32

د اوسني پښتو نثر تاريخي سوابق

پښتو مقالات

د تاريخ متفاوتي دور او د انسانانو اجتماعي او سياسي اوضاع ټوله براي ادبيات اوژبه باندي اغزوله کوي او د تاريخ ودي او بشپړتيا په لړ کښي ژبه او ادب دواړه وده اوستنه مومي، نوي د ادبيات هري ٨ولني. دی او کله چی د یووه دور په تاريخ کښي څېړنه او پلټنه کيږي د ادب تاريخ ددې څېړني لپاره خورا گټوره موضوع ده. 

زموږ ملي تاريخ هم يوازي د رجالو په بديو او ماتو ا ويا لوړو ځوړو کېدلو پوري تړلي پاتي نه دي، او بايد تل دخلکو د تحولاتو او افکارو او وگړنيو تخليقاتو په رڼا رڼا ک دھدي پژوهي را مطالعه کنيد. وسيله كوداي سي. په دې مرکه کښي زه دپښتو نثر ته په تاريخي نظر گورم او د نشو ونما تاريخي مراحل دوره ئې لنډ لنډ بيانوم : تر هغه ځايه چي ماته په تاريخي سند سره معلومه ده، دپښتو نثر پخپله پخواني دوره کښي ،لکه د دری ژبی نثر خورا ساده او روان او خوږ او بی تکلفه ؤ چی له دغه نثر څخه فقط د سلیمان ماکو د تذکره الاولیاء یو ځوپانی پاته دی، چی ما دپښتانه شعراء په لومړی ټوک کښی ۳۳ کاله پخو خپره. څخه موږ د پښتو ژبي د ليکني ډول او سبک آن سوه کاله تر اوس دمخه ټاکلاي سو .

لکه په عربي او دري ژبو کښي چي يوه خاصه د نثر ليکني دوره د فني نثر په نامه موجود ده او په دغو دورو کښي د دواړو ژبو نثر مصنوع او مسج سوئي دغسي هم دپښتو ژبي د روښانعھھون دپي نثر او د یوه ادبی جریان اثر و چی د عربی او دری ژبی د نژدوالی په باعث پښتو سویدی چی دغه نژدوالی هم تاریخ عواملو تر سیوری لاندی پیدا سویی ؤ. ځکه چی داسلامی فتوحاتو سره عربی ژبه دې سیمی ته را رسېدلې اوهم دری ژبه ددغه ځای په خلکو او دربارو کښی روزلې سوې وه، اودپښتو سره. نژده وه. تر دې دورې وروسته موږ گورو، چی په پښتو نثر کښی برته د رجوع شروع دوره کیږی یعنی لیکوال د روښانیانوله ناوړه تقلیده لاس اخلی، اوهغه متصنع فینی نثر ورو ورو متروک کیږی، اوخوش خوشحالم. ې ته ملت کېږی، چی په پهتو نثر کښی هم لکه نظم یوتحول راولی. په دې کار خوشحال خان لاس پوری کوی اوخپل مشهور کتابونه په داسی ډول لیکی چی تسجع پرېږدی او بیرته نثر هغی راحت او روانی ته ور اړوي سليمان ماکو په عصر کښي چي ؤ او دا ځکه کوي چي چي اوئس هغه عوامل په پښتني اجتماع کښي له منځه وتلي وه چي دپیر روښان اودده .  د پیروانو مسجع او مصنوع ناوړه نثر ئې پیدا کړی و. خوشحال خان . په کورنۍ کښي گوهر خان دده زوي خپل کتاب "قلب السير" هـم پـه داسي نثر ليکلي دي چي دخپل پلار، رجوعي اقدام ني وقديم نثـر تـه تعقيب کړيدي او بيا د افضل خان د اشرف خان دزوي تاريخ مرصع. ددې اقدام خورا ښه نمونه ده. 

 د تاريخ مرصع دليکني په وخت کښي د کندهار په پښتنو کښي د حاجي ميرويس خان سياسي او د ملي آزادۍ حرکت شروع سوي ؤ، او داسي ښکاري چي خوشحال خان د کورنه ادبي حرکت د پښتو نثره پھد کُل اوسول مقبولیت موندلی ؤ، د میرویس خان د زوی شاه حسین په دربار او دزاړه کندهار د نارنج په ماڼۍ کښی دده د دربار سرمنشی محمد هوتک پخپله پټه خزانه کښی د پښتو یعنی نثر ته د خټکوه تر خانوده خزانه. په نثر کښي جمله بندي او ترکيب او د لغاتو استعمال ډير د فارسي يا د عربي تر اثر لندي و مگر محمد هوتک په پټه خزانه کښي د نثر د اصلاح لپاره يو بل قدم واخيست. ده کوښښ و کی چی جملې اوترکیبونه د پښتو رنگ ولری، اوځای ځای د فارسي کلماتو په مقابل کښي پښتو لغاتونه او تعبيرونه هم استعمال سي. او عربی ترديد زمان را وروسته چي په احمدشاهي دوره کښي کم نثر په کندهار کښي پيرمحمد کاکړ يا د احمدشاهي فتاوي ليکوالو کښلي دي، هغه هم خوشحال خان دکورن اوروبيا د محمد هوتک اصلاح کرد و کار او را اصلاح کرد. ی او عربی له تقلید څخه آزادیږئ، اوڅه نا څه د پښتو خپل رنگ مومی. د ۱۳۰۰ هـ کال په حدودو کښی زموږ د پښتنوثر د زیات سمون او اصلاح لپاره نوی هڅی وینو چی ددې هڅی په سر کښی د پېښور منشی احمدجان دریږی. دې سړی په پښتو ادب کښی کوم فکري تحول نه دی راوستی او ددهو کښی کومه داسی ذخیره نه ښکاری چی هغه دي فکر او معنوي ارزښت ولري دي د انگرزانو دپښتو معلم ؤ، او د استعمار په کړۍ کښي نښتي و مگه دھه دھه نثر او شکل ظاهر شد. کولو کښی ئې غښتلی لاس درلود. او داسي آثار ئې کښلي دي چي هغه د پښتو نثر ښه کتابونه گڼل کيږي لکه د قصه خواني گپ - گنج پښتو - تاريخ افغانستان _ دسلطان محمود تاریخ _ هغه دغه .

د منشی احمد جان نثر ساده، خون روان او تر ډېره حده پر محاوره برابر دی او هم دغه مکتب دی چی نثر ئې تراوسه را رسيږي. نو که موږ د اوسنۍ دورې نثر د شلم قرن له سره را شروع کرد کو بیا به هم منشی احمدجان ددې سلسلې په سر کښی وی. که د منشی احمدجان په آثارو کښی فکری آرزوت هم د ظاهری سبک سره برابــر موجود وای نو به یقینا دده ادبی تخلیقات دیوه مبتکر او فکور لیکوال. په ډول منل کېدای مگر اوس يوازي دده د ن ليكلو ظاهري سبك بيشتر مومي. دژ بود ادب په تاريخ کښي ډير دغسي خلک راځي چي دوي د فکر کومه پانگه نه لري، خو پر الفاظو دوني مقتدر وي، چي حتما د ادب. په تاريخ كښي ځانته بيل مقام مومي. په همدغه نظر موږ د مولوی احمد جان نثر ته لندی خصائص منلای سواي:

 .۱ دی کوښښ کوی چی د پښتو د نثر لیکلوژبه د خلکو محاورې او عامی لهجې ته را نژد او د لیک او وینا تر منځی  موافقعیت راولي.

۲: د دری او عربی ژبي مستعمل او پېژندل سوي كلمات او لغات له خپله نثره څخه ارادتا نه باسي، مگر د پښتو تعبیرونه او د اداء کولو.


 خاص خاص  قالبونه هم نه هېروي، نو له دې امله یو معتدل او د ذوق خاوند لیکوال گڼل کیږی مثلا په کوم ځای کښی چی د جنگ مشتر که پښتو او در کلمه استعمالېدای سی. هلته هندی جگړه نه راولی، اما په کوم ځای کښی چی دغی کلمې د پښتو په محاورو کښی ځای نیولی او د استعمال حق ئې موندلی دی هلته نوله دې کلمې د استعمال سره کوم تعصب نه ښکاره کوي.

۳: منشي احمد جان پخپل نثر کښی اوږدې اوږدی جملې نه راوړی، او داسي کار نه کوي  چی دڅو جملي نه راوړي، او داسي کار کار نه کوي چي دڅو جملو خبر دآرخیرنۍ جملې په پای کښی راوړی بلکی هره جمله ئې خپل خبـرلري او دا دپښتو اصلي بنسټ سره سم کار دۍ.

 ۴. د منشی احمد جان د نثر یوه بله ښېگڼه داده :. : چی داده دکتاب په ویلو د عالی ادبی ذوق خاوند هم نه ستړی کیږی او که ئې یو د ابتدایی سواد خاوند هم ، لولی په فهمولو کښی ئې مشکل نه ورپېښږی، نو له دې امله ده ته یو معتدل او د ذوق خاوند لیکوال ویلاي سو.( ۱)