32

پښتانه واکمنان د( ۳۰۰ هـ شاوخوا)

د افغانستان لنډ تاریخ دریمه برخه

له هغه ډېر پخواني کهاله چې د کسي (سليمان) پر غره، د غور په غرو او د هغو سيمو په شاوخوا کښې يې د پښتنو واکمني او لارښوونه کوله د کیس عبدالرشید پښتون (پیمان) درې زامن مشهور دي چې غرغښت، بیټنی او سرین نومېدل. د دغه پښتانه کهاله په اړه ډېرې سيمه ييزې افسانې شته خو هغه څه چې د پښتنو پخواني مورخ سليمان ماكو د (٦١٢) هـ - ۱۲۱۵م) په شاوخوا کښې په خپله تذکره کښې ليکلي او تر هغه وروسته نورو مورخانو لکه ابوالفضل علامی په ايين اکبري کښې ۱۰۰٦ هـ - ۱۵۹۷م)، اخون درویزه چې پر ۱۰۴۸ هـ - ١٦٢٨ م مر (دی په تذكرة الابرار او مخزن اسلام کښې، نعمت الله هروي په مخزن افغاني کښې (١٠١۸ هـ - ١٦٠٩م) شيخ امام الدین خلیل (چې پر ١٠٦٠ هـ مړ دى په تاریخ افغاني کښې تايد کړی دى او تاريخي حقايق دي دا راښيي چې دغو درې واړو وروڼو د (۲۵۰) تر ۳۰۰ هـ پورې په افغانستان کښې د غور له غرو څخه د سليمان تر غره پورې واکمني او روحاني او قبيلوي نفوذ درلود د شيخ بيټني ځينې پښتو

   مناجاتو نه په پښتو ادبياتو کښې منقول او په لاس کښې شته، تر هغه وروسته د سړبن زوی خرښبون د سليمان له غره څخه د غلزيو د کلات د غوندان تر غره پورې واک درلود ، پر ( ۴۱۱) هـ - (۱۰۲۰م) کال د سليمان غره په جنوبي لمنه "مرغه کښې مړ شو همدارنګه اسماعیل د بيتني زوی د سليمان په غره کښې واکمني او روحاني نفوذ درلود، د ده د واکمنۍ لمن د سلیمان غره لوېديز پلو ته له وازې خوا څخه تر غزني پورې رسېده له دغو دوو تنو څخه هم د پښتو پخواني اشعار راپاتې دي د ۴۰۰ هـ - ۱۰۰۹م په شاوخوا کښې. د خرښبون درې زامن کند زمند و او كاسي د پښتنو د ټبرو نوميالي نيكونه دي چې د دوی کول لړۍ په افغاني نسب نامو کښې څرګنده شوې ده. پاتې دې نه وي چې خرښبوني پښتانه د افغانستان په لوېديزو سيمو کښې خپاره وو لکه عبد الرزاق سمرقندی چې په غزني او برمل کښې د افغان خرشواني" په نامه د هغو یادونه کوی (۸۲۰ هـ) شاوخوا. (مطلع سعدين دويم ټوك لومړی برخه ۳۵۹ مخ لاهور چاپ د افغاني انسابو په کتابو کښې دا درې وروڼه غرغښت - بیټنی او سرين د پښتنو ټبرو د لړۍ سرونه ګڼل شوي دي، چې په دې ځای کښې د دوی د نسب د شجرې مهمې څانګې ليکل کېږي. (وګورئ ۴۵ مه نومره د نسب شجره). ماخذونه د سليمان ماكو تذكرة الاولیاء، پښتانه شعراء لومړى ټوك، ايين اکبري، مخزن افغاني د درويزه تذكرة الابرار، پته خزانه، د پښتو ادبياتو تاريخ ۲ ټوك، مطلع سعدين ۲ ټوك، حيات افغاني، شوکت افغاني صولت افغانی خورشید جهان د سر اولف کیرو پټانان، د صوبه سرحد او بلوچستان گزیتیر د افغانستان گزیتیر، تاریخ سلطاني.