د کلماتو مرگ او ژوند
هره کلمه کورنی، پلار و،مور،ژوند،اجتماع هلکینه، ځلمیتوب، لویښت او مرگ لري، د ژبی په ادبی وده کښی هم ټول دغه مواد په غور کتل کیږی او ډېر اهمیت لري.
د ژبو کلمات کټ مټ داسي دي لکه ژوندي او عضوي اجسام چي د ژوندانه او اکثر قوانين او در اجتماع ډېر اصول پر دوي باندي تطبيق کيږي او سړي کولاي سي چي د يوې.ژبي کلماتو او لغاتو ته کورنۍ او پلاره و موږ او دژوندانه ټول دودونه او لوازم معين کړي.
په شلم قرن کښي لکه نور علوم او بشري پوهني چي به طور مثبت و اساسي باندي در دي او پر از تجربه او ليدنه او باندي قرار مومي، دغسي هم ژبپوهني (فيلالوژي) تقريباً اساساً موندلي دي، او دا علم اوس د بشر په مهمو پوهنو. داخل دئ. د ژبو پوهانو چی د کلماتو د پیدایښت او لویښت په کښی کتنی او مطالعات او پلټنی کړی دوی دوی دې نتیجې ته رسېدلی دی، چی ژبی کټ مټ د ژوندو اجسامو په ډول دي او حیاتي قوانین ټول پر ژبو باندي جاري دي .مگر د دي جریان ډول او شکل هسي دئ چي هر څوک ئې نه سي ليدلاي څود پوره علم او پوهني په مرسته سړي د ډېر دقت په سترگه ونه گوري تر هغه پوري داسي دقيق مسايل نه ورمعلوميږي.
مثلاً د ژبو لغات یا کلمات مختلفي او بېلی بېلی کورنۍ لری تر وضع او ارتجال او اشتقاق او نورو نورو عناوینو لاندی سره بېلیږی، کوم وخت چی اولی کلمه له یوه معلوم پلاره موره پیدا سی تر څو سیا وختو پوری بیژوند. نسلونه ئې پاته وی.
تاسي وگوره په پخوانيو آريائي ژبو کښي د (م، ن) عنصري تورو په کات مفهوم کښی د ارادې معنی پرته ده په سنسکریت کښی (من) زړه ته و اویل سوه دا یو حیاتی تحول دئ چی پسله زېږېدو پر دې کلمه وسو ځکه چی د بشر قدیم فکر او تعبیر دا ؤ چی (زړه) احساسات و مرکز گاڼه نو ئې زړه) د ارادې ځای هم وباله، د مظروف نوم این است که ظرف ظرف را در کلمې په خپل مداو خپورتیا حذف کن یا حذف کوری اتساع یا موریتی و شروع وکړه دایره کلمه دخول دهقاقی است. صوتي ئې (م، ن) ديه په هلكينه كښي ئې فقط د ارادې مفهوم لاره، چي ځلمۍ سوه او په لويښت ئې پیل وکړ نو پر زړه) هم اطلاق سوه په پچنتو کښه هلم هم دای کلمه دہوب. من) ئې ویل (ارادې) ته د اسلام په ابتدایی دورو د (۱۴۰) (ه) په شاوخوا کښی دا کلمه په دغه معنی په پښتو کښی وه، امیر کروړ جهان پهلوان سوری په خپله ویاړنه کښی وایی من برېښنا پر میرڅمنو باندی په سنسکریت کښی دا کلمه د (زړه) په معنی مستعمله و او لکه البیرونی چی تصریح کوی د مظروف نوم ئی پر ظرف کښېښو او دا د اجتماع او ژوندانه دؤول او کلمه ای است، جادوی قانون. دا ئي معنا لويه كړه، او ادبي توسعه ئې ور وباخښه.
غالباً دا کلمه په پښتو کښی وروسته قطعاً مړه سوه په یوه معنی نه سوه پاته زړه او اراده ئې دواړه ولاړل او د مرگ ترکلی قانون لاندی له ژبی څخه ووتله او ځای ئی فقط (زړه) . داسي معلومیږي چی د( زړه) کلمه هم په دغه معنی په پښتو کښی وه، = ځکه چی په اوستا کښی هم تقریبا دغه کلمه په دغه معنی وه نو د تنازع للحیات تر قانون لندی گویا د زړه کلمه پر من غالبه سوه (والحق لمن غلب )من مغلوب سو او زړه ئې پر ځای ودرېد.
خدای (ج) دې وبخښی د (من) کلمه مړه سوه، خو ښه اولاد او ډېر زامن ځینی پاته سول دې پلار یو زوی درلود، (منل) چی په پښتو قبلولو او گرو ته وایی منل یعنی زړه او نه ته کو. کول چی د هغه قدیم (من – زړه) سره ډېر نزدیکی لري، څو سړی یو فکر په زړه کښی دننه نه کړی تر هغو ئی قبلونه هم مشکله وي.
دا د بشر پخوانۍ اصطلاح ده چی زړه د افکارو او عقایدو مرکز گڼی، نو د قبلولو او گرویدن او عقیدت لپاره هم په پښتو کښی له. (من)څخه (منل) جوړ سو.
له دې زویه څخه په ژبه کښی ډېره اولاده پاته سوه، چی اوس یو لوی کهول دئ، مثلاً:
۱ منل
۲ مننه
۳ منښت
۴ مننگ
۵ منونکی
٦ منلی
۷. منی او نور...
یو بل مثال : -
په قدیمو آریایی ژبو کښی د (و- د) عنصری توریو کښی د پوهني او علم او لویښت مفهوم پت و تقریباً درې نیم زره کاله دمخه هم په ویدي ژبه کښي دا کلمه یا مفهوم ؤ له دې ریښې څخه د (ود) = (ویدا) کلمه پیدا سوه چی د علم او = پوهنی مفاهیم ئې لرل.
تر میلاد (۱۴۰۰) کاله دمخه چی آریایی اقوامو ځنی سندری درلودې او د هغو علمی او دینی معلومات هم دغه وه، نو دوی هغه سندری (ویدا) بلله چی وروسته هغه سندری د یوه کتاب په شکل سره ٨٨. (ود) د واو په کسره او دال په فتحه ،دی وده = ویده - ویدا علماء وایی چی په سنسکریت کښی هم د (ود) ماده سته، د علم او پوهنی په معنی چی دا نوم له دغي ریښې څخه دئ.
خلاصه د (و د) له صوتی کورنی څخه (ویده) یا (وده) وزېږیده چی په سنسکریت کښی هم معنی پوهنه وه.
ځکه چی د پوهنی سره لویښت او ارتقاء لازمه ده او هر پوه سری یا معنا یا مادتا لوئیږی، نو (وده) چی په پښتو نشوونما ته وایی ورسره پیدا سوه یا دا چی (وده) دمخه و په سنسکریت کښی د قوی او شدید ملازمت له علته مفهوم په پوهنه واوښت او له ودي څخه ډېرا اولاد وزیږېدل او اوس ټول په ژبی کښي ژوندي دي
. امیر کروړ په خورا پخوانی شعر کښی هم (ودنه) د نشوونما په معنی راغلې ده.
وگورئ په پښتو کښی (واده) عروسی ته وای چی د انسان د نسل نشوونما او لویښت او زیاتښت هم د واده سره تلازم لري نو ځکه دې کار ته (واده) وویل سو یعنی د ودی او پیشرفت کردن وسیله له (واده) څخه :
۱ . ودول
۲ وديدل
۳ ودون .
۴ و دوونکی
۵ ودېدونکې
٦ودېدونې
۷ ودېدون
۸. و دیدنه
۹ ودونه او نور ... زامن پیدا سوه چی تر اوسه د ژبی د (و - د) په کورنۍ کښی اوسی او ډېر ښه کهول دئ.
مگر د دوی پلار اوس په ژبه کښی مړ دئ، او (ود) څوک نه وايي او یوه پخوانی معنی چی (پوهنه) و هم اوس مستعمله نه ده، مگر چه د پوهنی سره او نشونما تړلې ده نو اوس (وده) په دغو. معناوو وایو.
په دې ډول د کلماتو د ژوندانه او مړی ادوار او زماني جاري دي، او هره کلمه ناچاره ده چي د ژوندانه د تحول اوښتني په سلسله کښي زمانهاي مختلف او ادوار وويني وزيږي، لويه سي، خلمه ادبيات اوه په بيا. او نویسندگان او د ژبی پوهان باید تل دکلماتو دغو دورو او تحولاتو ته ځیر وی، ډېر داسی کلمات ست چی دوی ئې باید له گوره نه راپاڅوی. ډېر کلمات حق لری چی له انزوا څخه راوایستل سي. موږ اوس نه سو کولای چی د (من) کلمه بیا د زړه په معنی مستعمله کړو، ځکه چی فطرت خپل کار کړئ دئ او د هغې معنی پر ځای ئې زړه) درولی دی. اما که موږ د ارادې لپاره مثلا بله کلمه ونه لرو نو کولای سو چی د قدیم (من) دغی معنی لپاره مستعمل کړو. که څه هم اوس زموږ مستعمله (اراده) هم ښه کلمه ده او په ژبه کښی داخله سوې ده او ضرورت هم نه لرو چی متروکه مهجوره او نتلې کلمه ئې پر سی مثلاً خای و دروو.
کوم وخت چی د لویښت او ودی پر موقعیت د کلماتو د شباب دوره و ی ځینو لغاتو ته معنوی مداو وده ورپېښیږی دا هم زما په خيال غير شعوري وي او پخپله فطرت دا كار كوي، انسان ئه عامل او و ابزار وي نو د د فطري كار سره مقابله هم داسي كار دي لكه چي سري كوچني ټينگ په اوني كښي تري په دھ فكر چي لوي نه سي حال دا چي د. فطري ودي جلوگيري هم نه سي کُداي فطرت تل کائنات په خپله صبغه کښي اچوي او رنگوي ئې.
د د خبري لپاره به هم زه يو مثال ووايم، چي ښه واضحه سي (مرسته) په پښتو کښي پخوا د کومک او معاونت په نه معني و زما په خپله په ياد دي چي (35) کاله پخوا داي کلمه په کندهار کښي په داسي . ځایوکښي مستعملېده :
شپه می استا په مرسته تېره کړه یعنی ستا په خیال - ستا په انتظار - ستا په فکر کښی د خټکو په اصطلاح او محاوره کښی هم دغسی و لکه په کندهار کښی، مگر دا هم وایم په کندهار کھوله به دای کلمه است. پښين او د سليمان د غره باد پر نښتي ؤ، نو داسي معلومي چي دا استعمال په کاکړو او خټکو او هغو قبايلو کښي ؤ چي دکسي د غره ها خوا دخوا پراته وي، دا اسناد و گوري : وايي خوشحال خان خټک وایي:
ا یار دما څخه په کور دننه ناست ؤ
زه بې روحه گرزېدم د ده په مرسته
بل ځای وايي:
د مقصود گوهر په لوی دریاب کښی پرېوت
غواصان پکښی غوټې وهي په مرسته
بل ځای وایې :
اوس می بیا مونده په کور کښي
چی دایم ئې وم په مرسته بیا وایي:
خدای په کور کښي راکړه هغه توري سترگی مترکه
اوس به ئې په مرسته څه فرخار لره ور درومم؟
بیا وایی :
چی باز دي ولاړ سي چيري له لاسه
په غره په سمه کړې ورپسي مرسته
له دغو ټولو ادبي اسنادو خڅه ثابتيږي چي مرسته د طلب،انتظار، غوښتني کوښښ په معناو وه.
مگر وروسته چی تقریباً (25) کاله دمخه په کابل کښی د پښتو مرکه جوړه سوه دې مرکې مرستی د معاون او یاور په معنی واخیست، او مرستوکی او مرستون او نور کلمات ئې ځيني جوړ کړل.
په دې نژدې لسو کالو کښی د مرستی معنی یو په یوه دکومک او معاونت په ډول واوښته او په مقالو او اخبار و او ټولو لیکنو کښی په دغو نوو معنی و مستعمله سوه.
دا مداو معنوی لویښت دې کلمې ته هیچا ارادتاً ورنکړ، په خپله فطرت ورکړ خو موږ هیڅ ملتفت نه یو او ژبه غیر مرئی تحول کوی. زما دا لیک او یادونه فقط دې لپاره ده چی زه خپل ښاغلی لوستونکی دې خبرى نه ته ملتفت کړم چی داسی تحولات او اوښتنی پر ژبه خامخا راځی، خو ادباء او نويسندگي بايد دېو تحول مجری پژوهیله را پژوهی کند. هره خوا بهيږي ودي بهيږي، او د هري ژبني کورنۍ کور چي ور خرابوي. خراب دي کړي.
د ژبی د پوهانو او آدیبانو او لیکوالو یوه مهمه وظیفه هم دغه ده چی داسي نزاکتونو ملتفت وي. (1)