د پښتنو مورخانو دی د پښتنو په عرفانی مشاهیرو کی راوړی دی. نعمت الله په مخزن کی د ده مناقب په تفصیل راوړی، او داسی وایی: حضرت خواجه قطب الدین بختیار کا کی قدس الله سره نام پدر شان احمد بن موسی است ساکن اوش بود که از توابع بغداد است، و تولد آن برگزیده در سنه پانصد و هفتاد و پنج اتفاق افتاد، چون سال عمر ایشان به بیست و پنج رسید، حضرت معین الدین سجزی با آن مكان تشریف آورد خواجه قطب الدین بختیار دست انابث بذيل هدایت ایشان در آورده مرید شد... بعد بر فاقت شیخ جلال الدین متوجه هندوستان شدند در بلده ملتان به غوث العالم شيخ بها الدين ذکر یا ملاقات نمودند...

په دی ډول نعمت الله د پښتنو مورخ قطب الدین بختیار د خپل کتاب په ډیرو ځایو کی دی (قطب افغان) بولی،او د ده د نورو هم قومانو مشاهیرو نومونه هم راوړی لکه خواجه يحيى بختيار، شيخ شهاب بختیار شاه ابوبكر بختیار او نور.

دا خو ښکاره ده چی بختیار د پښتنو یو خورا مشهور او ستانه قوم دی، چی تر اوسه هم د سليمان غره په شا او خوا کی پوندگی او سوداگری کوی،نو ځکه چی پردی مورخان د پښتنو په دغه قوم نه و خبر نو یی قطب الدین پښتون نه دی لیکلی، تش د ده سره بختيار لیکی، فرشته وایی چی دی په اوش کی زو کړی دی، چی د ماورا النهر له ښارو څخه وابو الفضل هم دی د فرغانی د اوش بولی. اوش یا اوچ خو دوه زاړه ښارونه وه چی د سیحون پر هغه بله غاړه ودان وه ابن خردابه وایی: دا يو لوی کلی و چی له قبا څخه اوه فرسخه لیری و او اوزگند ته لس فرسخه پروت و یاقوت هم دا دوه كلى بيل بيل يادوي اوش له فرغانی څخه او اوچ د سیحون پر غاړه ګنی نو که موږ د نورو مورخانو دغه قول چی قطب الدین په اوش کی اوسیده منو ځکه چی د ده پښتنواله پښتنو مورخانو تصديق کړی ده، نو دا ویلای سو چی د ده نيکه یا پلار به هغی خوا ته تللی او قطب الدین به هلته زو کړی وی. دلته دا خبره هم د غور وړ ده چي زموږ پښتون مورخ سليمان ماکو په خپله تذکره کی د دی قطب الدین ذکر داسی کړی دی نقل کاوه سی چی بختیاری ستر ستانه و،له د نه څرگند سوی دی، هغه کرامات چی مو وگروهید او پر نړی (یی) د ستن پلار و د قطب تللی و له بختيارانو څخه او میشت و پر ایواد چی سند باله سی دا روايت خو د قطب الدین د نيکه تگ له خپله وطنه ثابتوی،مگر د ماورأ النهر پر ځای سند ښیی موږ دقت وکړو، په سند کی هم په دغو وختو کی یو ښار ودان و چی اوچ یا اوچه بلل کیده، مورخان یی د سلطان معز الدين غوری په فتوحاتو گی د ملتان سره یو ځای راوړي او دا ښکاری چی اوچ د سند یو مشهورښار و.

نو که د قطب الدین پلار او نيکه په دغه ښار کی اوسیدلی وی. ځکه چی د قطب الدین او  د ده د پلار نور عرفانی معاصرین هم په ملتان گي و، نو به د سليمان ماكو قول اصح وی، په هر صورت قطب الدین خو پښتون و، چی یی له خپله قومه بختيارانو څخة تللی یا د سند په اوچ یا د ماورأ النهر په اوش کی اوسید، لکه دمخه چی وویل سوه، په هند کی یی شهرت موندلی دی.

قطب الدین د مخزن افغانی اوآئین اکبری او مخبر الواصلين په قول د لومړی خور په ١٤ په ٦٣٣هـ او (فرشته ٦٣٤ هـ ) د عمر پر ٤٨ کال وفات او په دهلی کی ښخ سو، چی تر اوسه یی مزار ډیر مشهور دی.