32

غزنویان (۳۵۱ - ۵۸۳ هـ)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

د سامانیانو په يادونه کښې مو ولوستل چې پر (۳۴۹هـ - ٩٦٠م) کال د ساماني لومړي عبد الملك له درباره امير حاجب الپتگین د خراسان په سپه سالاری ګمارل شوی و، خو د عبدالملك تر مړينې وروسته الپتګین د ساماني نوح له زوى منصور څخه سر وغړاوه او غزني او زابلستان ته ولاړ (۳۵۰هـ) دا مهال د غزني د شاوخوا حكمران د لويك له كورنۍ څخه يو سړی و، چې د دې کورنۍ یادونه د کتاب په پيل کښې تېره شوه او ښايي چې د افغانستان د هپتالي کوشانیو د اميرانو پايڅوړ وي، ځکه چې په خپله الپتگین او د هغه ځای ناستي چې د نومو په پای کښې يې د تګین" کلمه راغلې ده، هم د تګین شاهي سلطنتي کهاله ته منسوب دي چې يو افغاني او ترکي ګه جوړښت دی د چيني گرزندوی وکونگ Wou-Kong په شهادت د (٧٦٠م) کال په شاوخوا کښې يې د افغانستان پر ختيزو او د هندوکوش پر جنوب واکمني کوله او د تګین آباد ښار د دوی په نامه د محمود د اخلافو تروخت پورې هم د اوسني کندهار لوېديز شمال ته ولاړ و، سکې يې چې د اسلامي عصر په اوایلو پوري اړه لري د هندوکوش په شاوخوا کښې موندل كېږيپه هر حال البتكين له لويك (انوك) څخه غزني لاس ته راوست (۳۵۱هـ) تر خپلې مړينې پورې يې يو کال پر غزني او زابلستان حکومت وکړ او پر (۳۵۲هـ) کال په غزني کښې مړ شو تر هغه وروسته یې زوی اسحاق پر ځای کښیناست. دا مهال بیا امیر لويك د غزني د نيولو له پاره راغی، اسحاق بخارا ته و تښتېد ، له منصور بن نوح څخه یې مرسته وغوښتله او بېرته يې غزني ونيو، چې تر دريو کالو حکمرانۍ وروسته پر (۳۵۵هـ - ۹۶۵ ع) کال مړ شو. تر الپتگین وروسته د ده یو ملګری چې ښه پرهیزگار، مبارز او عادل سړی و او بلکاتگین نومېد په غالب اټکل به همهغو افغاني تګين شاهانو ته منسوب وي)) د ده پر ځای کښېناست دی لس کاله په غزني کښې امير و د (۳۵۹هـ) پر شاوخوا يې په غزني کښې سکه وهلې ده، چې د (۳۶۵هـ) په شاوخوا کښې د ګردیز په کلابندۍ کښې مړ شو، امير پيري تګین چې يو مفسد سړی او د الپتگین ملګری و پر غزني يې لاس برى وموند خلك له هغه څخه خوابدي او تنګ شوي وو، نو د غزني او ګرديز د پخواني کهاله امير، لويك يې راوباله، لويك د کابلشاه د زوی په مرسته د لوګر د څرخ پر شاوخوا د كابل جنوبي لوري ته يرغل وكئ امير سبکتګین (د الپتگین زوم او ملګري هغه مات کړ، لس پیلان یې ځني ونيول او غزني ته راغی د غزني چې خلك د پيريتګين له ظلمه تنګ شوي وو نو په ګډه يې امير سبکتګین د جوق قرابجكم زوی او د قرارسلان لمسی (غالبا تكین شاهیانو ته منسوب يې د غزني په امارت ومانه (د) ١٣٦٦ هـ - ٩٧٦ م کال د شعبان (٢٧). امیر سبکتګین نوی مسلمان شوی او زړور سړی و، او د نظام الملك په وينا په سیاست نامه کښې او د حمد الله په وینا په تاریخ گزیده کښې ده، د زاول د يوه مشر لور غوښتې وه، او له دې لارې د افغانانو زومشوی و، ځکه نو د ده په لښکر کښې ټول افغانان جنګېدل او بست، قصدار (بلوچستان د کلات جنوب په اوسني خضدار، زمینداور بامیان تخارستان غور زابلستان او کابل يې چې د قراتګين نومي د ګمارل شويو کسانو په لاس کښې و ونیول او د کابل په شمالي سيمه پروان کښې يې سکه ووهله لکه چې مو د لوديانو په حالاتو کښې وويل په لغمان کښې يې د کابل سیند پر غاړه دویهند له جيپا له کابل شاه سره جګړه وکړه او د هغه سل زريز لښکر يې مات کړ، لغمان يې تر پېښوره ونيو او د هغو سيمو خلکو ته يې د اسلام د دین تبلیغ کاوه (۳۸۱هـ - ۹۹۱م) په دې جګړو کښې سبکتگین ته ډېره ولجه په لاس ورغله ډېر غښتلی شو، د عتبي او ابن اثیر په وینا افاغنه او خلج نني غلجيان تر هغه وروسته د ده تابع شول. د سبکتګین له نورو غوره کارو څخه لکه د دويم ساماني نوح په حالاتو کښې چې مو وویل د هرات په جګړه کښې (۳۸۴ هـ - ۹۹۴م) د سبکتګین او د هغه د زوی محمود مرسته ده چې په نتيجه کښې يې د سامانی دربار مخالفان و پرځېدل دانامتو عادل زړور او رېښتین پاچا تر ۲۱ کالو حکمرانی وروسته د ۵۶ کلنۍ په عمر پر (۳۸۷) هـ) کال د بلخ او بامیان تر منځ د مدرموي په کلي کښې مړ او په غزني کښې ښخ شو. له آمو سینده تر قصدار (بلوچستان پورې او له سند سینده تر نشاپور او سیستان پورې يې د غزني تر مرکزيت لاندې یو هېواد جوړ کړی و. وطني كورنيو حکمرانانو لکه په سیستان کښې د صفاریانو وروسته پاتې کسانو او په ګوزګان کښې د آل فريغون امیرانو د هیواد په ختيځ کښې د ملتان لودی پاچها نو دده مشرتوب منلی و. د امیر سبکتگین تر مړينې وروسته د ده د شپږو زامنو له ډلې څخه اسمعيل غزني ته راغی او د ده پر ځای کښیناست خو د بې کفایتۍ له املهيې ښور ښيانو سر واخیست د ده مشر ورور امیر محمود چې په نشاپور کښې د خراسان حکمران و، په همدغه کال ۳۸۷ هـ) له خراسانه لښكر راویوست او د غزنين په وره کښې يې له خپل ورور سره جګړه وکړه، خو دا چې د محمود مور زاولۍ وه او فردوسي هم هغه زابلي بللې ده خجسته در ګه محمود زابلي (دریاست نو د زابلیانو په مرسته يې اسمعيل او د هغه لښکر مات کړ او اسمعیل تر او و میاشتو پاچهۍ وروسته په زندان کښې مړشو. محمود د غزني تر نيولو وروسته د بلخ خوا ته مخه کړه، پر همدغه کال يې شمالي افغانستان هم ونیو په بلخ کښې د پاچهۍ پر تخت کښيناست او د م و خواته پر مخ ولاړ چې د نوح له زوى عبد الملك سره جګړه وكړي، خو د جگړې پر ځای يې روغه وشوه، ساماني درباره له تخارستانه تر بلخ او هراته محمود د خراسان د پاچا په توګه وپېژاند (۳۸۸هـ - ۹۹۸ (ع) هغه وخت چې يې وغوښتل له مرو څخه بلخ ته را وګرځي؛ د بغداد خليفه القادر بالله له خوا د عهد اولوا خلعت ورته راورسېد او پاچهۍ يې پر خراسان باندې رسماً د يمين الدوله او امین المله ولی اميرالمومنين له القابو سره ومنل شوه (د ۳۸۹ هـ - ۹۹۸م ذيقعده). امیر محمود په سکو كښې د نظام الدين، ملك الممالك او ملوك الملوك به القابو هم یاد شوی فردوسی دی "شاه" او العتبى يي احياناً "سلطان" ليکي. د غزنوي دورې نور مورخین لکه بيهقي او ګرديزي ورته "امير وايي خو نظام الملك په سیاست نامه"، ابن اثیر په "الكامل" او منهاج سراج په طبقات ناصري کښې ويلي دې چې: محمود لومړی وار د "سلطان" په لقب ملقب شو او د مجمل التواريخ والقصص (د تهران (چاپ د مؤلف په وينا دا لقب محمود د امير خلف صفاري له وينا واخيست او هغه وخت چې خلف وویل محمود سلطان دی تر هغه وروسته محمود په دغه مشهور شوسره له دې چې دا لقب د ده او د ده د اخلاقو پر سکو نه شته او لومړی وار د ابراهیم غزنوي پر سکه وهل شوی چې پر (۴۵۱هـ - ۱۰۵۹م) کال پر تخت کښېناست خو په غزني کښې د سلطان محمود د قبر پر شناخته په کوفي غوندې پخواني ليك د ده د مړينې ورځو ته نژدې ليکل شوی دي الامير الاجل السيد نظام الدين ابى القاسم محمود بن سبکتګین" چې دا تینگ سند ډیر پخوانی دی. سلطان محمود پر (۳۸۹هـ) کال د ساماني منصور او عبد المالك غوره امیران بکتوزون او فايق او وروستني ساماني شهزاده المنتصر يې لکه چی دمخه ولیکل شول نسکور کړل په نور پاته ژوند کښې يې د (۳۹۲) هـ او ٤١٦هـ) تر منځ اووه لس واره پر هند لوی او کوچني يرغلونه وکړل او له (۳۹۰ هـ څخه تر (۳۹۲هـ) پورې يې دویهن په ولايت داټک پر غاړه اوسنی هوند) او لغمان او پېښور کښې له جيپاله سره وجنګېد او پېښور يې ونيو، چې د "غازي" په لقب مشهور شو. پر (۳۹۳) هـ - ۱۰۰۲م) کال يې د احمد صفاري زوى خلف لکه د صفاریانو په احوال کښې چی تېر شول ونيو، سیستان يې قبجی حاجب او کد خدای بو علي شاد ته وسپاره، خو بوبكر عبدالله چې د خلف د لور نبیره و بوالحسن حاجب پر دوی بلوا وکړه، څو سلطان پر (۳۹۴هـ) کال بیا سیستان ته راغی او هغه بلوا يې شنډه کړه. پر (۳۹۶ هـ - ۱۰۰۵م) کال د سند تر سیند پورپووت او لکه د لوديانو په بحث کښې چې وویل شول ملتان يې ونيو او پر (٣٩٧ هــ ١٠٠٦م) کال يې د تركستان ايلك خان چې بلخ او هرات يې تر نشاپوره تر واک لاندې و مات کښې، پر (۳۹۹) هـ - ۱۰۰۸م) کال يې د هند راجګان په ويهيند کښې له اننده پاله سره مات کړل د (۴۰۲) - (۴۰۳هـ تر منځ يې په پنجاب او کشمیر کښې فتوحات وکړل او پر (۴۰۳ هـ (۱۰۱۲م) کښې يې غرجستان (د غور شمالته هم ونيو، د بيهقي په وينا يې پر (۴۰۵ هـ - ۱۰۱۴ع) کال د بست له لارې پر غور يرغل وکړ، د غور حکمران امیر محمد سوري له لسزريز لښکر سره د آهنګران په کلا کښې کلابند او بندي شو د (۴۰۷هـ - ١٠١٦م) په شاوخوا کښې يې پر پنجاب او کشمیر بریدونه وکړل او یو کال وروسته د خوارزم خلکو پر مامون خوارزم شاه د سلطان محمود پر اوښي) بلوا وکړه او ويې واژه، خو محمود خوارزم ونیو او آلتونتاش يې هلته و دراوه پر (۴۰۸) (۴۱۰-۴۰۹هـ) کالو يې په هند کښې قنوج او د ګنګ کڅونه له ډېرو بنديانو او ولجو سره ونيول او له دريو مليونو در همو سره غزني ته راستون شو. د ابن اثير په وینا په لاره کښې له افغانانو سره ونښت ځکه چې دوی تل د هند او غزني په لاره کښې د محمود مخه نیوله پر (۴۱۱هـ - ۱۰۲۰م) کال د غور فتح پر (۴۱۲هـ) کال د کشمير د لوهر کوټ د حصار محاصره، پر (۴۱۳هـ) کال د گوالیار او کالنجرو او پر (۴۱۴) (هـ) دسلیمان د غرو او افغانانو فتوحات بشپر شول پر (۴۱۵ هـ (۴۱۶) کال ماورا النهرته ولاړ، د بلخ او آمو د غاړې اميران يې د ځان تابع کړل له کاشغری قدرخان سره يې تړون وتاړه، او څلور زره سلجوقیان یې خراسان ته راوستل پر (٤١٦ هـ) محمود د جنوبي هند د کاتیاوار پر سومنات حمله وکړه د هغه ځای مشهور بودتون (معبد) يې وران کړ دلته ډېره ولجه لاس ته ورغله او ګجرات يې هم ونيو. د محمود وروستنی یرغل پر (۴۱۸هـ - ۱۰۲۷م) کال د ملتان د جتانو د طايفې د تاديب له پاره و او په خپل ژوندانه کښې په دې بریالی شو چې له اصفهانه نيولې تر عراق همدان او طبرستانه، ختيځ خواته د ګنګا تر څنډو، شمالاً تر خوارزمه جنوباً د بلوچستان تر کڅو او کاتیا وار پورې يې یوه لویه شهنشاهي جوړه کړه او خپل زوی مسعود يې په اصفهان کښې کښېناوه (۴۲۰) هـ - ۱۰۲۹م) دا لوی هېواد يې ا له ګنګا څخه د دجلې او فراتتر کڅو (سواحلو) پوری د غزني د مرکزیت تر ادارې لاندې راووست او په آسيا کښې يې خورا لویه امپراتوري جوړه کړه. ده په غزني - پروان - نشاپور هرات - جوزجان - بلخ - ولو الج تخارستان) لاهور (د محمود پور په نامه) او د هرات په نورو ښارو کښې سکه ووهله او دربار يې تل د درې سترو شاعرانو لکه فردوسي فرخي منوچهري عنصري او لويو پوهانو لکه البيروني، ابن سينا، ثعالبي خمار العتبى او نورو د راټولېدو ځای و. دی ستر، با كفايته، زړور سخي او د جهاندارۍ په چارو پوه پاچا و، چې د العتبى په وينا يې له تركي افغاني تاجيكو، خلجو (غلجو چې د اصطخری او ياقوت په وینا په خراسان او سیستان او کابل کښې اوسېدل او هندو عناصرو څخه که لوی لښکر جوړ کړ او د افغانانو طايفې يې د غور په غرو د ومانه د ابن اثير په وینا د معتزله ،باطنیه جهمیه، مشبه او روافضو فرقې سلیمان په غره سپين غره او نورو کښې د ځان تابع او اسلام يې پرې يې وشړلې او کتابونه يې وروسېزل. د ابن خلکان په وینا ده هر کال په هند کښې غزا پر ځان فرض کړې وه په مذهب شافعي و، ابن خلكان د امام الحرمين عبد الملك جويني د سلطان (معاصر) له كتابه چی "مغیث الخلق في اختيار الاحق" نومېږي وایي چې محمود دامام ابوحنیفه په مذهب و، له حديثو سره يې خورا زیاته مینه درلودله او تل به يې هغه له لويو شيخانو څخه اورېدل خود قفال سرهزی نامتو شافعی فقیه په هڅه دامام شافعی مذهب ته را واوښت. لنډه داچې سلطان محمود کروړ او زړور پاچا و، د ابن اثير په وينا ښه مخ ښکلې بڼه یې درلوده، سترګې يې کوچنۍ او ويښتان یې سره وو، د ابن خلکان په وینا د (٣٦١هـ) کال د عاشورا پر ٦ مه زيږېدلی و، چې د آسيا په زړه کښې د یوه لوی دولت تر جوړولو وروسته دسل په ناروغۍاخته، او پر (٦١) کلنی تر (۳۳) کالو پاچهي وروسته د (۴۲۱هـ - ۱۰۳۰م) کال د دویمې خور (ربیع الاخر) پر ۲۳ د پنجشنبې پر ورځ مړ او د غزني په فیروزه مانۍ کښې ښخ شو. اوس که څه هم په غزني کښې د فيروزه مانی څه نخښه نه شته، خو یوازې د سلطان د مزار شناخته ډبرليك) پاتې دى چې پر هغه يې په كوفي غوندې ليك داسې ليکلي دي: "غفراناً من الله الامير الاجل السيد نظام الدین ابی القاسم محمود بن سبکتگین غفر له، توفی رحمته الله عليه ونور حفرته وبيض وجهه عشيته يوم الخميس اسبع بقين من شهر ربيع الآخر سنه احدی و عشرين واربعمائه هغه کوچنۍ ګنبده چې نن د سلطان پر مزار و دانه ده پر ۱۳۲۴ هـ ق کال د امیر حبیب الله خان په امر جوړه شوې ده. (۴۹-۵۰ عکسونه) تر محمود وروسته یې زوی محمد له ګوزګانان څخه راغی او په غزني کښې د پلار پر ځای کښیناست خپل اکا امیر یوسف د سبکتګین زوی یې خپل سپه سالار خواجه ابو سهل احمد حمدوى يې وزير او علي قريب يې لوى حاجب وټاکل خو تر (۵۰) ورځو وروسته ابوالنجم امیر ایاز ايماق او علي دايه له غزني څخه د دې له پاره ووتل چی د سلطان مشر زوی امیر مسعود ته چې په "ری" او اصفهان کښې حکمران و، ورشي او هغه د خلکو له خوا غزني ته راوبولي محمد د هندوانو د لښکر سپه سالار سوند هرای" په هغو پسې وګماره خو د سرای مریانو سوندهرای و واژه او په نشاپور کښې امير مسعود ته ورغلل، دا مهال د بغداد خليفه القادر بالله د امارت لوا او عهد د مرسل بن منصور بن افلح ګرديزي په لاس امیر مسعود ته ولېږل، ده ته یې د اسلامي دايره المعارف په وینا د ناصرالدين الله او حافظ عباد الله او ظهير خليفة الله لقب ورکړ چی ابن اثیر دالقب سید الملوك او السلاطين هم لیکلی دی په دغه ډول یې مسعود رسماً د خراسانپاچا و پیژاند. ۴۲۱ هـ امیر مسعود له هراته بست ته راغی محمد له غزنه څخه تکین آباد دهلمند او ارغنداو ترمنځ ته لښکر راووست خو تر (۷) میاشتو پاچهی وروسته امیر یوسف او علي قريب هغه په تګین آباد کښې ونيو ړوند يې کړ او امیر مسعود يې د هغه پر ځای کښیناوه ۴۲۱هـ د کوچني اختر میاشت). سلطان مسعود خواجه احمد د حسن میمندی زوی چې پر مر دی د هند له زندانه راویوست او هغه یې خپل وزير وټاکه او حسن میکالی (وزیر مشهور په امير حسنك يې د قرمطي والي په تور په بلخ کښې غرغره کړ، د محمود له خزانه داره یې چې احمدينا لتګين نومېد خورا ډېر مال واخیست او دی یې هند ته واستاوه او پر (۴۲۲ هـ) کال يې کرمان او مکران ونیول پر (۴۲۳) هـ ۱۰۳۱م) کال هرات ته ولاړ او سپه سالار عبدوس يې د خراسان د ترکمانانو د فساد د مخنيوي له پاره وګماره، پر (۴۲۴ هـ) کال يې د کشمیر پر سرستی لښکرو یوست او پر (۴۲۵ هـ - ۱۰۳۳ م کال یی برآمل ساری او طبرستان بری وموند امير بكتعذي يې له لوی لښکر سره د خراسان د شمالي ډاګو د ترکمانانو د مخنيوي له پاره واستاوه خو بېرته ناکام راستون شو پر ۴۲۶) هـ - ۱۰۳۴ م کال يې يو لښکر د هندو سپهسالار تلك د جهلن د زوى په مشرۍ د احدينا لتګین د خپلو له پاره چې په هند کښې ياغي شوی و، ولېږه، احمد مات شو او منصوره ته ور وتښتېد، د سند په اوبو کښې ډوب شو (۴۲۷) هـ - ۱۰۳۵م) او پر همدغه کال یې پرهانسې او د هند پر نورو کلاو يرغل وکړ، تر فتوحاتو وروسته یې خپل زوی امیر مجدود په لاهور کښې حکمران پرېښوو او تر (۴۲۸ هـ - ١٠٣٦ م) پورې بېرته غزني ته راغی. له دې کبله چې په خراسان کښې سلجوقي تركمانانو تل فتنيجوړولې ځکه یې پر همدغه كال د بلخ له لاري ماوراء النهر ته مخه وکړه، خو پر بلخ باندې داؤد ترکمان یرغل وکړ، چې امیر مسعود بلخ ته ورسېد داؤد مرو ته پر شا شو او پر (۴۲۹) (هـ) کال يې په ګوزګانانو کښې مسعود علي کندزي له پښو واچاوه او ځينې سلجوقيان يې د څړځايو په ورکړه راضي کړل، له ځينو سره يې پر (۴۳۰) (هـ) کال په شمالي سيمو کښې جګړه وکړه او تر (۴۳۱هـ - ۱۰۳۹م) کاله د هرات او غور له لارې غزني ته راغی، لوی حاجب سباشي او حاجب بكتعذی چې په دې جګړو کښې يې خپلسري کړې وه مصادره او په هند کښې معزول کړل. په دې وخت کښې د سلجوقي میکائیل زامنو طغرل او چغری بيك خراسان له نیشاپوره تر هرات بلخ او سیستان پورې ونيو، مسعود یې د مرو او سرخسی منځ د دندانقان" په جګړه کښې مات کړ او پر( ۴۳۱هـ کال مسعود خپله وروستنۍ سکه ووهله چې تر هغه وروسته په ۴۳۳هـ کال په هغه ښار کښې سلجوقي طغرل سكه وهلې ده. امیر مسعود چې د هېواد په اوضاع کښې ګډوډي وليده، خپل زوی مودود یې په غزنه کښې پرېښوو او په خپله له محمودی خزانو، لښکر او خپل رانده ورور محمد سره هندوستان ته لاړ خو په ماریکله د اوسنی حسن ابدال په شرقي برخه کښې د ده لښکريانو پرده بلوا وکړه، ړوند امیر محمد يې خپل پاچا وټاکه، مسعود يې د ګيري (ګهری) په کلا کښې بندي کړ او بيا يې د طاهر بن محمد په لاسو وواژه (د) ۴۳۲) هـ - ۱۰۴۰ کال د جمادی الاولى (۱۱). په دې وخت کښې امیر مودود په غزنه کښې پر تخت کښېناست او له خپل لښکر سره يې هندوستان ته مخه وکړه د ننګر هار په دنپور (اوسنی جلال آباد ته نږدې - د بابر په آدینه پور کښې د خپل تره محمد له لښکر سره ونښت او د خپل پلار ترك او تاجيك وژونکي يې ووژل، محمد او د هغهزوی طاهر يې هم ژوندې پرې نه ښوول (۴۳۲) هلته يې يو ښار د "فتح آباد" په نامه و دان کئ چې تر اوسه په همدغه نامه پاتې دی. سکه سطان مودود له سلجوقي ترکانو سره چې نفوذ يې ورځ پر ورځ په ماوراء النهر او خراسان کښې ډېرېده، د ښو اړیکو په ټينګولو کښې زیاریوست او د بیگ لور يې وکړه، خو سره له دې هم د هغه له شره خوندي پاتې نه شو، له همدې کبله غزنویانو تر خراسانه پر خپلو هندي مستملكاتو باور پیدا کړ، دا کار لومړی د مودود په سکو کښې ليدل کېږي چې پر خپله سکه یی د سیوا ،siva غوایه صورت د سری سمنته دیوه Sri samanta Diva د له ليكنې ډبرليك) سره نقش كړې و، چې دا رويه د ويهند د کابل شاهانو له سکو څخه اخيستل شوې وه. مودود تر ۹ کالو پاچهی وروسته پر ۳۹ کلنی (۴۴۱هـ - ۱۰۴۹م) کال مړشو او د غزني پاچهي تر دوو مياشتو پورې د امیر مودود د زوی دویم مسعود او تره يې علي د لومړی مسعود د زوی په نامه وه، چې د سلطان محمود زوی عبدالرشید پر دوی غالب او پر همهغه سلجوقی داؤد چې د خراسان حکمدار و، د سيستان له لارې پر کال (۴۴۱) د غزني پر تخت کښېناست. بست او زمینداور یرغل وکړ او زوی یې الپ ارسلان له تخارستانه پر غزني راغی - خود عبدالرشید د لښکر سالار چی طغرل نومید او د سلطان محمود له مریانو څخه و الپ ارسلان د خمار په دره کښې ښايې د اوسني ميدان په کهنه خمار کښې، داود په بست او د هغه تره يبغو يې په سيستان کښې مات کړل او وروسته بيا غزني ته راغى عبد الرشيد يې د آل محمود له ځينو شهزادګانو سره وواژه (د) ۴۴۳ - ۱۰۵۰ م شاوخوا خو د غزني خلکو پر طغرل بلوا وکړه او نوشتګین نامی دی وواژه سلطان فرخزاد د مسعود زوی او د محمود لمسی يې د غزني پرتخت کښېناوه (۴۴۴هـ) ده د زابلستان د خلکوله اوږو څخه د درنو مالیو بار لرې کړ، ځکه نو په خلکو ګران شو، فرخزاد د هېواد اداره لوی حاجب خرخیز ته وسپارله هغه د سلجوقيانو د مقابلې له پاره لوی لښکر خراسان ته ولېږه او د ابن اثير په وينا په ډېرو جګړو کښې بریالی شو. خو د فرخزاد ځینو مخالفینو دسیسه جوړه کړه او غوښتل یې چې دی په حمام کښې ووژني خو پر (۴۵۰هـ ) کال د خپلو ملګريو په مرسته له دې مړينې څخه وژغورل شو او تر (۷) کالو پاچهۍ وروسته د (۴۵۱ هـ) کال د صفر په میاشت کښې مړ شو ورروسته یې ورور ابراهيم د مسعود زوی پاچهی ته ورسېد، ده له سلجوقي داؤد او آلپ ارسلان سره روغه وکړه او د افغانستان ختیزې برخې تر لاهور پورې ده په لاس کښې پاتې شوې، څو ځلې يې هند ته لښکر ويوست او د خیرآباد ایمن آباد کلاوې او ډېر مسجدونه، مدرسې او مانۍ يې ودانې کړې، (۴۲) کاله يې په آرامۍ او هوسايې حکومت وکړ او پر (۴۹۲ هـ - (۱۰۹۸م) کال پر شپېته کلنۍ مړ شو، زوی يې علاء الدین در بیم مسعود د ده پر ځای کښېناست او امیر عضدالدوله ته یې د هند امارت ورکړ، خو دا چې د سلطان سنجر خور "مهد عراق" يې ماندينه وه، نو ځکه یې له سلجوقيانو سره روغه او دوستي درلوده، له همدغه کبله یې هند نيولو ته پام واړاوه تر هغې چې د ده سپه سالار طغاتګین په هندستان کښې د ګنګ تراوبو پورپووت. سلطان ابراهیم د ۵۰۹) هـ - ۱۱۱۵ م کال په شاوخوا کښې مړ او زوی یې ارسلان شاه په غزني کښې پرتخت کښېناست؛ خپل ورور شېرزاد يې و واژه او خپله ميره يې چې د لوی سلطان سنجر خور وه وکنځله، ځکه نو د ده بل ورور بهرامشاه له ده څخه د سنجر دربار ته وتښتېد ، هغه له بهرا مشاه سره مرسته وکړه او په غزني کښې يې ارسلانشاه مات او هندوستان ته يې په تېښته اړ کړ چې هم هلته پر ( ۵۱۱) هـ - ۱۱۱۷ م) کال مړ شو، د ده پرهای بهرامشاه د سلجوقي سنجر په ملاتړ پر تخت کښېناست او خپله سکه  یی د سلطان سنجر په نامه ووهله ده هندوستان ته لښکر ویوست پر (۵۱۲ هـ - (۱۱۱۸ م کال یې په ملتان کښې محمد باهليم له لسو زامنو سره له منځه یووړ او په سوالك كښې يې ناګور کلا جوړه کړه. غزني ته له راتګ سره سم له سلطان علاء الدين جهانسوز غوري سره په جګړه اخته شو، په دې جګړه کښې يې زوی دولت شاه ووژل شو. بهرام شاه هندوستان ته پرشالاړ او غزني د غوريانو لاس ته ورغی. خو چې غوریان بېرته وګرځېدل دی غزني ته راغی او پر (۵۵۲ هـ - ۱۱۵۷م) کال مړ شو تر ده وروسته خسروشاه د بهرامشاه زوی (۵۵۲) - ۵۵۷ هـ) او خسرو ملك د خسروشاه زوی (۵۵۷ - ۵۸۳) (هـ) په غزني او لاهور کښې پر کښېناستل، خو خسرو د غزانو په لاسو مات او هغوی غزني ونيو، دی لاهور ته لاړ او بیا پر (۵۸۳هـ) کال سلطان معز الدین محمد سام غوري په لاهور تخت کښې خسرو ونيو د غرجستان د بلروان په کلا کښې يې بندي کړ او پر (۵۸۷ هـ) کال يې وواژه. د ده له مړينې سره سم د غزنويانو د سبکتګین کهاله کمبله ټوله شوه. د غزنویانو دولت په افغانستان ،ایران هندوستان او ماوراء النهر کښې د دجلې له کڅو (سواحلو) څخه تر ګنګ پورې دوې پېړۍ واکمني لرله، چې غزني، بلخ، لاهور او بست يې پايتختونه وو. په دغه عصر کښې اسلامي مدنيت او دري ژبې ډېره وده وکړه، په هېواد کښې د اسلام دین بشپړ خپور شو او هند هم د هغه په رڼا روښان شو، د هېواد له ختیځ څخه د کابل شاهی حکومت او ديانت نخښې ورکې شوې د غزنویانو نامتو وزیران ابوالعباس اسفراینی احمد بن حسن میمندی، حسن بن محمد میکالی خواجه عبد الصمد خواجه طاهر مستوفي او نور وو. دافغانستان هندوستان ماوراء النهر او ایران ښارونه ودان وو او ښه سوداګري په کښې کېده نامتو پوهان او ليکوالان يي البيروني، ابن سينا، ابوالفتح بستي ثعالبي، عبد الجبار العتبي بونصر مشکان، ابوالفضل بيهقي، د کليله او د منه خاوند نصر الله ابو منصور موفق هروي (د کتاب الابنيه عن حقايق الادويه ليكونكي عبد الحي ګرديزي د الحرب والشجاعه لیکونکی فخر مدبر مبارك شاه د كشف المحجوب لیکونکی او نامتو صوفي ابوالحسن هجويري غزنوي دي. فردوسي، فرخي عنصري عسجدي منوچهري، سنايي، مسعود سعد سلمان ناصر خسرو بلخي، اسدي طوسي، سيد حسن غزنوي، ابوالفرج روني او مختاري غزنوي د دغه مهال نوميالي شاعران ګڼل کېږي. د غزنویانو دربار په آسيا کښې د شاعرانو، عالمانو او د فن د خاوندانو پالنځای و په خپله سلطان محمود پوه او ادیب پالونکی پاچاو ځينې پوهان په فقه کښې يو کتاب د ده بولي او ځينې اشعار او قطعات رانقلوي. یې د غزنویانو په عصر کښې نفیسه صنایع او د ودانولو فن د يادونې وړ وده کړې وه. سره له دې چې د تاتار يرغل د افغانستان په لويو ښارو کښې د صنعت ټول پایڅور (بقايا ) له منځه وړی دی، خو د ودانۍ، ډبرو تورلو او خطاطي له صنعت څخه د سبکتګین او سلطان محمود قبرونه او د غزني دوه څلي او د درېيم مسعود د مانی کنډوالې په غزني کښې د زمانې له لاس وهلو څخه خوندي پاتې دي، د بست د ښار د لښکر ګاه د آثارو له بقايا و څخه چې پر (۱۹۵۰م) کال په افغانستان کښې د فرانسوي لرغون پېژندونکيو له خوا کيندلي شوي د هغه ځای پر دېوالو يې د رنګینه نقاشيو هنري نخښې موندلي دې چې د غزنوي دورې د هنر او صنايعو طراوت ځنېښکاري. په غزنوي دوره کښې د هېواد د ولایاتو اداره د حکمرانانو په واسطه کېده چې د غزني د پاچهانو د دربار له خوا د ملکي او لښکري چارو له پاره له سپه سالارانو د دربار له لویو حاجبانو یا شهزادګانو او د پاچا له خلیوانو څخه ګمارل کېده. د بيهقي په وينا د غزني د پاچهۍ په مرکز کې به یود دیوان وزیر او لوی خواجه د مالیې د وزير او صدراعظم په توګه)، یو دیوان عرض د سپه سالار تر امر لاندې د حرب د وزارت د چارو له پاره)، د رسالت یو دیوان د لوی دبیر تر امر لاندې د پاچهۍ د ليکنو د فتر د چارو له پاره او د وکالت یو دیوان د لوی حاجب تر امر لاندې د دربار د وزارت د چارو له پاره و. د پاچهۍ په دربار کښې ځينې مشران د "ندیم، وزير، خازن او کوټوال" په نامه وو او دا چې هېواد په خپل مرکز پورې نښتی او امنیت هم ټینگ و، نو ځکه د دولتي ماليو زياتوالي هم يقيني دي، لكه څنګه چې مو د مؤرخانو په وينا د خراسان عباسي دورې د پيل ماليات په منځني ډول د (۴۵) مليونو په شاوخوا کښې اټکل کړل اوس هم کولای شو په همدغه میچ (مقیاس د ټول ،خراسان د غزني، زابل، تخارستان، پېښور، لاهور، ملتان، سند ، ماوراء النهر او خوارزم د ولاياتو عايدات د غزني دولت په خزانه کښې تر سل مليونو در همو زیات اټکل کړو، البته هغه زياتې ولجې، ډېر جواهر او سره زر چې د هندوستان په جګړو کښې لاس ته راتلل له دغه حسابه بېل دي. غزنویان صاحب بريد ډاګ چلوونکی د جاسوسي ديوان، سالار (د لښکر مشر او کوټوال د پولیسو مشر او د ښار د کلا ساتندوی په زياتو لویو ښارو کښې د حکومت چارې اجرا کولې او عدلي چارې قاضي ته سپارل لکه د محمود په عصر کښې چې قاضي ابوالحسن د قاضي ابو شوې وې، محمد الفزاري له پارس څخه د استازی په ډول غزني ته راغی، سلطان چېهای بهرامشاه د سلجوقي سنجر په ملاتړ پر تخت کښېناست او خپله سکه د سلطان سنجر په نامه ووهله ده هندوستان ته لښکر ویوست پر (۵۱۲ هـ - (۱۱۱۸ م کال یې په ملتان کښې محمد باهليم له لسو زامنو سره له منځه یووړ او په سوالك كښې يې ناګور کلا جوړه کړه. غزني ته له راتګ سره سم له سلطان علاء الدين جهانسوز غوري سره په جګړه اخته شو، په دې جګړه کښې يې زوی دولت شاه ووژل شو. بهرام شاه هندوستان ته پرشالاړ او غزني د غوريانو لاس ته ورغی. خو چې غوریان بېرته وګرځېدل دی غزني ته راغی او پر (۵۵۲ هـ - ۱۱۵۷م) کال مړ شو تر ده وروسته خسروشاه د بهرامشاه زوی (۵۵۲) - ۵۵۷ هـ) او خسرو ملك د خسروشاه زوی (۵۵۷ - ۵۸۳) (هـ) په غزني او لاهور کښې پر کښېناستل، خو خسرو د غزانو په لاسو مات او هغوی غزني ونيو، دی لاهور ته لاړ او بیا پر (۵۸۳هـ) کال سلطان معز الدین محمد سام غوري په لاهور تخت کښې خسرو ونيو د غرجستان د بلروان په کلا کښې يې بندي کړ او پر (۵۸۷ هـ) کال يې وواژه. د ده له مړينې سره سم د غزنويانو د سبکتګین کهاله کمبله ټوله شوه. د غزنویانو دولت په افغانستان ،ایران هندوستان او ماوراء النهر کښې د دجلې له کڅو (سواحلو) څخه تر ګنګ پورې دوې پېړۍ واکمني لرله، چې غزني، بلخ، لاهور او بست يې پايتختونه وو. په دغه عصر کښې اسلامي مدنيت او دري ژبې ډېره وده وکړه، په هېواد کښې د اسلام دین بشپړ خپور شو او هند هم د هغه په رڼا روښان شو، د هېواد له ختیځ څخه د کابل شاهی حکومت او ديانت نخښې ورکې شوې د غزنویانو نامتو وزیران ابوالعباس اسفراینی احمد بن حسن میمندی، حسن بن محمد میکالی خواجه عبد الصمد خواجه طاهر مستوفي او نور وو. دهای بهرامشاه د سلجوقي سنجر په ملاتړ پر تخت کښېناست او خپله سکه د سلطان سنجر په نامه ووهله ده هندوستان ته لښکر ویوست پر (۵۱۲ هـ - (۱۱۱۸ م کال یې په ملتان کښې محمد باهليم له لسو زامنو سره له منځه یووړ او په سوالك كښې يې ناګور کلا جوړه کړه. غزني ته له راتګ سره سم له سلطان علاء الدين جهانسوز غوري سره په جګړه اخته شو، په دې جګړه کښې يې زوی دولت شاه ووژل شو. بهرام شاه هندوستان ته پرشالاړ او غزني د غوريانو لاس ته ورغی. خو چې غوریان بېرته وګرځېدل دی غزني ته راغی او پر (۵۵۲ هـ - ۱۱۵۷م) کال مړ شو تر ده وروسته خسروشاه د بهرامشاه زوی (۵۵۲) - ۵۵۷ هـ) او خسرو ملك د خسروشاه زوی (۵۵۷ - ۵۸۳) (هـ) په غزني او لاهور کښې پر کښېناستل، خو خسرو د غزانو په لاسو مات او هغوی غزني ونيو، دی لاهور ته لاړ او بیا پر (۵۸۳هـ) کال سلطان معز الدین محمد سام غوري په لاهور تخت کښې خسرو ونيو د غرجستان د بلروان په کلا کښې يې بندي کړ او پر (۵۸۷ هـ) کال يې وواژه. د ده له مړينې سره سم د غزنويانو د سبکتګین کهاله کمبله ټوله شوه. د غزنویانو دولت په افغانستان ،ایران هندوستان او ماوراء النهر کښې د دجلې له کڅو (سواحلو) څخه تر ګنګ پورې دوې پېړۍ واکمني لرله، چې غزني، بلخ، لاهور او بست يې پايتختونه وو. په دغه عصر کښې اسلامي مدنيت او دري ژبې ډېره وده وکړه، په هېواد کښې د اسلام دین بشپړ خپور شو او هند هم د هغه په رڼا روښان شو، د هېواد له ختیځ څخه د کابل شاهی حکومت او ديانت نخښې ورکې شوې د غزنویانو نامتو وزیران ابوالعباس اسفراینی احمد بن حسن میمندی، حسن بن محمد میکالی خواجه عبد الصمد خواجه طاهر مستوفي او نور وو. دافغانستان هندوستان ماوراء النهر او ایران ښارونه ودان وو او ښه سوداګري په کښې کېده نامتو پوهان او ليکوالان يي البيروني، ابن سينا، ابوالفتح بستي ثعالبي، عبد الجبار العتبي بونصر مشکان، ابوالفضل بيهقي، د کليله او د منه خاوند نصر الله ابو منصور موفق هروي (د کتاب الابنيه عن حقايق الادويه ليكونكي عبد الحي ګرديزي د الحرب والشجاعه لیکونکی فخر مدبر مبارك شاه د كشف المحجوب لیکونکی او نامتو صوفي ابوالحسن هجويري غزنوي دي. فردوسي، فرخي عنصري عسجدي منوچهري، سنايي، مسعود سعد سلمان ناصر خسرو بلخي، اسدي طوسي، سيد حسن غزنوي، ابوالفرج روني او مختاري غزنوي د دغه مهال نوميالي شاعران ګڼل کېږي. د غزنویانو دربار په آسيا کښې د شاعرانو، عالمانو او د فن د خاوندانو پالنځای و په خپله سلطان محمود پوه او ادیب پالونکی پاچاو ځينې پوهان په فقه کښې يو کتاب د ده بولي او ځينې اشعار او قطعات رانقلوي. یې د غزنویانو په عصر کښې نفیسه صنایع او د ودانولو فن د يادونې وړ وده کړې وه. سره له دې چې د تاتار يرغل د افغانستان په لويو ښارو کښې د صنعت ټول پایڅور (بقايا ) له منځه وړی دی، خو د ودانۍ، ډبرو تورلو او خطاطي له صنعت څخه د سبکتګین او سلطان محمود قبرونه او د غزني دوه څلي او د درېيم مسعود د مانی کنډوالې په غزني کښې د زمانې له لاس وهلو څخه خوندي پاتې دي، د بست د ښار د لښکر ګاه د آثارو له بقايا و څخه چې پر (۱۹۵۰م) کال په افغانستان کښې د فرانسوي لرغون پېژندونکيو له خوا کيندلي شوي د هغه ځای پر دېوالو يې د رنګینه نقاشيو هنري نخښې موندلي دې چې د غزنوي دورې د هنر او صنايعو طراوت ځنېښکاري. په غزنوي دوره کښې د هېواد د ولایاتو اداره د حکمرانانو په واسطه کېده چې د غزني د پاچهانو د دربار له خوا د ملکي او لښکري چارو له پاره له سپه سالارانو د دربار له لویو حاجبانو یا شهزادګانو او د پاچا له خلیوانو څخه ګمارل کېده. د بيهقي په وينا د غزني د پاچهۍ په مرکز کې به یود دیوان وزیر او لوی خواجه د مالیې د وزير او صدراعظم په توګه)، یو دیوان عرض د سپه سالار تر امر لاندې د حرب د وزارت د چارو له پاره)، د رسالت یو دیوان د لوی دبیر تر امر لاندې د پاچهۍ د ليکنو د فتر د چارو له پاره او د وکالت یو دیوان د لوی حاجب تر امر لاندې د دربار د وزارت د چارو له پاره و. د پاچهۍ په دربار کښې ځينې مشران د "ندیم، وزير، خازن او کوټوال" په نامه وو او دا چې هېواد په خپل مرکز پورې نښتی او امنیت هم ټینگ و، نو ځکه د دولتي ماليو زياتوالي هم يقيني دي، لكه څنګه چې مو د مؤرخانو په وينا د خراسان عباسي دورې د پيل ماليات په منځني ډول د (۴۵) مليونو په شاوخوا کښې اټکل کړل اوس هم کولای شو په همدغه میچ (مقیاس د ټول ،خراسان د غزني، زابل، تخارستان، پېښور، لاهور، ملتان، سند ، ماوراء النهر او خوارزم د ولاياتو عايدات د غزني دولت په خزانه کښې تر سل مليونو در همو زیات اټکل کړو، البته هغه زياتې ولجې، ډېر جواهر او سره زر چې د هندوستان په جګړو کښې لاس ته راتلل له دغه حسابه بېل دي. غزنویان صاحب بريد ډاګ چلوونکی د جاسوسي ديوان، سالار (د لښکر مشر او کوټوال د پولیسو مشر او د ښار د کلا ساتندوی په زياتو لویو ښارو کښې د حکومت چارې اجرا کولې او عدلي چارې قاضي ته سپارل شوی وې لکه د محمود په عصر کښې چې قاضي ابوالحسن د قاضي ابو محمد الفزاري له پارس څخه د استازی په ډول غزني ته راغی، سلطان چېد ده علمی مقام پرهیزگاری او ورع وليده د غزنه قضا يې ورکړه، د هغه زوزاد تر ډېرو وختو پورې په هغه پایتخت کښې قاضیان وو. د غزنويانو سياسي اړيکي د بغداد د خلافت د دربار او د ماوراء النهر له خانانو سره تل دوستانه وو، تل د خلافت رسل (سفیران) او د ماوراء النهر اميران د غزني د پاچهانو دربار ته راتلل او د رسولدار (د تشريفاتو د رييس له خوا په ډېر درناوي هر کلی ورته ويل کېده. د غزنوي دولت په م مورينو کښې د غزنوي تر پاچهی لاندې ټول خلك شامل وو . آن تر دې چې د غزني دربار په لویو لښکري خلکو او او . يوحي افسرانو کښې هندوان هم وو ، همداراز د غزني په لښکر کښې ډېر زیات پښتانه هم وو ، چې د هند په فتوح تو کښې يې لويه ونډه درلوده غزنوي با جهان

۱ میرالپتګین  ۳۵۱ - ۳۵۲هـ

 ۲ امیر اسحاق د الپتگین زوی (۳۵۲ - ۳۵۵ هـ)

 ۳ - امیر بلک تگین : ۳۵۵ - ۳۶۵هـ

 ۴ - امیر پیری تكين ( ٣٦٥ - ٣٦٦هـ ) 

 ۵ - امیر سبکتګين (٣٦٦ - ٣٨٧ هـ ) 

۶- امیر اسماعیل د سبکتګین زوی (۳۸۷) هـ) 

 ۷ - سلطان محمود د سبکتګین زوی (۳۸۷ - ۴۲۱هـ) 

۸ - امیر محمد د محمود زوی (۴۲۱هـ)

 ۹ - سلطان مسعود د محمود زوی (۴۲۱ - ۴۳۲هـ)

 ۱۰ محمد  دویم حل ( ۴۳۲هـ )

 ۱۱ - سلطان مودود د مسعود زوی (۴۳۲ - ۴۴۱هـ)

 ۱۲ - دویم مسعود د مودود زوی (۴۴۱هـ)

۱۳ - علي د لومړي مسعود زوی ( ۴۴۱هـ) 

 ۱۴ - عبد الرشید د محمود زوی ( ۴۴۱ - ۴۴۴هـ)

 ۱۵ - طغرل (د) محمود مریی) (۴۴۴) هـ)

 ١٦ - فرخزاد د لومړي مسعود زوی (۴۴۴هـ - ۴۵۱ هـ )

 ۱۷ - سلطان ابراهيم د لومړي مسعود زوی ( ۴۵۱ - ۴۹۲ هـ )

 ۱۸ - علاء الدین در بیم مسعود (۴۹۲ - ۵۰۹ هـ)

 ۱۹ - شهرزاد د درېیم مسعود زوی (۵۰۹ هـ) 

 ۲۰ - ارسلان شاه د درېیم مسعود زوی (۵۰۹ - ۵۱۱هـ)

 ۲۱ - بهرامشاه د درېیم مسعود زوی (۵۱۱ - ۵۵۲هـ) خسروشاه د بهرامشاه زوی (۵۵۲ - ۵۵۷هـ)

 ۲۲ خسرو شاه د بهرام شاه زوی( ۵۵۲-۵۵۷ هـ)

 ۲۳ - خسروملك د خسروشاه زوی (۵۵۷ - ۵۸۳هـ) 

(۵۱) لمبر شجرې او ۴۹ نقشې ته دې وکتل شي اخخليك تاريخ سيستان - بيهقي - طبقات ناصری - ابن اثير - طبقات سلاطین اسلام - ګرديزي - العتبي - پاول هورن مختصر تاریخ ایران آداب الحرب - دائرة المعارف اسلامي - تاريخ ايران رازی - راهنمای افغانستان - سیاست نامه - ابن خلكان - ابن خلدون - تجارب الامم - فرشته روضة الصفا - حبيب السير - تاریخ گزیده - مجمل التواريخ والقصص تاريخ الاسلام السياسي - تاريخ الاسلام ذهبي - مجلة آريانا - لباب الالباب معجم الانساب زمباور - د سر اولف کیرو پټانز اخبار الدولة السلجوقيه - راحة الصدور - افغانستان بعد از اسلام لومړی ټوك - مادر زبان دری - فتوح السلاطين - غزنویان بوسورت.