32

غلام محمد پوپلزی

د پښتو ادب لنډ تاريخ

د پښتو ادب په نوې دوره کي چي کم فکري تحول پيدا سوى دئ هغه د نورو ژبو څخه د نوو ادبي آثارو د ترجمې په برکت راغلى دئ، كله چي د نولسم قرن په وروستنۍ برخه کي په هندوستان کي انګرېزي تمدن خپور سو، نو په اردو او هندي ژبو کي داسي کتابونه تأليف يا ترجمه سول، چي موضوع يې د نوي عصر خبري وې، د هندوستان ټول قومونه خپل ذلت ته متوجه سول او هر چاکوښښ کاوه، چي د نوي عصر له جریان سره ځان ملګری کړي.

په مسلمانانو کي هم دا فکر پیدا سو، چي دوى ولي متفرق او خپاره او ذليل دي ؟ د اردو یو مشهور شاعر الطاف حسين حالي چي د پاني پت اوسېدونکی و، يو کتاب د مد و جزر اسلام په نامه منظوم کړ، چي په هغه کي يې مسلمانانو ته د دوى د تاريخي ارتقا سببونه وروښوول او د اوسني ذلت او خوارۍ علتونه يې هم په خوږه ژبه بیان کړل. دې کتاب په اردو ادب او د هندوستان په مسلمانانو کي یو نوی روح پو کړ او د هر چا سترګي خلاصي سوې. په پښتو ادب کي هم په دغه زمانه کي نوی فکر پیدا کېدونکی و او د نوي ادب په فکري طليعه کي غلام محمد خان د پېښور د چارسدې اوسېدونکی ودرېد او په پښتو مثنوي يې د حالي مد و جزر ترجمه کړ او پرهغه باندې په نثر يوه مقدمه هم وليکله، داکتاب په (۱۸۹۳ ميلادي) چاپ سوى دئ او د پښتو نوي ادب د اغاز يوه ښه نمونه ده. 

د کتاب په سر کي وايي : 

"د ټولو مسلمانانو په خدمت کي عرض دئ، چي دا کتاب مدوجزر اسلام چي الطاف حسین صاحب انصاري پاتي پتي مقيم د دهلي چي حالي يې تخلص دئ په اردو ژبه کي چي د مسلمانانو د ترقۍ او تنزل په باب ليکلى دئ په دې ورځو کي محض په خيال د خیرخواهۍ د اسلام او د مسلمانانو خصوصاً د پښتنو له اردو نه په پښتو ژبي کي ترجمه کړای شو. دا هغه کتاب دئ، چي په ليدو يې په تام هندوستان کښي يوه زلزله پرېوتې ده او چا چي دا کتاب په غور سره کتلی دئ او لږکوټي شان تعصب يې په ډډه کړی نو هغه ته معلومه شوېده چي د مسلمانانو اوس څه حال دئ او مخ کي پرې څه حال راتلونکی دئ او په چاکي چي څه قدر لحاظ د احکامو د قرآن مجید او د حديث د پاك نبي شته په هغو كي د همدردۍ يو جوش پيدا شوى دئ او د خپل طاقت په موجب يې لاس پښې وهل شروع کړي دي. دا خبره ظاهره ده، چي لوى عبادت په دنيا کي هغه قدم شمېرلى شي چي ضرورت ئې ټولو نه زيات وي، مثلاً په هغه وخت کي چي مسلمانانو باندي يو هسي ظالم دښمن په ظلم سره راوخېژي چي د دوی په مال او عيال، په دین او په ايمان لاس اوږده کا هغه وخت د هغه دفع کول په ښځو او نرو لازم وي او د دغه کار دپاره په نمانځه او روژه کي تاخیر کول جایز شمېرلى شي دغه رنګه كه ملك په قحط كي مبتلا وي نو دغه وخت چي څوك د لوږي مري د هغو همدردي کول په نورو ډېرو عبادتونو ړومبی شمېرلی شي او چي بېړۍ ډوبیږي او خلك پكښې ډوبیږي نو هغه وخت د ډوبېدونکو ويستل په نورو ثوابونو زيات دي".

غلام محمد خان په دې پښتو ليکنه کي خپل د نثر لیکلو قوت هم ښودلى دئ او داسي نثر ليکي، چي د پښتنو عام لوستونکي به هم ښه په پوهیږي، دی وايي چي د مسلمانانو د تنزل سببونه دا دي :

"اول - ورکېدل د علم د دین او د دنيا.

دوهم - بې اتفاقي د قوم.

دريم - بې ځايه تعصب يعني ضد او جهل په خپله خبره او د یوه بل نه نفرت او کرکه کول.

څلورم - غفلت د اسبابو د تنزل نه.

پنځم - د اولاد تربیت او تعلیم نه کول. 

شپږم - خرابېدل د اخلاقو او د خويونو. 

اوم - په محنت او مشقت کي سستي کول.


اوس پاتي شوه دا خبره چي موږ له څه کول مناسب دي د دې ځواب ډېر اوږد دئ او په هغي زموږ د قوم د زاړه خيالاتو خلك يعني هغه چي د نوي تعليم د نوو خیالاتو نه واقف نه وي ډېر کم پوهيږي، دا ظاهره ده چي په هر قوم کي چي اتفاق او قوت او علم وي هغه همېشه په نورو قومونو باندي غالب وي او ملك او دولت د هغوی په قبضه کي وي او په کوم ځای کي چي څو قومونه يو ځای اوسي نو په هغوی کي چي په کوم قوم کښي اتفاق او علم او محنت کشي او دوراندېشي وي هغه قوم همیشه آسوده او په عزت کي وي".

د مدوجزر اسلام ترجمه داسي شروع کيږي:

له بقرات حکیم نه وکړه چا پوښتنه 

چي هوښيار د کامل عقل څښتنه 

كوم يو رنځ دئ چي سړی پرې هلاکيږي

په دنيا کي يې دوا نه پيدا کېږي

 وې دا هسي ناجوړتيا په جهان نشته 

چي دوا یی مونده نه شي هولته هيشته

که وړيا دي که اسان دي که مشکل دي

هر مرض له پيدا کړي خدای درمل دي

یې  له هغه چي اسان ورته ښکارېږي

چي طبيب ښيي علاج وايي تړيږي

 که د رنځ نخښي سبب ورته څرګند کا

 په خندا شي په طبيب پوري ريشخند کا 

نه دارو خوري نه پروا يې په پرهېز شي

 په ورو ورو هغه کمزوری مرض تېز شي

 د طبيب له نزدېكته يې نفرت شي

 تر هغه چي له دنيا ځني رخصت شي

دغه حال به په دنيا د هغه قوم وي

چي په سپينه رټه ورځ وده په نوم وي 

په جهان کي وي پراته طوفان يې راوړي

په ګرداب کي يې کړي بند بادبان يې راوړي

غاړه لري وي سيلي زياتيږي(؟) 

ګمان دا دئ چي جهاز دا دئ ډوبیږي

د بېړۍ خلك په هغه شان پراته وي 

اړخ نه اړوي د مرګ په خوب ويده وي

وريځ ګوره يې په سر د بدبختۍ وي 

په موسم نوې راغلې د سختۍ وي 

د نېستۍ نخښي يې په سترګو ورليده شي

 دا اواز له وړاندي وروسته اورېده شي

چي پرون مو څرنګ حال و نن په څه شوې

 لا تر اوسه پوري ويل وې اوس بيده شوې

وليكن د دې غافل قوم غفلت هم

هم هغه وي هغه صبر په ذلت هم

که شو خاوري فخرتوب يې هم  هغه وي

سپینه ورځ شوه ولي خوب يې هم هغه وي 

 نه ارمان افسوس چيري د خپل ذلت کا

نه سیالي د نور قومونو د عزت کا 

هیڅ فرق نشته د ډنګر دوی تر حاله 

په هر حال کی چی پراته دي وي خوشحاله


په دې ډول غلام محمد خان يو روښان فکره او د قوم همدرده شاعر و، چي پښتنو ته يې د خپل فکر اثر پرېښود، نو ځکه دی د اوسنۍ زمانې د منورو اديبانو په لومړي صف کي درېږي.