په مهاجرت کې
دوطـــن غـــیـــږه کـې مـــې کـور وای
تـــل خـــوشالـي وطـــن سمسور وای
چـې راشه درشه په هـــر لـــور وای
ماته پردي مالت کې خوب کله راځینه
د وطـن خــاورې بــه رانــجـه کـــړم
دا پـــردیسۍ ژوندون بـــه څه کړم
چـــې اشنا ستـــا دیـــدن ونـــه کړم
دا بې له تا ژوندون مې هردم ژړوینه
چـې مـوتـــاریـخ تـــه نــظــر وکــړو
دا خــپل نیکونــه را پــه زړه کـړو
دا د پــردو ژوندون بــه څــه کړو
جګې شملې مـــودپلارو رایادې شینه
دا مـو پـــه خــپله پــه ځـان کــړي
چـــې ســره نـــه یو کـــور او کلي
مـــونـــږه مـــدام د بـــل منـــلي
چې دپردوپه لمسون خپل کور ورانونه
راځـــی چــې خپـل وطـن ابــادکـــړو
د هـــم غـــږۍ اصـــل بنـــیاد کـــړو
په ورور ګلوۍ خپل زړونه ښاد کړو
تر څو بـــه ګالـو دپــردیو پیغورونه
وطـــن د ټولـــو شریک کـــور دی
هـــر قوم زموږ د سترګو تور دی
دا هر افغان تـــه لوی پیغور دی
چې دشمنان مو په قومونو بیلوینه
د اتفاق نـه هـــرڅــه جـــوړ شي
چې مو سوکاله ځوان او زوړ ښي
ټول ابادي شي وطن موړ شي
راځی چي یوکړوافغاني خواره قومونه