چهند Chhandas
دا کلمه په ويدي ادب او ويدي ژبه کي ډیر اهمیت او شهرت لري، په پښتو کي خو اوس مستعمله نده، مگر په زاړه ادب کي ژوندۍ وه، او په غزنوي او غوري دورو كي لا هم مستعمله وه دلته به لومړی د دې لغت تاريخي اهمیت ښکاره کو، بيا به ئې په پښتو کي در وښيو.
دمخه مو د ويدو د ملحقاتو او زمانو په بحث کي ولوستل چه چهند په ويدي اصطلاح عروضي اصولو ته وائي، او د ماكس ميولر په قول د ويدي ادب خورا زړه برخه چه په ۱۲۰۰ تر ۱۰۰۰ ق، م اړه لري چهندس بلل کيږي. يعني عروضيات. د ويدا په ملحقاتو کي هم څو کتابونه په دغه علم اړه لري هغه وخت چه پاڼيني نومي مشهور ويدي عالم او ژب پوهاند د سنسکریت ژبه ترتیب کړه د ریگویدا ژبه ئې چهندس وبلله يعني د نظم او عروضو ژبه يا د ويدي شعر ژبه، ټي وي آر ډاويډس T.W.R. Davids د بودائي ادب پروفیسر وايي چه د چهندس اصطلاح په بودائي دوره کي هم وه اکثر بودائي ادبي كتب او آثار په چهندس ډول ليکل شوي دي هغه ډول ژبه چه برهمانا ـ اوـ پنشدا د ويدا ملحقات په ليکل شوي وه د گرامر پوهانو چهندسه Chhandasa بلله يعني د چهندس ژبه يا د ويدي شعر ژبه. بودا هم خپله وينا word په دغه چهندس ليکلې وه خو هر چا به په خپله ژبه ويله.
په حقيقت کي چهندس د اداء او تلفظ او وينا هغه اصول وه چه د ويدا کتابونه په ليکل شوي وه دا يو راز نظم و، وروسته داسي منظومه وينا د ويدا په تعقيب او پیروۍ رواج شوه او دغه ډول وينا ئي چهندس وبلله ځکه چه اصل او اساس ئې پر نظم ايښود شوي و، نو د هر نظم او شعر اصولو يعني عروضو ته ئې هم چهندس وويل او دا اصطلاح وروسته پر هر عروضي شاعر باندي اطلاق كيده لکه دمخه چه مو ولوستل په ويدي شپږو علومو کي چهندس ډیر مهم علم و، د ويدو د نظم او تلفیق ټول اصول پکښي بيانيدل دا علم د وينا او فصاحت معيار و، هغه وخت چه پنگل Pingale خپل کتاب چهنده سترا Chhandahsutra وكيښ د عروضو اصول ئې پکښي څرگند کړل وروسته د ویدا په ډيرو شرحو کي د دې علم بيان وشو. د پنگل د کتاب شرح هلايودهه Halayudha نومي عالم د مرتيا سنجي وني Marita Sanjivani په نامه وکښله او په سنسكريت کي هم دغه اصول وروسته تعقيب کړل شوه.
علامه ابو ریحان البيروني پخپل کتاب الهند كي د دې علم شرح مفصلاً ليكي ده چه دلته ئې لنډيز راوړم له څخه دې به په اسلامي دوره کي هم د چهند اهمیت در معلوم شي تر نحو وروسته چند (چهند) مهم علم دي، چه د شعر د وزن او نظم اصول (عروض) بيانوي. هندوان دا علم خورا ضروري گني ځکه چه د دوي اکثر کتابونه نظم دي او د دوي د خپلو منظوماتو ډيره ستاینه کوي، او خورا ډير ئې لولي، په لوستلو ئې خوښي او چکچکي کوئ، که څه هم تر نظم نثر ډیر آسان دي، خو بيا هم دوي کروټ نثر نه خوښوي.
د هندوانو كتب اكثر نظم دي، او هم له دغه جهته ئې د علومو زده کړه گرانه ده ما د اقليدس او مجسطي كتب دوي ته ترجمه کړل، او د اصطراب فن مي د دوي په ژبه ورته وليکي. دوي له هغونو شتو څخه نظم جوړ کړ او ځکه چه په نظم کي توضيح نه وي، نو ئې دا کار ډیر ځانته گران کړ!
د چهند فن لومړۍ پلا پنگل او چلت نومو پوهانو ایجاد کړ، او کتابونه ئې پکښي وکښل تر ټولو مشهور کتاب ئی گیست دي، چه د څپل مصنف په نامه مشهور شوي دي. د مرگلانچن او پنگل او اولیاند کتابونه هم معروف دي.
دا و د چهند د کملې تاریخ چه وروسته په سنسكريت کي عموماً د اشعارو معيار او علم العروض ته هم چهند ویل کیده، او دا کلمه د دغي ژبي معروف لغت سو. په پښتو کي اوس دا کلمه مستعمله نده، خو په زاړه ادب کي موجوده وه، ښکارندوي غوري د سلطان شهاب الدين غوري (۵٦٩-٦٠٢) معاصر پخپله یوه قصيده کي هسي وايي:
په بربڼ چه ږغ د چوڼيو نغوږيده سي
ته وا چندي سره پيودي اشلوکونه
چندي دلته د شاعر او ناظم معنا لري، د پټي خزانې په قلمي نسخه کي هم دې ته د شاعر معنا كښلې شوې ده، او له دي څخه څرگنديږي چه هغه پخوانی چهند ته منسوب نوم دي (هـ) چه په دې کلمه کي وه، وروسته هيسته شوې ده او داسي ډول (هـ) له اكثر و کلماتو څخه لويږي، ځکه چه صوتي حرف دي او د پښتو په صايتو حروفو (علتو) كي هم شامل دي.
د دې کلمې دا معنا له موقع څخه هم معلوميږي، پيودل په پښتو نظم کولو ته وايي، اشلوک هم قديمه آريائي
کلمه ده، شرح به ئې وروسته راسي.