32

قادر داد

د پښتو ادب لنډ تاريخ

هم له دغي ډلي څخه قادر داد د محمد زمان زوی د روښان پیر له کورنۍ څخه تر (۱۱۱۸ ق) پوري ژوندی و، چي پلار يې هند ته فرار سوی او هلته به مړ وي، دی هم اوږدې عرفاني غزلي لري، چي کله کله يې دغه غزلي د قصيدې درشل ته هم قدم ږدي. 

د ورکي خزانې مؤلف (۳۹۵/۱) د ده څه نظمونه راخوندي کړي دي، چي د روښان پير د ادبي مكتب يو ورك پلو را روښانه کوي.

قادر داد د روښانيانو په صف کي د کريمداد بنګښ تر څنګ

(مګر وروسته) د درېدلو حق لري. ځکه چي په کلام کي يې شعریت تر واصل، دروند ښکاري. عمومي موضوع خو يوه ده، مګر کله کله هنر 

هم پکښې ځاييږي او سړی ویلای سي، چي غزل يې د شعر ښکلاوي لري، لکه :

چي مدام په زړه کي خيال لري و جنګ ته 

څوك به څه وايي دې مست شوخ و شنګ ته 

چي پرې اه د عا جزانو اثر نه که

د نرمۍ خوی به څه ستايي و سنګ ته

لکه زه چي د هجران په اور ګذار شوم

خدای دي هسي ساعت پېښ نه که نهنګ ته

اندېښنې لکه خارونه رالګيږي

په آرام می اړخ  نه لګی پالنګ ته

عاقبت به ستا د غم حصار ته پرېوزم 

چي ارتاو دي کړم د ميني وكړنګ ته 

د تهمت در رقيب کړه په ما تشه 

د غضب توره په لاس ګرځي و څنګ ته

رقیبان دکوڅې سپي شوه قادر داده! 

مدام غاپي د دين وږي ملنګ ته

         (ورکه خزانه ۱۱۳/۱)

د قادر داد د کلام په نمونو کي يوه اوږده قصیده هم سته، چي په دې ډول شروع کيږي :

ابتدا چي د حمل په درست جهان شي 

زمکه سبزه زرغونه هم کوهستان شي

رنګا رنګ ګلونه ګل شي په چمن کي

ډېر عامل يې و ديدن ته نګران شي

چي زېلي د خزان ښايست بيا مومي

آه سرد بیرون له جس په سندان شي

              (الخ)

د تشبيب په سينګارولو کي د ده قدرت دغوني دئ، مګر په تخلص او ګرېز کي څه له شاعرانه مهارته کار اخلي او په هنر ځان خپل عرفاني او تلقيني مطلب ته نزدي كوي :

عندليب په ډېر هوس تر ګلو ګرځي

مړاوی ګل په پرېشاني كي خندان شي

له ماضي فراقه ژاړي و چمن ته 

ترس مي نه له مستقبل غم د هجران شي

دا اټكل يي هومره نه دئ په خاطر کي

چي به بيا دا زما جمع زړه پرېشان شي

نه به زه تر تله اوسم  په جهان کي

نه به پاته جور دا هسي ګلستان شي

یا به زه وړاندي له ګله جدا کیږم

يا به وړاندي تر ما پېښ پرګل خزان شي

په دې ډول دی ورو ورو ځان مقصد ته څرمه کوي او د خزان مناظر، د ګلو مړاوتوب، د پاڼو رژېدنګ، د سمسورو باغونو خمسوري تصوير کوي، خو ښه په پای کي وايي :

  بې وفا دنیا به پاتي شي له واړو

  په ارمان به ځني ولاړ شيفتګان شي

  له دارا له سکندر یی وفا نكړه

څه امید په دغه بې وفا دوران شي

 اورنګزېب ولي پادشاه تر دنیا تېر شو

 چي د عدل یې تعریف په هندوستان شي

چي دا هومره نصیحت کړم باور وکړه

 ځان ته وايم تش مذکور د ديګران شي

 همه واړه عيب وينم پخپل ځان کي 

 که بهانه په خوله دا نور نور آدميان شي 

 هیڅ سړی به غلط نه ځي قادر داده!

 که پیرو د انصاري بايزيد روښان شي