32

اخلاقی خوشحال خان

د خوشحال خان خټک مرغلری

د خلق به تعریف او د اخلاقو به خصوص کي د بشريت د پوهانو فکرونه مختلف او ډول ډول دي، چي موږ دلته لنده اشاره ورته کوو د انسانانو په زړو آثارو او هغو کتابونو کي چي اوس نو تر هغه زاړه کتابونه انسان ته نه دي پاته مثلاً د هند به رگ وید او د زردشت په اوستا او بیا په تورات شریف او د چین د کنفوسیوس او د بودا او نورو تولو زړو آثارو کی اخلاق او د اخلاقو ښه ذکر سوی دی. که څه هم اخلاقیات د فلسفې يو مهم ټوك دي مگر داسي ښکاره کیږي چي پر اخلاقي مسائلو تر فلسفیانه بحث دمخه هم په انسان کی اخلاقی حس و په ساده ژبه د اخلاقو تعریف داسي کیږي سری به خنگه عمل او څنگه ژوندون کوي؟ د انسان افعال تر مختلفو مؤثراتو او محركاتو لاندي دي محيط ارث تربيه دودونه رسوم دا ټوله پر اعمالو اثر کوي نو اخلاق د عملي ژوندون له پاره خني قواعد او ضوابط دي ). په یونان کې د پوهانو نظریات د اخلاقو په باب کی یا دا وه چی اخلاق توله پر ذوق او خوند بناء دي ٤٠٠ كاله دمخه ارسیتییس پر خوند Hondonisme د اخلاقو سته ايښي وه تر ده وروسته د ده نورو ملګرو یا شاگردانو تر میلاد لکه اپیکور (٣٤٢) – ۲۷۱ ق.م) Epicur د ده نظریه تعدیل کړه، مگر یوه بله ډله چي د دوی مشر سقراط ( ٤٧٠ – ٤٠٠ ق.م) Socrates او وروسته نو افلاطون (Plato – ٣٤٧ ق.م) او بيا ارسطو Aristotle ٤ – ٣٢٢ ق.م) غوندي نامتو پوهان په دغه ډله کي دي. دوى هغه اخلاقي نظريه واړوله او ويې ويل چي زموږ په اعمالو او خواهشو كي مطلب زمور سعادت دی او سعادت هم په ښو اخلاقو اړه لري ښه اخلاق په پوهنه (معرفت سره ميندل کيږي، سقراط اجتماعي سعادت تر شخصي سعادت دمخه کوي، افلاطون له سقراط سره په دې نظريه کي چي پوهنه د ښو اخلاقو سته ده ملگری دی او سعادت او ښه اخلاق هم غبرگولي سره بولي، ارسطو هم سعادت خيرا عظم كني ". رواقیون ( چي د يونان د فلاسفه وو یوه ډله ده پخپله فضیلت بالذات مقصد او غرض كني، چي په زيار سره یې انسان میندلای سي خلاصه د اخلاقو پر اصل د پوهانو آراء مختلف دی مگر دغه خبره چي آیا اخلاق اكتسابي دي که ارثي هم تر خبرته لاندي ده او پوهان ډول ډول آراء يكي لري سقراط و فضیلت اساس عقل كني، نه عادت او تربیت مگر ارسطو وایی چی فضایل د عقل او حکمت په ښوونه تر تربیت او مشق او پالني لاندي موندل کيږي په اسلامي پوهانو كي شيخ محى الدين عربي (٥٦٠) هـ) وايي چي خلق د نفس هغه حال دی چي په انسان ټوله کارونه بي اختياره كوي. خلق ځيني وخت غريزي وي او کله کله په ریاضت او زيار مينده کيږي ) د اسلام بل اخلاقي فيلسوف ابو علي ابن مسكويه هم عيناً د ابن عربي ملگرى دى دى خير هغه شي بولي چي انسان د خپل ژوندون مقاصد به حاصلوي، يا يې په تكميل كوي دی د ښو اخلاقو په فطريت او اكتسابيت كي جلا رأيه لري وايي: چي ځيني خلك فطرتاً او په خټه كي فضیلت لري، خيني بيا فطرتاً بدخلقه وي، ځيني داسي وي چي نه ښه وي نه بده د دغه سړي نو په روزنه او تربيت او عادت سره ښه کېدلای سی  د ابن مسکویه نظریه هغه ده چي جالينوس یونانی فیلسوف یې هم دمخه ملگری و (۱۹) اوس زيوس Zeus یوناني رواقي فيلسوف (۳۰۰) (ق.م) ښه اخلاق طبيعي او بد خوى كسبي كني، دى وايي انسان د ښو اخلاقو سره زيږي بد اخلاق وروسته مومی حضرت امام ابو حامد غزالي ( ٤٥٠ – ٥٠٥ هـ) چي د اسلام يو نو دا خبره هم خبرنه غواړي چي آيا د انسان په خټه او سرشت کي ښه اخلاق اخښلي دي که بد؟ اخلاقي فيلسوف او عارف دی هم وايي چي د سړي زړه یوه روڼه هنداره ده او د بدو اخلاقو لوگی پر کبني، حضرت غزالي په دې فلسفه کي يو حديث شريف هم راوړى چي اتبع الحسنه السيئه ليمحيها يعني به هر بد پسي ښه کوئ، چي هغه وزدويي (1) حضرت امام د اخلاقو د ښېګني له پاره زیار او عادت او جهاد لازم گني او بد خویونه اکتسابي كني. چي قابل د اصلاح دي ). مگر بالعكس شيخ محى الدين ابن عربي د دی طرفدار دی چی بد اخلاق د انسان پر طبیعت غالب دي او په جبلت كي بي بد اخلاق وراخښلي دي. تر دي پوهانو وروسته د اروپا فلاسفه او مفکرین هم په دغه موضوع كي متضاد افكار لري، ژون كوك (١٦٣٣) –۱۷۰۳ (ع) د معرفت د نظريې خاوند وايي چي انسان له هر معنوي او ارثي اثره څخه پاك زېږي، د ده طبع چي يوه پاکه هنداره ده وروسته به تربیه هر څه قبولوي تر ده وروسته روسو د فرانسي نامتو فيلسوف Rousseau (۱۷۱۲ – ۱۷۷۸ (ع) هم د ده ملگری دی ). د پسیکولوژی علماء او ځيني نور فلاسفه لكه بركلي Berkely (١٦٨٤ - ١٧٥٣ (ع) او د ده ملګري خلق د طبائعو مزاوجت او د نفس د خصائصو د نښتو نتيجه بولي چي د خارجي عواملو تر اثر لاندي دي چي دوی هم گویا د روسو د فکر ملګري دي اما مالبرانش Mallranche ۱۹ - ۱۷۱۵ (ع) فرانسوی فیلسوف وايي چي ټوله ښه یا بد اخلاق د انسان سره یو ځای زیږي نفس هیڅ نوی شي په ده کي نه سي زياتي كولاى ). كانت Kant (١٧٢٤ - ١٨٠٤ (ع) او د ده ملگري لكه فخته Fichte (۱۷۱۲ - ۱۱۴ (ع) هیگل Hegel ۱۷۰ - ۱۸۲۱ (ع) د اخلاقو په اړولو قائل نه دي او وايي چي د اخلاقو د اصلاح له پاره د نسل او د ټولو انسانانو اصلاح ضرور ده كانت يو اصلي صورت فرض کړی دی چی هغه نو فطريات او غرائز دي چي د انسان د دماغي او عصبي ساختمان تابع دي ). شوپنهاور (۱۷۸۸ - ۱۸۶۰) (ع) چي د متشائمينو فيلسوفانو مشر دی هم د اخلاقو په تغیر قائل نه دی مگر وروستني هغه فلاسفه چی د پداگوژي يعني علم تربیت پوهان دي لكه هربرت سپنسر Spencer (۱۸۲۰) (ع) نيتشه Nietzche (١٨٤٤ - ۱۹۰۰ (ع) او نور. د اخلاقو د اصلاح له پاره د روزني د علم طرفداران دي سپنسر وايي : د زمانو اوږدوالي او د خارجي قواوو تضيقات په اخلاقو كي تحول اچوي چي اجتماعي فلاسفه هم په دغه قابل دي.


اسلامي اخلاقي نظريه


: اوس چي موږ د دنيا د پوهانو اخلاقي نظريات او څه ذکر کړه را به سو چی زمور مقدس دین که فرمایی؟ اسلام خود اخلاقو بشير كوونكي دي لکه چی حدیث شریف دی : انما بعثت لا تمم مكارم الاخلاق " يعني زه د اخلاقو د بشير والي له پاره راغلى يم".

د اخلاقو بشیر والی او تکمیل خو په دی صورتو كي ممكن دى  هغه اخلاق چي په ژوندون کی لازم دي په یوه قوم کي له دغو څخه خني لي وي نو چي هغه ومومي دا نو تكميی.


(۲) دوهم دا دی چي کوم خلق په اندازه سره لازم وي مګر په کوم قوم کي تر هغي اندازې ډېر وي، چي هغه ډېروالی يې لي سي دا نو تکمیل دی.


( ۳) دبیم دا دی چي په یوه قوم کي د ژوندون لازمي اخلاق نه وي نو چي دغه يكي موجود سي، تكميل ورته وايي. اوس به نو وګورو چی اسلام څنگه د اخلاقو تکمیل کړی دی :


(الف) اسلام چی دنیا ته راغی په انسانانو کي بد او ښه اخلاق گډود وه خيني اخلاق تر اندازه ډېر او ځيني تر خپله ټكانه لي وه، او ځيني ښه خوبونه کورټ نه وه نو د دې له پاره اسلام هغه خوبونه چي په اندازه کي ډېر وه لږ يې کړه او هغه چي لږ وه حد وسط ته یی راوسته او ځيني اخلاقي لوازم چی نه وه هغه یی بشریت ته تبلیغ کره د اسلام


اخلاقي اساس خو اعتدال دى چي تول فطري قوا په اعتدال سره استعمال سي دا اعتدال چي د اخلاقو د فلسفي اصطلاح ده، د شریعت او قرآن عظیم په ژبه صراط مستقيم ورته وايي چي په ډيرو آياتو کي د قرآن عظيم ستايلي سوي دي ( والذين اذا انفقوا لم يسرفوا ولم يقتروا وكان بين ذالك قواماً یعنی د خداى مربی هغه دی چي په خرج کي اسراف او

تنگي نه كوي، بلكي منځني رفتار كوي. په دی ډول اسلام خپله اخلاقی نظریه ټینګه کړه او د انسانانو د اخلاقو د ښه کولو له پاره په تبلیغ او ښوونه او تربیت قابل دی اسلام وايي چي هر انسان د ښه او بد د تميز له پاره نفس لوامه لري او پخپل خان خبر دى ، يعني د بدو په کړن کي نفس لوامه سری ملامتوي حضرت رسول په یوه حدیث شريف کي فرمايي : البر حسن الخلق و الاثم ما حاك في صدرك وكرهت أن يطلع عليه الناس يعنى : شبکیه به خوی دی او گناه هغه ده چي ته یې خوښه نه لري، چي نور دي په خبر سي. د دې اخلاقي نظربي طرفداران به فلاسفه وو کي هم ډير دي د علم الاخلاق په اصطلاح کي دغه اخلاقي پت ضمير يعني نفس لوامه وجدان يا اخلاقي حاسه بولي اسلام دغه د قطرت نقاده قوه ټينګوي او په تبلیغ او ښوونه يې په خلکو کي كري وروسته نو د دغي قوي ټینګار په یوه بله ذریعه کوي هغه نو احتساب دی چي په اصولو د تلقين د علم النفس پر ډول سم د نفس لوامه او وجدان تقويه او ملگري کوي ځکه نو تبلیغ او امر به معروف د اسلام یو مهم جز دى، يأمرون بالمعروف وينهون عن المنكر ويسارعون في الخيرات (آلايه).


د خوشحال تربيوي او اخلاقي نظريه :

خوشحال خان د انسان فطرت او خته و هر خه ته مستعده بولي او د انسان د لوړتيا او سریتوپ له پاره روزنه ضرور كني دى وايي چي انسان هم کښته کېدای او هم لوړېدای سي او د فطرت هر راز ارتقاء ته مستعد وي :-


دا سړی چی فرشته دی هم شیطان دی

که سری و خپل عمل ته نگران سی


يو په بد عمل كي في تحت الثراء ته

بل په ښه عمل کی پاسه په اسمان سی


په دې دوو بیتو کي د انسان د فطرت دوه پلوه وښوول وروسته نو خپله تربیوي نظريه داسي څرګندوي :-


تربیت که د باغوان له لاسه مومي

په هر ځای باندی ګلونه د بوستان سي

هر استاد سره چي كبني يو خو ورخي

د هغه هنر په ده کي نمايان سي

د نېکانو به صحبت کي به شه كيږي

اوليا له اولیا نه راعيان سي

د مغلو سره کېناسته مغل سه

د افغان سره که کبني نور افغان سي

د خوشحال سره که کېني یو څو کاله

دا د غره ختك به واره شاعران سی

خوشحال خان وايي که يو وار د سړي په بده تربیه سره بد خوبونه په دماغ کي کېناسته بيا يې بېول او لبرل کول هم گران کار دی :


که بد خوی په چا کی كيني نور عادت سي 

عادت نه درومي له شخصه به تعذیر


په دي نظريه کي د ټینګار د اعتباد چی گوستاولوبون د فرانسي وروستني فيلسوف بي طبيعت ثانوي بولي خوشحال خان کټ مټ لکه د اوستی زماني د علم النفس او د روزني علماء دغسي تفكر لري اما په نظريه کي د وراثت او فطريت د اخلاقو هم لکه ځيني فلاسفه چی دمخه مو نظریات ذکر کره خان صائب نظريات لري، او په بديهي الفاظو او ښکاره تمثیلاتو خپله نظريه تمثيل كوي :-


چي وودلي وي په ذات توره شوی

 سپينول يې و هر چا وته دي شاق




یا :-

د عسل سره یې خوره خوږه به نه سي


مرغوني چي ترخه ده په ميثاق


که کارگه غوندي يي فهم وي خوشحاله


هیڅ استاد به شین طوطا نه كړي ناطق


دا نظریه کټ مټ د اوسنيو لوبو علماوو او د روزني د علم د پوهانو لکه ويليام جيمس د امريکا او نورو .... نظريات دي، زموږ په مشرقي پوهانو کي هم اکثر پوهان خاص بيا سعدي په ډیرو ځايو کي د دې نظریې سیله کړې ده. د خوشحال خان اخلاقي نظريات عيناً هغه نظريات دي چي اسلام یې لري د انسان د فطرت انحطاط او ارتقاء قرآن عظیم په دې ژبه ښيي لقد خلقنا الانسان في احسن التقويم، ثم رددناه اسفل السافلين دا خود انسان هغه لوړتوب او کښته والی دی چی خوشحال خان يې په لوړو بيتو كي له مشكوه الهی څخه اقتباس کړی دی، وروسته نو په الا الذين آمنوا و عملو الصالحات کي چي د نبوت د تربيت نتايج دي بيا د روزني او پالني ګڼي ښه ښکاره دي خان پخپله اخلاقي او تربيوي فلسفه کي دغسي د خپل دين او قرآنه استفاده او استفاضه کړېده او په دې ژبه دا آسماني اسرار او فيوض بيانوي :-


چي ظلوم جهول ياديږي، كنت كنزا هم پوهيږي

ته و دا ته نظر مکړه چي دا غوښي استخوان يې


دغه بدله توله به (٥٩١) مخ كي وګورئ دغسي هم د ۱۱۷، ١٦۰، ۲۲٤، ۵۱۷ مخو په بدلو کي دغه حقایق ښه بيان ځکه چي خان په دنيا کي د اخلاقو د تبليغ او تربیت په ګڼو پوه دی نو دی هر کله پخپله کلام کي د ښو خويونو تبلیغ او د بدو خويونو تقبیح کوي او په ډول ډول اخلاقي مضامين لري چي تاسي به په دې کتاب کي هر ځای خاص بيا په رباعياتو او قطعاتو کي وگوری