دسیدال ناسرملی اوادبی شخصیت
زموږ په ملی تاریخ کی مرحوم حاجی میرویس خان د ازادۍ غوښتلو د حرکت یو داسی ملی غورځنګ و چی هر افغان یی باید په افتخار ولولی او په دې و پوهیږي چی زموږ خلکو د خپلی ملی آزادۍ د ساتنی لپاره هر وخت په ګډه څه قربانی ورکړي دي او دا چې اوس موږ يو ازاداو خپلو اک هیواد لرو او د یوه واحد او نه بیلیدونکی وجود په څیر پخپل مملکت کی ژوند سره کوو دا د کومو رجالو او ميړونو د سعی او مجاهدت نتیجه ده او څنگه باید چی د دوی نوم او یاد ژوندی وساتو.
سیدال خان ناسر هغه افغان لوی سپه سالار و چی د حاجی میرویس خان په دفاعی جنگونو کی د متجاوزو قواوو سره د پښتنو د لښکر قاید او لوی افسر او په وارو وارو یی پردو تجاوز کوونکو لښکروته د کندهار او فراه ترمنځ شکستونه ورکړل او کله چی به د آزادی ساتنی د جنگ او د فاع وخت راغی نو به سیدال خان د ملی قواوو په تنظیم بوخت شو او د متجاوزینو لښکر به ئی داسی تاش په تاشه کړ چی دوی به کورټ کندهار ته نسوای رارسیدلای او د سیدال خان د ملی قواوو له وخوابه پر لارې محو سوي وو.
زموږ د ملی لښکرو دا بریالی قوماندن داسی غښتلی او مدبر او زړه ور پښتون و چی ملیون به تل پرده را ټولیدل او د ده په عسکري بولی به ئی سرونه پر میدان بایلل. د ده شخصیت او تدبیر او قول و عمل دونی نافذ و چی تر ملی زعیم میرویس خان وروسته زموږ ملی کاروان د ده په ږغ حرکت کاوه او هم دا سړی و چی د ارغنداو او هلمند پر غاړو به ئی د اجانبو یرغلگرو منظم او مسلح لوی لوی پوځونه محو کول او د افغان د ازادۍ بیرغ به ئی تل جګ ساته.
سيدال خان يوازې د جنگ د میدان فاتح او توریالی سپه سالار نه و بلکې د خلکو یو اجتماعی رهنما او ملی لارښوونکی هم و دی د حاجی میرویس خان سره په اولسي جرګو کی د خلکو د یوه معتمد رهنما په ډول هم شامل و او د وحد ت او يووالی هغه پیغام چی د میرویس خان له خولی به راووت د سیدال خان او د ده د ملگرو په وسیله خلکو ته رسول کیده.
کله چی مرحوم میرویس بابا وفات سو نو د ده ميړنی زوی شاه محمود هوتک په کندهار کی پر تخت کښینوست او سیدال خان د ده د دربار غټ سپه سالار او حربی مشاور و. دلته افغانی دربار دا خبره درک کړه چی د ملت آزادي تل د غرب د يوې قوي او غښتلی پاچهی له خوا په خطر کی ده او که دغه خطر له لويه سره دفع نسی نو به تل ا فغانی مملکت له دغی خوا څخه ضررونه وینی او د افغانستان د خلکو پر آزادی با ندې به نا حقه تعرضونه او تیری کیږي دلته نو افغانی مشرانو او ملی جرگی دا فیصله و کړه چی یوه ملی او ګډه قوه د افغانستان د ټولو خلکو په گډون تشکیل کاندي او د صفویانو له مرکزي حکومت سره د افغان د آزادۍ مقدرات په قطعی ډول و ټاکی.
د افغانی ملیونو قوا په کندهار کی سره راغونډ سول او د شاه محمود اوسيدال خان په قیادت ئی د فراه او سیستان له لاری کرمان ونیو او بیائی په اصفهان کی د صفوي شاهانو لښکري قدرت له منځه ویوست او شاه محمود افغان پادشاه د اصفهان پر تخت کښیناست.
په دغه تاریخی بری کی د افغانستان خلک ټول برخه لري او په هغو لښکرو کی چی د سپه سالار سیدال خان په قیادت ئی اصفهان فتح کاوه د کندهارو اروزگان او هزاره جات خلکو هم بر خه درلوده او له نورو افغانانو سره څنگ پر څنگ د خپل مملکت د افتخار لپاره د سیدال خان تر قیادت لاندې جنګیدل.
سیدال خان د شاه اشرف هوتک سپه سالار هم و ده د دوو لويو دولتو د لښکرو سره د افغانی سرحداتو د ساتنی لپاره هم فاتحانه جنګونه وکړل د تزاری روس قوايې د ایران د شمال پر سرحداتو و دروله او د عثمانی دولت پوڅونه ئی پر غربی میدانو باندی مات کړل او کله چی د شاه اشرف افغان تر مرگ وروسته افغانی قوا د نادرشاه افشار سره مخامخ سول نو بیا سیدال خان د ایران په په ټولو جنگونو کې د افغانی قواوو لوی مشر او لښکري قايد و.
سیدال خان د جنگ په کارو او تدبیرونو کی یوه نه ماتيدونکی اراده درلوده او عزم ئی په هیڅ جنگ کی نه متزلزل کیده ده تر هغه وخته د نادر سره مقابله کوله چی د جنگ پر میدان یو څو زلمی ورسره پاته وو او بيانو راغی د کندهار په کلاکی له نادر سره يو کال او څو میاشتی په داسی میرانه او مهارت و جنگیده چی موږ ئی په خپل عسکري تا ریخ کې نظیر ډیر لږ لرو.
د افغانانو اخرنی مقاومت هم د نادر په مقابل کی هغه وخت و چی سیدال خان د کلات په کلاکی د نادر افشار په لاس کښيووت او هم د ده په امر ړوند کړ سو او وروستنی عمرئی هم د کابل په شمالی خوا شکردره کی د نفی په ډول تیر کی څو هم دلی وفات اوښخ سو.
او س د وطن د آزادۍ د دې لوی مدافع او ساتونکی قدردانی کول او هم د وطنی او ملی غیرت او شهامت یادونه او پیروۍ هر وطن خواه افغان ته ښایی او که موږ د خپلو تاریخی رجالو او نامورانو د ښو اعمالو او خدمتونو ستاینه کوو نو دا به موږ د افغا نستان خلک نن د ژوندانه یوه خورا مهمه دوره تیر وو او موږ د نوي ژوندانه او نوي تنظيم پر لوري روان يو د دې لارې د تللو او رهبرۍ لپاره ډيرو فعالو او صادقو او تر سره تیرو خلکو ته ضرورت لرو او دغسی رجال هم په قدردانی اوملی حق بینی او تقدير منځ ته راځی. که موږ د خپلو تیرو ملی میړو قدر وکوو اوسنی صادق خلک هم پخپل کار او فکري فعالیت کی حوصله او د لګرمی مومی نوځکه زه د تاریخی رجالو یادونی او ستاینی ته په ښه نظر گورم.