32

صايت توري (حروف عله )او حرکات vowel system

د پښتو ادبیاتو تاریخ ږغپوهنه Phonology ، پنځمه برخه

د پښتو په الفباكي ږغير توري يعني هغه حروف چه د صحيحو توریو د تلفظ لپاره کار کوي، اساساً درې دي (ا، و، ی) دا توري هم په لوي سر کي هر يو دوه ډوله ږغ لري، لنډ ږغ، او اوږد ږغ.

 د لنډ ږغ صورت ئې دا دي، چه د حرکت کار ورکي لکه په (کر) کي چه (ک) مفتوح دي، په حقيقت کي د (ک) او (ر) د ږغ ښکاره کولو لپاره د الف يوه نماینده (يعني زور) راغلي دي، او په تلفظ کي کومک ور سره کړي دي.

دغسي هم (و) د پیښ کار ورکوي، که سپک او لنډا داسي مثلاً (پر) او (پل) چه د پیښ د اظهار لپاره باید (پوړ) او (پول) ولیکل سي، دغسي هم (ی) په لنډ ږغ سره د (زیر) کار کوي، لکه (خږ) او (پس) چه د زیر د اظهار لپاره باید (ي) هم ورسره وليکله سي (خير او پیس).

نو په پښتو کي دا درې توري هغه وخت صايت توري بولو، چه دمخه توري ئې متحرک او دوي پخپله وچ (ساكن) وي. اما که دغه درې توري په اوږده ږغ يعني درانه ډول اداء سي، نو ولاړ الف او مجهول (و- ى) ځيني جوړيږي لکه کار، نور، تیر.

اما يو بل صوت هم دغه حروف لري، لکه د پاړسو (بود) او (نمود) یا (تیر او شیر) چه دغه راز اصوات پښتو نلري، نو صايت توري ټول دا شکل مومي:

توري

لنډ ږغ(د حرکت حالت)

اوږد ږغ


الف


زور لکه بر،لر

(آ) لکه آس،آره

(ا) لکه باد، لار


و


پیښ(و)لکه سر(سور) لر (لور) پل(پول)

مجهول واو: لور، پور، سور


ی


زیر(-) لکه تر (تیر) منه (مینه)

مجهوله یاء: تیر، مینه