د موریا پاچائی
د هندوکش په جنوب کښی د موریا، د دولت موقتی نفوذ او په افغانستان کښی د بودائی دین خپرېدل.
که څه هم اساساً باید سکندر د لشکر کشۍ له بیان نه وروسته د ده د امپراطورۍ د تجزيه کېدو حال او د هغه نه وروسته مو باید د یونان او باختری خپلواکی پاچائی او د هغې د پادشاهانو نه بحث کړی وای خو په دی وخت په هند کښی یوه واقعه پیښه شوه چه په آریانا باندی د سیاسی، مذهبی او صنعتی تاثیراتو په لحاظو دلته د دغی پېښی ذکر بې مورده لاڅه چه ضروری دی. دا واقعه د هند د تاریخی، لوئی او اولنۍ امپراطورۍ پیدا کېدل دی چه په حقیقت کښی د سکندر جنگونو ورته زمینه تیاره کړی وه چه هندی متفرق اوشیندلی عناصر ئی د پردو لاسونو په مقابل کښی یو کړل او وروسته له هغه چه د پنجاب نه د یونانیانو په ایستلو زورور شول گندهارا چه «د پېښور د مشرقی اوسنی ولایت ـ او د کابل دره» د اراکوزی ولایت (د ارغنداب حوزه) او د افغانستان د جنوب ځینی نوری برخی ئی هم د خیلی امپراطوری جز وگرځولې که څه هم دا وضعیت تر ډیره پوری نه پاتی کیږی ځکه لکه څنگه چه وروسته لیدل کیږی د اریانی یونان او باختری خپلواک حکومت سمدلاسه جوړ او د موریایانو لاس ئی د آریانا د جنوب او شرق له منطقونه لنډ کړ خو هر کله چه د موریا په عصر کښی د اشوکا مبلغینو بودائی دین د افغانستان په شرقی برخه کښی خپور کړی ؤ او وروسته د یونانی هیکل تراشۍ د رویی سره د هغه د تصادم په اثر په آریانا کښی د نوی صنعت سبک پيدا شو چه د باختری صنعت په نامه زمونږ د وطن په تاريخ کښی لور مقام لری دغه دین او نوی صنعت له زرو کلونو څخه زمونږ په گران هیواد کښی رواج لری نو په دی دوو اساسی مطلبونو باندی د پوهیدلو دپاره چه د بودیزم د خپریدو او د نوی صنعتی سبک د رواجيدو نه عبارت دی د ځینو نورو ملاحظاتو او د هندی موریایانو د عصر د گذار شاتو خاص بیا د هغی برخی یادول چه د افغانستان سره ربط لری لازم او ضروری دی. هر کله چه مقدونی اسکندر د ۳۲۳ ق م کال د جون په میاشت کښی په بابل کښی مړ شو نو لويو جرنیلانو ئی غونده و کړه او د ده د امپراطوری د ملکونو د تقسیم دپاره ئی جرگه او دارنگ فیصله وکړه. څرنگه چه سمدلاسه یوقوی وارث نشته چه دا پراخه امپراطوری اداره کړی نو باید د هند او آریانا لری ولایات باوری او معتمد و شاه زاد گالو او افسرانو ته وسپارل شی دا تصویب په «تری پراد یاسوس» (د شام طرابلس) کښی وشو او دوه کاله وروسته د اراکوزی یعنی د ارغنداب د حوزی او جد روزی Gedrosi یعنی د مکران د ولایت اداری کارونه سيبير تياس Sibyrtias ته او د آریانا د علاقی یعنی د هری رود د حوزی او د درانجسیانا (سیستان) د برخو اداری چاری (ستساندر Stasandar) ته چه د قبرس له خلکو څخه ؤ وسپارل شوی، د سغدیانا او باکتریانا اداری چاری یوبل جرنیل ته چه «ستاسانور» Stasanor نومیده چه دی هم د قبرس اور کړل شوی او د آریانا د مرکری علاقی یعنی د «پاروپامیزادی» Paropamizadai ولایت چه د کابل ولایت او د هغه شاؤخوا برخونه شاملیږی اگزیارتس Oxyurtes ته. وسپارل شو چه دی یو ملی مشر او د روښانې (رخشانی) Roxani د اسکندر د ښځی پلار ؤ.
به دی ترتیب د آریانا خاوره تقریباً په څلورو ولایتونو - مرکزی - شمالی ـ غربی - او جنوبی باندی وویشل شوه او د هر ولایت کارونه، بيلو، بیلو نائب الحکومه گانو ته سپارل شوی وو.
په همدی ترتیب د هند په فتحه شوې خاوره کښی هم ويش وشو او هلته هم یو څو حکمرانان وټاکل شول لکه چه د هند نزدې ولايات د اباسین تر غربی برخو پوری پیتون Peithon د اجنور Agenor زوی ته ورکړى شول او دا هغه سړی دی چه سکندر په خپل ژوند کښی د سند والی مقرر کړی ؤ خو د خپل ولينعمت له مرگه وروسته ئی په سند کښی د پاتی کیدلو زړه نه ؤ.
د سکندر يرغلونو او فتحو د هند د بومی حاکمانو سترگی تر یوی اندازی پوری و غرولی او د حقائقو سره تر يوحده اشنا شوی وو نو ځکه هر یو د خپل مقام د ټينگولو او د نفوذ قائمولو هیله او هڅه کوله، لکه «انتی پاتر» چه د اسکندر په غیاب کښی د یونان نایب السلطنه ؤ او پورتنی ويشونه د ده د اداری لاندی او د ده په رأيه تصويب شوی وو هم په دی وضعیت پوه شو چه نور نه شی کولی چه د اندوس د ناوې د راجگانو اقتدار لږ کړی او په هغوی سلطه پیدا کړی نو ځکه اړ شو چه «امفیس Amphis یا امبهی Ambhi» د تاکزیلا پاچا او پوروس Poros د سکندر لوی رقیب د پنجاب د ایالتونو د حکمرانانو په حیث وپیژنی او په عوض کښی تش په دې نامه چه د مقدونيانو د حمایی لاندی به وی راضی شی.
دا هم باید ووایو چه په حقیقت کښی د اسکندر د امپراطورۍ د هندی ولایاتو وضعیت د سکندر د مرگ نه پخوا هم گډوډ وو او حکومت د هندی شهزاده گانو ا و یونانی جرنیلانو له خوا شريک اداره کيده که ښه ځير شو نو ځرگندیږی چه اسکندر لا ژوندی ؤ چه په هند کښی د یونانیانو په وضعیت کښی گډوډی وه لکه چه فیلپوس Philippos چه د اسکندر له خوانه د هندی ولایتو والی ؤ د میلاد نه پخوا په ٢٢۴ کال کښی د یو ټولى يونانی عسکرو له خوا ووژل شو، خو چه خبره اسکندر ته ورسیدله خپل یو بل افسر ئی چه اودیموس Eudemos نومیده د نظامی حکمران په حیث ور مقرر کړ چه د هند دا مبهی باچا ترڅنگ د جنگی چارو مراقبت وکړی څه موده لا نه وه تیره چه دی جنرال د تحريک او خيانت په ذريعه خپل هندی ملگری وواژه او پخپله د مجهزو عسکرو او يوسل و شل فيلانو سره راوووت چه د ایومنس Eumenes بل یونانی جرنیل سره چه د «آنتی پاتر» سره په جنگ بوخت ؤ مرسته وکړی په داسی حال کښی چه د یونان نظام حکمرانان په هند کښی په داسی ارؤدور اخته وو، هندی (ساندروکتس) را پیدا (ش=دا برخه ونه لوستل شول) ( ساندرو کتس) که څه هم د هند د لوئی تاریخی لومړنۍ امپراطورۍ مؤسس بلل کیږی خو د ده اصل، نسب او د ژوندانه د لومړۍ دوری حالات پوره څرگند نه دی ځینی ئی پنجابی گڼی او ځينی وائی چه دی په اصل کښی د گنک دی یوه ډله د « موریاناگارا Moriyanagara» د ښار اوسیدونکی بولی چه د هماليه په یوه دره کښی پروت ؤ همدارنگه د ده د اصل او نسب په باره کښی هم پوره او صحیح معلومات نشته که څه هم ځینی دی د ټیټو خلکو له طبقی څخه گڼی خو په عمومی ډول د موريا د کورنۍ نجابت د (ناندا) د شاهی کورنۍ سره د «چندرا گوپتا» ارتباط یو منل شوی حقیقت دی، ځينى لا دی د (باندا) د پاچا د یوی ښځی «میورا» Mura زوی گڼی او په همدی وجه دی کورنۍ ته «موریا» وائی احتمال لری چه «چندراگوپتا» د ناندا په دربار کښی د جرنیلۍ رتبې ته هم رسیدلی وی په هر صورت دیونا معلوم علت له کبله «د ساناکيا» Canakya نومې (برهمن) په مرسته ئې چه وروسته بیا د ده وزیر کیږی ده «مکده» پاچائی دیښو نه غورځولی او مرکز ئی ونیو، که څه هم په دې وخت کښی د سکندر له مرگ نه شپېږ کاله تیر شوی وو او پنجاب تر دغه وخته پوری لا د یونانیانو تر اثر لاندی ؤ او د پخوا غوندې ئی ملکی کارونه د تاکزیلا ئی «امفيس» « پوروس» او «امبهى» له خوا اداره کېدل او عسکری کارونه «ایودموس» Pudemos اداره کول خو د ده د راتلو سره وضعیت یو ناڅا په تغیر وموند وائی چه هندی «امبهی» د سکندر نه وروسته د اندوس د درې د کورنۍ برخی نائب الحکومه ؤ، او ايودموس به تل دی د خپلی نگرانۍ لاندی ساته او په آخره کښی ئی په ظلم او تحريک سره وواژه، هر کله چه ده اوښتل چه په دی وخت کښی د «ايومنس» Eumenes سره د «انتی پاتر» په ضد مرسته وکړی نو درې زره پلی، پنځه سوه سواره او د يوسلو پنځه وېشتو فيلانو سره د غرب خواته رهی شو، یو ټولگی لښکر سره د ده ورتگ د یونانیانو د تشویق سبب و گرځېد خوهندیانو د آزادۍ اخستلو دپاره د مناسب وخت انتظار درلود اود «امبهی» په مرگ هم خپه شوی وو نو د ياغيتو ب بنائی وکړه او د «ساندرو کستس» «چندرا گوپتا» پوری ئی چه د یاغیانو مشرق ځانونه وتړل او د يونانيانو حکومت ئی د پښو نه وغورځاوه او د «چندرا گوپتا» په ډېره چالاکۍ د خپلی باچاهۍ لمن تر پنجاب او د اندوس تر کوزنۍ برخی پوری خپره کړه د اندوس او گنگا تر منځ ئی لویه امپراطوری جوړه کړه او خپل پای تخت ئی «پاتالی پوترا» یعنی «پټنې» ته ولېږداوه هندیان چه یو څو موده په خپلو جنگیدلی وو او د هغه په اضرارو د یونانیانو په حاکمیت پوه شول او د اتفاق گټه ورته معلومه شوه نو په «چندراگوپتا» باندی ښه راغونډ شول.
رپسن په کمبیریج مستری آف انډیا او « ونسنت سمیت» په خپل «اشوکا» نومی کتاب لیکی چه «چندرا گوپتا» د ناندا د حکومت په وخت کښی سپه سالار ؤ او د يو بامبړ «برهن» په لمسون او تحریک ئى چه د باچا سره مخالف ؤ دښمنی را واخستله پاچا ئی مړ کړ او د ده پایتخت ئی ونیو او د هند اولنی، لوی او تاریخی حکومت ئی د کنگا او اباسین په منځ کښی جور کړ که سړی ښه ځیر شی او د اسکندر مرگ، د یونانیانو د امپراطورۍ تجزيه کېدل، دازدی آسیا په شرق کښی د جرنیلانو جنگونو او په نتيجه کښی د یونانیانو عمومی کمزورۍ د دې پېښی سره پوره مرسته وکړه او تر یوی اندازی پوری د هغی د ظهور موجب و گرځېدل څرنگه چه د آریانا خاوره هم په دی وخت کښی د یونانی جنرالانو له خوا اداره کېده او لکه څنگه وليدل شول د مملکت په څلور واړو خواوو کښی ايالات د مختلفو سړو په لاس کښی وو، او سره د دې هم دوی یو د بل سره په عمومی اړو دوړ اخته وو «چندرا گوپتا» چه څرنگه مقتدر شو د یونانیانو نه د انتقام اخستلو په غرض ئی په لمر ختيزه پښتونخوا (شرقی آریانا) تیری اونجا وزو کړ او د خپل نفوذ لمن ئی د هندوکش په ټوله جنوبی خوا کښی ان تر ارغنداوه پوری خپره کړه.
د یونانی سلوکوس تیکاتور سره د «چندراگوپتا» مقابله: د سکندر د امپراطورۍ د ټوټه ټوټه کېدو نه وروسته په ۳۱۲ ق م کال ده «تری پرا دیاسوس» (طرابلس شام) په برخه کښی سلوسیدیانو چه په اسیا کښی ئی ځانونه د اسکندر لوی میراث خواره گڼل د هند د نوی حکومت د ورانولو او د سکندر د فتحه کړو ځمکو د بیرته په لاس راوستلو دپاره ئی ډېر زیات زیارونه وايستل. «سلو کوس» چه (تیکاتور) ئی لقب دی یعنی فاتح د بابل حکمران شو او غوښتل ئې چه د دغه ځای نه په ټوله آسیا خپل نفوذ قایم کړی، په دې لاره کښی ورسره (انتیگون) شپږ کاله مخالفت وکړه تر څو چه هغه ئی د لږی مودې دپاره په شا وواهه او مصر ته ئی فرار کړ مگر دری کاله وروسته ئی بیا په آسیا یرغل وکړ او خپل مقابل ئی دیښونه وغورځاوه او په ډاډه زړه ئی د خپلو نظریاتو په عملی کولو شروع وکړه او لکه چه به داسی ترتیب مخکښی راروان ؤ چه سوز، فارس پارتائی یو په بل پسی ونیول او د (۳۰۱ =دا برخه ونه لوستل شول ق م) کال نه وروسته ئی آریانا او باکتریانا هم ونیول او په ۳۰۵ ق م کښې ئی. د کابل د لیاری نه په پنجاب یرغل ورووړ او تقریبا په همدی کال د آباسین نه تیر شو.
چندراگوپتا چه د ده د لشکر کشۍ آوازه واوریده د خپل مملکت په غربی سرحدونو د آباسین په شرقی غاړه یی ورته صفونه وتړل، د دې جنگ وضعیت مؤلفين په بيلو بيلو تعبیرونو بیانوی ځینی وائی چه بیخی جنگ ونه شو، او یونانی شامی پاچا د پنځوسوو پیلانو په بدل کښی غربی پنجاب د آریانا مشرقی برخه کابل، آراکوزی (د ارغنداو حوزه) هندی چندراگوپتا نه پریښودل ځینی وائی چه د آباسین نه پورې غاړه باندې غاره ښه کلک جنگ وشو او د سختی ماتی نه وروسته (سلوکوس نیکاتور) په سوله راضی شو، او د پورتنیو آریائی سیمو نه چه نوی ئی نیولی وې تیر شو هر صورت حقیقت نور هر څنگه چه وی هغسی به وی خو دومره څرگنده ده چه په ٣٠۵ ق م کال کښې دواړه امپراطوران د آباسین په غاړه سره مقابل شوی بی د جنگ نه او، بایس له جنگ نه ئی به خپلو کښی صلحه او د دوستۍ ترون وکړ. د دواړو حواؤ د اوضاعو حقیقت د څو مخونو څخه چه مخکی تیر شوی دی به ښه شان معلومیږی.
یو نفر یونانی پاچا چه ځان به ئی «میکانور» یعنی فاتح هم ویلی دی او د اسکندر په شان ئی د ملکونو د نيولو دپاره ملا تړلی دی چه خپل خان مجبور او ضعیف ونه وینی نو هغه به څرنگ خوشی په خوشی څو ولایتونه پریږدی؟ سلوکوس تیکانور علاوه له دی چه د اسکندر له جنرالانو سره په عموعی کشمکش کښې پریشانه شوی ؤ له «آنتیو گون» سره شپږ کلنۍ عمومی مقابلې بيخی ستړی کړی ؤ او علاوه له دی څرنگ چه پوهیده چه د آریانا په پرشوره ځمکه کښې هم دی حکومت نشی کولی نو هر کله چه چندراگوبتا سره مخامخ شو د هغه په قوت او په خپل ضعف باندی پوه شو نو د صلحی له لاری ورته را وړاندی شو خپله لور ئی د هند باچا ته په نکاح کړه او د پنځو سوو پيلانو په مقابل کښی د گندهارا ارا کوزیا جدورزیا او پارا پامیزادی یعنی هندو کوه جنوبی برخی ئی (ور ته=دا برخه وته لوستل شول) پريښودلې، په دې ترتيب سلوکوس نیکاتور په شا ولاړ او د جنوبی اریانا نیمائی برخه د موریا کورنۍ ته په لاس ورغله او یواځی باختر او آریا د سلوسیدیانو په لاس کښې پاتی شوه چه بیله ځنډه ئی «دیودوتس» چه له ډېرو کلونو د هغی قطعی له روحيانو سره بلد ؤ له خپلې خوا په دغه ځای کښی د نائب الحکومه په نوم پریښود او وروسته گورو چه د باختری قواو په مرسته نه یواځی دا چه د شام د یونانیانو او د هند د موریانو لاس د اریانا له ټولو برخو څخه لنډیږی بلکه دهند خاوره هم د دوی د (مقتدرو = دا برخه ونه لوستل شول) ته ورځی.
په هر حال دروغی او جوری نه وروسته د موریا او سلوسیدیانو د امپراطور یو روابط پراخ شول د هند د تجارت مالونه په زیاته اندازه د کابل او بلخ له لاری د خزر د بحيري بندرو ته وړل کیدل «سلوکوس تیکاتور» له خپلى ماتې نه ورسته (۳۰۵ ق م) سیاستا چندراگوپتا له ځان سره برابر وپیژند او د خپلو جنرالانونه یو نامی جنرال ئی چه «مگاستنس» Megastenes نومیده د مور یا دربار «پتالۍ پوترا» ته د سفیر په توگه واستاوه مگاستنس يو بصير او مدقق سړی ؤ چه د خپلی استوگنی په موده کښی ئی د هند د ژوندانه د طرز او د موریا د زمانی د اخلاقو او عاداتو او د دوی د حربی قواؤ او د ښازونو د جوړولو په باره کښی ئې خپل گټور نظریات اور کتنی د کتاب په صورت ټولی کړی خو متأسفانه چه هغه کتاب ورک شو او د دغه کتاب ځينی برخی «استرا بو» او د یونان د نورو کلاسیکی تاریخ لیکونکو په ليکنو کښی میندل کیږی د هغو له جملی نه د «چند را گوپتا» د قواؤ په باب کښی لیکی چه څلور سوه زره کسان په شاهی کمپ، دیرش زره سواره، نه زره پیلان او شپږ سوه زره پلی کسان هلته وو. له دوی نه علاوه یو زیات شمیر نور خلک د پادشاه د خدمت د پاره مخصوص وو یا په نورو کارونو لگياووچه د جگړی په وخت کښی ئې له سپایانوسره گډون کاوه دا قوه لومړی ځل ؤ چه په هند کښی د يو سړی ترلاس لاندی را ټوله شوه او د همدې لوی قوت وجود او په آریانا کښی د مرکزی مقتدرو قواؤ نشت والی د دی باعث شوچه نژدی ټول هند او د آریانا نیمائی یعنی دهند و کوه جنوبی سیمی د موریا د امپراطورۍ جزء و گرځی.
بندوسارا: له «چندرا گوپتا» نه وروسته ئى ځوى «بندوسارا» سلطنت ته ورسید او د ده د حکومت موده ئی ۲۵-۲۸ کاله او حتی د تبت له تاريخ ليکونکو نه یو مورخ ۳۵ کاله ښودلی ده.
دغه پادشاه د یونانیانو په نزد د «الی ترو کاداس A lithrochadas) یا «امی ترا کاتس» Amitrachates په نوم پیژندل کيده او دغه نوم د هندی «امی تاخا دا» Amitakhada ( د دښمنانو خوړونکی) او یا د «امی تراگانا» Amitraghata (د دښمنانو وژونکی) د عنوان له مخې منځ ته راغلی دی. د بندوسا را د حکمرانۍ په موده کښی د افغانستان شرقی او جنوبی برخی لکه د پخوا په شان د موریا د امپراطورۍ جزء وی او هغه څه چه محتملا د ده په امپراطوریۍکښی نوی زیاتی شوی دی د هند د شبه جزیری د جنوبی برخی ځمکی یعنی د کن دی د ده په زمانه کښی هم لکه د ده د پلار په وخت کښی د موریا د امپراطورۍ روابط له سلوسیدیانو حتى د مصر سره ښه ټینگ پاتی وو او د سلوسيديانو د قلمرو سره سیاسی او تجارتی تگ راتگ او مراودى ئې د کندهار (قندهار) او د پارو پامیزادی د ولایت د جنوبی علاقو، اراکوزی او د درانجیان او هرې د لارو څخه په زياته اندازه موجودې وې د ده د سلطنت په موده کښی یونانی شامی پادشاه (سلو کوس تیکاتور هم د۷۸ کلو په عمر په (۲۸۰ ق م) کال کښی مړ شو او ځوى ئی «انتو کوش سو ترAntuchossoter ئی په ځای کښیناست څرنگ چه د سلوسیدیانو او موريانو په منځ کښی سیاسی روابط نه وه شلیدلی د سلوسيانو نوی پاچا هم د خپل پلار د زمانی رویه و نیوله خپل نماینده ئی «پتالۍ پوتوا» ته واستاوه لکه چه (دی ما کوس Deimachos سفير د (۲۹۸ یا ۳۰۱۰ ق م ) په خوا ؤ شا کښی د موریا دربار ته ورسید او ديونيوس Dionyoos نومی سړی د لمړی ځل د پاره د «پتو فيلادف» د یونانی مصری پاچا له خوا د دی وطن د نماینده په عنوان هند ته ورسید ( ٢٨۵ - ٢۴٧ - ق-م ) که څه هم د هغه وخت د اسیا د غربی دولتونو دغو نماينده گانو لکه چه تیر شول د وچی د لیاری او د آریانا د جنوبی برخونه هند ته تگ راتگ کاوه خوسره له دی د دریاب لیاره هم مجهوله نه وه ځکه چه «پاترو کلس Patrokles» هغه افسر چه د سلو کوس او د ده د زوی په خدمت کښی شامل ؤ د هند په بحرونو کښی مسافرت او سیاحت کړی ؤ او ښه جغرافیائی معلومات لئ لاس ته راوستی و و چه وروسته ورنه «پلینی» Pliny اواسترابو Strabo استفاده وکړه.
آشوکا: « آشوکا» د «بندو سارا» ځوی چه د «رپسن» د نظرئی له قراره له (۲۳۷ نه تر ٢٧۴ ق - م) پوری او د «سمیت» Vincentsmith د عقیدی له قراره ئی له (۲۳۲ نه تر ۲۷۳ ق - م) پوری نژدی (۴٠) کاله سلطنت وکړ د موریا د خاندان لوی پادشاه او د هند د حکمرانانو نه یو لوی سړی دی چه د بنگال نه ئی د ارغنداب ترحوضی پوری سلطنت کړی او په جنوبی خوا کښی ئی په «دکن» کښی خپله امپراطوری تر «میسوره» پوری ارته او پراخه کړله، افسانو آشوکا د ځوانۍ په وخت کښی یو زیږ طبيعته او ظالم برهمن رسم کړى دى، وائى مخکښې له دی نه چه سلطنت نه ورسیږی څو مو ده د تاکسیلا نائب الحکومه او څو موده د «يوجن» Ujjain نائب السلطنه ؤ اوڅه وخت ئی د دغو دواړو ايالتونو د نائب الحکومگيو واگې په لاس کښی نیولی وې د ده د سلطنت لومړۍ شپی ورځی ډیری غمجنی او دی وی سلسی سختو جنگونو څخه ډکې وی لکه چه هغو خونړیو شخړو د ده په شخصی سجايا و او اخلاقو باندی ډیر تاثیر وغورځاوه د ده د تاج پوشس په نهم کال او په تخت کېناستلو په ١٣ کال کښی یوه مهمه واقعه پېښه شوه چه د ده شخصیت ئی که د سیاست په لحاظ ؤ او که د عقیدی او نظرياتو له نقطى نظره څخه بیخی واړاوه دا پیښه د «کلنگا Kalinga» د خونړۍ جگړی څخه عبارت وه چه د بنگال د خلیج په سواحلو کښی پیښه شوه که څه هم آشوکا په دې جگړه کښی بریمن شو او د «کلنگا» او د اوریسا Orisa ایالات یعنی د «مدراس» ولایت فتحه شو خوهر کله چه ۱۵۰ زره کسان بندیان او نژدی يو لک کسان مړه او همدومره خلک د قحطۍ او د لوږی د لاسه مړه شوی وو د جگری هولناکو فجائعو د موریا پادشاه په شخصیت ډیر زیات تا ثیرونه و کړل او د ده مخه ئی له پخوا نه ډیره د بودیزم او د هغه د امن او امان د فلسفی خوا ته و گرځوله لکه چه په همدی واسطه آشوکا په ٢۶٠ ق - م کښی بودائی دیانت ته واووښت له دی تاریخ نه وروسته د ده د سلطنت دوره ټوله د امنیت او آرامی زمانه او د خیر په چارو د پراخۍ او د مذهبی تعمیراتو دوره و گرځيدله، د جنگ پلانونه، د خونریزۍ نقشې حتى شاهى ښکار هم له منځه لاړ او آشوکا د سلطنت په تخت باندی کرار کرار د راهب شکل غوره کړ او خپل ټول سلطنتی اقتدار ئی د خلکو د حالت د ښه کولو، د بودائی معابدو، د سرکونو، کاروان سرايونو او د حجرو اومهمانخانو په جوړولو او د مذهبی قوانینو په خپرولو کښی صرف کړ لکه چه لږ لږد (دواناپیا Devanapiy) «د ارباب انواعو محبوب» او د مهربان پادشاه په نوم یاد شو آشوکا د بودائی دیانت د خپرولو د پاره که په هند کښی وو او که له هند نه بهرنيو ملکونو کښی فوق العاده کوښښونه وکړل چه په دی لیار کښی د ده خدمتونه د هغو خدمتو سره مقایسه کوی چه «سن پول» او «کو نستانتن» د مسیحی دین د پاره په ځان ومنل، او له یوی خوا ئی گاونډيو مملکتونو ته د مبلغينو په ليږلو شروع و کړه او له بلی خوا نه ئی د تېږو د يو شمېر فرمانونو په نقش کولو سره چه ١۴ دانی ئی، د امپراطورۍ په اطرافو کښی کشف شوى دى خلک د فلسفی، اخلا قی او مذهبی اصولو پیروۍ ته را بلل. د تېږو د فرمانونو له مضمونو څخه څرگندیږی چه پاچا د رعیت له آسوده گی او خوشبختۍ سره ډیره مینه لرله لکه چه د انسانانو، حيواناتو د پاره د دواگانو د تهیی او د هند په جنوب او گاونډيو مملکتو کښی، د مفیدو او صحی نباتاتو د ويش او راوړلو موضوع او دغه شان په سلگونو سلگونو گټور اجتماعی، صحى او داسی نور اقدامات په کښی ذکر شوی دی، د دی د پاره چه پاچا د خپل رعيت له حال نه او په تیره بیا د خپل ملت د غریبی او بیچاره طبقی نه ښه خبر وی له عسکری طبقاتو نه يو شمير کسان د خبریه منصبدارانو په نوم مقرر وو چه په مرتب ډول د بیچارگانو، ناروغانو او بیوزلانو خلکو له حال نه ځان خبر کړی او احوالات ئی بلا ناغه پاچا ته ورسوی. آشوکا د پاچائی ښکار چه (په هند کښی مجلله ساعت تیری) شمېرل کېدله له منځه وېوره او د هغه په ځای باندی ئی په مذهبی گرځیدلو باندی شروع وکړه چه د رعیت د حال اخستلو او د منیدو دینی کنفرانسونو د کولو په باره کښی وو.
د تېږو فرمانونه: د آشوکا د زمامدارۍ د دورې یو دېر مهم شی د تیږو د يوې سلسلی فرمانونو نقش دی چه د مخه مو ورته اشاره و کړله.
د آشوکا فرمانونه یواځینۍ موثقه او پخه منبع ده چه د هند په تیاره تاریخ باندی رڼا اچوی او د هغو په مرسته تر يوې اندازې پورې د افغانستان له يوې برخې سره د موریا مذهبی او سیاسی تعلقات هم روښانه کیږی. هر کله چه آشوکا امپراطور بودائی مذهب ته له داخلیدلو نه وروسته د يو نفر راهب او فيلسوف حيثيت پيدا کړ او همیشه به ئی به حضر او سفر کښی د Dharma )دارمه( په اطرافو یعنی د بودا د دین په اصولو او قوانينو بحث کاوه او کم کم ئی د يو لوی متفکر وضعیت پیدا کړ او د زمامدارۍ له مادیو سره د هغو له تطبيقولو نه وروسته ئی نتیجه د خلکو د خبرتیا او د افکارو د تنویر د پاره د فرمانونو په صورت راوټ او په تېږو باندى ئى نقش کړه او مخصوصاً د سلطنت په ١٣ او ١۴ کلونو کښی د آشوکا فعالیت انتهائى مرحلی ته رسېدلی او ١۶ پاڼی فرمانونه ئی صادر کړی دی چه ١۴ ئی په یو مضمون د خپلی امپراطورۍ په لیری ځایو کښی لکه په (جیرنار) Girnar «کيتيا وار» منهيرا Manoehra او شاه باز گارهی (پنجاب) کښی او ۱۲ ئی له دوه نورو فرمانونو سره په Dhauli دهولی، او «جانگدا» Gangada (اوریسا) کښی موندل شوی دی.
د جنوب شرقی آریانا له اوسيدونکو سره د آشوکا د رويې څرنگوالى او سیاسی وضعیت: مخکښې مو یاده کړه چه د موریا د امپراطورۍ امن د گنگا له سواحلو څخه د ارغنداب تر حوزی پوری پراختیا لرله. په حقيقت کښی د موریا د امپراطورۍ قلمرو له دوه ډوله خاورې څخه جوړ شوی ؤ یوه د هند اصلی خاوره چه له «پاتالی پوترا» (د بهار متحده اضلاع) او د «اوانتی» Avanti «يوجاوینی» Ujjavvini (د هند مرکز او شمال) «کالنگا» Kalinga «اوریسا» Oressa او د مدراس د ولايتونو د نائب السلطنه گيو څخه مرکبه او د موریا د امپراطورۍ هسته ئی تشکیلوله او بله د جنوبی آریانا نیمه برخه یا د هندوکش جنوبی سیمی چه سلو کوس تیکاتور یونانی شامی پاچا د خپلی ماتی او ضعف په اثر دروغی په وخت کښی موریائيانو ته پريښودلې او دوی هم دا ځای په موقت ډول د خپل نفوذ د قلمرو جزء و گرځاوه سره له دی چه «سلو کوس تیکاتور» بی له باختر نه د آریانا دری څلور لوى ولايتونه پارو پامیزادی (اراکوزی) درانجیان ئی چندرا گوپتا ته پری ایښی وو خو څرنگه چه ښکاره څرگندیږی د تیږو د دوو فرمانونو له لیکنو څخه هم ښکاره کیږی چه سره له آزادۍ چه د سلو کوس تیکاتور له خوا موريا ئیانو ته ورکړشوه د آریانا پدغو یادو شویو ټولو ځايو باندی ئی نفوذ او حکومت خپور به کړی شو.
په باختر او نورو ليرې ځايونو لکه آریا، درانجیان او اراکوزی کښی آزادۍ خوښؤونکو او ژوندو خلکو لاسونه سره ورکړل او د اداری واکې ئی خپلو مشرانو ته په لاس ور کړی لکه چه د قومی روح د پشتیبانۍ او تقویې په اثر یواځی دا نه چه یونانی پراگنده عناصر د موریائیانو له نفوذ نه خلاص شول بلکه خپل استقلال ئی سمدستی له شامی سلوسیدیانو نه هم واخست څرنگه چه دهند موریائیان د آریانی اقوامو له شهامت څخه خبر وو د سلو کوس تیکاتور روغه ئی محض روغه و گنله د بدو استفادو او تجاوزونو کار ئی ورڅخه وانخست او هر کله چه پوهیدل که چېری سلوکوس تیکاتور د آریانا ولايتونه مونږ ته هم بښلی وای د پاسنیو ځایو ولسی مشران هیڅکله د تجاوزاتو د تاثير لاندى نه راځی نو له همدی کبله تل تر تله په نرمۍ او ملائمت را وړاندی کیدل او په هيڅ مسئله کښې ئې له قوې نه کار نه اخست که د تیږو د فرمانو محض متن ته وکتل شی د موریا سیاسی نفوذ یواځى تر کندهاره پوری رسیږی چه آخری حد ئی د کابل پاسنۍ درې ته رسېده لکــه چــه داعـلاقـی د تیږو په فرمانو کښی د ګندهارا او کمباجایاوانا په نومو ذکر شوی دی چه د سمت مشرقی او د کابل د پاسنۍ دری څخه عبارت دی، د اوسنی سمت مشرقی او سرحدی قبائلو او د کابل د حوزی سره د نوموړی امپراطورۍ وضعیت او د هغى سلوک د «کلنگا» د فرمان له نوشتی څخه په ښه ډول څرگندیږی ښکاره کوی چه په دوی باندی ئی زیات نفوذ نه درلود لکه چه په نوموری لیکنه کښی ضمنا ذکر شوی دی چه ..... (دوی باید له ما څخه و نه ویریږی زما په خبره باور وکړیوله ما نه دې د خوشبختۍ انتظار ولری نه د بدبختۍ نور با ید وپوهیږی چه پادشاه تر ممکن حده پوری زمونږ سره په نرمۍ چلېږی اوله صبر نه کار اخلی او په یاد باید ولرئی چه زما په لحاظ دې د رحم او مروت به قوانینو ولار اوسی څو چه دین او دنیا د دوی شی) نو په ښکاره ډول معلومیږی چه آشوکا امپراطور د دې له وېرى څخه چه د خلکو د ښکاره جنبش سره مخامخ نشی او د هندوکش د جنوبی خوا او د آریانا د شرقی خوا د خلکو سره یی په خوږه ژبه او په خوشبینۍ سره گذاره کوله او د وطن د غرنيو ځايونو اوسیدونکی یی له دی چه د سیلو کوس په تړون کښی مطبع ښودلی شوی وو موریائیانو ته ئی نور څه عملی اطاعت نه کاوه او د موریا پادشاهان په دې ټکی ښه پوهیدل خو صرف د صلحی او د خپل حکومت د آرامۍ د ساتنی په غرض ئی ورسره ښه گذاره کوله او په تیکۍ ورسره چلیدل او تر ممکن حده پوری ورته د صبر او صلاحیت له لاری را وړاندی کیدل او د دوی د سرزنش د پاره ئی د لښکر ليږل وړ نه گڼل ځکه دوی پوهیدل چه په جنوبی آریانا باندی د دوی تسلط داسی کار دی چه د شامی سلوکوس تیکاتور سره په معاهده کښی منځ ته راغلی دی او آریائی مشران په دی کار چور خوښ نه دی او که چېری د وسلی او لښکرو خبره منځ ته راشی نو نه يواځى له دی قطعو څخه به د دوی نفوذ لیری شی بلکه د هند خاوری ته به هم خطر متوجه او د موریا د امپراطوری په ارکانو کښی به هم تزلزل پیښې شی.
بودائی دیانت او آریانا: کوم شی چه د موریا د کورنۍ او په تېره بیا د آشوکا د سلطنت د گذارشاتو نه د آریانا د دی عصر په تاریخ کښی د یادولو ډیر وړ او مهم دی د دین او د نوی مذهب د رواجولو خبره ده.
دا خبره هم باید ووایو چه معمولا د آریانا شرقی لورته هند او د اسیا غربی خوا ت ه دبين النهرين ځمکه، شام، فلسطین او د عربستان شبهه جزیره د دین او دیانت مرکز گڼل کیږی ځکه چه د اسیا غربی برخه چه د سامی نژاد وطن دی او د سامی آریانو ځمکه او د هند مرموزه خاوره جنیزم ؛ بودیزم او هندوئیزم او د داسي نورو پیداکوونکی ده که څه هم د دی مسئلی په رښتیاوالی او حقائقو کښی څه خبرې نشته مگر ورسره په دې خبره کښی هم شبه نه ده په کار چه د ډېرو ادیانو اساس د آریانا په خاوره کښی ایښودل شوی دی او له دې ځای نه شرق او غرب ته خپاره شوی دی د مثال په ډول د زوراستریزم او د ویدی عصر مذهب د مهاجرت له پخوا د دی خاوری د آریائیانو په منځ کښی معمول او مروج ؤ او دوو گاونډيو مملکتو ته د هغو د ځينو ښاخونو په مهاجرت سره خپور شو او یوازی د آریائیانو پخوانی، او د ویدی عصر عناصر پرستی چه هر کله هند ته داخله شوه نو د زمانی په تېرېدلو سره ئی تحولات وکړل او کرار کرار له هغی څخه برهمنۍ او جنیزم رواج وموند او تقريباً د ټولو غير سامى مذهبو بنسټ او بنیاد د هند مملکت وبلل شو او وخت په وخت د ځايو او زمانو له مقتضیاتو سره برابر د برهمنۍ جنیزم بودیزم او هندوئیزم بیل بیل او متفرق ښاخونه منځ ته راغلل. له دې جملى نه یو بودائی دیانت دی چه د جدا عنوان لاندی به پری لنډ بحث وشی دا دیانت چه په ۶ ق م پیرۍ کښی په بنارس کښی پیدا شو نژدی دری سوه کاله د هند په خاوره هغه هم په مرکزی برخه کښی محدود پاتی شو څو چه په ۲۳۷ ق م کښی آشوکا سلطنت ته ورسید او په ۲۶۰ ق م کښې ئی بودائی دیانت وما نه او وي غوښتل چه د یو شمېر مبلغینو په واسطه د دی نوی مذهب اصول د هند او گاونډيو ممالکو په خاوره کښی حتى ليری ممالکو ته خپور کړی، هغه وخت چه د آشوکا مبلغین آریانا ته راتلل پخوانی برهمنی آثار یا د ویدی بقايا لا په دې وخت کښی هم موجود وو او او ستائی مذهب پوره عموميت درلود او هر کله چه د (آشوکا) له زمانی نه وروسته له زرو کلونو نه زياته موده ئی په آریانا کښی عمومیت درلود او د هغو تفصیلاتو له مخی چه وروسته به راشی ز مونږ د مملکت غرنۍ برخی د دی دیانت د نشو نما او اصلاح د پاره پوره مساعدې او د هغه مرکز وگرځېد او د مملکت د زرو کلونو په تاریخ کښی ئی د څوڅو خواو یعنی حیاتی، فکری، صنعتی او د داسی نورو له نقطی نظره څخه ډیر تاثيرات وکړل، لومړی پخپله د دیانت په باب کښی لنډ تفصیل ور کوو او بيا وروسته د آشوکا د مبلغینو د راتپ او به آریانا کښی د دی دیانت د خپرېدو د طرز په متعلق بحث کوو:
بودائی دیانت: ځینی هند پیژندونکی «بودا» يو افسانه ئی سړی بولی او ځينو نورو د ده واقعی تاریخی ژوندون منلی دی او لیکی چه اساطیرو او افسانو د ده خواؤ شا دومره نیولی دی چه د هغو ټولو افسانه ئی پیرایو څخه د ده د شخصی صورت ښکاره کول مشکل او گران کاردی. دریمه ډله کسان داسی نظریه لری چه بودا اصلا واقعی ژوند درلود او د ده د حیاتی سوانحو تشکیل آسان دی د دی نظریی له مخی بودا اصلا د ( کشتری یا Kashtriya) او د (ساکیا Sakya) د قبیلی د جگړه مارانو د ډلې شاهزاده دی او د ساکیا مونی یعنی (د ساکیا د قبیلی د عاقل) په نوم مشهور شوی دی دغه شاهزاده د سیلان د تاریخ ليکونکو په نظریه د۵٢٣ په خواؤ شا او د عمومی عقیدی له مخی په ۵۶٣ د «کپی لاوا ستو» په ښار کښی چه (پا درې Paderia قريې ته نژدې د (باکدان پور) د ښار په دوه میلی کښی) په نیپال کښی زېږېدلی دی نوموری که څه هم شاهزاده ؤ او د خپل پلار په حرم او دربار کښی ئی شاهانه ژوند درلود خو پاچائی جاه او جلال او د بدبی ته یی څه اهمیت نه ور کاوه اوپه ۲۹ کلنۍ کښی ئی خپله کورنۍ پریښوده او په (مگدها) یعنی جنوبی بهار کښی د (پاژاگارا) Pajagara په خواؤ شا کښی ئی د (گوتاما) په نامه ځانگړی ژوند غوره کړ - ده ۶ کلونو ځانگړتوب او پلټنى نه وروسته هر کله چه په هغو معلوماتو باندی نه قانع کیده چه برهمنیانو به ور کول نو په هغه شپه کښی چه د بودا پیروان ئی (د رڼا شپه) بولی په «بدهه گایا» Bodhgaya نومی ځای کښی هغه نصب العين ته ورسید کوم چه لټولوئی او په دی شپه کښی «بدهه» يا (بودا) شو، دغه اسم د سانسکریت د (بدهه) له فعل څخه مشتق شوی دی ا و معنی ئی دا ده چه هغه څوک چه بیدار شوی وی او هغه څوک چه د تازه معلوماتو په اثر منور شوی وی، او دغه د بدهه کلمه تر اوسه پوری زمونږ په نننی عرف کښی د زړو تجربه کارو ښځو په مورد کښی استعماليږى. وروسته له دی چه بودا خپله لومړنۍ خطابه د بنارس په ښار کښی ایراد کړه د خپلو قوانینو )دارمه) Dharma په ترتیبولو او د سامګه Samgha په منځ کښی د دائری په تشکيلولو شروع وکړه او د گنگا په سیمه کښی ئئ په تبلیغ پیل وکړ. د هغه وخت دوو مقتدرو پاچایانو «بندی سارا» د مگدهی (بهار) پاچا چه پا تخت ئی (پاجا کره) ؤ، اوبل ئی (براسنجت) د کوزالا kosala (اود) پاچا چه پایتخت ئی (سراواستی) ؤ د هغه حمایه او طرفداری کوله بودا ساکامونی د سیلان د مؤرخینو په نظریه په ۵۴٣ق م او د عمومی عقیدی په قراره په ۴٨٣ ق م کښی د (۸۰) کلنۍ په عمر په «کوچی ناگارا» Kucinagara نومی ځای کښی مړ شوی دی.
بودیزم په لومړی مرحله کښی نه دین ؤ او نه ئی کومه فلسفه درلوده خو سره له دې هم که چیری په هغه کښی غور او دقت وشی نو معلومیږی چه فلسفی رنگ ئی درلود او هغه د (درد او د هغه د علاج د پيدا کېدو) له مسئلی نه عبارت ؤ بودا به خپلو مریدانو ته ویل د دنیا په پیدا کیدو او د هغې په جوړښت کښی فکر مه کوی، چه بی د وخت له ضياع نه بل څه ترى لاس ته نه راځی فقط په دی پوه شۍ چه « درد» څه شی دی او علاج ئی کوم دی. د اساطیری روایاتو له قراره د بودا د مرگ په کال په د «پاجا کړه» کښی يو مذهبی محفل جوړ شو چه په هغه کښی د بودا درېو تنو مهمو مریدا نو (انانداAnanda) (یوپالی Upali) او (کاسیاپا Kacyapa) د هغه خبری را ټولې کړی او د مذهبی قوانینو مجموعه ئی ورنه د «تری پی تا کا» Tripitaka یعنی د گلانو دری توکړیء په نامه جوړه او تدوین کړه.
مذهبی محفل او د مبلغینو ليږل: مخکښی ذکر شوه چه هر کله آشوکا بودائی دین ومانه او پکښی داخل شو نو شخصیت ئی چور بدل شو که شخصی ژوند ئی ؤ او که حکومتی چارو ئی ټولو بل شکل او صورت پیدا کړ یا په بله ژبه: داسی دوره شروع شوه چه کیدی شی هغی ته د مذهبی او حکومتی چارو رفورم او د اصلاحاتو عصر او نورو ویل شی. له هغو مهمو کارونونه چه د آشوکا د جلوس يوولسم کال (٢۵٩ ق م) ته ئی نسبت کیږی د مذهبی محفل ریاست، د شاهی ښکارونو منع کول، د عیاشۍء او د نشاط له منځه وړلو نه عبارت دی او له دغو ټولو نه ډیر لوی کار د مبلغینو د لیږلو د مفکورې پيدا کيدل دی. لکه چه د تاریخی روایاتو له مخی معلومیږی په دغه ذکر شوی کال د «پاتالی پوترا» په ښار کښی پخپله د پاچا تر قیادت او د یو لوی عالم «موگالی پوتا تيسا» تر ریاست لاندی دریم مذهبی محفل جوړ شو چه په هغه کښی د مذهبی قوانینو د تنظیم او ترتيب او د ځينو نورو تصميماتو نه علاوه - داسی فیصله هم وشوه چه د هند غیر بوډائی سیمو، گاونډيو مملکتو او حتی د غربی آسیا، شرقی اروپا او د شمالی افریقا ډيرو ليرو ملکونو ته دې يوه ډله مبلغين واستول شی.
د تیږی ۱۳ لمبر فرمان چه د تیږو د څوارلسو نورو فرمانونو سره د خپل جلوس په څوارلسم کال ( ٢۵۶ - ق م) کښی ئی خپور کړی ؤ، د هغو خلکو او مملکتونو د نومونو مفصله شرحه او فهرست په کښی شته دې چه د موریا بادشاه (آشوکا) خپل مبلغین او نمایندگان در استولی وو.
څرنگ چه په دغه زمانه کښې بودائی دیانت د هند په تول پراخ مملکت کښی نه ؤ خپور شوی آشوکا خپل مبلغين له ښارونو نه علاوه کلیو او د هند لیری لیری ځايونو او قبائلو ته هم واستول لکه چه د دکن او مرکزی هند نه نیولی د همالیا ټولو تر نیم وحشی او جنگلی ځایو ته د ده مبلغینو تگ او را تگ درلود او حتی خپل ځوى او لورئی هم د مبلغينو له هیئت سره سیلان ته لیږلی وو.
په پنځم فرمان کښې د نورو دوه دری ځايو په قطار کښی چه (راش تریکاس) Rashtrikas او «مراتا» Maratha نومیږی - گندهارا نوم هم یاد شوی دی.
او لکه چه د نورو کتیبو څخه معلومیږی کوم مبلغ چه گندهارا او کشمیر او د آریانا شرقی نقاطو ته استول شوی ؤ «مجهان تیکا Majjhantika یا «مدهیان تیکا» - Madhyantika نومیده سر بیره په دې «دهه مارا کیی تا» Dhammarakkhita او «مهارا کی تا» Maharakkhita دوه کسه نور مبلغین هم د آریانا خوا ته راغلی او زمونږ له مملکت نه تیر شوی دی لکه چه لیکی لومړی «غربی مملکتو» او دوهم يونانيانو ته استول شوى ؤ له دغه ځايه په ښکاره ډول څرگند یږی چه له دغو دریو تنو مبلغینو نه ړومبی ئی د پیښور، کشمیر اوسنی مشرقی منطقوته د کابل تر حدود پوری او دوه تنه نور ئی د آریانا نورو ځايونه او له دغه ځايونه يونانيانو نه چه د غربی آسیا، شرقی اروپا او حتی به شمالی افريقا کښی ووليږل شوی وو لکه چه «آشوکا» د خپلو د تیږو به فرمانونو کښی په دی خبره وياړ او فخر کوی چه د یاوانا Yavana یعنی د غربی یونانیانو پادشاهانو ته لکه انتیا کا Antiaka (ساوسی دوهم انیو کوش) د غربی آسیا او شام پاچا (۲۶١ - ٢۴۶ ق م) «تورامايا» Turamaya پتولمى فيلادلف د مصر پاچا (٢٨۵ - ٢۴٧ ق م) «انتی کنا» Antikena انتیو گون او «ماگس» د سيرين Cyrene پاچا، په شمالی افریقا کښی د پتولمی برادر اندر یعنی (ناسکه - میرنی ورور) ( ۲۸۵-۲۵۸ ق م) انتی گونوس گوماتس » AntigonosGomatos د مقدونیی پاچا (۲۷۷-۲۳۹ ق م) او اسکندر د اپیروس Epiros پاچا ته ( ۲۷۲ ق م) خپل نماینده گان او مبلغين استولی دی د هغو کسانو د سلطنت د تاریخ له مخی چه آشوکا دوی ته ئی خپل مبلغین استولی دی داسی معلومیږی چه د خپلو نمایند گانو د استولو، کال ئی له (٢۵٨) سره موافق دی ځکه چه دا کال د دوی د ټولو د زمامدارۍ په دوره کښی موجود دی او هر کله چه د باختر د مستقل سلطنت موسس «دیودوتس» په دغه وخت کښی لا نه ؤ پیدا شوی نو ځکه ئی نوم د آشوکا د تیږو په فرمانونو کښی یاد شوی ندی په بل عبارت د باختر د مستقل سلطنت د اعلان نه (۸) کاله پخوا د موریا د پاد شاه مبلغینو د بودائی دین په تبلیغ باندی د هند په شمال او گندهارا کښی پیل کړی دی او د دوهمی ق م پیرۍ په اوائلو کښی په باختر کښی د هندوکش شمالی خوا ته نوی مذهب راغلی دی د دغو يونانی پاچایانو په نزد چه په دی وخت کښی ئی د آریانا له خاوری نه د باندی په شام او د غربی آسیا، شرق اروپا او شمالی اروپا په سمتونو کښی ئی حکمرانی کوله - مذهبی تبلیغاتو کومه نتیجه ورنه کړه. مرکزی آسیا هم څو پیړۍ وروسته د کوشانيانو په عصر کښی د آریانی مبلغینو په واسطه بودائی دین و مانه، دا نوی مذهب په دی وخت یعنی د ۳ ق م پیړۍ په منځنيو وختو کښی یوازی د آریانا په شرقی برخه گندهارا کښی خپورشو او آخرنی حدود ئی په دی وخت کښی د کابل پاسنۍ دره وه او له کشمیر نه تر کاپیسا پوری دآریانا لومړۍ ټوټه ځمکه ده چه بودائی دین په کښی د آشوکا په عصر کښی خپور شوی دی. که څه هم دا ټوټه ځمکه له (مگدی) یعنی د بودائی خاصی ځمکې څخه لری وه خو په لږ وخت کښی ئی دومره مرکزیت او اهمیت پیدا کړ چه د «موعودى ځمکی» خطاب به ئی ورته کاوه،
د کابل له دری څخه د موریا د وروستنيو عناصروسقوط:
آشوکا په خپلو کتيبو کښی کله چه د بودائی مبلغینو او د آسیا یونانی پادشاهانو ته د هغوی له استولوڅخه خبری او بحث کوی د یونان او باختری مستقل، سلطنت له موسس «ديودوتس» په باب کښی څه نه وا ئی، نو له دی څخه څرگندیږی چه په دی وخت کښی هم لا باختر استقلال نه ؤ پیدا کړی اوڅرنگ چه «انتیاکا» یعنی د سلوسی دوهم انتیو کوش نوم د ده په کتیبو کښی راغلی دی نوله دی څخه په پوره وضاحت څرگندیږی چه تر اوسه لا باختر د شام د سلوسی کورنۍ د حکمرانانو په لاس اداره کيده او هـر کله چه «دیودوتس»، د یونان او د باختر د راتلونکی مستقل سلطنت موسس د اول انتيو کوش له خوا د باختر حکمران ؤ نو په دې کښی هيڅ شک او شبهه نه پاتی کيږى چه دغه سړی د آشوکا په زمانه او د هندوکش په جنوب کښی د موریا د نفوذ په دوره کښی په باختر کښی د حکمران په حیث آمریت درلود او د آشوکا په وخت کښی ئی لا د استقلال اعلان نه ؤ کړی خو د (٢۵٠ ق م) نه وروسته چه دیودوتس په باختر کښی د استقلال اعلان و کړ جنوبی هندو کش لا د ده او د ده د زوی دوهم دیودوتس د زمامدارۍ په وخت کښی په هماغه پخوانی حالت د موریا د حاکمانو په لاس کښی ؤ او دغه وضعیت په تخت باندی د اوتید موس د کيناستلو تر زمانی پوری پایښت و کړ. هر کله چه اوتید موس د باختر پاچا شو د سلوسی کورنۍ دریم انتيو کوش د دغه پاچا او هغو ارساسيانو سره د جنگ نیت و کړ چه په پارتیا کښی ئی د باختر په رویه د استقلال اعلان کړی ؤ، هغه څه چه د دریم انتيو کوش او «ايوتيد موس» د باختر د پاچا په منځ کښی پیښ شول په دوهم ټوک په خپل ځای کښی به راشی دلته لنډه اشاره ورته کیږی چه هر کله د دغو دواړو پاچایانو په منځ کښی روغه اوجوړه وشوه شامی یونانی پاچا د باختر استقلال او د ايوتيد موس د سلطنت حقوق و پیژندل نو د هندوکش د جنوب او د کابل، غزنی او اراکوزی له لیاری بیرته ستون شو او شام ته لاړ. د موریا وروستنی حکمران یا امیر چه په دغه وخت د کابل په دره کښی کښی ئی حکومت کاوه «سوفا گازنس» نومیده نوموری د باختر د پاچا ایوتید موس د زمامدارۍ د دورې تر آوائلو پوری هم د گندهارا په علاقه او د کابل د دری په غربی برخو کښی نفوذ درلود.
هر کله چه د ایوتید موس استقلال او خپلواکی د سلوسی کورنۍ د دریم انتيو کوش له خوا وپيژندل شوه د باختر پاچا د هندو کش جنوب ته لښکر وایست او د کابل په دره کښی ئی د موریایانو نفوذ ته خاتمه ور کړه او د هندوکش جنوبی سیمی هم د یونان او باختری مستقل سلطنت د قلمرو جز وگرځیدلی او ایوتید موس د یونان او باختری لومړنی مستقل پاچا دی چه له خپل مرکز باختر نه ئی په ټوله آریانا باندی حاکمیت درلود.
* * *
لکه چه د دی مبحث په اول کښی مو یاده کړه چه څرنگ هند ته د اسکندر را تگ او د ده يرغلونه او چپاوونه په دی سیمه کښی د موریا د لومړی تاریخی سلطنت د تشکیل باعث شول او د اسکندر بیرته تگ او د ده د امپراطورۍ تجزیه کیدلو او بالاخره په آریانا کښی د یونانی سلوسی شامی کورنۍ د حکمرانانو ضعف او کمزورۍ زمونږ د مملکت په جنوب شرقی برخو کښی د موریایانو د تیری او تجاوز د پاره زمینه برابره کړه. په بل عبارت د هندوکش په جنوب کښی د موریايانو نفوذ په شرق په تیره بیا په هند کښی د اسکندر د لښکر کشۍ له مستقيمو نتيجو څخه يوه نتیجه شمیرله کیږی چه له موقتی دوری نه وروسته د آریانی (د یونان او باختری) د مستقل سلطنت په ظهور سره پای ته رسیږی د هندوکش په جنوب کښی د موریایانود نفوذ په ختمیدو سره د هغه اړودوړ او هرج و مرج دوره تمامېږی چه د آریانا په تاریخ کښی ورته د (لښکر کښۍ) دوره ویل کیدی شي او بیا یو نوی آریانی مقتدر سلطنت (د یونان او باختری) د دولت په نوم پیدا کیږی نو بنا په دی د دی لوی بحران د پای ته رسیدو په یاد د افغانستان د تاریخ لومړى ټوک پاى ته رسوو او دوهم ټوک د آریانی (یونان او باختری) د مستقل سلطنت په ظهور او تشکیل سره شروع کـوو- و من الله التوفيق.
د لومړى ټوک پای