په آریانا کښې، موريا لنډ مهالې واکمني او بودايي لويه اغېزه
د سکندر له مړينې سره سمه د ده پراخه امپراتوري هم ړنګه شوه د ده لويو افسرانو د شام په طرابلس کښې يوه غونډه وکړه او په هغې کښې يې د سکندر هېواد په خپلو منځو کښې سره ووېشه. د اریانه جنوبي ولايتونه يعني ارا كوزي د ارغنداو (ناوه او ګدروزي (مکران) سيبير تياس Sibyrtias ته وسپارل شول په اریا د) هریرود په ناوه او په در نگیانه د هلمند په ناوه کښې قبرسی ستساندار Stasandar واکمن شو بکتریانه (باختر) او سغدیانه (سعد) ستاسانور Stasanorته وركړ شول او هو خيارتس Oxyartes د سکندر د ماندينې روښانې پلار د آريانه د مرکزي سيمې پارو پامیزاد او د کابل ولایت) حکمران شو. خو د آریانه ختيز ولايتونه چې بریدونه يې تر ټکسیلا پورې رسېدل د هندي شهزادګانو او يوناني جنرالانو تر منځ د کشمکش په حال کښې پاتې شول او همدا چې دغه هېواد ته د يوناني لښکرو راتګ او په باختر کښې د هغو د پاتيو کسانو پاچهۍ دوام وکړ، دلته يوناني فرهنگ، هنر، فکر او عقاید و اغېزه پریښې وه، دا اغېزه چې د دغه هېواد د خلکو له فرهنګي بقايا و سره ګډه شوې وه، د ختيځ له خوا له يوې بلې ډېرې مهمې پېښې سره مخامخ شوه او هغه په هند کښې د موريا د لوی سلطنت جوړېدل و. که څه هم د آريانا په ختیز و برخو کښې د موريا واكمنۍ له سياسي پلوه ډېر دوام نه درلود او دلته د یونانو باختري خپلواك سلطنت منځته راغی، خو په دې لنډه موده کښې د موریا پاچهانو او د بودا د دین مبلغانو د ادیانت د آریانه په ختیځ کښې خپور کړ چې دلته بيا په يوه فرهنګي آيد و گلاس او د ثقافت او عقیدې د يو ځای کېدو په ځای کښې، درې مهم عنصره سره ګډ شول او د دغه هېواد د فرهنګ په تاريخ کښې يې يو مهم باب چې د "كريكو بوديك په نامه يادېږي پرانیست. دا دیانت او هنر په افغانستان کښې زرکاله نور د اسلام تر راتګ پورې پاتې شو، چې مهم عناصر يې دا وو:
۱ - باختري يا د دغه هېواد خپل کورني فرهنګي، هنري او عقيدوي عناصر.
۲ - يوناني صنعت عقيده او فکر چې د ۳۳۰ ق م په شاوخوا کښې له سکندر سره پیل شوی وو.
۳ - بودایی هنر، فرهنګ او دين له خپلو هندي آثارو سره چې د موريا له واكمنۍ سره یو ځای راغلل. په هند کښې د موريا د سلطنت مؤسس چندراکو پتا (يوناني: سندروكتس) دی، چې د نندا که شاهي کهاله يوې شهزادګۍ ته چې ميوره طاوس) نومیدله منسوب و او دی د کشتر یانوله طبقي او د راجپوت (شهزادګانو) له تبر څخه و، چې پر ۳۲۴ ق م پاچا ۲۴ کاله پاچهی وروسته پر ۳۰۰ ق م مړ شو او زوی پی بیند و ساره Bindusara چې د "دور دهرا" ملكي له نسه و، د ده پر ځای کښیناست د موريانو پایتخت د هند د او تر پتالی پترا (پینه) ښار و. چندرا کو پتا د نندا" سپه سالارو ده د ټکسيلا د بهرهمنانو يومشر چانه کیه Chanakya په سیاست ټولنیزو علومو او اقتصاد کښې د ارتهه شاستره کتاب ليکوال چې وروسته د ده وزير شو، له ځانه سره يې ملګری کړ او دمګده پاچا او پاچهي يې له منځه يو وړه او د ګنګا او سند تر منځ يې د یوه لوی سلطنت بنسټ کېښوو چې اداري او مدني منظم تشکیلات یې لرل ځکه نو دی یوازې یو بریالی سپاهي نه، بلکې يو هوښيار او ځيرك سياست مدار هم بلل کېږي. چندرا گوپتا د خپل هېواد لویدیز بریدونه د سند تر غاړو وغځول. د سکندر ځای ناستو یونانیانو غوښتل چې سکندر نيولې ځمکې بېرته لاس ته راولي نو هغه وخت چې سيليو کوس ملقب په نیکاتور (بریالی)، د بابل واکمن شو پارس او پارت یې ونیول او پر (۳۱۱ ق، م) یې آریا بکتریا هم فتح کړه او پر ۳۰۵ ق م د کابل له لارې ختيځ خواته ولاړ او د سند تر رود پورپووت نو د هغه سیند پر ختيزو غاړو د چندرا کو پتا له لښکرو سره مخامخ شو، خو چې نيکاتور خپل بده (حریف) ډېر غښتلی ولید نو روغه يې ورسره وکړه، خپله لور يې ورکړه او د ۵۰۰ پیلانو په بدل کښې يې ګندهاره اراکوزیس کد روز یه - اوپارو پامیزاد چندرا کو پتا ته پریښوول او په باختر کښې يې هم د يودوتس حکمران وټاکه. د چندرا کوپتا او سيليوكوس تر روغې وروسته د هند او باختر اړيکې پراخ شول او د هند تجارتي مالونه تر پخوا ډېر د کابل او بلخ له لارې د خزر بحيرې بندرو ته يووړل شول. سيليو کوس خپل یو پوه جنرال میکاستینیس Megastenes د موريا دربارته د سفير په توګه واستاوه او هغه يو کتاب د هند د حالاتو او د موريا د پاچهۍ په اړه لیکلی و، چې اوس نه شته، خو ستر ابو او د یونان نورو مورخانو په خپلو کتابو کښې د هغه کتاب ځينې مطالب راوړي او ساتلي دي. د دغه سفير په وینا چند را گوپتا شپږ سوهزره پلي دېرش زره سپاره او نهه زره پیلان لرل د ده په شاهي کمپ کښې څلور سوه زره تنه وو، په دې توګه د اريانه د خاورې نيمې برخې د هندوکوش تر جنوبي لمنو پورې په ده پورې اړه درلوده او دا لومړی ځل دی چې د هندي اريايانو فرهنګي او سياسي اغېزه له ختيځ څخه د انډوس لويديزې خاورې ته د هندوکوش تر غره پورې رسېدلې ده. چند را کوپتا چې پر ۳۰۰ ق م کال مړ شو، د ده زوی بيندوساره، د امیتره کهاته Amitraghata دښمن) وژونکي په لقب د پلار پر تخت کښيناست، ده له يوناني اميرانو سره دوستانه سیاست غوره کړ او د کندهاره پارو پامیزاد او اراکوزي له لارو يې د سيليو کيدانو له هېواد سره تجارتي اړيکې ټينګ کړل او کله چې سيليو کوس نیکاتور پر (۲۸۰ ق، م) د ۷۸ کلنی پر عمر مړ شو دده زوی انتیا کوس سوتر Antiachos-Soter د ده پر شاوخوا دی ماکوس) پټنې ته د بيند ځای کښېناست نو ده د ۳۰۱ ق، م پر وساره دربار ته د سفیر په توګه واستاوه لكه د موریا پاچهی او یونانیانو تر منځ فرهنګي اړيکې له همدغه وخته پراخ شوي وو او دا هڅه د هند او یونان د که مدنیت د تاسیس پیل وګرځېده، سر بېره پردې له هند سره د سمندر له لارې هم تک راتګ کېده چې پتروکلیس Patrokles د سيليو کوس افسر او د هغه زوی د هند سمندر له لارې سفر وکړ او ښه جغرافيايي معلومات يې راغونډ کړل چې وروسته پلینی او استرابو ګټه ترې اخيستي وه. د موریا پاچهانو له يوناني سيليو كيديانو سره دومره خپلوي درلوده چې د هند د پخواني سياسي تاريخ مولف ليكي: بيند وساره انتيا كوس ته ولیکل چې ماته یو حکیم خواره شراب او وچ اینځر رانيسه او راويې لېږه انتیاکوس په ځواب کښې ورته ولیکل زه به اینځر او شراب درولېږم، خو دیونان په قانون کښې د پوهانو پلورل ممنوع دي.(!) د اموريايي پاچا د یونان علومو او ادب ته ډېر سراښ و او د ده پر وخت هنديانو د يوناني هومر اشعار په خپله ژبه ژباړلي او ویل به یې. وراهه میهرا Varahamihara په خپل کتاب بریهت سمهيته Samhita - Brihat کښې د يوناني آسمان پېژندنې معلوماتو ته په درنه سترګه ګوري او څنګه چې دا اوضاع د ګريكو بوديك مدنیت پر پیل رڼا اچوي، موږ دلته په لنډه توګه راوړو، چې د افغانستان ګريكو - بوديك مدنيت ښه یی وپېژندل شي. د هند دا يوناني دوسته پاچا بیند" وساره پر ۲۷۳ ق م تر ۲۷ کاله پاچهۍ وروسته مړ شو او زوی يې چې اشوکا نومېد، د خپل وزیر رادها کوپتا په مرسته پر خپلو ورونو بریالی شو او د موریا پاچاهی پر تخت کښېناست، دی بې شکه د هند ستر پاچا و، چې پر ټوله سرتره وچه او د افغانستان د خاورې پر يوه برخه يې د ارغنداو تر غاړو پورې سلطنت کړی دی اشوکا په پيل کښې يو جګړن او وینې بهوونکی سړې و: د بنګال خلیج پر غاړه د کالنګه په جګړه کښې يې يو لك تنه ووژل او ۱۵۰ زره يې بنديان ونيول، خو هغو زړه لړزوونکيو فجايعو چې ده په دې خونړۍ جګړه کښې د سر په سترګو وليدې چې تر سلو زرو پورې انسانان له لوږې مړه شول، د ده پر روحيه او شخصیت باندې یې سخته اغېزه وکړه او دی یې د بودا دين د روغې او سلامتۍ د فلسفې پر خوا واړاوه. پر ٢٦٠ ق م کال يې د بودا دين رسماً ومانه او د هغه تبلیغ او خپرولو ته يې ملا وتړله، تر هغه تاريخ وروسته د ده د پاچهۍ دوره دروغې امن، د ديني ودانيو، د خیریه چارو د پراخوالي د بودايي بودتونو ( معابدو لارو او مسافر خانو ودانولواو د مذهبي دساتيرو د خپرولو دوره وه او دی چې دخپل ارت هېواد هر ځای ۵۰ ته ورسېد ، هلته يې پر ډبرو په مختلفو ژبو د بشر پالنې او حتی د ځناورانو او ژویو دنه آزار ولو نصیحتونه وکيندل چې تر اوسني وخته هم پاتې دي. دا دبرین فرمانونه د هغې دورې پر اوضاعو ښه ډېره رڼا اچوي. په ګندهارا او د افغانستان په ختيزه برخه کښې چې جنوباً تر کندهاره رسېږي، د بودايي ستوپو زيات آثار شته، چې دهاغو تاريخي ودانیو یوه برخه تر اوسه پيژندلې شوې ده او د ټولو شمېرل مشكل دي. وايي چې اشوکا د خپل هېواد په شمال کښې څلور لويې ستوپې ودانې کړې چې يوه يې د پیښور د بالا حصار پر غونډۍ پرته او تر (۹ هـ کال د هیون تسنگ تر عصره پوری هم په همهغه خپل برم پاتې وه. د هيون تسنګ په وینا دا ودانۍ يې له ښکليو ډبرو او انځور شویو لرګيو څخه و دانه کړې وه، چې د فاهيان په وینا په سپینو او سروزرو ښکلې شوې وه موسیو فوشه وايي چې دا هغه ستوپه ده چې د سترګې سوغات" نومیدله او بودایانو عقیده درلوده چې دلته بودا خپله سترګه قرباني کړې وه. همداراز د اوسنۍ چارسدې ختیزې خواته د "كنيز که" پر غونډۍ داشو کاودانه کړې ستوپه وه چې د هيون تسنگ تروخته هم په همدغه نامه مشهوره وه او دى وايي چې د استوپه په پرله پسې عصرو کښې د څلورو بوداګانو د قوانینو د تبلیغ ځای و.