32

عبدالقادر خان خټك

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د خوشحال خان بل ادیب او شاعر زوی عبدالقادر دئ، چي په (١٠۶١ هـ ) کال پیدا سوی او تر (١١٢۶ هـ) پوري ژوندی و. دی په نظم او نثر ډېر تاليفات لري، دېوان يې تقريباً څلور زره بيته دئ، چي غزل، مثنوي، قصايد، رباعي او قطعات لري. د ده شعر خوږ او روان دئ، د معناوو په ادا کولو کي ډېر قدرت لري او کله کله په تخيل كي ابتکار هم کوي. 

عبدالقادر عملاً د تصوف په سلسله کي داخل او د شيخ سعدي لاهوري مريد و، نو ځکه د ده په شعر کي د تصوف رنګ هم سته او نور اشعار یې عشقي، اخلاقي او اجتماعي دي.

د اشعارو تر دېوان علاوه د عبدالقادر خان نور کتابونه دا دي :

 (۱) گلدسته :

چي د شیخ سعدي فارسي ګلستان يې په پښتو نثر ترجمه کړى دئ، په دې کتاب کي ده د خوشحال خان په پيروي یو ښه نثر ليکلى دئ، چي د شيخ سعدي د ګلستان مقاصد يې په پښتو ژبه ښه ادا کړي دي. دا ترجمه په (١١٢۶ هـ) كال تمامه سوې ده او په مقدمه کي عبدالقادر د هغه عصر د اجنبي حکومت په باب کي داسي ليکي : 

"دستور د مصنفانو دئ، چي مدح د خپل وخت د پادشاه وکاندي، لکه چي شيخ سعدي عليه الرحمه نورالله مرقده د ابوبکر سعد بن زنګي صفت په ګلستان کي کړى دئ، اما موږ په داسي زمانه کي پيدا يو، چي حاکمان پادشاهان د دې عصر واړه ظالمان او مبتدعان دي. په مدح کي يې مادح د ذم شي يعني تر خالقه تر مخلوقه کوم شی چي په دنيا کي ښه عام پرې بدګمان شي په آخرت يې د دين زيان شي، لکه مولوي روم % فرمايلي دي :

می بلرزد عرش از مدح شقی

بد ګمان ګردد زمدحش متقی

په دا سب د عصر د پادشاه معینه مدح ونشوه ... هر پادشاه حاکم سعيد وي که قريب وي كه بعيد وي که زنګي وي که فرنګي وي كه ترك وي كه تاجك وي که حبشي وي که د روم وي که پښتون که هندکي وي، چي عادل وي حق تعالي دي يې په دنيا کي سيورى په مسلمانانو ممدوده لري او په عقبی کي دي يې مرتبه مسعوده  لري.

مثنوي


پادشاهان چي عادلان شي عدل كاندي

سرداران به یې دينداره نېکوکار شي

 بد صورت که د انسان لري شيطان دئ 

چي هيڅ عدل انصاف نه لري ظالم دئ

پکښې زړونه د عالم کا جلي بلي 

چي يې چېرته آرام شي هورې ته لېږدي



په قیامت به وي د عرش تر سیوري لاندي 

په هر قوم چي کرم د ګردګار شي

ښه حاکم رحمت په خلکو د سبحان دئ

 نښانه د خدای د قهر بد حاکم دئ 

په هر لوري كا د ظلم لمبي بلي 

که هر څو وطن شېرين وي خو يې پرېږدي


ظالمان جهان و جان لره بلا دي

هغه خوار شول چي په ظلم مبتلا دي


په دې ډول عبدالقادر خان د پاچا د صفت پر ځای د حکومت د طرز عمل په خصوص کي خپله نظريه او انتقاد څرګندوي، دا ځکه چي په هغه وخت کي پر پښتنو باندي يو اجنبي حکومت غالب سوى و او له دې څخه موږ دا خبره فهمولای سو، چي د حکومت په باب کي د پښتنو پوهانو نظریه څنکه وه. 

عبدالقادر خان دګلستان په ترجمه کي د سعدي د نثر ښېګڼي او ادبي مزيتونه هم ساتي، مثلاً د فارسي دغه عبارت :" ابلهی دیدم خلعتی در بر و مرکبی در زیر، و قصبی مصری بر سر، کسی گفت : سعدی! چګونه می بینی این دیبای معلم بر این حیوان لا يعلم؟ ګفتم : 

خط زشت که به آب زر نوشته است". 

عبدالقادر خان دغه فصیح نثر په پښتو داسي ترجمه کوي :

"شيخ وايي يو احمق په ښه تازي آس سور جامې اغوستي ورېښميني زريني په شان په شوکت تېرېده، چا راته ووې چي اې سعدي! څرنګ يې وينې ؟ وې مي خط دئ ناښکلی په اوبد د زر کښلی".

په دې ترجمه کي عبدالقادر آزاد تللئ دی، مګر د پښتو سلاست او شېريني يې پکښې ساتلې ده او مطلب يې هم په ډېرو لنډو کلماتو کي سره يو ځاى کړى دئ، په دې کتاب کي نثر په نثر او نظم په نظم ترجمه سوى دئ او هغسي موفق دئ لکه د نثر په ترجمه كي، ، مثلاً د سعدي دا شعر :

زرد بینی شکسته پیشانی

 تو که بازی به سرکنی با قوچ

عبدالقادر وايي :

ژر به وويني سرمات ماغزه وتلي

        چي له مږ سره ټکر وهي پرې زغلي


حکایت

يو په لارکي مست پروت و د عقل وياست يې د لاسه پرېوتلې وه، د عابد پرې ګذر وشو، د ده په قبيح حال يې په کراهت نظر وکړ، هغه ځوان سر پورته کړ ويې وي:


قطعه

                              سپك نظرعاصي ته مه کړه پرهېزګاره

                               د رحمت د بخشایش په ده نظر کړه

(۲)پښتو یوسف زلیخا : داکتاب د مولانا جامي له فارسي مثنوي څخه په پښتو خفيف بحر ترجمه سوی او د اورنګزېب عالمګیر په وختوکي(۱۱۱۲ هـ) كال نظم سوى دئ، چي دلته يې  د نمونې په ډول يو څو بیته را اخلو :

چي دولت یې بي احصا و

لوی یې ملک لوی یې ناموس و

چي د ده و د بل نه و 

چي په حسن لکه حور وه

چي مثال د دې معدوم وه

له دې بابه تل مقال کړم

چي یې کا د چا قدرت دۍ

له خرواره موی نمایم

تر قیامته شرمسار دئ

په رفتار لکه تندر وي

به تر مشک و  تر عنبر وه

زړه پېیي لکه لکه عقیق

د وېښتو په تار یې بند و

چي یې زه کړم د سنبلو

دا په سر د دلربا کي

تور مارونه کج ترې لاندي

چي هر راز پکښې مبین و

پټ احوال به ور ظاهر شو 

لا بهتري وې ابروی

هم دا به اختصار کړم


د مغرب په لور پاچا و

د ده اسم شاه طیموس و

مهيا ورته هر څه و

ترې زوولې يوه لور وه 

زلیخا یی د لور نوم و

که يې وصف د جمال کړم

لکه حق يې د صفت دئ

لږ به تا وته ووايم

که عرعر دئ که چار دئ

قد يې سم لکه د سروي

چي وېښته د دې د سر وه

په هر تار يې په تحقیق

که زاهد که دانشمند و

څه نسبت يې د دکاکلو

سنبل اوسي په صحراکي

دوې يې زلفي اوېزاندي

صاف يې هسي رنگ جبین و

چي به څوك ورته ناظر شو

تر هلال یې د مهروی

نور به څه تر دا زیات شمار کړم


سر تر پایه خزانه وه

هسي ښكلې جانانه وه

(۳) د پټي خزانې مؤلف محمد هوتك د عبدالقادر خان يو بل کتاب هم لیدلی و، چي نوم يې حديقه خټك و، مګر د دې کتاب کومه نسخه اوس نه ده معلومه.

(۴) عبدالقادر خان یوه نصیحت نامه هم لري، چي د ده د دېوانه سره یو ځای په کندهار کي چاپ سوې ده. راورټي انګرېز مؤلف د عبد القادر خان تالیفونه تر شپېتو پوري شمېري. ده په خپل کلام کي متانت او سلاست دواړه ساتلي دي. استعارات او تشبيهات يې خبري ور ښايسته کوي او غزله يې خورا ښکلې او خوږه ده او په خپل ادبي قدرت او هنري ارزښت د خوشحال خان د مکتب لومړنی شاګرد دئ. 

عبدالقادر خان د خپلي کورنۍ په حوادثو کي ډېر وخت له کوره ليري تللی، کله په هند او کله په کابل کي ښکاري، نو له دې جهته د ده په کلام کي علاوه پر محلي او پښتني خصوصياتو يو ډول جهان بيني هم ليدله کيږي او شعر يې د فارسي ادب ډېر اثرونه قبلوي، مثلاً د فارسي په تصوفي ادب کي د خپل ځان پر نېست کولو تاکید سوى دئ، عبدالقادر خان د دغي فنا پر لار باندي تک د مقصد وره ته رسېدل ګڼي، او وايي :

            د نېستۍ پر لاري ځه عبدالقادره

            ګوندي بيا مومې دیار د در سراغ

د عبدالقادر خان په کلام کي علاوه پر نورو صنایعو د حسن طلب مزيت هم موجود دئ او دا هغه معنوي صنعت دئ، چي يو شاعر د خپلي غوښتني له پاره یو ښکلی او شاعرانه منظر او په زړه پوري تخيل پيدا کړي، مثلاً :

          باران اوريږي څڅواكي څاڅي

          نسیم راوالوت سنبل پرې ناڅي

          اسباب د عيش واړه موجود دي

          ساقي ته ګورو چي دی راپاڅي