آریانا او هخامنشیان
به تیر فصل کښی وکتل شو، چه باختر د لرغونۍ او پخوانۍ آریانا مرکز هغسی چه د آریائی نسل سپیڅلۍ ټا ټوبی ؤ، آریائی تہذیب او مدنیت هم پدې ځای کښی نشوو نما وموندله، لومړنی سلطنتی آریائی نظام هم دلته منځ ته راغی او په پیړیو پیړیو پر له پسی د پاراداتا (پیشدادیانو) او کاوی (کیانی) او د اسپه کورنیو د حکومت په زمانه کښی او تر هغه وروسته، همیشه باختر د آریانا د خورا مقتدر سلطنت (پاچاهۍ) مرکز گڼل کیده او هغه مهال چه دغو لویو او با عظمتو سلالو په آریانا کښی حکمرانی کوله د ماد او پارسوا قبائلو سره له خپلو کوچنيو کوچنیو څانگو او عشايرو لکه پاسارگاد او هخامنشی او نور لومړی په قبیلوی او کلیوالی ژوند، او بیا د سامی ټبرونو په اسارت کښی هستوگنه درلوده، او د پارسوا څانگی چه هخامنشی هم په هغه جمله کښی دی یو څه موده نوره د مادیانو تابع وگرځیدلی.
هغه وخت چه د پاسارگاد د قبیلی هخامنشیان په هغه ترتیب سره چه ذکر شو پا اقتدارته و رسیده هم سلطنت په آریانا کښی سقوط نه و کړی بلکه د پخوا په شان ئی د سلطنت لمن دوام درلود او همیشه آریانا د سترو مېړو او واکمنو د هستوگنی ځاى ؤ او حتی پخپله د هخامنشی معاصر او وروسته تر هغه د سکندرد هنگامی په زمانه کښی ئی هم ژوند کاؤ، زور او قوت ئی درلود نفوذ او اعتبار لاره حکمرانی، او آمریت ئی کاوه لکه د سیروس ۵-۶ کاله جگړې او د داریوش څوڅو کاله جنگ او د یونانی زور ورو قواؤ په مقابل کښی۴ کاله مقاومت او مقابلې چه هخامنشیانو يو کال هم د هغو مخه و نه نیولای شوه د دی مدعا خورا ستر شاهد دی مگر هر کله چه متاسفانه سمدستی صحيح مدارک په لاس کښی نشته چه په پر له پسی صورت د آریانا د پاچاهانو د هر یوه نوم او کار نامې يادې کړی نو مسئله څه قدر په تياره کښی پاته شویده او نه دی بایده دا گمان وشی چه هخامنشیان بی د کوم پاچا او حکمران سره له مقابلې نه آریانا ته را ننونی دی - دا طبیعی ده چه د آریانا د مقتدرو پادشاهانو قوت د هخامنشیانو په زمانه کښی کمزوره شویدی ځکه که داسی نه وای او هخامنشیانو به ولی د حملی جرئت پیدا کاو خو بلکل له منځ نه ؤو تلى لکه چه د دی خبری صحت هغه عکس العملونه تائيدوی چه د هخامنشیانو د حملو په مقابل کښی شوی دی.
د هخامنشيانو د پاچاهانو له جملې څخه هغه څوک چه د آريانا په خاوره ئی لومړی ځل د حملی فکر کړی دی سیروس دی چه وروسته تر یوې سلسلي جگړو د غرب لور ته په بابل او لیدی کښی د پارس د شرق خوا ته مخه و کړه نو زمونږ په خاوره باندی یی په تجاوز پیل وکړ د سېروس د حملو جزئيات او زمونږ د زمامدارانو او ملی قواؤ مقابلې پوره څرگدې ندی په عمومی ډول دومره ویلای شو چه زمونږ هواد والو د متهاجم د تېری په مقابل کښی ۵-۶ کاله مدافعه کړيده او له دې اشاری څخه پخپله ښکاره دا خبر څرگدیږی چه د فارس د غرب د ځمکو په نسبت لکه بابل او لیدی او داسی نور د آریانا مقابل قواوی ډېری قوی وی پری کولای شول چه غليم ۵-۶ کاله په جگړه بوخت کړی مورخین وائی چه سیروس په شرقی جگړو کښی په ډېرو مشکلاتو اخته شو به هر حال باختر د رانژیان استا گیدیا، گندارتیس یعنی باختر، سیستان، هزارجات او گندهارا، د هغه له خواو نیولی شول او بیائی پر اسکابانو باندی چه په «ساکستانا» سیستان کښی وو هم لاس پیدا کړ، او له هغه ځایه څخه ئی د بلوچستان مکران ته توجه وکړه خو د سیستان په جنوب غربی شگلنو برخو کښی ئی خورا ډېر تلفات ور کړل.
وائی چه سیروس د کاپيسا په حمله کښی ډېر تلفات ور کړل او له ډېره قهره څخه ئی د هغه ځای په خرابۍ کښی زیات کوشش و کړ دا پوره نه ده معلومه چه په کاپیسا کښی چا د سیروس پرضد مقابله کوله خو هر کله چه دا ځای پخوا تر هخامنشيانو د کوشانیانو تر زمانی پورې د هندوکش د جنوبی مځکو مرکز گڼل کېده نو ډېر احتمال موجود، دی چه له محلی پاچاهانو څخه يوه ټولواک دلته مرکزیت لاره او د سیروس په مقابل کښی به ئی مقاومت څرگند کړی وی. په هر حال د هخامنشی سیروس په کاپیسا کښی د خورا سخت مقاومت سره مخامخ شویدی او دا مقاومت د هخامنشی د دولت له موسس سره ئی د یوه مقتدر پاچا او مشر له اداری څخه نه کیږی، که څه هم سیروس د آریانا غربی حاشیې او د شمال ځینی برخی حتی جنوب شرقی برخه هم ونيوله مگر دا فتح د ده د ځان په قیمت باندی تمامه شوه، یعنی یا دربیکیانو چه رپسن دوی د آریانا له شرقی طائفو څخه گڼۍ سی وس ئی د غشی په ویشتلو سره و واژه او یا به شمالی مځکو کښ په مرغاب کښ و واژه شو، پوره څرگنده نه ده چه تر سیروس وروسته د داریوش ترزمانی پوری د هخامنشیانو وضعیت په آریانا کښ څه ډول و، د داریوش له دوهم ځل لښکر کشی او د هغه له څو کاله پرله پسی جگړو څخه معلومیږی چه د سیروس فتوحاتو و نه شوای کړی چه د هخامنشی سلطه په آریانا کښ ټینگه کاندی ځکه تر پایه له هغه سره په جگړه کښ و او هغه ئی و واژه، د سیروس تر مرګه وروسته تبعاً آمریت د آریانا د محلی پاچاهانو په لاس کښ ؤ، که څه هم باردیا خپل کوچنی زوی یو څو موده نایب الحکومه مقرر کړې ؤ، مگر د هغو مناقشو په سبب چه د ده او د ده د وورور په منځ کښ پېښې شوې نو نوموړی په بی غمه زړه حکومت و نه شو کړای، پخپله امیرانو او محلى رئيسانو د ټول اقتدار. او نفوذ واکی په لاس کښ درلودلې، ترڅو چه د پارس پاچاهی لومړی داریوش نه په لاس ورغله. هغه مشکلات چه داریوش ته په گردو نیول شوو نقاطو کښ مخصوصا بیا په آریانا کښ پیښ شوی وو پخوا تر دې بيان شوې دی. د ده له دوهمی پلا لښکرکشۍ څخه په آریانا کښی داسی څرگندېږی چه د سیروس یرغلونه په دغه غرنی مملکت کښی بی له تگ او راتگ څخه چه بېرته وتل ئی هم و نه شو بل مفهوم نه درلود، داریوش د خپلو فتوحاتولمن نسبت سيروس ته ارته کړه او د سند علاقه ئی هم ونیوله، وائی چه داریوش د یوه یونانی شخصیت په ریاست چه سیلا کس Siylax نومیده یو هيئت واستاوه چه د کابل د سیند له لیاری سند ته ورسید. او دسند په دلتا کښ ئی معلومات لاس ته راوستل، لدې کبله چه د آریانا اوسیدونکې له ده سره ډېر مزاحم نشی نو د مملکت خاوره ئی په يوشمير ولاياتو باندې و ويشله، او پر هره برخه باندې ئی يو يو حکمران، څوک له خیلی خوا، او څوک پخپله د محلی خلقو له خوا مقرر کړل، او پر هره برخه باندې جلاجلا باج او محصول و تاړه - دې وضعيت د ده د اولادې خشایار شاه او لومړی اردشیر اود ورو په زمانه کښی د دریم داریوش تر وخته پوری دوام درلوده.