32

اشرف خان هجري

د پښتو ادب لنډ تاريخ

اشرف خان هجري چي، کله کله ځان روهي هم بولي د خټکو د کهول يو پوخ او پیاوړی قصیده سرا دئ. د ده په قصيدو کي د وطن د بېلتانه درد او سوی پټ پروت دئ او دې بېلتون د ده کلام ته خاص اثر او رقت او د آتشینو احساساتو تودوالی او د وطني اشعارو خاص رنگ و آهنگ ور بخښلی دئ. د دکن په منفا کي د روه دغه شېرين نوا بلبل هسي درافشاني كا: 

ما هجري ته يې هجران دکن لمبه کړ

ځکه تل د يار له غمه در افشان یم

هجري د هنر دوست او د فنان ذوق خاوند و په یوه اوږده قصيده کي د هنر لوړ مقام او د پښتنو شاعرانو هنري منزلت ټاکي او په انتقادي نظر د دوی هنر تجزيه کوي، دا قصيده داسي شروع کيږي چي په ادبي اصطلاح يې مقتضيه يا محدوده بولله ګڼلای سوای، ځکه چي کوم نسيب يا تشبيب نه لري :

د مردانو بدايي علم و هنر دئ

د هنر پیشه زېور د زیرکانو


آرایش د ګلرخانو په زېور دئ

هر چي فخر په دولت کاندي بقر دئ



د هجري په نظر کي آرټ او صنعت په دې نړۍ کي يوه لايزاله پدیده ده او په داسي حال کي چي نور اعتبارات نېستي کېدونکي دي فقط هم دغه صنعت د نړۍ ښکلا ساتي او خپل اثر جاویدان پريږدي، دی وايي:

په اقبال د دهر ځای د غرور نشته

په هغه یار فرزانه کله نازيږي 

مهین یار تر علم نشته په دنيا کي

که عالم په علم جوړ ملك یی بوله



د بقا زوال يې ژر لکه دیګر دئ

چي يې نن په غيږ کي يو سبا دګر دئ

په دوه داره مدعا لره رهبر دئ

بلكي لا تر پرښتو نه نېکوتر دئ


دلته هجري د شاعرۍ فن ته ورګرځي او داسي يې ستايي :

هر صفت چي خالق ایښی په بنده کي

هیڅ تمیز به یې ونه شي له حيوانه

ګویايي اګر چه کسب د انسان ده

که سبب يې ګويايي د زبان نه ده



تر همه و ګويايي والا ګهر دئ 

خو په ژبه آل ممتاز ديو البشر دئ 

ولي هر چي سخنور هغه بهتر دئ

سکه په څه بلبل په طيروكي سرور دئ


دلته هجري د خپل قوم د هنري فعاليت لږوالي ته ملتفت کېږي او پر دغه تریخ حقيقت په داسي ډول اعتراف کوي چي د ده نقاد نظر ځني ښکاري :

دانايي حکمت نصیب د سرو مغولو

پښتون ذات چي رب پيدا کړ له ازله

که همه قوم پره کړي سر له سره


پښتانه ته جهل خوږ لکه شکر دئ

دود د علم و د هنر پکښې کمتر دئ

دا حکمت په څو مكانه مقرر دئ



هجري د خپل پلار په استادۍ او فني مهارت وياړي او ځان يې مستقيماً خلف او شاګرد ګڼي او وايي :

اولاً به د استاد له حاله وايم

په پښتو ژبه چي شعر چا بیان کړ

څه خوبي د هغه نمر وايې مهجوره

ټول يې وسپاره په ما سرير د نظم

نن حريف د ځواب نه وینم په دور 

زه محتاج د شاهد نه په دا قول

كه څوك خيال د جدل کا زما له نظمه


چي يې شعر جهانګیر لکه قمر دئ 

د همه وو نظم ستوري دي دى نمر دئ 

چي يې نوم دهر نیولی سر په سر دئ 

هغه نمر چي نن د خاورو په بستر دئ

نه مي یو له مړو په شعر برابر دئ

په راستي مي دا غرا شعر محضر دئ

دغه ګوی دغه میدان دغه احقر دئ



زیبا شعر هسي زړه د هجري يووړ

لکه زړه د سفله وړی سیم و زر دئ

د هجري په کلام کي د پخوانو قصيده ګويانو اغېزې لفظاً او معناً ښې ښکاري، تاسي دمخه ولوستل چي شيخ اسعد سوري د پښتو پخوانی بولونکی یعنی قصیده سرا د امیر محمد سوري پر مرګ څنګه له فلکه سره ګيلې ماڼې کولې، او څنګه يې د هغه وېرنه يعني رثا په مهارت او غني لياقت سره ويلې وه، اوس د هجري يوه شکوه هم وګورئ، چي د هغه زاړه فکر او بلاغت بڅرکي ښه پکښې ځليږي او د منظرنګارۍ او استعارې كمال ځني ښکاري :

هسي چاري په انسان ولي سماكا

کیفیت یې مشابه له بازيګرو 

ماه و نمر جوړه مهرې د حقه بازو

توره شپه ګویا پر ده د نېرنګيو 

سره مهره په لپو ونيسي تياره شي 

زمکه سره لکه شهپر شي د مورانو

د مراد باده څرګنده کا سړي ته 

نه به یار و یار ته وبخښې قسم دئ

بیا به کله درخو وکا سینګارونه 

نه به بیا آدم شمله په څېره کيږدي 

د ګردون هسي روش دئ له ازله 

هر زمان چي خنجر وکاږي د قهر 

د فاضل په فضیلت یې رقت نشته 

دا ویل به ارمان کيږي په وګړي 

چي آخر وفا له مرده مونده نه شي


چي يې کار همه په څټ د مدعا کا

نوی نوی مخ له غيبه هويدا كا 

په ماښام یوه په خوله بله پیدا کا

و هر چا ته روزانه بازي نما کا

بيا عطسه د شپې مصدره د سبا کا 

چي پيدا له فمه زاغ د زرو ها کا 

بيا يې ژر ور ځني پټه په جفا کا

نه به څوك ځني حاصله تمنا كا

چي لېمه د حسن سترګي پې جلا کا

چي درخو يې سينه يخ په تماشا کا 

دوه مین په زجر تل سره سوا کا 

له ګدایه برابر لوی امرا کا 

نه يې توره لږ ادب له اولیا کا 

که قرائت په منبر باندي ملاكا

مرد هغه چي په حیات همه تر شا کا



هجري دُر دي پيوسته د حقیقت کړه

کيفيت يې کاڼي زړه هم په ژړا کا

وګورئ د شاعر په فکري چاپېرکي تل د زمانې سیاسي او اجتماعي اوضاع اغېزه من وي. د اسعد سوري او د خوشحال خان د زوي رثايي قصيدې هم وېرني او شکوې دي خو هغه وخت د پښتنو سياسي عظمت د فکري استقلال او پر ځان ويسا او د روحي ټينګار او صلابت مويد و، په ویر او ماتم کي هم شاعر له دنيا څخه فرار نه کاوه او د يأس او قنوطیت څپو نه لاهو کاوه، مګر د هجري عصر خو د مغولو د پردۍ سلطې او اقتدار د لوړتيا وخت و، دلته د پښتنو ملي مرکزيت د دوو غښتلو شاهنشاهیو تر منځ تري تم او خوشحال خان غوندي پیاوړی سردار او د آزادۍ د جنګ نومیالی مبارز او اور ژبی شاعر تر خاورو لاندي سوى و، نو ځکه د هجري په کلام کي يو د يأس او نا امیدۍ رنګ ښکاري په کوم ځای کي چي اسعد سوري او خوشحال له خپلي وېرني او شکوې څخه هم د ژوند او قومي افتخار له پاره نتیجه را باسي هجري د ملي مړیني په ګروم او ویركي دنيا و مافيها ته شاكوي او وايي :

هغه مرد چي په حیات همه تر شا کا

دا دئ د بلواکۍ او بدبختۍ لوی نښان، چي زموږ په قومي شاعري کي د مغولو د مظالمو او جفاوو څخه پیدا سوى و او پښتنو پوره درې سوه کاله د دغه اجنبي تاړاکه سره مبارزه کوله، مګر سره د دې چي د پښتو ادب د دغي دورې په آثارو کي ډېري الميې او د ګرومه ډکي انګازې پاته دي، بيا هم پښتون مهجور شاعر خپل وطن او د خپل ملي ژوند او افتخار مرکز نه دئ هېر کړی، لکه چي هجري وايي :

که نصیب بنده بندي کړ په دكن کي 

دامنګير يې همېشه عشق د وطن دئ 

د زړه باز يې د روه په زمکه ګرزي

 که هجري په دکن ناست خالي بدن دئ